تبلیغات

      بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ ﴿۱﴾ پاك دى هغه الله، چې خپل بنده يې یوه شپه له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصى ته بوت – چې چاپېريال […]

 

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ ﴿۱﴾ پاك دى هغه الله، چې خپل بنده يې یوه شپه له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصى ته بوت – چې چاپېريال يې مو بركتي كړى – چې خپلې ځينې نښې وروښيو؛ ځکه هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.(۱)
وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلاَّ تَتَّخِذُواْ مِن دُونِي وَكِيلًا ﴿۲﴾ او موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړ، چې د بني اسراييلو لارښود و (او ورته مو وويل:) چې بې له ما كارسازى (مه ګڼئ او) مه نيسئ. (۲)
ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا ﴿۳﴾ (اى) له نوح سره (په بېړۍ كې) د سپرو ځوځاته! په رښتيا، نوح ډېر منندوى بنده و (په څېر یې شئ، چې وژغورل شئ.) (۳)
وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا ﴿۴﴾ او موږ بني اسراييلو [ = د يعقوب ځوځات] ته په كتاب (تورات) كې خبر وركړى و، چې تاسې به پر ځمكه دوه ځل فساد او بې اندازې سرغړونه وكړئ؛ (۴)
فَإِذَا جَاء وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولًا ﴿۵﴾ نو چې کله د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو موږ مقابلې ته له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې سخت مو وځپي) ان (د مجرمانو پيدا كولو ته) كورونه (مو) لټوي او دا ګواښ پوره كېدونى دى. (۵)
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا ﴿۶﴾ بيا به موږ تاسې ته پر دوی بری درکړو او په شتمنیو او اولادونو به ستاسې لاسنیوی وکړو او شمېر مو (تر دښمنه) زياتوو. (۶)
إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيرًا ﴿۷﴾ كه نېكي وكړئ (؛ نو) له ځان سره نېكي كوئ او كه بدي وكړئ؛ نو هم یې له ځان سره كوئ او چې د دويمې ژمنې وخت راورسي (؛ نو دښمن به دومره مو په تنګسه كې ونيسي، چې) په څېرو كې به مو د غم او خپګان اغېزې ښكاره شي او مسجد (الاقصى) ته په هماغه شان ورننوځي؛ لكه څنګه چې مخكې ورننوتي وو او پر څه چې لاسبري شي، يو مخې يې له منځه وړي. (۷)
عَسَى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا ﴿۸﴾ هيله ده ستاسې پالونكى درباندې ولورېږي؛ خو كه وګرځېدئ (ګناه ته مخه كړئ؛ نو) موږ هم (ستاسې عذاب ته) درګرځو او دوزخ مو كافرانو ته زندان كړى دى! (۸)
إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا ﴿۹﴾ بېشكه دا قرآن، بيخي سمه سيده لار ښيي او نېکچاریو مؤمنانو ته زېرى وركوي، چې ورته ستره بدله ده، (۹)
وأَنَّ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۰﴾ او داچې پر آخرت ناايمانوالو ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۱۰)
وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولًا ﴿۱۱﴾ او انسان (د بيړې له لامله) په هغه شان بدي غواړي؛ لکه چې نېكي غواړي او انسان تل (د خير و شر په غوښتو كې) بيړندوى دى.(۱۱)
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا ﴿۱۲﴾ او موږ شپه و ورځ (د توحيد او خپلې برمیالۍ) دوې نښې ګرځولې دي؛ نو د شپې نښه مو ((تياره)) او د ورځې نښه مو ((رڼا)) كړه، چې (په رڼا كې يې) د خپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ او د كلونو په شمېر او حساب (عمرونو او پېښو) پوه شئ او موږ هر څيز يو له بله بېل (او څرګند) بيان كړى دى.  (۱۲)
وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا ﴿۱۳﴾ او موږ د هر انسان برخلیک د ده پر خپله غاړه وراچولی (او) د قیامت پر ورځ یې کړنلیک غوړیدلی راباسو. (۱۳)
اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا ﴿۱۴﴾ (او ورته وايو: ) كتاب دې ولوله ! كافي ده نن خپله شمېرانه پخپله وكړې! (۱۴)
مَّنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولًا ﴿۱۵﴾ څوك چې پر سمه لار ولاړ شي؛ نو ګټه يې د ځان ده او څوك چې بېلارې شي، زيان يې هم د ځان دى. هېڅوک د بل د ګناه پېټى نه وړي او موږ به هېڅكله (کوم قوم) په عذاب نه کړو؛ خو دا چې یو استازی ورولېږو(چې خلك په خپلو دندو پوه كړي).  (۱۵)
وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ﴿۱۶﴾ او چې کله وغواړو يوه سيمه تباه كړو، لومړى د سيمې “مترفينو (مخورو) ” (او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛ نو چې دوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو وړ شي؛ نو (يو مخې) يې ځپوو! (۱۶)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِن بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًَا بَصِيرًا ﴿۱۷﴾ او موږ تر نوح روسته (د همدې سنتو له مخې) څومره ډېر خلک هلاک كړل او ستا پالونكى د خپلو بندګانو پر ګناهونو د باخبر او ليدونکى ذات په توګه کافي دى. (۱۷)
مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاء لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا ﴿۱۸﴾ څوك چې (يوازې دنيوي) سملاسي ګټه غواړي (؛ نو) چا ته چې څه وغواړو ژر یې همدلته ورکوو، بيا موږ جهنم ورته چمتو کړى، چې پړ او (د الله له درشله) شړل شوي به ورننوځي (او سوځي) (۱۸)
وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا ﴿۱۹﴾ او څوك چې آخرت غواړي او وړ هلې ځلې ورته وكړي او مؤمن وي؛ نو دوى هغه کسان دي، چې د هلو ځلو قدرونه يې کېږي. (۱۹)
كُلاًّ نُّمِدُّ هَؤُلاء وَهَؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا ﴿۲۰﴾ هر یو، له دوی او هغوی، ستا د پالونکي له ورکړې برخمنوو او له چا هم ستا د پالونکي ورکړه منع شوې نه ده. (۲۰)
انظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا ﴿۲۱﴾ ووینه! چې موږ ځينو ته (په دنيا كې د دوی د هلو ځلو له لامله) پر ځينو نورو غوراوى وركړى او البته د آخرت درجې او برترۍ یې تر دې هم ډېرې دي. (۲۱)
لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا ﴿۲۲﴾ (بنده!) هېڅكله له الله سره بل معبود مه نيسه، چې پړ او بې مرستندويه به كېنې. (۲۲)
وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ﴿۲۳﴾ او ستا پالونكي پرېكړه كړې ده: بې له ده بل مه لمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ، كه له تا سره دوی يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛ نو ته ان “اوف”(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه. (۲۳)
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ﴿۲۴﴾ او له مهربانۍ د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزر ورته وغوړوه او ووايه: ((پالونكيه! داسې پرې ولورېږه، لکه چې څنګه یې په ماشومتوب کې (په مهربانۍ) و پاللم او غټ یې کړم‏.))  (۲۴)
رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا ﴿۲۵﴾ ستاسې پالونکى ‏ډېر ښه پوهېږي، چې په زړونو کې مو څه دي (په دې اړه که څه ښويېدنه لرئ؛ نو) که صالحان ياست (نيمګړتيا مو لرې کړئ؛) نو بېشکه الله توبه ګارانو ته ښه بښونکى دى. (۲۵)
وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا ﴿۲۶﴾ او د خپلوانو، مسكينانو او مسافرو حق وركړه؛ او هېڅ ډول بېځايه لګښت مه كوه؛ (۲۶)
إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا ﴿۲۷﴾ (ځكه) چې بېځايه لګښتيان د شيطانانو روڼه دي او شيطان د خپل پالونكي ډېر نامنندوی دى. (۲۷)
وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاء رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلًا مَّيْسُورًا ﴿۲۸﴾ او كه له دوى [= بېوزليو او چې څه نه لري] مخ واړوې او د خپل پالونكي لورنې ته سترګې پر لار وسې (چې پراخي درباندې راشي او مرسته ورسره وكړې)؛ نو نرمه او پسته خبره ورته وكړه. (۲۸)
وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا ﴿۲۹﴾ او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې تر بریده زيات غځولى پرېږده، چې پړ او پښېمانه کېني (۲۹)
إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا ﴿۳۰﴾ په حقيقت کې ستا پالونكى، چې چا ته وغواړي، روزي پراخوي، يا تنګوي (؛ ځکه) چې هغه د بندګانو (له حاله) خبر دى (او) ويني يې. (۳۰)
وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا ﴿۳۱﴾ او خپل اولادونه د تنګسې له وېرې مه وژنئ، موږ دوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده ! (۳۱)
وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلًا ﴿۳۲﴾ او زنا ته مه ورنژدې كېږئ (؛ ځکه) چې دا ډېر ناوړه چار دى او بده لار ده ! (۳۲)
وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ﴿۳۳﴾ او هغه څوک مه وژنئ، چې الله يې وژل حرام كړي دي؛ خو په حق (يې وژلاى شئ) او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، ولي (او پاتوړي) ته یې مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛ خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ ځكه (د شرع له اړخه) دهغه ملاتړ شوى دى. (۳۳)
وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولًا ﴿۳۴﴾ او د پلارمړي شتمنۍ ته په غوره طريقه تر هغه ورنژدې شئ، چې مړانې ته ورسي او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ، چې د ژمنې پوښتنه كېږي. (۳۴)
وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۳۵﴾ او كه په پيمانه وركړه كوئ؛ نو پوره يې وركړئ او په تله سم تول كوئ، دا درته غوره او پاى يې ښه ده. (۳۵)
وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا ﴿۳۶﴾ او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ، سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي(۳۶)
وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا ﴿۳۷﴾ او پر ځمكه ویاړلي او په نخرو مه ځه؛ ځکه ته نه هیڅکله ځمكه څيرولاى شې او نه هیڅکله له لوړوالي د غرونو تر څوکو رسېداى شې.  (۳۷)
كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا ﴿۳۸﴾ د دې ټولو بدي ستا د پالونکي په نزد ناوړه ده. (۳۸)
ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا ﴿۳۹﴾ دا (احكام = يوولس امرونه او دوولس نهې) له هغو حكمتونو دي، چې ستا پالونكي تا ته وحې كړې او له الله سره بل معبود مه نيسه؛ ګنې پړ او (د الله له درشله) شړل شوى به په دوزخ كې وغورځول شې. (۳۹)
أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾ ايا انګېرئ ستاسې پالونكي تاسې په زامنو ونازولئ او خپل ځان ته يې له پرښتو لوڼې ونيوې؟! په حقيقت كې یوه غټه (او ډېره بده) خبره كوئ! (۴۰)
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا ﴿۴۱﴾ او په رښتيا موږ په دې قرآن كې په بېلابېلو ډولونو اغېزمنې خبرې راوړي، چې پند ترې واخلي؛ خو یوازې د دوی (د مړ زړیو) کرکه یې زیاته کړه. (۴۱)
قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾ ووايه : ((كه له الله سره نور معبودان ‏واى؛ لكه چې دوى وايي؛ نو هرومرو به يې د عرش د څښتن لوري ته (د جګړې يا نژدېکت لپاره) لار لټولې واى.)) (۴۲)
سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا ﴿۴۳﴾ هغه (پاك او) سپېڅلى دى او تر هغه څه خورا ډېر پورته دى، چې دوى يې وايي! (۴۳)
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۴﴾ اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې په دوی كې دي، ټول د الله پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې ونه وايي؛ خو تاسې یې په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا هغه زغمناک بښونكى دى.  (۴۴)
وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُورًا ﴿۴۵﴾ او چې قرآن لولې؛ نو ستا او پر آخرت د بې ايمانوالو ترمنځ یوه پټوونکی (او مانیزه) پرده اچوو (چې د حق له پوهایو له پوهېدنې بې برخې شي)؛  (۴۵)
وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْاْ عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا ﴿۴۶﴾ او موږ د دوی زړونه په پردو کې نغښتلي، چې پر هغه (قرآن) پوه نشي او غوږونه یې درنوو (چې حق وانه وري) او ته چې په قرآن کې خپل پالونکی په وحدانیت یادوې (؛ نو) دوی په کرکه مخ اړوي. (۴۶)
