تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   إِذَا السَّمَاء انفَطَرَتْ ﴿۱﴾ چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱)   وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ ﴿۲﴾ او چې ستوري خواره واره شي (او پرېوځي)، (۲)   وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿۳﴾ او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي) ،(۳)   وَإِذَا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

إِذَا السَّمَاء انفَطَرَتْ ﴿۱﴾ چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱)

 

وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ ﴿۲﴾ او چې ستوري خواره واره شي (او پرېوځي)، (۲)

 

وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿۳﴾ او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي) ،(۳)

 

وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ ﴿۴﴾ او چې قبرونه وسپړل شي (او مړي راژوندي شي)، (۴)

 

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ ﴿۵﴾ (هغه وخت) هر څوك پوهېږي،چې وړاندې يې څه لېږلي او روسته يې څه پرېښي ول. (۵)

 

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ ﴿۶﴾ انسانه ! ته څه شي د خپل لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟! (۶)

 

الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ ﴿۷﴾ هغه چې ته یې پيدا كړې او ښه يې برابر او انډول كړې، (۷)

 

فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاء رَكَّبَكَ ﴿۸﴾  په هرې بڼې يې چې غوښتل جوړ یې کړې. (۸)

 

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ ﴿۹﴾ نه، داسې نه ده؛  بلكې (د) جزا (ورځ) دروغ ګڼئ. (۹)

 

وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ﴿۱۰﴾ او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي،(۱۰)

 

كِرَامًا كَاتِبِينَ ﴿۱۱﴾ عزتمن [او ستاسې د كړنو] ليكوال، (۱۱)

 

يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۱۲﴾ څه چې تاسې کو‌ئ، پرې پوهېږي . (۱۲)

 

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ﴿۱۳﴾ بېشكه، نېكان په پراخو نعمتونو كې دي (۱۳)

 

وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ﴿۱۴﴾ او بېشکه  بدچاري په دوزخ كې دي، (۱۴)

 

يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ ﴿۱۵﴾ چې د جزا پر ورځ ورننوځي او سوځوي، (۱۵)

 

وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ ﴿۱۶﴾ او پټېداى ترې نشي . (۱۶)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۷﴾ او ته څه پوهېږې،چې د جزاورځ څه ده ؟! (۱۷)

 

ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۸﴾ بيا ته څه پوهېږې،چې د جزا ورځ څه ده ؟! (۱۸)

 

يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ ﴿۱۹﴾ داسې ورځ ده،چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د الله  په واك كې وي . (۱۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!