تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وایي: «عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم = خالق دومره د متقیانو په زړه کې ستر دی،چې بې له ده یې هر څه په سترګو کې کوچني دي». ولې څه چې د شرعې په اصطلاح […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وایي:

«عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم = خالق دومره د متقیانو په زړه کې ستر دی،چې بې له ده یې هر څه په سترګو کې کوچني دي».

ولې څه چې د شرعې په اصطلاح کې دنیا یادېږي، باید د انسان په سترګو کې کوچنی وبرېښېږي؟ د دې چار حسن او ښه والی په څه کې دی؟ اړتیا یې څه ده؟

پوهېږو چې د دنیا رټنه له اسلامي مهمو ښوونو ځنې ده او نه یوازې د اسلام په شریعت کې؛ بلکې په نورو شرایعو کې هم دا رټنه راغلې او له متشرعانو او د شرایعو له لارویانو غوښتل شوي، چې دنیا ته په سپکه وویني او پوهېږو چې له دې چاره څومره ناوړه پوهېدنه شوې ده. په موږ کې د دنیا په تړاو یو ډول افراطي تحقیر او سپکونه شته.

د اسلامي ارزښتونو د بیا ژواکۍ – احیاء  او له دنیا د ګوښه کېدو په نامې ډېر صوفیاني ډوله خوځښتونه راپیدا شوي او په اسلامي ښوونو کې هم دومره د دنیا ضد پرېمانه تعبیرونه دي، چې اجازه ورکوي، یو شمیر وګړي، په ظاهر کې ځان حقوال وګڼي. د دوی مهمترین کار دادی چې دنیا په فیزیکي، مادي او محسوسه مانا یې وشړي او په ټولنیزو او دنیوي ډګرونو کې ورننوتل چې کوم آفتونه راولاړوي، له لامله یې ګوښی ژوند خپل کړي او دنیا دنیاوالو ته ورپرېږدي. نه د ظلم پر ضد څه مبارزه وکړي او نه د حق عملي کولو ته راپاڅي. نه د خپلو ښارونو او کلیو ابادۍ ته ملا تړي او نه د طبیعت له نعمتونو ګټې اخستو ته ورمخکې کېږي او نه نعمتي ژوند ته اهمیت ورکړي او نه یې قدر پېژني؛ بلکې نیستي او بې برخې ژوند پر تمتع،ګټې اخېستنې او تنعم غوره بولي.

 اوس وینو چې له آره مساله په څه کې ده؟ او له دیني پلوه د دنیا سپکاوی څه مانا لري؟ ړومبی له فلسفي پلوه، مطلب دادی چې دا دنیا او د غیبو نړۍ یو له بل سره څه واټن نلري. دا دنیا په هغې نړۍ کې ده او هغه نړۍ پر همدې نړۍ راتاوه ده. که د دې دنیا څرنګوالی وپېژنو، پوه به شو چې دنیا د آخرت په خېټه کې ده. په قرآن کې راغلي:

يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ(روم/۷) = (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي .

ددې خبرې لازمه داده، که یوازې ظاهر یې لیدلې نه وای یا یې له ظاهره باطن ته ورننوتی وای، آخرت یې هم لیده، دا چې د دنیا ظاهر ویني، له آخرته غافل دي؛ نو ځکه ددې دنیا باطن بینه، آخرت هم ویني، په روایاتو کې دي: « الدنیا مزرعة الاخرة: دنیا د آخرت کرځای دی[1]»

دا روایت ددې دنیا او هغې دنیا ډېر سم او څرګند تړاو څرګندوي. دلته یې باید وکړو، او هلته یې باید ورېبوو. د دنیا او آخرت تر منځ دښمني او توپیر نشته؛ بلکې په یو واحد کې دوستي، زمینه سازي او مشارکت دی.

په نهج البلاغه کې راغلي، چې علي (ک) ولاړ و او چا دنیا کنځله. علي ورباندې غوسه شو، ویې ویل، ته خو په خپله پر دنیا عاشق یې، ولې یې کنځې؟ ته بد ورسره کوې یا یې بد درسره کړي؟ چېرې دنیا غولولی یې؟ پلار یا مور دې چې ومړه، ایا درته د عبرت وړ و یا غولونې؟

دا دنیا له رښتينو سره رښتیا وايي، ځیرکو ته عافیت ټوکوونکې ده او پانګوونکیو ته پانګه ورکوونکې ده او عبرت اخستونکیو ته لارښوده ده. د الهي اولیاوو، جومات دی، د پرښتو نمانځځی، د الهي وحې د راکېوتو ځای او د الولیاء الله و د سوداګرۍ ځای دی او… (نهج البلاغه: کلمات قصار ۱۳۱)

باید هغو کسانو ته چې د دنیا له مزرعې او تجارتخانې غافل او عبرت اخستنه یې نه مومي، همدا خبره ورته وکړو، چې د دنیا ور او دېوال درس دی او ګرده ځمکه یې کرنې ته چمتو ده. د کرنې یوازېنی ځای دی، که دلته یې ونه کرې بل کرځای نشته. د سوداګرۍ یوازېنی ځای همدا دی، که دلته دې سوداګري او ګټه ونه کړه، په بل هیڅ ځای کې یې نشې کړای؛ ځکه بل ځای ددې کار لپاره نه دی، او له همدې امله هم ځانګړی اهمیت لري. بدمرغه هغه دی، چې ددې سوداګرۍ بازار ته راشي، پانګه وبایلي او ګټه ونه کړي.

په عصر سورت کې له خسرانه (زیانه) مراد

 وَالْعَصْرِ ﴿۱﴾  = پر زمانې قسم!

إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿۲﴾ = بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى .

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿۳﴾ = خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي.

یو شمېر مفسرانو ویلي، چې په دې سورت کې، له زیانه مراد، له پانګې زیان دی، نه له ګټې.  زیان په پانګې او ګټې دواړو کې راځي. مفسران یعنې له پانګې تاوان او ضرر. دا دنیا، عمر، فرصت او ځواکونه زموږ د عمر پانګه ده چې په واک کې موده.

ایا دا سمه ده، چې انسان خپله پانګه وکنځي او په بده ورته وویني، خپله دښمنه يې وبولي؟ دا یوه ناصوابه مخامخېدنه ده او له نهایته ناپوهۍ راولاړېږي.

په شریعت کې دنیا نه کنځلېږي

په شرع کې (په دې مانا) د دنیا وندل کنځل او سپکول نه دي راغلي او دنیا له دې پلوه چې کرځای او موږ ته راکړای شوې پانګه ده، په اسلامي ښوونو کې رټلې پېژندل شوې نه ده او که څوک له دې اړخ دنیا ورټي، سل په سلو کې د دیني ښوونو پر وړاندې ولاړ دی؛ بلکې اپوټه، ورسیخ کړي یې یو، چې ډېره ګټنه ترې وکړو او له زیانمنو نه اوسو چې: « ان الانسان لفی خسر». له دې خسرانه د مخنیوي لار راښوول شوې چې ایمان، صالح عمل، په حق و صبر سپارښتنه ده. دنیا د خدای نعمت دی او دا نعمت مو په واک کې دی او باید په هوښیارۍ ګټنه ترې وکړو. دنیا هله بدېږي، چې بې کښته او بې مزرعې صفت خپل کړي او موخه وانګېرل شي.