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَى إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ رَجُلًا مَّسْحُورًا ﴿۴۷﴾ چې كله تا ‏ته غوږ ږدي؛ نو ښه پوهېږو، چې د څه لپاره غوږ ږدي او (همداراز پوهېږو) چې كله پخپلو كې پټې خبرې كوي؛ نو دا(مشرک) ظالمان وايي: ((تاسې خو يوازې په يوه كوډو وهلي سړي پسې روان ياست.))  (۴۷)
انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُواْ لَكَ الأَمْثَالَ فَضَلُّواْ فَلاَ يَسْتَطِيعْونَ سَبِيلًا ﴿۴۸﴾ وګوره، دوی په تا پورې څنګه خبرې تړي [ کوډګر، لیونی، شاعر] او په پایله کې بېلارې شول او حق لار نشي موندلای‏. (۴۸)
وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا ﴿۴۹﴾ او ويې ويل: ((ایا چې کله موږ (وراسته) هډوکي او میده کړې (چوره) خاوره شو، ایا په رښتیا به بل ځل په نوي پيدایښت ژوندي شو؟))  (۴۹)
قُل كُونُواْ حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا ﴿۵۰﴾ ووايه : (هو! كه) تيږه يا او سپنه شئ،  (۵۰)
أَوْ خَلْقًا مِّمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُؤُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا ﴿۵۱﴾ يا ستاسې له نظره تردې هم كوم سخت څيز (چې د ژوندي كېدو هېڅ وړتيا پكې نه وي؛ خو بيا هم الله پردې ځواکمن دى، چې تاسې دويم ځل راژوندي كړي)؛ نو بې درنګه به ووايي: ((موږ څوك [تر مرګ روسته] راژوندي کوي ؟!)) ووايه: ((هماغه، چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست.)) په دې پسې تا ته ‏(په ملنډو) خپل سرونه ‏خوځوي او وبه پوښتي: ((دا به كله وي؟!)) ووايه: ښايي نژدې وي! (۵۱)
يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۵۲﴾ پر هغه ورځ چې تاسې (له خپلو قبرونو) رابولي؛ نو دهغه په ستاینه بلنه یې منئ او انګېرئ، چې ډېر لږ وخت مو (په دنیا یا برزخي نړۍ كې) تېر کړی دی.))  (۵۲)
وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا ﴿۵۳﴾ او بندګانو ته مې ووايه: ((چې سنجېدلې او ښې خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان (د ناوړو خبرو له لارې) د دوی ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛ [ځکه] چې شيطان تل د انسان څرګند ‏غلیم دى. (۵۳)
رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِن يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِن يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا ﴿۵۴﴾ ستاسې پالونكى ستاسې (له نيتونو او كړنو) ښه خبر دى، كه وغواړي (او وړ یاست؛ نو) ‏درباندې لورېږي او که وغواړي (ستاسې د کړنو له لامله) ‏په عذاب مو اخته کوي او موږ ته پر دوى څارونكى ورلېږلى نه یې (چې ايمان راوړو ته يې اړباسې). (۵۴)
وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۵۵﴾ او ستا پالونكی په اسمانونو او ځمكه كې مخلوقات، ډېر ښه پېژني (او په رښتیا ستا د وړتيا په پار، ته مو پر نورو ‏غوره كړى يې؛) او البته موږ ځينې پېغمبران پر ځينو (نورو) غوره كړي او ((داوود)) ته مو ((زبور)) وركړ.  (۵۵)
قُلِ ادْعُواْ الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِ فَلاَ يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلاَ تَحْوِيلًا ﴿۵۶﴾ ووايه : ((هماغوی راوبلئ، چې دهغه پر ځای مو [خپل معبودان] ګڼلي ! نه كوم كړاو درنه لرې كولاى شي او نه څه بدلولاى شي.)) (۵۶)
أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا ﴿۵۷﴾ هغوی چې [مشرکان یې د الله پر ځای ] بلي [ لکه عیسی، عزیر او پرښتې] هر یو یې چې هغه ته ډېر نژدې وي په خپله خپل پالونکي ته د ورنژدې کېدو (تقرب) وزله لټوي او لورنې ته يې هيلمن دي او له عذابه يې ډارېږي؛ (ځكه) ستا د پالونكي عذاب د وېرې او پرهېز وړ دى! (۵۷)
وَإِن مَّن قَرْيَةٍ إِلاَّ نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا كَانَ ذَلِك فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿۵۸﴾ او موږ د قیامت تر ورځ مخکې د هرې سیمې او ښار [وسېدونکي یې د سرغړونې له لامله] هلاکوو او یا یې [که ګناهګاران وي] پر سخت عذاب اخته کوو. دا په الهي کتاب (او لوح محفوظ) کې کښل شوی دی.  (۵۸)
وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالآيَاتِ إِلاَّ أَن كَذَّبَ بِهَا الأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُواْ بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالآيَاتِ إِلاَّ تَخْوِيفًا ﴿۵۹﴾ او (هېڅ څیز) موږ (د پلمه ګرو په غوښتنه) د معجزو له لېږلو ایسار کړي نه يو؛ خو مخكېنيو (کافرانو) دروغ ګڼلې وې (؛ لكه) او موږ ثمودیانو ته اوښه ورکړه، چې ټولو لیده؛ خو تېری یې پرې وکړ(او ويې وژله)، موږ [دا ډول] معجزې یوازې[د خلکو] د وېرولو [او غاړه خلاصونې] لپاره ورلېږو. (۵۹)
وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلاَّ فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ طُغْيَانًا كَبِيرًا ﴿۶۰﴾ او (درياد كړه) چې كله موږ درته وويل: ((په رښتيا ستا پالونكی (په خپل علم او قدرت) پر ټولو خلكو راچاپېر دی (او پر حالاتو يې پوره پوه دى) او هغه خوب، چې موږ درلیدلى و او (همداراز) هغه ونه چې په قرآن كې لعنت شوې يوازې د خلكو د ازمېښت لپاره وو، او وېروو یې؛ خو (دغه وېرول) يوازې د دوی كفر او سرغړونې لاپسې ورزياتوي.)) (۶۰)
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا ﴿۶۱﴾ او (درياد كړه) چې کله موږ پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ))؛ نو ټولو سجده وكړه؛ خو بې له ابليسه، چې ويې ويل: ((ايا هغه چا ته سجده وكړم، چې تا هغه له خټې پيدا كړى؟!))  (۶۱)
قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إَلاَّ قَلِيلًا ﴿۶۲﴾ ابلیس وويل: ((ما ته ووایه: دا هماغه دی چې تا پر ما غوره كړى؟ كه د قيامت تر ورځې مهلت راكړې (؛ نو) زه به يې د ټول ځوځات بېخ راوباسم او بېلارې به يې كړم؛ خو يوازې لږ [ خلک به رانه وژغورل شي!] )) (۶۲)
قَالَ اذْهَبْ فَمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمْ جَزَاء مَّوْفُورًا ﴿۶۳﴾ (الله) وويل: ((ورځه! نو له دوی چې څوك ستا لاروى شي؛ نو سزا به مو دوزخ وي، چې پوره سزا ده ! (۶۳)
وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا ﴿۶۴﴾ او له دوى دې، چې پر چا وس كېږي، په خپل غږ (فساد ته) راوپاروه او خپل سواره او پلي دې ورباندې راوله او په شتمنيو او اولادونو كې يې برخوال شه او (رنګارنګ) ژمنې وركړه! او شيطان بې له غولونې بله ژمنه نه وركوي. (۶۴)
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا ﴿۶۵﴾ (خو پوه شه چې) ته به زما پر (نږه) بندګانو هېڅ ډول لاسبری او واكمني ونه لرې (او هېڅكله ستا په دام كې نه نښلي) او ستا پالونكى (د هغوی) کارسازۍ ته بس دى.))  (۶۵)
رَّبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُواْ مِن فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿۶۶﴾ ستاسې پالونكى هماغه دى، چې په سمندر كې درته بېړۍ چلوي، چې له فضله يې روزي ولټوئ؛ (ځكه) چې هغه تل درباندې لورين دى. (۶۶)
وَإِذَا مَسَّكُمُ الْضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلاَّ إِيَّاهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الإِنْسَانُ كَفُورًا ﴿۶۷﴾ او چې كله تاسې ته په سمندر كې [د توپان په څېر] کوم کړاو درورسي؛ نو بې له هغه (الله) چې نور (خپل ستونزاوارۍ ته) رابلئ (ټول) هېروئ؛ خو چې وچې ته مو را و باسي (؛ نو له توحيده) مخ اړوئ او انسان ډېر نامنندوی دى!  (۶۷)
أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لاَ تَجِدُواْ لَكُمْ وَكِيلًا ﴿۶۸﴾ ايا تاسې له دې بې غمه ياست، چې د وچې په کومه څنډه کې به مو[په یوې سختې زلزلې] په ځمكه كې ننباسي يا به د وړو كاڼو وروونكې سیلۍ درباندې راوالوځوي (او پكې به مو ښخ كړي) بيا به څوک خپل ژغوروونکى او ملاتړ و نه مومئ‌‌؟! ! (۶۸)
أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَى فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفا مِّنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُم بِمَا كَفَرْتُمْ ثُمَّ لاَ تَجِدُواْ لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا ﴿۶۹﴾ ايا تاسې له دې بې غمه ياست، چې یو ځل بيا مو سمندر ته وربوځي، او ځپنده سيلۍ درباندې راوالوځوي، او د خپل كفر له لامله مو ډوب كړي، بيا به د خپلې پایلې پوښتونی و نه مومئ. (۶۹)
