تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه   لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۱﴾ د كتابيانو كافرانو او مشركانو (ویل : ) چې څرګند دلیل رانشي له خپله دینه لاس نه اخلو. (۱)   رَسُولٌ مِّنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ﴿۲﴾ د خداى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۱﴾ د كتابيانو كافرانو او مشركانو (ویل : ) چې څرګند دلیل رانشي له خپله دینه لاس نه اخلو. (۱)

 

رَسُولٌ مِّنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ﴿۲﴾ د خداى له لوري يو استازى (راشي) چې سپېڅلې پاڼې ورولولي (۲)

 

فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ ﴿۳﴾ [چې] بېخي سمې ليكنې پکې وي. ( ؛خو چې ورغى ویې نه مانه؛ لكه كتابيانو). (۳)

 

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۴﴾ او كتابيان هم ترهغه روسته خپاره واره شول،چې څرګند دليل (قرآن او پېغمبر) ورته راغى . (۴)

 

وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ﴿۵﴾ او دوى ته یوازې امر شوى و، چې په پوره اخلاص به د توحید په دین الله لمانځئ، لمونځونه وكړي او زكاتونه وركړي او همدا دی سم (او ټينګ) دين.  (۵)

 

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُوْلَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ ﴿۶﴾ په حقيقت كې د كتابيانو كافران او مشركان، د دوزخ په اور كې دي (او) تل پکې پاتېږي [او] همدا دوى ډېر بد مخلوقات دي .     (۶)

 

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ ﴿۷﴾ په رښتینه كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړې همدوی (د خداى) غوره مخلوقات دي .(۷)

 

جَزَاؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ ﴿۸﴾ د دوی بدله د خپل پالونكي په نزد همېشني (ځانګړي) باغونه دي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، تل به هلته وسي، (هم) الله ترې خوښ دى او (هم) دوى له الله خوښ دي؛  دا (لوړ مقام) د هغه لپاره دى، چې له خپل پالونكي وېرېدلي وي!(۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!