دنیا چې موخه وګڼل شي؛ نو هله رټل کېږي

شرعې د دنیا منځپانګه او ماهیت راښوولی، چې یوه مسافرتون دی، چې باید ګټنه ترې وشی او یو کرځای دی، چې باید پکې وکرل شي او ګټه ترې واخستل شي.

انسان کله په څه اوهامو کې راګېرېږي، چې دا مانا یې هېرېږي. دنیا د پله په څېر ده، چې انسان ورباندې تېرېږي او څوک یې په دې دلیل چې لنډمهاله د تېرېدو ځای دی رټلې او کنځلې او یا ویجاړولای نشي. هغه باید تحقیر شي، چې پر پله ابدي کور جوړوي؛ یعنې د پله ماهیت نه پېژني. د دنیا رټنه، د دنیا د ماهیت ناپېژندنه ده. له دې اړخ د قرآن تعبیرونه ډېر ډاګیزه دي.

إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ (یونس/۷) = په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامختيا (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او د دنيا په ژوند خوښ او ډاډه شوي دي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل) دي.

یعنې هغوی چې کله دنیا ته ورسېدل، ته وا هر څه ته رسېدلي دي. که دنیا د انسان ظرفیت ډک کړي،ځان یې بد پلورلی دی. بزګر نباید یوازې په کرلو قانع وي،کري چې ورېبي، که څوک ووایي، چې کښت یې د کښت لپاره خوښېږي، څرګنده ده، چې د کښت د کښتوالي شان یې هېر کړی دی.

د علي(ک) یو ښکلی تعبیر دی، چې وایي:

«لبئس المتجر ان ترى الدنيا لنفسك ثمنا = ناوړه معامله ده، که وانګېرې دنیا دې بیه ده.»  ( نهج البلاغه،۳۲ مه خطبه)

یعنې ځان ورکړې او دنیا وغواړي، که دا کار وکړې، ځان دې ارزان پلورلی او ناوړه راکړه ورکړه دې کړې. څه چې د اسلام په شریعت کې دي، دنیا کوچني کول نه دی، د انسان سترول دي. یعنې انسان ته یې ویلي، چې دنیا دې د ارزښت پر وړاندې ډېره لږه بیه لري. که غواړې پر چا ځان وپلورې او معامله وکړې؛ نو پر خدای یې وپلوره، چې ددې څیز پېرونکی دی.

إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۱۱۱) = په حقيقت کې خداى له مؤمنانو ځانونه او مالونه يې د جنت په بدل كې پېرلي دي ؛(په دې توګه چې) د خداى په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي،پر هغه دا (د جنت ژمنه) پخه ژمنه ده،چې په تورات او انجيل او قرآن كې ياده شوې ده او څوك دى،چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده!

دنیا د یوه کښت تر قیمته ډېره مه بیه کوه، چې دا به دې ګرانه پېرلې وي او یا به دې ځان ارزانه پلورلی وي.

انسان له نړۍ د خپلو انګېرنو پر بنسټ ژوند کوي

که انسان دا دنیا داسې وپېژنده چې د کښت او د راکړې ورګړې ځای دی؛ نو په یو ځانګړی ‌ډول ژوند کوي او که دنیا ته په بل هویت او شان قایل شو،د ژوند ډول یې هم ادلون بدلون مومي. په ميکروبي نړۍ کې ژوند او په پاکه او بې ميکروبه نړۍ کې تر ژونده توپير لري. په غلو او نا پاکانو کې ژوند، په پاکانو کې له ډاډمن اوسېدو ډېر واټن لري. دنيا داده چې قرآن وايي:

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ (حدید/۲۰) = پوه شئ،چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده . [بېلګه يې] د هغه باران په څېر ده،(چې پر خپل وخت وورېږي او له امله يې راټوكېدلى) كښت بزګرانو ته ښه ښكاري،دا (كښت پوخ او) بيا وچېږي او وينې،چې هغه ژېړ شو بيا پر بوسو بدلېږي او په آخرت كې [دنيا نمانځونكيو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د خداى له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى .

په قرآن کې رټلې دنيا

وينو چې لعب و لهو، چټیات، ساتېري، مېلې چړچې، وياړنه او تکاثر عین مذمومه دنيا ده. څه چې د شخړې، وياړنې او ډېر غوښتنی (تکاثر) لاملېږي، رټلې دنيا ده، هماغه دنيا چې راته ويل شوي ويې رټئ.

يو سوداګري کوي چې ژوند وکړي او يو ژوند کوي، چې سوداګري يې کړې وي، يو ځغلي چې تر يوه ځايه ورسي او يو منډې وهي، چې ډېر وخت ولري چې بيا هم منډې ووهي. یو تفريح کوي، چې يو بل مهم اوچت کار ته چمتو شي او بل تفريح کوي او له تفريح ځنې نه راوځي، دا دنيا يوه هاخوا لري او څوک چې دا هاخوا نه ويني، د رټل شوې دنيا بندي دی. هغه دنيا چې د آخرت سريزه وي ښه ده او بې آخرته دنيا، زندان او بند دی.

کومه ستايل شوې دنيا ده؟

په دې باب د مولوي بلخې تمثيل اورو. وايي دا دنيا د حمام په څېر ده او حمام دوه څېرې لري. يو د حمام دننه څېره ده، چې تودې اوبه او صابون لري او دبدن مينځلو ځای دی. بله څېره يې، چټلي او خيری دی چې د حمام په پانډه –  زباله دانيو کې ورلوېږي. دنيا پالي د چټليو زنبيلونه راکاږي او يو پر بل وياړي، يو بل ته وايي، چې تر تا ډېرې مې چټلۍ پر اوږو کړي؛ خو له دې غوغا فارغ ځيرکان پر ځان مینځلو بوخت وي:

شهوت دنيا مثال گلخن است        كه از او حمام تقوا روشن است

اغنيا ماننده‏ى سرگين‏كشان        بهر آتش كردن گرمابه دان‏

(مثنوى، څلورم ، 240 او 238 بیتونه)

د دنيا په حمام کې د ځان مينځنه يو آخرتي کار دی او د چټليو پر وړو وياړنه، يو دنيوي چار دی. دنيا و آخرت یو له بل سره توپير نلري او له يوه ټوکره دي او يو په بل پسې ځي او بلکې دا دنيا د آخرت د نړۍ يو بل مخ دی. که د غيبو سترګې پرانیزو، وبه وينو چې په بلې نړۍ کې ناست يو.