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿۷۰﴾ او په رښتيا موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى؛ او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سواره كړي دي؛ او له ډول ډول پاكو څيزونو مو روزي وركړې ده؛ او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو پوره غوره كړي دي.  (۷۰)
يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۱﴾ (درياده  كړه) هغه ورځ چې موږ هره ډله د دوی له مشرانو سره راوبولو؛ نو چا ته چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛ نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د (کجورې د زڼي د) نري تار هومره ظلم به پرې ونشي.  (۷۱)
وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۷۲﴾ او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي. (۷۲)
وَإِن كَادُواْ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاَّتَّخَذُوكَ خَلِيلًا ﴿۷۳﴾ او نژدې وه، چې دوى تا (پخپلو وسوسو) له هغه څه واړوي، چې موږ تا ته وحې کړي، چې بل څه راپورې وتړې؛ نو هله يې په دوستۍ نيولې. (۷۳)
وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا ﴿۷۴﴾ او كه موږ ته (پرحق) ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بېلارۍ خوندي شوى نه وې؛ نو) البته نژدې وه، چې لږ څه به ورمات شوى وې. (۷۴)
إِذًا لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا ﴿۷۵﴾ كه داسې شوې وای (؛ نو) موږ تا ته هم په ژوند کې او هم په مرګ کې [د مشرکانو د سزاګانو] دوه ګرایه عذاب درڅکه بیا دې زموږ په مقابله کې‏ کوم مرستندوی نه مونده!  (۷۵)
وَإِن كَادُواْ لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الأَرْضِ لِيُخْرِجوكَ مِنْهَا وَإِذًا لاَّ يَلْبَثُونَ خِلافَكَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۷۶﴾ او البته نژدې و (مشرکان) تا (په چل یا غلبه) په دې هېواد کې له هستوګنې وډاروي او کډوال دې کړي او كه داسې يې كړي واى (؛ نو پر سخت الهي عذاب به اخته شوي ول او) تر تا روسته به دوى هم دلته لږه موده پاتې شوي واى. (۷۶)
سُنَّةَ مَن قَدْ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِن رُّسُلِنَا وَلاَ تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلًا ﴿۷۷﴾ دا تر تا د مخكې لېږل شويو استازيو (په باب) زموږ سنت (او قانون) دى او هېڅكله به زموږ په سنت (او قانون) كې بدلون ونه مومې. (۷۷)
أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا ﴿۷۸﴾ د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر روستۍ تيارې [= نيمې شپې ] لمونځ وكړه او (په تېره) د ګهيځ لمانځه (پر کولو پابند وسه؛ ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرښتې) حاضرېږي. (۷۸)
وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا ﴿۷۹﴾ او د شپې په يوې برخې كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او لمونځ وكړه)، دا ستا اضافي دنده ده، هيله ده ستا پالونكى ستا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري (۷۹)
وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَانًا نَّصِيرًا ﴿۸۰﴾ او ووايه: ((پالونکيه! ما په (هر كار كې) په رښتوني ننوتو سره ورننباسه او په رښتوني مې ترې راوباسه‏ او له خپل لوري يو ملاتړ را پر برخه كړه.)) (۸۰)
وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿۸۱﴾ او ووايه: ((حق راغى او باطل له منځه ولاړ(؛ ځکه) چې باطل له منځه تلونى دى.)) (۸۱)
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا ﴿۸۲﴾ او موږ د ‏قرآن چې څه نازلوو، مؤمنانو ته (د زړه) درملنه او (الهي) لورنه ده او ظالمانو ته بې له تاوانه (بل څه) نه ورزياتوي. (۸۲)
وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى الإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَؤُوسًا ﴿۸۳﴾ او چې كله موږ پر انسان لورنه کړې (؛ نو له حقه) مخ اړوي او پخپله يو اړخ ته شوى او چې كله (لږ) كړاو ورورسي (؛ نو له هرڅه) نهيلېږي! (۸۳)
قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلًا ﴿۸۴﴾ ووايه : ((هرڅوك د خپل روحي جوړښت له مخې عمل كوي؛ نو ستا پالونكى ښه پوهېږي، چې څوك پرسمه سیده لار دى.))(۸۴)
