تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا،ميم . (۱) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ (د) كتاب (قرآن) لېږنه، د برلاسي او حكمت والا الله له لوري ده.  (۲) مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا،ميم . (۱)
تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ (د) كتاب (قرآن) لېږنه، د برلاسي او حكمت والا الله له لوري ده.  (۲)
مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ (موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوی دواړو ترمنځ دي، يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پيدا کړي؛ خو كافران له هغه څه مخ اړوونکي دي، چې پرې ګواښل کېږي.  (۳)
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴﴾ ورته ووايه: (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان، چې بلئ (او لمانځئ) را ویې ښيئ، چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تردې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). )) (۴)
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ ﴿۵﴾ او څوک تر هغه ډېر بېلارې دى، چې د الله پر ځاى داسې موجودات لمانځي، چې د قيامت تر ورځې يې (دعا) نه قبلوي او دوى یې له دعا ناخبره دي (؛ ځكه جامدات دي او غږ يې نه اوري).  (۵)
وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاء وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۶﴾ او چې كله خلك (د حساب لپاره) راټول کړاى شي، بوتان به د بوت نمانځو دښمنان وي او له عبادته يې منكرېږي  (۶)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷﴾ او چې کله زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛ نو كافران دوی ته د ورغلي حق په اړه وايي: (( چې دا (قرآن) څرګندې كوډې دي. )) (۷)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ كَفَى بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۸﴾  بلكې وايي : ((دا (آيتونه) هغه له ځانه جوړ کړي دي!)) ووايه: ((كه له ځانه مې جوړ کړي وي (؛ نو مجازات به شم او) د الله له نيونې مې ژغورلاى نشئ، هغه په هغو چارو ښه پوهېږي، چې پکې بوخت ياست، الله زما او ستاسې ترمنځ بس شاهد دى او هغه بښونكى (او) لورين دى. )) (۸)
قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنْ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۹﴾ ووايه : (( زه (د الله) د استازيو (له لړۍ) لومړنى استازى نه يم او نه پوهېږم، چې له ما او تاسې سره به څه وشي، زه خو یوازې په هغه څه پسې روان يم، چې پر ما وحې كېږي او زه يوازې يو ښكاره گواښگرندى يم. )) (۹)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ ووايه : ((غور وكړئ، كه دا (قرآن) د الله له لوري وي او نه یې منئ او د بني اسرائيلو يو تن ګواه (لکه عبدالله بن سلام) هم د هغه (= تورات) په ورته (کتاب قرآن) ګواهي ورکړې وي؛ نو هغه ايمان پرې راوړی او تاسې یې هماغسې پر انکار ټينګ ولاړ ياست [ايا ظالمان نه ياست؟] په حقيقت كې الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. ))  (۱۰)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَا إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ ﴿۱۱﴾ او  كافرانو د مؤمنانو په اړه وويل: ((كه [اسلام ـ ايمان] څه ښه څيز واى (؛ نو په منلو كې یې) رانه ورمخکې كېداى نه شول)) او چې په دې (قرآن) يې سمه لار و نه مونده؛ نو وايي: (( دا خو پخواني دروغ دي. )) (۱۱)
وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲﴾ او تردې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (موږ پکې د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي، چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . (۱۲)