که يو څيز بد دی؛ نو دا تکاثر او وياړنه ده، نه دا دنيا. څوک چې په خپل علم پر بل وياړي، علم يې دنيايي کړی او د دنيا ځپلو په کتار کې راغلی دی. او علم ددې پر ځای چې لاسنيوی يې وکړي او رڼا او هدایت وي، پر نورو د وياړنې لپاره د ښکلا پر يوې وزلې اوختی دی:

گر ميان مشك تن را جا شود        روز مردن گند او پيدا شود

مشك را بر تن مزن بر دل بمال        مشك چه بود؟ نام پاك ذوالجلال‏

(مثنوى، دویم دفتر، 266 او 267 بیتونه)

علم چون بر دل زند يارى شود        علم چون بر تن زند بارى شود

(مثنوى، لومړی دفتر، 3447 بیت)

بايد د علم مشک پر زړه ووهل شي، نه پر تن، او نبايد د ګاڼې په څېر يې را ځوړند کړو او وياړنه وکړو. دا له علمه ناوړه ګټنه ده، او دا هغه علم دی، چې شخړې راولاړوي، دښمنۍ او کينې ترې زيږېږي.

د جنت حقیقت؛ امنيت او سلام دی او د دوزخ حقيقت شخړه او لانجه ده.

لکه چې مخکې مو ويلي دنیا او دوزخ د شخړو او لانجو ځای او جنت د امن او سلام ځای دی. خدای د جنت ميشتو په هکله وايي:

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (الحجر/۴۷) = او له سينو يې هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو،چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني

جنت د مطلق وروری عالم دی. سلام له مهمترينو نعمتونو ځنې دی چې جنتيانو ته يې ورکوي، دا د هغه مانا ده چې خدای سلام ورباندې کوي.

سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ (یس/۵۸) = (پر تاسې) سلام،(دا) د لورين پالونکي له لوري خبره ده .

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (یونس/۱۰) = هلته به یې نارې ((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ)) (= یا الله پاک یې)، هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته) ده .

وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ (ابراهیم/۲۳) = صالح مومنان به د جنت داسې باغونو ته ننايستل شي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او د خپل پالونكي په حكم به تل تر تله پکې اوسي او هلته د ((سلام)) په ويلو د يو بل هر كلي كوي .

د خدای سلام د انسانانو د حال پوښتنې او تعارفي سلام نه دی؛ بلکې د نهايت سلم او اقعي سولې ورېدنه ده.

عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (انسان/۲۱) = د جنتيانو پر تن به  نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي .

او پر جنتيانو چې کوم پاک شراب ورڅښلېږي، ټول رذايل، کينې، دښمنۍ، ناپاکۍ او چټلۍ يې ور مينځي.

بلخوا

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

د شيطان کار، اړو دوړ، شخړه او دښمني ده:

وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا (اسراء/۵۳) = او بندګانو ته مې ووايه :((چې سنجېدلې او ښې خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان یې (د ناوړو خبرو له لارې) ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛[ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره غلیم دى .

او همدا شيطان دی چې انسانان جهنم ته بوځي. که دا مانا ښه وپوهول شي، په ډاګه به شي، هر څه چې د شخړې لامل شي، د جهنم او رټلې دنيا له جنسه دي او څه چې سلم و سلامتي، کينه او وروري رادبره کوي د جنت له جنسه دي، که څه په دې دنيا کې وي. نو ځکه د رټلې دنيا اهل، په همدی نړۍ کې په جهنم کې دي او اهل سلم په همدې دنیا کې جنت ميشتې دي. که علم د وياړنې، ښکلونې (تزين) او تکاثر لامل شو، حرص ته يې لمن ووهله او انسان نا آرامه کړي، اندېښنې، ټکرونه، کينې او دښمنی راولاړې کړي، د مذمومې (رټلې) دنيا له جنسه دی، او دغسې عالم، د شيطان په څېر د خدای له جنته شړل کېږي. ددې نړی نعيم که اور بلونه وکړه؛ نور نو نعمت نه؛ بلکې، بلا (او کړاو) دی.

پر يو بل د مسلمینو سلام اچول، يو بل ته د جنت ست کول دي او د اسلام د ښوونځي له بنسټيزو آرونو راولاړ دی. څوک چې دننه له سلامه ډک وي، پوه دې شي چې جنتي دی او څوک چې نه وي، پوه دې شي چې دوزخي دی.

د پياوړیو او جنت ميشتو ارواحو له مهمترينو عواملو ځنې ارامي او ډاډمنتيا ده:

ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ (توبه/۲۶) = بيا خداى خپله ډاډېنه پر خپل استازي او مؤمنانو رانازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ،چې نه مو ليده او كافران يې په رنځ او کړاو اخته کړل او دغسې ده د كافرانو سزا!

إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (فتح/۲۶) = (درياد كړه) چې كافرانو پخپلو زړونو كې د ناپوهۍ د زمانې هېنډه او ننګ ټينګ كړ؛نو(په مقابل كې) خداى پر خپل استازي او مؤمنانو ډاډ راښكته كړ او هغوى يې د تقوى په وينا (او کړلار) پابند كړل او (هغوى) يې وړ او اهل وو او خداى پر هرڅه پوهېږي .

دا ارامي د جنت يوه مرتبه ده. هغوی چې پر تشويش اخته دي (چې له حرص، کينې،سيالۍ او تکاثر راولاړېږي)، پوه دې شي چې پر همدې دنیا په جهنم کې دي.

که څه له دې نړۍ به د ګردو اختلافاتو ټغر را ټول نشي او اختلاف ددې دنيا شان دی؛ مع الوصف، د پېغمبرانو د راتلو یو له مهمترينو موخو ځنې د اختلاف لرې کول و.

وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَىَ شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (بقره/۱۱۳) = او يهوديانو وويل : ((مسيحيان پر حق نه دي)) او (همداراز) مسيحيانو وويل : ((يهوديان پر حق نه دي)) حال دا چې دواړه ډلې اسماني كتاب لولي (چې بايد دغسې تعصبونه يې نه درلوداى،نورو له حقه) ناپوهو وګړيو (لكه مشركانو) هم همدغسې خبرې كولې!؛ نو خداى به د قيامت پر ورځ د هغو ترمنځ د هغه څه په اړه پرېكړه وكړي،چې تل يې پكې اختلاف کاوه .

د اختلافاتو په اړه به روستی منځګړتوب، د قيامت پر ورځ وشي؛ خو څومره چې د اختلافاتو د لرې کولو پر لور پر مخ درومو، البته له ښویه ښه جنتيان یو، ټولنه به مو ښه الهي، د انبياوو موخوته ور نژدې او له دوزخه به لرې وي.

په جنتي کېدو کې د قناعت ونډه

اخلاقي ارزښتونه که دا مانا واکمنه نکړای شي او د ټولنې جنتي کېدو او رغېدا ته يو فرصت را د مخه نه کړي؛ نو کار او هنر يې څه دی؟

قناعت، چې په شريعت کې راغلی، مهمترين اغيز او ارزښت يې دادی، چې د حرص، تکاثر او تفاخر فلته راښکته کړي، چې د شخړې او اختلاف ډيوه لوګی ونه وهي، د قناعت مانا همدا ده او بله مانا نه لري، او دا مانا د دين له ارکانو ځنې یو رکن دی.

