تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى ﴿۱﴾ د خپل ډېر اوچت پالونكي نوم وستايه، (۱)   الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى ﴿۲﴾ هغه [پالونكى]چې [ټول څيزونه يې] پيدا او انډول يې كړل،    ( ۲)   وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى ﴿۳﴾ او هغه [پالونكى] چې [هر څه يې] […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى ﴿۱﴾ د خپل ډېر اوچت پالونكي نوم وستايه، (۱)

 

الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى ﴿۲﴾ هغه [پالونكى]چې [ټول څيزونه يې] پيدا او انډول يې كړل،    ( ۲)

 

وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى ﴿۳﴾ او هغه [پالونكى] چې [هر څه يې] په اندازه كړي او لار يې وروښووله ، (۳)

 

وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى ﴿۴﴾ او هغه [پالونكى] چې څړځایونه یې رادبره کړل، (۴)

 

فَجَعَلَهُ غُثَاء أَحْوَى ﴿۵﴾ نو [لږ روسته] یې وچ تور وګرځول . (۵)

 

سَنُقْرِؤُكَ فَلَا تَنسَى ﴿۶﴾ دا دی (قرآن) درلولو؛نو نه به يې هېروې، (۶)

 

إِلَّا مَا شَاء اللَّهُ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَى ﴿۷﴾ خو څه چې د څرګندو او پټو پوهېدونی الله وغواړي؟(۷)

 

وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَى ﴿۸﴾ او تا په (بلنې او ښیون کې) اسانې لارې ته چمتو کوو؛ .(۸)

 

فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَى ﴿۹﴾ نو نصيحت وكړه كه نصيحت ګټور وي . (۹)

 

سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَى ﴿۱۰﴾ څوك چې وېرېږي، ژر به نصيحت ومني (۱۰)

 

وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى ﴿۱۱﴾ او ډېر بدمرغه (وګړي) ډډه ترې كوي، (۱۱)

 

الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَى ﴿۱۲﴾ هماغه چې ستر اور ته به ورننووځي (او سوځي). (۱۲)

 

ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى ﴿۱۳﴾ بيا به نه پکې مري او نه (په خوشحالۍ) ژوند کړای شي .    (۱۳)

 

قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى ﴿۱۴﴾ په يقين هغه بريا وموند، چې ځان يې پاك كړ. (۱۴)

 

وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى ﴿۱۵﴾ او د خپل پالونكي نامه يې ياده او نمونځ يې وكړ . (۱۵)

 

بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۱۶﴾ خو تاسې [تر آخرت] د دنيا ژوند غوره ګڼئ، (۱۶)

 

وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۱۷﴾ حال دا چې آخرت غوره او ډېر پایېدونی دى . (۱۷)

 

إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى ﴿۱۸﴾ بېشكه دا (لارښوونې) په لرغونو (اسماني) کتابونو كې هم (راغلي) دي؛ (۱۸)

 

صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى ﴿۱۹﴾ (هماغه) د ابراهيم او موسى په کتابونو  كې . (۱۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!