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۳﴾ په رښتینه کې هغوى چې وايي: ((الله مو پالونكى دى. )) بيا ټينګ پرې درېږي؛ نو هېڅ وېره پرې نشته او نه به غمجن شي.  (۱۳)
أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ دوى جنتيان دي، چې د خپلو کړنو په بدل کې پکې تلمېشتي دي (۱۴)
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۵﴾ او موږ انسان ته له خپل موروپلار سره د ښېګڼې سپارښتنه كړې؛ مور يې په سختۍ د یوه پېټي په څېر پر ځان زغملی او په تکلیف يې زېږولى او د پر ګېډه كېدو او له تي پرېکون (پېر) يې دېرش مياشتې دی، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ((پالونكيه! توفيق راكړه چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو يم. )) (۱۵)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۱۶﴾ دا هماغه كسان دي، چې غوره كړنې یې منم او د جنتيانو په ډله كې یې له ګناهونو ورتېرېږم؛ (دا) هغه رښتيانۍ ژمنه ده، چې ورسره كېده. (۱۶)
وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتْ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۷﴾ او چا چې خپل مور و پلار ته وويل: (( اف (= د سپكاوۍ كوچنۍ خبره) پر تاسې! ايا ژمنه راكوئ، چې (له قبره ژوندی) را ايستل كېږم؟! حال دا، تر ما مخكې ډېر قومونه تېر شوي (او يو هم ژوندى شوی نه دی))) او دوى دواړو الله ته زارۍ کولې، چې هلاک شوی! ايمان راوړه، بېشکه د الله ژمنه رښتیا ده!؛ نو ( اولاد يې) وايي: (( دا خو د تېرې زمانې زړې افسانې دي. ))  (۱۷)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۱۸﴾ دا هغه كسان دي، چې وينا (= د عذاب ژمنه) پرې پخه شوې؛ لکه چې تر دوى مخكې په يقين د تېرو (کافرو) پېريانو او انسانانو پر امتونو رښتینې شوې وه؛ (ځكه) چې دوى زيانکاران دي . (۱۸)
وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ او هر يوه (مؤمن و کافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي، چې الله دوی ته د خپلو ‏کړنو پوره بدل وركړي او هېڅ تېرى به پرې ونشي . (۱۹)
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿۲۰﴾ او پر هغه ورځ، چې كافران اور ته وروړاندې كړاى شي (ورته ويل كېږي:) تاسې خپل خیر او خوشحالي په خپل دنيوي ژوند کې پای ته رسولی‏ او ګټه مو ترې اخستې ده؛ خو نن به د سپكوونكي عذاب سزا ځکه دركړاى شي، چې په ځمكه كې مو ناحقه سرغړونه كوله او له دې لامله چې له پولو اوښتئ. (۲۰)
وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتْ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۲۱﴾ او د عاديانو رور (= هود) درياد كړه، چې كله يې په شګلنه سيمه (احقاف) كې خپل قوم باخبر كړ، سره له دې چې په يقين تر ده (هود) مخكې او روسته ويروونكي (پېغمبران) تېر شوي ول (او ويې ويل): ((بې له الله بل څه مه لمانځئ (؛ ځكه) چې پر تاسې د سترې ورځې له عذابه وېرېږم. )) (۲۱)
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۲﴾ (د عاد قوم) وويل: (( ايا راغلى يې، (په دروغو دې) موږ له خپلو معبودانو واړوې؟!))؛ نو كه له رښتينو يې، هغه څه (عذاب) راوله، چې ژمنه يې راسره كوې!)) (۲۲)
قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿۲۳﴾ (هود) وويل :  (( په يقين (د عذاب د راتلو) وخت يوازې الله ته معلوم دى (او پوهېږي، چې څه وخت سزا دركړي، زما ژمنه داده، چې) خپل رسالت دررسوم؛ خو تاسې وينم، چې ناپوهي کوئ. )) (۲۳)
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۴﴾ نو چې كله يې هغه (الهي عذاب) د پلنې ورېځې په بڼه وليد، چې د دوی د ناوونو او ډنډونو پر لوري راروانه ده (؛ نو خوشحال شول او) و يې ويل:(( دا راته یوه باراني ورېځ ده (؛ خو ورته وويل شول:))) بلكې دا هماغه څه دي، چې تاسې یې راتلو ته بيړه كوله، دا يوه سیلۍ ده، چې پكې دردناك عذاب (نغښتى) دى! (۲۴)
تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۵﴾ د خپل پالونكي په حكم، هر څه ځپي (هو!) سهار يې كړ (؛ نو داسې شول) چې بې له هستوګنځيو يې نور څه نه ليدل کېدل، دغسې مجرمانو ته سزا وركوو.  (۲۵)
وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِن مَّكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُم مِّن شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۲۶﴾ او په يقين موږ دوى [= د عاد قوم] ته په داسې څيزونو کې وس وركړى و، چې تاسې ته مو نه دى دركړى او غوږونه، سترګې او زړونه مو وركړي ول (؛ خو) داچې تل د الله له نښو منكر ول (؛ نو د عذاب نازلېدو پر مهال يې) غوږونه، سترګې او عقلونه هېڅ پکار رانغلل او هغه څه ترې راچاپېر شو، چې ټوكې یې ورپورې كولې (۲۶)
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۷﴾ او په يقين موږ ستاسې په چاپېريال كې ډېر ښارونه تباه كړي او په بېلابېلو (ډولونو) مو (د خپل ځواک) نښې (اوسېدونکیو ته یې) ورڅرګندې کړي، په دې هېله، چې راستانه شئ. (۲۷)
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ وَذَلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۸﴾ نو ولې هغو معبودانو مرسته ورسره و نه كړه، چې د الله پرځاى يې په دې ګومان نيولي ول، چې الله ته به يې ورنژدې كړي؟!؛ بلكې (معبودان) ترې ورك شول! دا یې د دروغو او له ځانه جوړو كړو (ګروهو) پايله وه. . (۲۸)
وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ ﴿۲۹﴾ او (درياد كړه) چې څو تنه پېريان مو تا ته درواستول، چې قرآن واوري؛ نو چې ورته حاضر ‏شول (يو بل ته يې) وويل: (( (د اورېدو پر مهال) چوپ شئ (او واورئ). )) او چې (د قرآن لوستل) پاى ته ورسېدل؛ نو د خپل قوم لوري ته خبروونكي ورستانه شول . (۲۹)
قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۳۰﴾ ويې ويل: (( قومه ! په حقيقت كې داسې يو كتاب مو واورېد، چې تر موسى روسته رالېږل شوى او تر ده له مخکې راغليو کتابونو له نښو سره همغږى دى، حق او سمې لارې ته لارښوونه كوي. (۳۰)
يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۱﴾ قومه! د الهي بلونكي بلنه ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې (الله) مو له ځینو ګناهونو درتېر شي او له دردناك عذابه مو بچ کړي. (۳۱)
وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَولِيَاء أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۳۲﴾ او څوك چې د الهي بلونكي بلنه و نه مني؛ نو (دا) په ځمكه کې الله بېوسولاى نشي [چې له عذابه يې وتښتي] او بې له الله ‏یې څوك مرستندوى هم نشته. دغسې خلك په څرګنده بېلارۍ کې دي. ))   (۳۲)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۳﴾ ايا نه پوهېږي، هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او په پنځون كې یې (بېوسې او) ستړى شوى نه دى (؛ نو) مړي هم راژوندي کولاى شي؟ هو! (؛ ځكه) چې هغه پر هر څه وسي دى. (۳۳)
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُوا بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۴﴾ او  هغه ورځ درياده كړه، چې كافران اور ته وروړاندې کړای شي (او ورته وويل شي:) ايا دا رښتیا نه دى؟! وايي: ((ولې نه ! پر پالونكي مو قسم (چې رښتیا دی)!)) (په دې وخت كې الله) وايي: ((؛ نو د خپل همېشني انكار په بدل كې (د عذاب خوند) وڅكئ!))
) (۳۴)
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۳۵﴾ نو صبر وكړه؛ لكه څنګه چې “اولوالعزمه” [= ټينګ هوډيو] استازيو صبر كړى و او (عذاب) ته يې بيړه مه كوه؛ (ځكه) پر هغه ورځ چې دوى هغه څه وويني، چې ورته يې ژمنه ورکړاى شوې وه (؛ نو احساسوي، چې) ګنې (په دنيا كې) يله د ورځې يو ساعت تم شوي ول. (دا ټولو ته د پيغام) رسول (دي)؛ نو ايا بې له سرغړاندو بل څوك هلاكېږي ؟! (۳۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!