خدای ويلي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل/۹۶) = هر نارينه او يا ښځمنه، چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي) ژوندون وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.

حضرت علي (ک) ويلي، دا پاکيزه ژوند يعنې يو قناعتمند ژوند[3].

هو دا ګردې خبرې راښيي چې رټل کېدونکې دنيا، هغه دنيا ده چې د قناعت، سلم او ارامی پکې څه خبره نه وي او له سره تر پښو له شخړې، تکاثر او وياړنې ډکه وي.

له پېغمبر اکرمه (ص) يو روايت دی چې يې ويلي: نعم المال الصالح للرجل الصالح: ښه مال، صالح انسان ته، ډېر ښه دی[4].

 ولې ښه مال، د ښه انسان په لاس کې وغندو؟ مولوی وايي:

چيست دنيا از خدا غافل بدن        نى قماش و نقره و ميزان و زن‏

مال را كز بهر دين باشى حمول        نعم مال صالح خواندش رسول‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 983 او 984 بیتونه)

 تر دې روسته یو مثال راولي:

آب در كشتى هلاك كشتى است        آب اندر زير كشتى پشتى است‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 985 بیت)

يعنې «په بېړۍ کې اوبه، بېړۍ هلاکوي (او) تر بېړۍ لاندې اوبه د بېړۍ مرستندوی دي.»

پر بېړۍ سپرېدل او پر اوبو يې چلول، د اوبو ټپسورولو ته څه ځای نه پرېږدي، دلته اوبه یوه پانګه ده؛ خو همدا چې بېړۍ سورۍ شوه، او اوبه پکې ورننوتې؛ نو د اوبو د ګټورتوب او پانګې صفت او ځانګړنه له لاسه ورکوي او ددې پر ځای چې مرستندوی مو وي، د هلاکت لامل ګرځي. دنيا تر هغه وخته چې اوبه وي او زموږ د وجود بېړۍ پرې ور روانه وي، ډېره ښه ده؛ خو که همدا بېړۍ سورۍ شوه او اوبه ورننوتې، د هلاکت وار مو دی…

 د خدای د عظمت حضوُري ادراک، د انسان په زړه کې د دنيا د تحقير لامل دی

اوس پوښتنه داده، څرنګه کړای شو چې دنيا تر کښته ډېره ونه وينو، چې زړه ډک نه کړي او دا اوبه د مولوی په تعبير د انسان د وجود بېړۍ ته را نه ننوځي او ډوب يې نه کړي؟

د امام خبره دا پوښتنه ځوابوي: کله چې په زړه کې د الله عظمت کېني، نور ټول څېزونه به کوچني شي. په دې نړۍ کې يوې مرجع او مبدأ ته اړتيا لرو، چې هر څه ورسره وسنجوو.

که دا مبدأ مو لرې کړه، د شيانو پرتلنه نړېږی او ارزښتونه ګډوډېږي او نه معلومېږي، چې کوم څيز چېرې کېښوول شي. د الله په نامې يو مرجع لازم ده، چې په تړاو يې د هر څه قدر و قيمت تنظيم کړو، او بې له دې معلومه نه ده چې راحج کوم دی او مرجوح کوم دی. الله تعالی، په اسلام کې د ارزښتونو مبدأ ده. له وهمي ارزښتونو د خوشې کېدو شرط، تر وهم ورها خوا يو حقيقت ته سترګې نيول دي؛ يعنې الله تعالی ته.

متقيان په همدې دنيا کې جنت او دوزخ مشاهده کوي

فهم و الجنه كمن قدرآها فهم فيها منعمون و هم و النار كمن قد رآها فهم فيها معذبون = متقيان له جنت سره داسې دي، چې ته دا جنت ويني او پکې له نعمته برخمن دي او له اور سره داسې دي، چې ته وا ويني يې او پکې عذابېدونکي دي.

متقيان د سخت يقين، د خدای د ژمنې، پر ناليدلي نړۍ د نهايت ډاډ او د صادق نبي پر وينا د سخت اعتماد له امله، جنت و دوزخ ورته عيني او ملموس شوي او د يو خبر او روايت تر بريده وتلی او پر مشاهدې اوختی دی.

د قرآن په تعبير انسان د علمي یقين له پولې راوځي او عيني او مشاهداتي يقين ته رسي. په دې مانا کې د اهل سنتو او شيعه و له لارې يو مشهور روايت راغلی او مولوی په مثنوي کې راوړی. د روايت مضمون دادی چې:

يوه ورځ رسول اکرم (ص) حارث وليد، ويې پوښتل:

کيف اصبحت؟ څنګه دې ګهيځ کړ؟

حارث وويل: اصبحت موقنا: د يقين په حالت کې.

پېغمبر(ص) وپوښتل: د يقين نښه دې څه ده؟

ويې ويل: جنتیان په جنت کې او دوزخیان په دوزخ کې وينم[5] .

دا د يقين خورا غوره نښه ده، چې د انسان له سترګو پردې هاخوا شي.

گفت پيغمبر صباحى زيد را        كيف اصبحت اى صحابى باصفا

گفت عبدا مومنا باز اوش گفت        كو نشان از باغ ايمان گر شكفت‏

گفت تشنه بوده‏ام من روزها        شب نخفتستم ز عشق و سوزها

تا ز روز و شب گذر كردم چنان        كه از اسپر بگذرد نوك سنان‏

گفت پيغمبر صباحى زيد را        كيف اصبحت اى صحابى باصفا

گفت عبدا مومنا باز اوش گفت        كو نشان از باغ ايمان گر شكفت‏

گفت تشنه بوده‏ام من روزها        شب نخفتستم ز عشق و سوزها

تا ز روز و شب گذر كردم چنان        كه از اسپر بگذرد نوك سنان‏

(مثنوي،دفتر اول)

د غيبو نړۍ چې بې زمانه ده او ازل و ابد پکې یو شوی دی، داسې ده چې جزوی عقل ځان پکې ورکوي او خپل مأنوس چاپيريال او محيط غايب ويني. موږ همدا اوس په واقعي جنت و دوزخ کې یو؛ يعنې مکاني و زماني واټن ورسره نلرو. يوازې ترې محجوب او په پرده کې يو. جنين چې د مور په ګېډه کې دی، په همدې دنیا کې دی نه په بلې کې. خو دا دنيا نه ویني او ترې محجوب او په پرده کې دی. موږ چې په دې نړۍ کې يو په همدې حال کې د اخرت په نړۍ کې يو او واټن ترې نلرو. کټ مټ جنيني حالت لرو او يوازې بايد حجاب هاخوا شي چې پوه شو له هغې نړۍ سره هيڅ واټن نلرو. موږ هلته جسمي او زماني سفر نه کوو، دا سفر، يو وجودي سفر دی.

حضرت علي (ک) وایي:

قلوبهم محزونه و شرورهم مامونه و اجسادهم نحيفه و حاجاتهم خفيفه و انفسهم عفيفه

د متقیانو زړونه غمجن دي او نور یې له شره خوندي دي او بدنونه یې ډنګر،غوښتنې یې ډېرې لږې او نفس یې پاک او عفیف دی.

