تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   وَالسَّمَاء ذَاتِ الْبُرُوجِ ﴿۱﴾ پر برجونو والا اسمان قسم! (۱)   وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ ﴿۲﴾ او قسم پر ژمنه كړاى شوې ور ځ! (۲)   وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ ﴿۳﴾ او قسم پر شاهد او مشهود! [شاهد : پېغمبر او د كړنو شاهدان او مشهود […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَالسَّمَاء ذَاتِ الْبُرُوجِ ﴿۱﴾ پر برجونو والا اسمان قسم! (۱)

 

وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ ﴿۲﴾ او قسم پر ژمنه كړاى شوې ور ځ! (۲)

 

وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ ﴿۳﴾ او قسم پر شاهد او مشهود! [شاهد : پېغمبر او د كړنو شاهدان او مشهود : د امت كړه وړه دي ]! (۳)

 

قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ ﴿۴﴾ مرګ د كندې پر خاوندانو، (۴)

 

النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ ﴿۵﴾ (هماغه) اور چې (ډېر) سون يې درلود! (۵)

 

إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ ﴿۶﴾ چې دوى یې پر غاړه [نندارې ته] ناست ول .(۶)

 

وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ ﴿۷﴾ او چې پر مؤمنانو يې څه كول،پخپله پرې شاهد وو.(۷)

 

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۸﴾ او له مؤمنانو سره يې ځکه کینه او دښمني وه، چې يوازې په ناماتي ستايل شوي الله يې ايمان راوړى و؛ (۸)

 

الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۹﴾ (هماغه) الله،چې د اسمانونو او ځمكې واكمن دى او الله پر هر څه شاهد دى . (۹)

 

إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ ﴿۱۰﴾ په حقيقت كې هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې وربړولې؛ بيا يې توبه اېستلي نه وي؛ نو ورته د دوزخ عذاب دى او (همداراز) سو ځنده عذاب دى! (۱۰)

 

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ ﴿۱۱﴾ په رښتینه كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي (؛نو) ورته (جنتي) باغونه دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا ده ستره بريا . (۱۱)

 

إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ﴿۱۲﴾ بېشكه ستا د پالونكي نيونه ډېره سخته ده ! (۱۲)

 

إِنَّهُ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ ﴿۱۳﴾ [ځكه] چې هغه پخپله [پنځون] پيلوي او [تر منځه وړو روسته یې په قيامت كې] راګرځوي (دویم ځل پیدا کوي)، (۱۳)

 

وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ ﴿۱۴﴾ او هغه ډېر بښونكى او (پرمؤمنانو) مينه ناک دى ،       (۱۴)

 

ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ ﴿۱۵﴾ د عرش عزتمن څښتن دى ، (۱۵)

 

فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ ﴿۱۶﴾ څه چې غواړي كوي يې . (۱۶)

 

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْجُنُودِ ﴿۱۷﴾ آيا د لښكرو خبر دررسېدلى دى؛ (۱۷)

 

فِرْعَوْنَ وَثَمُودَ ﴿۱۸﴾ د فرعون او ثمود (د لښكرو) ؟! (۱۸)

 

بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي تَكْذِيبٍ ﴿۱۹﴾ بلکې کافر شوي (ستا او د قرآن) په دروغ ګڼلو کې (ډوب) دي، (۱۹)

 

وَاللَّهُ مِن وَرَائِهِم مُّحِيطٌ ﴿۲۰﴾ او الله دوى له هر لوري رايسار کړي دي . (۲۰)

 

بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ ﴿۲۱﴾ بلکې دا (قرآن) لوستونى او پرتمين دى، (۲۱)

 

فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ ﴿۲۲﴾ (چې د الهي علم) په ساتل شوې پاڼه کې (خوندي) دى .   (۲۲)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!