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۸۵﴾ او تا د ((روح)) (د څرنګتيا) په باب پوښتي، ووايه: ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده.)) (۸۵)
وَلَئِن شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا ﴿۸۶﴾ او كه وغواړو، هغه څه به بیخي (ستا له یاده) وباسو، چې تا ته مو وحې کړې؛ بيا به څوك ونه مومې، چې زموږ په مقابل کې‏ ستا مرستندوى وي (چې بېرته يې درکړي)؛ (۸۶)
إِلاَّ رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا ﴿۸۷﴾ خو دا چې د خپل پالونكي لورنه دې راونغاړي؛ (ځكه) لورنه يې پر تا ډېره ده.  (۸۷)
قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿۸۸﴾ ووايه : ((كه (ټول) انسانان او پېريان راټول شي، چې ددې قرآن په څېر(کوم کتاب) راوړي؛ نو په څېر يې راوړاى نشي، كه (په دې كار كې) څومره يو د بل لاسنيوى وكړي.))  (۸۸)
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلاَّ كُفُورًا ﴿۸۹﴾ او په یقین موږ په دې قرآن كې خلكو ته د هر څه بېلګه راوړې (او هر ډول پوهې مو پكې راټولې کړې دي)؛ خو ډېرو خلكو بې له ناشکرۍ بل غبرګون و نه ښود. (۸۹)
وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا ﴿۹۰﴾ او و يې ويل: ((موږ پر تا تر هغه ایمان نه راوړو، چې له دې (وچې او سوځنده) ځمكې دې یوه چينه نه وي راخوټولي؛ (۹۰)
أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا ﴿۹۱﴾ او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو بڼ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛ (۹۱)
أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلًا ﴿۹۲﴾ يا لكه څنګه چې ته انګېرې، پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا الله او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو)؛ (۹۲)
أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولًا ﴿۹۳﴾ يا ته د سرو زرو يو كور ولرې يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختو به (هم) باور و نه كړو، خو دا چې پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې، چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه: ((پالونكى مې (له دې بې مانا خبرو) پاك دى! ايا (زه) بې له يوه بشري استازي بل څه يم ؟!)) (۹۳)
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللّهُ بَشَرًا رَّسُولًا ﴿۹۴﴾ او د ښیون ‏تر راتلو روسته يوازېنى څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و(چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې) وويل: ((ايا الله يو بشر استازی رالېږلى دى ؟!))  (۹۴)
قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَّسُولًا ﴿۹۵﴾ ووايه :(( (ان) كه پرښتې پرځمكه (وسېدې او) په ډاډ ګرځېداى راګرځېدای؛ نو موږ هم له اسمانه دوی ته یوه په پېغمبرۍ‏ ورلېږله)) (؛ ځكه د هرې ډلې لارښود بايد د دوی په څېر وي.) (۹۵)
قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا ﴿۹۶﴾ ووايه : ((زما او ستاسې ترمنځ د الله شاهدي بس ده؛ (ځكه) چې هغه د خپلو بندګانو (له حالاتو) باخبر لیدونکی دى.)) (۹۶)
وَمَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاء مِن دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَّأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا ﴿۹۷﴾ او چا ته چې الله سیده لار وښووله؛ نو همدې رښتونې لار موندلې او څوك چې (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو بې له الله به نور لارښوونكي او پالندويان ورته و نه مومې او د قيامت پر ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راټول کړو، هستوګنځى يې دوزخ دى! چې كله یې د اور لمبې غلې او ښـکته کېږي (؛ نو) لا یې ورتېزوو. (۹۷)
ذَلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا ﴿۹۸﴾ دا د دوی ‏سزا ده؛ ځكه زموږ پر آيتونو كافران شوو او و يې ويل: ((چې كله موږ رژېدلي هډوكي او(ورستې) خورې ورې خاورې شو؛ ایا رښتیا په نوي پیدایښت پاڅول کېږو؟!))  (۹۸)
أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلًا لاَّ رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إَلاَّ كُفُورًا ﴿۹۹﴾ ايا نه پوهېږي، هغه الله چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړي، ددې خلکو په څېر پر پيدا كولو هم وسمن دی او الله دوى ته نېټه ټاكلې، چې شك پكې نشته؛ خو (مشرک) ظالمان بې له کفر او نټې څه نه مني. (۹۹)
قُل لَّوْ أَنتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَّأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإِنفَاقِ وَكَانَ الإنسَانُ قَتُورًا ﴿۱۰۰﴾ ووايه : ((كه تاسې زما د پالونكي د رحمت د سرچينو مالکان واى، بيا مو هم د لګولو (او نېستۍ) له وېرې هرومرو کنجوسي کوله)) او انسان خو دی کنجوس. (۱۰۰)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَونُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا ﴿۱۰۱﴾ او په رښتيا موږ موسى ته نهه څرګندې نښې وركړې وې؛ نو بني اسراييل وپوښته، هغه وخت چې (موسى) ورغى (څنګه وو)؟ نو فرعون ورته وويل: ((موسى! په کوډو د اخته شوي ټینګ ګومان درباندې کوم‏.)) (۱۰۱) 
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنزَلَ هَؤُلاء إِلاَّ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَونُ مَثْبُورًا ﴿۱۰۲﴾ (موسى) وويل: ((البته ته خو پوهېږې، چې دغه ښكاره (او سترګبرېـښنې) نښې یوازې د اسمانونو او ځمكې د پالونكي له لوري دي او رښتیا ای فرعونه! زه تا ورکېدونى بولم.))  (۱۰۲)
فَأَرَادَ أَن يَسْتَفِزَّهُم مِّنَ الأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ جَمِيعًا ﴿۱۰۳﴾ نو (فرعون) هوډ وكړ، چې دوی له هېواده (مصر) وشړي؛ خو موږ دی او ورسره ملګري يې ورډوب كړل. (۱۰۳)
وَقُلْنَا مِن بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُواْ الأَرْضَ فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا ﴿۱۰۴﴾ او تر ده روسته موږ بني اسراييلو ته وويل: ((پردې ځمكه [= مصر او شام ] مېشت شئ؛ خو چې كله د آخرت ژمنه راورسي؛ نو تاسې ډله ييز (نیاوتون ‏ته) راولو.))  (۱۰۴)
وَبِالْحَقِّ أَنزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۱۰۵﴾ او موږ دغه (قرآن) په حق نازل كړى او په حق هم نازل شو (او له پيله تر پايه خوندي دى) او ته مو يوازې زېرګری او ګواښگرندی لېږلى يې. (۱۰۵)
وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنزِيلًا ﴿۱۰۶﴾ او موږ قرآن برخې برخې درباندې نازل كړ، چې خلکو ته یې په درنګ (او ارامۍ) خلكو ته ولولې او (سوکه سوکه) مو پوره نازل كړ. (۱۰۶)
قُلْ آمِنُواْ بِهِ أَوْ لاَ تُؤْمِنُواْ إِنَّ الَّذِينَ أُوتُواْ الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ سُجَّدًا ﴿۱۰۷﴾ (ورته) ووايه: ((كه ايمان پرې راوړئ یا نه راوړئ (؛ خو) په حقيقت کې هغوى ته چې تردې مخكې علم وركړاى شوى چې كله دا (آيتونه) ورلوستلېږي، په سجده ‏پرېوځي؛))  (۱۰۷)
وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًا ﴿۱۰۸﴾ او وايي: ((زموږ پالونكى پاك دى، چې زموږ د پالونکي ژمنې هرومرو ترسره كېدونې دي.))  (۱۰۸)
وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا ﴿۱۰۹﴾ او (بې واکه) په ژړا پړمخې (په سجده) پرېوځي او (د دې آيتونو په لوستو) يې تواضع او عاجزي لاپسې زياتېږي. (۱۰۹)
قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۱۰﴾ ووایه : ((که د ((الله)) په ویلو یې دروبولئ یا ((رحمن = لوراند)) په ویلو یې دروبولئ، په هر نامه یې چې دربلئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) يوازې ده ته ښکلې او غوره نامې دي.)) او خپل لمونځ مه ډېر جګ او مه ډېر ټیټ وايه او ترمنځ یې (منځلارى) وسه. (۱۱۰)
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلَّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا ﴿۱۱۱﴾ او ووايه: ((ستاېنه هغه الله ته ده، چې نه يې څوك اولاد نيولى او نه څوك په واکمنۍ كې شریک ورته شته او نه بېوسه دى، چې څوك يې ملاتړ وي)) او پوره یې ستر وګڼه.  (۱۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!