د متقي زړه له خپګان سره اخږل شوی دی، له امیرالمؤمنین علي (ک) روایت شوی چې د مؤمن زړه غمجن او څېره یې خندنۍ ده. المومن بشره فى وجهه و حزنه فى قلبه (نهج البلاغه: کلمات قصار۳۳۳)

مؤمن تریو ټندی نه دی، ورکمانی – بشاش، خندنی او ورین ټندی دی؛ خو له زړه نه غمجن دی او په مقامات العارفین کې د بوعلي سینا په وینا:

العارف هش بش بسام[6]

باید د باطني خپګان پر مانا پوه شو، په تېره تعبیرونه لرو چې:

أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (یونس/۶۲) = پوه شئ! د خداى پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي .

باطني خپګان او ظاهري ورین ټندي پر څه مانا ده؟ حقیقت دادی چې زرغون خپګان لرو او تور خپګان.  زړه خوشحالوونکی مبارک او میمون غم لرو او زړه چاودی سپېره غم. او هغه چې تریو ټندي، توند خویي، رټې سپورې، چېړ چاړ – تلخکامي راوړي، تور خپګان دی نه زرغون او مبارک. او تور خپګان هډو د عارفانو زړونو ته سوړه نشي کړای.  باید د تور غم او خپګان درملنه وشي، نه د زرغون خپګان. زرغون غم روح تاند او ښېرازه کوي او زړه ځلوي؛ خو تورغم، زړه سولوي او روح چیچي :

خفته از انبوه اندوهان سوهان صولتم        خرم اندوه سبزم بيشه‏ى انديشه‏هاست‏

دا له تورو غمونو تېښته ده چې یو کس بوختیاوو، نېشه یي توکیو او مسکراتو ته پناه وروړي؛ خو ترعارفانه خپګانه به کوم خوند خورا مبارک وي چې هغه په دې پاک یا وپلوري؟ همدغه ډول غمونه دي چې حافظ یې چاره په شرابو کې لټوي:

چون نقش غم ز دور بينى شراب خواه        تشخيص كرده‏ايم و مداوا مقرر است‏

(ديوان حافظ، غزل 39)

غم دنياى دنى چند خورى باده بخور        حيف باشد دل دانا كه مشوش باشد

(ديوان حافظ، غزل 159)

راه خلوتگه خاصم بنما تا پس از اين        مى‏خورم با تو و ديگر غم دنيا نخورم‏

بيا كه وضع جهان را چنانكه من ديدم        گر امتحان بكنى مى‏خورى و غم نخورى‏

(ديوان حافظ، غزل 452)

تور غم یو غم دی، چې د دنیا دارۍ ، پر ویاړنې، تکاثر، په ټپه ولاړتوب، د زړه مړتوب او د حس او خیال د عالم د تنګوالي محصول دی.

خو هغه چې له دې زندانه خوشې او آزاد وي او وجود یې د پېټي په څېر ور پر اوږونه دی او هر وخت نوی صورت او جمال ویني او د هستی له مضایقو او تنګوالي خلاص شوی، چېری پر غم اخته کېږي او ولې شرابو او رباب ته ورمخه کړي، چې هغه یې له لاسه واخلي او یو ساعت په بېخودۍ کې، څه خپګان ترې وڅنډي؟

باده غمگينان خورند و ما ز مى خوشدل‏تريم        رو به محبوسان غم ده ساقيا، افيون خويش‏

خون ما بر غم حرام و خون غم بر ما حلال        هر غمى كو گرد ما گرديد شد در خون خويش‏

(كليات شمس، غزل 1247)

 د عارفانو د ستایل شوي غم او د دنیا پالو د رټل شوي غم تر منځ توپیر

مانېزې سترګې درلودل، د هستۍ د حقیقت پېژندل، له دې دنیا او هغې دنیا سره د ځان د تړاو پېژندل، د نویو صورتونو او جمالونو ننداره کول، هره ورځ اختر کول او د خیال له بنده دباندې راوتل دا ګردې چارې ښادي او بې غمي تضمین او تامینوي. د تکاثر او ویاړنې (تفاخر) په جهنم کې غوپې وهل، د دنیا پالۍ په سپېرو شخړو کې ورډوبېدل او د پراخې خوشحالی او قناعت له دنیا دباندې وتل او د تمې او تکبر په اورتون کې پښه ایښوول، هره ورځ په انسان پسې یو غم رالېږي. زرغون غم د عارفانو د زرغون زړه خوځونکی دی چې ډېر ښکلي او تازه مخونه وغواړي او تور غم د غافلانو د روح حجاب دی، چې له خپلې پېژندنې هم بې برخې پاتې شي.

دا چې مولوی ویل:

از غم و شادى نباشد جوش ما        با خيال وهم نبود هوش ما

حالتى ديگر بود كان نادر است        تو مشو منكر كه حق بس قادر است‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1803 -1804 بیتونه)

باغ سبز عشق كو بى‏منتهاست        جز غم و شادى در او بس ميوه‏هاست‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، بيت 1793)

رښتیا یې ویل، د نړیوالو غم ورسره نه و، خو ویل یې:

در غم ما روزها بى‏گاه شد        روزها با سوزها همراه شد

روزها گر رفت گو رو باك نيست        تو بمان اى آن كه چون تو پاك نيست‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، بيت 15 او 16)

نوموړي یو عمر په غم کې تېر کړی و؛ خو نه هغه غم چې د شرابو پر وړاندې ماتېږي؛ بلکه هغه غم چې شراب هم ماتوي، همده ویل:

اى مى بترم از تو        من باده‏ترم از تو

(كليات شمس)

« یعنې ای شرابو، ترتا بتریم، تر تا ښه شراب یم»

او بیا یې ویل:

هر زمان نو صورتى و نو جمال        تا ز نو ديدن فروميرد ملال‏

(مثنوى، څلورم دفتر، 3264 بیت)

او يا:

چون به غايت تيز شد اين جو روان        غم نپايد در ضمير عارفان‏

(مثنوى، دویم دفتر، 3301 بیت)

او يا:

تنگتر آمد خيالات از عدم        زان سبب باشد خيال اسباب غم‏

(مثنوى، لومړی دفتر، بيت 3095)

او:

بعد از اين ما ديده خواهيم از تو بس        تا نپوشد بحر را خاشاك و خس‏

او په دې توګه یې غمجن او ښادمن راز را پرګوتو کاوه. غوښتل یې چې ډېر وویني، ډېر وځغلي او ډير د خیال له تنګ زندانه راووځي، چې ښه ښادمن شي. د عارفانو د ښادمنی او نه ستومانېدو راز همدا دی، چې دنیا یې خورا ارته، نوې کېدونکې او ښه رنګارنګه ده. او د دنیا پالو د غمجنی راز، د شخړو او غفلتونو په تنګیو کوڅو کې بندي پاتېدل دي، څو دا زندان دړي وړي نشي او څو دا حجاب څيرې نشي او څو دا زاړه خوراکونه پای ونه مومي؛ نو تل به یې تورغم پر زړه      او بلکې پر زړه ناست وي.

