تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (بقره/۱۵۵) ژباړه : او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې او لوږې او د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته؛   دا آيت وايي، خداى به بېشكه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (بقره/۱۵۵)

ژباړه : او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې او لوږې او د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته؛

 

دا آيت وايي، خداى به بېشكه انسانان په سختيو او بېلا بېلو كړاوونو ازمېښت كړي او يوازې زغمناك په دې ازمېنه كې سر لوړي او بريالي راووځي، ورپسې آيت زغمناك راښيي، چې هغه كسان دي، چې په كړاوونو كې وايي:

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

«موږ د خداى يو او پر لور يې ورګرځو» ناويلي څرګنده وه چې مراد يوازې ژبني ويل نه دى، بلكې پردې مطلب زړګنۍ ګروهه مهمه ده. دا چې د «صبر» او «انالله و انا اليه راجعون» ترمنځ څه اړيكه شته، ځينو سترو مفسرانو ويلي، چې انسان او ټول شته بدن، مال، مېرمن، اولاد او …يې پخپله له ځان څه خپلواكي او استقلال نلري او د خداى په ارادې شته شوي او خداى د انسان او شتو يې حقيقي مالك دى. كه څه هم خداى په ظاهره انسان د څه څېزونو مالك كړى دى، چې دا يو نسبي مالكيت دى، چې دا ترې بېرته اخستل كېږي او انسان به تش لاس خداى ته ورستون شي. له امير المؤمنين علي (ک) روايت شوى: «دا چې وايو «انا لله» پردې حقيقت اعترافه دی، چې خداى حقيقي واكمن دى او موږ يې مملك يو او دا چې وايو «انا اليه راجعون» په دې اعتراف دی، چې مرو» هو! كه انسان د كړاوونو پر مهال دې ټكي ته پام وكړي،چې ټوله هستي يې د خداى ده او خداى حقيقي مالك دى او حق لري، چې څنګه غواړي په شتو كې يې تصرف وكړي او بلخوا انسان به همدا ظاهري شته په نړۍ كې پرېږدي او يوازې به خداى ته ستون شي، پوهېږي چې په حقيقت كې د هيڅ څيز مالك نه دى او د هغه له لاسه وتو په هکله نه خپه كېږي، چې د ده نه دي او د شتو د منځه تلو په غم كې نه بې زغمه كېږي.( الميزان، 1 / 349) پر كړاوونو د زغم په هكله امام صادق (رح) له نبي كريم (ص) روايتوي: « خداى وايي: « ما دنيا خپلو بندګانو ته په پور وركړې، نو چا چې له دنيا پور راكړ (يعنې د خداى په لار كې انفاق وكړي) يو ته یې له لسو تر اووسوو پورې بدله وركوم، او چې څوك ترې پور را نكړي او په زور ترې يو څه واخلم، پر وړاندې يې درې څيزونه وركوم، كه له دوى مې يو پرښتو ته وركړى واى، له ما ځنې خوښېدې: د خداى صلوات او درود، الهي لورنه او الهي ښيون او هدايت» بيا امام صادق (رح) وويل: « دا درې بدلې هغوى ته دي، چې خداى ترې څه په زور اخستي وي» ،( الميزان، 1 / 381)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!