تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   إِذَا السَّمَاء انشَقَّتْ ﴿۱﴾ چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱)   وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿۲﴾ او د خپل پالونكي (حكم) ومني او ورسره ښايي،چې دغسې وکړي، (۲)   وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ ﴿۳﴾ او چې ځمكه وغوړول شي ، (۳)   […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

إِذَا السَّمَاء انشَقَّتْ ﴿۱﴾ چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱)

 

وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿۲﴾ او د خپل پالونكي (حكم) ومني او ورسره ښايي،چې دغسې وکړي، (۲)

 

وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ ﴿۳﴾ او چې ځمكه وغوړول شي ، (۳)

 

وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ ﴿۴﴾ او څه چې پكې دننه پراته دي،(دباندې) وغورځوي او تشه شي، (۴)

 

وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿۵﴾ او د خپل پالونكي (حكم) ومني او ورسره ښايي،چې دغسې وکړي،(۵)

 

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ ﴿۶﴾ انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې.  (۶)

 

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ ﴿۷﴾ نو چا ته یې چې كړنليك په ښي لاس وركړ شو، (۷)

 

فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا ﴿۸﴾ نو ژر به اسان حساب ورسره وشي،(۸)

 

وَيَنقَلِبُ إِلَى أَهْلِهِ مَسْرُورًا ﴿۹﴾ او خپلې كورنۍ ته به خوشحال ورستون شي . (۹)

 

وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِهِ ﴿۱۰﴾ او چا ته يې چې كړنليك له څټه وركړ شو، (۱۰)

 

فَسَوْفَ يَدْعُو ثُبُورًا ﴿۱۱﴾ نو ژر به مرګی وغواړي! (۱۱)

 

وَيَصْلَى سَعِيرًا ﴿۱۲﴾ او [له لمبو ډک] اور ته به ورننووځي (او سوځي به).   (۱۲)

 

إِنَّهُ كَانَ فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا ﴿۱۳﴾ [ځكه] چې هغه پخپله كورنۍ كې تل (په خپل كفر او ګناه) خوشحاله و. (۱۳)

 

إِنَّهُ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ ﴿۱۴﴾ [ځكه] ګومان يې كاوه، چې (د الله لوري ته) به ورستون نشي. (۱۴)

 

بَلَى إِنَّ رَبَّهُ كَانَ بِهِ بَصِيرًا ﴿۱۵﴾ هو! په حقيقت كې پالونكی يې پر حالاتو څارن و. (۱۵)

 

فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ﴿۱۶﴾ پر شفق [هغه سپين والى، چې د ماښام په سوروالي پسې راځي] قسم!! (۱۶)

 

وَاللَّيْلِ وَمَا وَسَقَ ﴿۱۷﴾ او قسم پر شپې او څه چې رانغاړي، (۱۷)

 

وَالْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ ﴿۱۸﴾ او پر سپوږمۍ قسم،چې ټيكلى یې پوره شي، (۱۸)

 

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ ﴿۱۹﴾ چې هرومرو تاسې تل پړاو په پړاو له يو حالته بل حالت ته تېرېدونکي روان ياست (چې كمال ته ورسئ) (۱۹)

 

فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰﴾ نو پر دوى (كافرانو) څه شوي،چې ايمان نه راوړي ؟!  (۲۰)

 

وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ ﴿۲۱﴾ او چې دوی ته قرآن ورلوستلېږي (؛ نو غاړه نه ږدى او) سجده نه كوي؟! ؟! (۲۱)

 

بَلِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُكَذِّبُونَ ﴿۲۲﴾ بلكې كافر شوي (قرآن) دروغ ګڼي (۲۲)

 

وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ ﴿۲۳﴾ او چې څه (په زړونو كې) پټوي،خداى پرې ښه پوه دی. (۲۳)

 

فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۴﴾ نو د دردناك عذاب خبر وركړه! (۲۴)

 

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۲۵﴾ خو هغوی چې ايمان راوړى او نېكې [چارې] يې كړي، ورته ناپايه ثواب دى . (۲۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!