او د حافظ په وینا:

حافظا ترك جهان گفتن طريق خوشدلى است        تا نپندارى كه احوال جهانداران خوش است‏

(ديوان حافظ، غزل 43)

یعنې «حافظا! د زړه ښادمنولو لار د دنیا پرېښوول دي، چې ونه ګڼې د دنیاپالو احوال ښه دی».

عارفان هر دمى دو عيد كنند        عنكبوتان مگس قديد كنند

یعنې «عارفان هره شېبه دوه اخترونه کوي او غڼې مچان وچوي»

د عارفانه خپګان څرګندنه

 کوم خپګان چې له ځان نه پېژندنې راولاړ شوی تر هغه خپګانه ډېر واټن لري چې له ځان پېژندنې راولاړ شوی وي. دا يو، زياتي شيان خوشې کوي چې ځان ته يې ډېر پام وي، او دا بل له ځانه د غفلت له وجهې، ډېره تمه کوي، په دې ګومان چې ښه به موړ شي. دا ستايلی خپګان دی او له ورين ټندۍ سره اړخ لګونکی دی. هغه خپګان چې له ورين ټندۍ سره اړخ نه لګوي، هماغه غمونه او خپګانونه دي، چې د انسان د دوزخي توب زېږنده ده او د انسان ټول وجود رانغاړي او له نورو سره لانجه مار ترې جوړوی؛ ستايل شوی خپګان انسان پر نورو لورينوي.

جهنمي خپګان، د نورو د دنيا پر سر د انسان د شخړې محصول دی؛ خو جنتي او عارفانه خپګان، پر ځان او نورو د انسان عين لورنه ده. پر ځان لورېږی او زولنې يې له پښو پرانځي او پر نورو لورېږي چې ولې پر دغسې بې حاصله شخړو کې نښتې دي، په رښتینه کې خپګان يې خپله بوختيا ده، له ځان سره يې جګړه ده. هڅه کوي چې ځان تر شته حالته لا هم روڼ کړي، چې نور يې د شتون له چينې ډېره برخه تر لاسه کړي.

د ځان او نورو د حالاتو له خړ پړېدو او ترينګېلېدو رنځېږي، ترينګلتيا څنډي نه دا چې ورزياتوي يې. د خلکو او ځان حجابونه ويني او ښه په زور يې څېروي. د نورو حسرت نخوري، چې په دنيايي پردو کې را ايسار دي. ددې پردو او حجابونو پر حقيقت پوهېږي او ددنيا پالو په څېر يې د پېړولو په هڅه کې نه دي. نو دادی چې هم غمجن دي او هم لوروونکي. هم غمجن دي او ورين ټندي. حافظانه يې دنيا پرېښې او پوه شوی چې د زړه خوشحالي په دې پرېښودو کې ده. له نورو سره ددې جهنمي متاع پرسر شخړه  نلري، چې زړه يې پریوتي او شيطاني غمونه راونغاړي. که غوسه شي، غوسه يې عين رحمت او لورنه ده. د چټليو د لرې کولو په هڅه کې دی، لکه چې کوتک په ګردجن لمڅي وهي، چې خاورې ترې وڅنډي نه ددې لپاره چې لمڅی و ځوروي:

بر نمد چوبى كه آن را مرد زد        بر نمد آن را نزد بر گرد زد (…)

گفت چندان آن يتيمك را زدى        چون نترسيدى ز خشم ايزدى؟

گفت او را كى زدم اى جان و دوست        من بر آن ديوى زدم كو اندروست‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 4012 -4016 بیتونه)

یعنې «هغه سړی چې لمڅی په کوتک وواهه، پر لمڅي يې وهلې نه دی، پر ګرد يې وهلی، ويې ويل دا يتيم دې دومره وواهه، چې د خدای له قهره ونه ډار شوې دا هومره کمال لري، چې د نورو له کماله نه غمجنېږي او ځان يې هومره برخمن دی چې د نورو پر برخې حسرت نخوري. خپګان يې له دې دی،چې غافلان، بې برخېتوب عين برخېتوب او ويده توب عين ويښتيا بولي. او له دې غمجن دی، چې هسې نه خپله هم په ناخبرۍ او غفلت کې، د شيطان په لومه کې راګېر وي او له دې اندېښمن دی، چې چېرې به ولاړ شي او عاقبت او پای به يې څه شي.

* په الهي خويونو د عارفانو سينګارېدل او له خلکو سره يې مينه

هو، دا دنننی خپګان، دباندنۍ لورنه هم راوړي. دغسې انسان پر نورو لورېږي؛ دا ځګه چې د هيڅ څېز پر سر ورسره شخړه نلري؛ نو ولې يې په څېره کې د خپګان او تاوتريخوالي نښې راښکاره شي؟ جنتيان له دوزخیانو سره شخړه نلري، دوزخيان په خپلو کې لانجمن دي. دوه عقلمن کينه او شخړه نلري. په الهي خويونو د عارفانو د سينګارېدو مانا همدا ده. خدای له خپلو بندګانو له چا سره شخړه نلري له نېکانو سره ښه او له بدانو سره هم په لورنه چلېږي.

په دنيا کې يې رحماني رحمت خپور دی. د خدای متقي بندګان چې ورنژدې دي، له دې ځانګړنو هم برخمن دي. له ټولو سره چلېږي او ورين ټندي دي. او چې کله غوسه کېږي، غوسه يې هم د رحمت زېږنده ده. په زړه کې غمجن دي؛ ځکه له ځان څخه راضي نه دي او خپل مقام روستی مقام نه بولي او ځان له ښوييدنې خوندي نه بولي. يو متقي دينوال او پر شريعت پوه، ښه پوهېږي چې شونې ده د بلعم باعورا مقام ته ورسي او بيا ښکته ترې راولوېږي:

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِيَ آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (اعراف ۱۷۵) = او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله،چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له  لار وركو شو .

د متقيانو د خپګان دلايل

متقي انسان په عين حال کې چې خوشحال او د الهي نعمتونو منندوی دی، خدای پاک ضمير او سلامتي ورکړې ده او دننني خنډونه يې وينځل شوي او یو پاک او بې کېنې انسان ترې جوړ شوی دی؛ خو له دې سره سره هيڅکله نه وايي، چې امکان نلری وښوييږم. ولې امکان نلري؟ هیڅوک له شيطاني وسوسو خوندي نه دي؛ خو مخلصان: «والمخلصون علی خطر عظيم».

