تبلیغات

درویشتم څپرکی   سرباندی (بېړني) حالات ۳۹۵ مساله: که خدای مه کړه، د حکومت او ملت په ګډون ټول هېواد سرباندي یا فوق العاده حالات ته ولاړ شي؛ نو حکومت کولای شي د خلکو له استازیو سره په سلامشوره او د دوي په تصویبونې ځینې وګړیزې او عمومي آزادۍ د اړتیا او پر مهم باندې […]

درویشتم څپرکی

 

سرباندی (بېړني) حالات

۳۹۵ مساله: که خدای مه کړه، د حکومت او ملت په ګډون ټول هېواد سرباندي یا فوق العاده حالات ته ولاړ شي؛ نو حکومت کولای شي د خلکو له استازیو سره په سلامشوره او د دوي په تصویبونې ځینې وګړیزې او عمومي آزادۍ د اړتیا او پر مهم باندې د اهم د باب له مخې په لنډمهاله توګه وځنډوي،ترڅو بېړني حالت لرې شي او همداسې کولای شي ځینې قانوني دندې د همدې شرط له مخې نالیدې وګڼي او کولای شي د بېړني حالت په کمولو یا لرې کولو کې ټاکلې بودجه ولګوي او نه یې په ټاکلي ځایونو کې.

۳۹۶ مساله: که د دوو ټبرونو، دوه ګوندونو، دوو سیمو، د دوو اداري واحدونو ترمنځ وسله واله جګړه پېښه شي؛ نو حکومت به په لومړي قدم کې د اوربند او اصلاح لپاره اقدام کوي، که یو لوري بغاوت او ظلم کړی وي او ځان تسلیم نکړي؛ نو حکومت به ورسره جګړه وکړي، ترڅو حق ته غاړه کېږدي.

 

۳۹۷ مساله : د اسلامي حکومت لخوا د جنګ تر کابو کوونې څخه وروسته، د اسلامي قانون له مخې دې د حقوقو او حدودو په باب اقدام وشي.

۳۹۸ مساله: که اسلامي حکومت په اضظراري حالتونه کې واقع شي؛نو پر مسلمانانو واجب دي، چې زکات او خمس او حتی یو مقدار خپلې شخصي پېسې دولت ته ورکړي او پر حکومت هم واجب دي، چې په اهمو ځایونو کې یې په دقیق ډول پرځای ولګوي .

۳۹۹ مساله: که یوه ډله د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون وکړي، که حکومت، اسلامي وي؛ نو مخالفین یاغيان ګڼل کېږي او حکومت کولای شي تر غاړې خلاصوونې وروسته ورسره جګړه وکړي او خلک دې د حکومت تر شا ودرېږي . که مخالفین دا غواړي چې حکومت دې قانون مند او اسلامي شي او اوسنی غیرې اسلامي حکومت نه اسلام غواړي او نه هم قانون مندېدنې ته غاړه ږدي او د خلکو حقونه هم لتاړي؛ نو د شرعي احکامو له مخې دې د صالحو او دینوالو مبارزینو ملاتړ وشي؛ خو په حرامو دې ککړ نشي او ددې ترمنځ توپیر کول څه اسان کار نه دی، چې موږ یې زیانمنېدونکې نښې پخپل هېواد کې وینو. په هر حال خلک دې د مستبدو او بې دینه حکومتونو پر ضد فرهنګي مبارزه وکړي.

 

و علی کل : په اسلامي هېوادونو کې د نادانه، مستبدو او قانون ګریزه حکومتونو شتون د اسلام د بدنامۍ او د خلکو له دنیا سره د خیانت لامل ګرځېدلی دی، ملاتړ یې حرام دی، دوی طاغوتان دي،چې حکم یې د قرآنکریم په آیتونو کې راغلی دی.

امام صادق وايي: ان د جوماتونو په جوړولو کې هم د داسې واکمنو لاسنیوي مه کوﺉ.

که دواړه لوري د دنیا لپاره جګړه کوي؛نو د خلکو دنده بې طرفي او د دواړو لورو د ځان ساتنه او سمونه ده.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!