تل بايد غمجن يو، چې هسې نه روسته راولوېږو. بايد خپه يو، چې هسې نه لږه هڅه مو کړې وي. بايد خپه يو، هسې نه چې په دننه کې څه نا څه ناپاکۍ مو څنډلې نه وي. بايد خپه يو، هسې نه چې له خدايه په منندوينه کې مو ناغيړي کړې وي. بايد د نورو له سوځېدو خپه اوسو، ورباندې وورېږو او اور يې مړ کړو. سمندر خویه تر دوو ډولونو ډېر غمونه نلري:

يو د ځان د ناپاکۍ غم او بل د نورو. هم د ځان د پاکوالي هڅه کوي اوهم نور رابلي، چې د پاکوالي غسل وکړي او له ټوکو خپلې جامې ومينځي:

آب گفت آلوده را در من شتاب        گفت آلوده كه دارم شرم از آب‏

گفت آب اين شرم بى‏من كى رود        بى‏من اين آلوده زايل كى شود؟

(مثنوى، دویم دفتر، 1366 او 1367 بیتونه)

آب چون پيكار كرد و شد نجس        تا چنان شد كاب را كرد حس‏

حق ببردش باز در بحر صواب        تا بشستش از كرم آن آب آب‏

سال ديگر آمد او دامن‏كشان        هى كجا بودى؟ به درياى خوشان‏

نجس زين جا شدم پاك آمدم        بستدم خلعت سوى خاك آمدم‏

هين بياييد اى پليدان سوى من        كه گرفت از خوى يزدان خوى من‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 200 -204 بیتونه)

خود غرض زين آب جان اولياست        كو غسول تيرگيهاى شماست‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 221 بیت)

له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه د زرغون غم دوه آرېزې سرچينې دي، او دا چېرې او هغه خپګان چيرې چې له خلکو سره له کينې او د نفس له سرغاړۍ را ولاړ شوی وي؟

* خلک د متقيانو له شره خوندي دي

« و شرورهم مامونه : او نور يې له شره خوندي دي»

په روایاتو کې راغلي:

«هغه د خدای بدترين مخلوق دی، چې خلک يې په دې پار درناوی کوي، چې له شره او خباثته يې بچ وي[7]»

ځینې به مو لیدلي وي، چې دومره بد ذاته او بد ژبي او خبیث دي، چې انسان څه عظمت پکې نه ویني؛ خو احترام یې کوي؛ دا ځکه چې له زیانه یې بچ شي، ظاهرا ً پر وړاندې یې چوپتیا خپلوي. داسې وګړي شته چې خلک یې له شره خوندي نه دي او په پلمې پسې ګرځي چې زهر وشیندي، په تېره دا که ناروغ او نا انساني نظام واکمن وي. دا انسانان به په هر ځای کې سرونه راپورته کوي او په ګردو ډګرونو به حاضر هم وي. او کټ مټ ددې اپوټه، خلک ډاډمن دي، چې له متقیانو به زیان ونه ویني، نه غیبت، نه کینه، نه دښمني، نه غلا، نه وندل کنځل، نه چل ولې،….. دا یو کار هم له دوی نه راولاړېږي او دا امن او سلام څه ښه نعمت دی، چې د اسلام زڼی دی. د اخلاقو د علم موخه داده چې یو څوک په اسانۍ او خپله خوښه، نیکي وکړي او ځان یو ګام نېکۍ اخستو ته په کړاو نه کړي، او متقیان دغسې دي، چې له چلنه یې شر نه راولاړېږي، د سمندر په څېر دي، نژدې کسانو ته ملغرې ورکوي او لرېو ته، باران.

و اجسادهم نحيفه و حاجاتهم خفيفه و انفسهم عفيفه

« د متقیانو تنې ډنګرې، اړتیاوې یې لږې او نفسونه یې پاک دی»

متقیان، زیاتره دغسې دي؛ ځکه په لږو قناعت کولو، ډنګر بدن لري او اړتیاوې یې سپکې دي؛ یعنې له دنیا یې برخمنېدنه نه لږه ده او پرښتي ډولي، عفیف او پاکان دي. علي (ک) وایي:

لكاد العفيف ان يكون ملكا من الملائكه

نژدی دی چې پاک انسان یوه پرښته شي» ( نهج البلاغه، کلمات قصار،۴۷۴)

دوی ان له ځان سره د باطلو فکر هم نه کوي. په روایاتو کې راغلي، چې حضرت عیسی (ع) خپلو لارویانو ته ویل:

« تاسې یې له زنا منع کولئ؛ خو زه تاسې د زنا له فکره منع کوم؛ دا ځکه که اور کوټه ونه سېځي، ور او دېوال خو به یې تور کړي[8]»

پاک او عفیف نفس دادی چې په عمل کې پر ځانساتنې سربېره، له اندیز اړخ هم ځینې اندنې پکې راټوکېدای نشي. عفت مرتبې لري. ړومبی مرتبه یې داده چې انسان خپل لاسونه، پښې، سترګې او غوږونه کابو کوي، چې په خپل ځای کې ډېر مهم او ستونزمن دي، او که چا همدومره هم وکړل، البته پاک او ستایل شوی دی؛ خو تردې او چټې مرتبې هم شته. اوچته مرتبه داده چې د زړه واګې یې هم په لاس کې نېولي وي او فکر هم عفتي شوی وي او دننني او بهرني دوه ګونیتوب بستره تړلې وي او انسان یومخې، د عفت یوه ټوټه وي، نه بد فکر وکړي او نه بدکار. نه په عمل کې له خدایه لرې وي او نه په زړه کې ورسره پردی وي. له هر پلوه د خدای په بهیر او واک کې وي. دا عفیفه نفس دی. دا هماغه څوک دی، چې د علي(ک) په تعبیر د پرښتو ملګری او هم پولی دی. پرښتې شهوت نلري او لکه څنګه چې ویل شوي داسې موجودات دي، چې نه دننه او نه دباندې د عفت پر خلاف چار هیڅ ډول ادعا نلري. یو عفیف انسان ځان تردې څوکي هسکولای شي، چې له ناپاکو اندېښنو او خیالونو چاڼ شوی وي.

* د اخلاقو د عالمانو له نظره د زهد دوه مانا وې.

اړتیاوې یې سپکې دي؛ یعنې د زهد خاوندان دي. د اخلاقو عالمانو زهد ته دوه ماناوې یادې کړې دي: یوه مانا یې داده چې څوک له دنیوي نعیم ځنې (ورسره په عین شوق کې) لرېوالی اختیار کړي او دویمه مانا یې داده، چې دنیا په کوم څیز وانخلي او داسې څه ونه ویني چې ډډه ترې وکړي. کله له یو څه ډډه کول په داسې وخت کې وي، چې نفس مینه ورسره لري. انسان کله د محاسبې او پرتلنې پر وخت وايي، له دې تېرېږم چې یو اوچت نعمت ترلاسه کړم؛ خو کله هم وي چې محاسبې ته اړتیا نه وي؛ ځکه دوه لوري شتون نلري، چې یو تر هاغه بله اوچت وبولي، یوازې یو لوری دی او د خدای دی او بس. د اخلاقو عالمان یو مثال راولي: کله چې د د ګند او چټلۍ له څنګه تېرېږو، داسې نه ده چې په سختی ډډه ترې کوو او خپل تړاو ورسره وځپوو او په تکلیف د زهد لار خپله کړو!

د ګند او چټلۍ په اړه مو زهد خپلول په دې مانا دی، چې په څه ارزښت ورته قایل نه یو، چې پر ځان دباو راوړو سترګې ترې پټې کړو او په عین حال کې مطلب تردې هم اوچت او ارزښتناک دی. د خدای نمانځوونکي عارف په سترګو کې له دنیا سره د خدای تړاو، د نشتون (عدم) او شتون (وجود) تړاو دی. د متقیانو په نفس کې داسې یو رفعت او هسکوالی شته چې دنیا ورته نه یوه پانډه – ګند یا چټلي، چې تردې ټیټه هم برېښي او یوازېنی دلیل یې دادی، چې ددې دنیا حقیقت یې ښه پېژندلی دی او په رښتیا یې موندلې ده، چې دنیا د حق د سمندر پر وړاندې یو ځګ دی. باید له خدایه داسې لید وغواړو، چې حقایق راښکاره کړي. بیا هم باید ووایو:

بعد از اين ما ديده خواهيم از تو بس        تا نپوشد بحر را خاشاك و خس‏

(مثنوى، شپږم دفتر، 2311 بیت)

كف درياست صورتهاى عالم        ز كف بگذر، اگر اهل صفايى‏

(كليات شمس، غزل 2707)

یعنې « د عالم مخونه د سمندر ځګ دی، که روڼ یې نو له ځکه ورتېرشه».

ددې عالم مهمترین صفت دادی چې نه پاتېږي «او څه چې نه پاتېږي، زړه تړنه ورباندې نه ښاییږي».

قره عينه فيما لايزول. و زهادته فيما لايبقى

« او متقی هغه دی چې پاتېدونکیوته خوشحال او په ناپاتېدونکیو کې زاهد دی»

* د زهد منشا؛ دنیا ناپایښته ګڼل او د مسافرتون او زندان په توګه ورته کتل دي.

انسان که په رښتینه کې دنیا مسافرتون، کښت او زندان وبولي؛ نو هله به د مسافرانو او بزګرانو په څېر ژوند وکړي نه د پاچایانو، غافلانو یا کوچنیانو او څارویو په څېر. په مسافرتون کې ژوند، په زړه پورې ماڼۍ کې تر ژونده ډېر توپیر لري. نباید په دې اړه شکمن اوسو. دا لید په جامو اغوستو، کور جوړولو، صنعت او حکومت کې خپل اغېز ورښکاره کوي. تاسې پر بلورین ځای په یو ځانګړي ډول قدم ږدئ او له سېمټو او خښتو پر جوړ ځای بل ډول.

پر خټين ځای يو ډول او پر وچ ځای بل ډول قدم ږدئ، دلته يو ډول بوټ پر پښو کوئ او هلته بل ډول. ناشونې ده څوک چې په يقين پوه شي چې دا دنيا يو مسافرتون او کښت دی او دلته دومره په زړه  تړنه، غفلت او امنيت ژوند وکړي، چې ته وا همېشنی کور يې دی؛ خو دا چې چا دا مطلب اورېدلی وي او پوهېدلی نه وي. دا لنډمهاله اوسېدل زموږ په هر يو هوډ نيونه کې اغيز لري. په مسافرتون کې اوسېدل څه رټل شوی چار نه دی، خدای په دغسې يوه دنيا کې ځای راکړی دی. رټنه دلته ده چي انسان دا مانا هېره کړي:

مكر آن باشد كه زندان حفره كرد        آن كه حفره بست آن مكرى است سرد

اين جهان زندان و ما زندانيان        حفره كن زندان و خود را وارهان‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 981 او 982 بيتونه)

يعنې« چل به دا وي، چې زندان سوری کړه، چا چې سوری بند کړ، دا به سوړ چل وي، دا نړی زندان او موږ زندانيان يو، زندان سوری کړه او وتښته»

ځيرکي دا ده چې انسان زندان سوری کړي او ترې وتښتي، نه داچې ‍‍‍‍د تېښتې سوری ټپ کړي او داېول يې دومره ښکلی کړي چې په زړه پورې شي او د تېښتې فکر يې هېر شي. دا د ځان غولونه او د حقيقت پټول دي.

څه چې په قرآن کې راغلي، همدا دي چې :

إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالأَنْعَامُ حَتَّىَ إِذَا أَخَذَتِ الأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ(یونس/۲۴)= په حقيقت كې د دنيا د ژوندانه بېلگه هغو اوبو ته ورته ده،چې له اسمانه مو ورولي دي، چې ورپسې له ځمكې پرې (ډول ډول) بوټي راټوكېږي،چې خلك او څاروي يې خوري،تر هغه چې ځمكې خپله ښكلا واخسته او ښه ښکلې شوه او خاوندانو يې وګڼله،چې اوس ترې ګټنه کړاى شو. (ناڅاپه) د شپې يا ورځې پرې زموږ حكم (ساړه يا تندر) راپرېوځي او (کښتونه) داسې رېبو، چې ته وا پرون هلته له سره څه (دغسې كښت) نه و! په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو،چې (په بېلګه كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي)

* په قرآن کې د دنيوی ژوند حقيقت:

له دنيوي ژونده د قرآن انځور دغسې دی: يوه ښکلې او پسوللې ناوې چې زړښت، بدرنګتوب او مرګ ورته سترګې پرلار دی. او دا انځور به په ژوند کې د چلن پر تنظيمولو اغېز وکړي. له دنيا دغسې پېژندنه او پوهېدنه به د لاندې ځانګړنو درلودنکي متقيان را پيدا کړي:

« قلوبهم محزونه و شرورهم مامونه. و اجسادهم نحيفه و حاجاتهم خفيفه و انفسهم عفيفه.»

د شپې عابدین او د ورځې زمري وي، د باران په څېر ورېږي او د سمندر په څېر ورکړه لري، له کينو پاک دي، کينې مينځي او غوټي پرانځي، له نفس سره مبارزه کوي او پر خلکو مينه ناک دي، له خدای سره له ميني ډک او له دنيا تش دي. د زهد په ويينه کې به د دنيا په اړه ډېر ټکي راوړو.

[1] غزالي، احیاء علوم الدین:۴/۱۴مخ. دا روایت، پر ډېر شهرت سربېره له معتبره سنده برخمن نه دی؛ خو هم مضمونه روایات یې موندلېږي

[3] سئل عليه‏السلام عن قوله تهالى »فلنحيينه حياه طيبه« فقال: هى القناعه (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 229).

[4] احياء العلوم: ۲/۱۶۲مخ + حلية الاوليأ : ۵/۱۰ +فتوحات مکیه: ۲۸۷/۲مخ، د مثنوی احاديث وګورئ: یولسم مخ

[5]  احياء علوم الدين: ۱۵۷/۴مخ + ابوالفتوح رازي تفسير: ۴۳/۱مخ

[6] الاشارات و التنبيهات، نمط تاسع مقامات العارفين

[7] من لايحضره الفقيه، جزء الرابع، باب النوادر، حديث 1 شر الناس من اكرمه الناس اتقاء فحشه (و روى شره).

[8] نراقي، جامع السادات

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!