تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱﴾ پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشحالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې، چې الله درته حلال کړي دي؟! او الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.  . […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱﴾ پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشحالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې، چې الله درته حلال کړي دي؟! او الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.  . (۱)

 

قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾ په رښتیا، الله (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار (په کفارې) درجوړه كړې ده؛  او الله مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى. (۲)

 

وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۳﴾ او (درياد كړه) چې پېغمبر خپلې يوې مېرمنې ته یوه پټه خبره وكړه؛  نو هغې، بله پرې خبره كړه او الله [خپل استازى] پر [خوالې رابرسېرولو] خبر كړ [پېغمبر] د [خوالې] يوه برخه همدې مېرمنې ته ورښکاره کړه او له بلې برخې ورتېر شو؛  نو چې همدا مېرمن يې د خوالې له برسېرولو خبره کړه [؛  نو] هغې وويل: ((ته چا خبر كړې؟!)) و يې ويل: ((پوه [او] با خبر (الله) پرې خبر كړم!)) (۳)

 

إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ ﴿۴﴾ كه  تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (؛  نو درته غوره ده؛  ځكه په دې چار کې) ستاسې د دواړو زړونه (د الله او د هغه د استازي له اطاعته) كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (زيان وررسولای نشئ)؛  ځكه الله يې په خپله مرستندوى دى او تر ده روسته يې جبرائيل، د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي (۴)

 

عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا ﴿۵﴾ كه (پېغمبر) تاسې طلاقې كړي، هيله ده خپل پالونكى به يې ستاسې پر ځاى، تر تاسې غوره مېرمنې وركړي، چې مسلمانې، مؤمنې، منونكې، توبه ايستونې، نمانځونې، روژه تيانې، کونډې او پېغلې به وي! (۵)

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۶﴾ مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛  (پوره يې) ترسره كوي . (۶)

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷﴾ كافرانو! نن (= د قيامت پر ورځ) عذرونه مه كوئ؛ځکه بدو كړنو ته مو جزا دركول كېږي . (۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۸﴾ مؤمنانو! الله ته نږه توبه وكاږئ، هيله ده ستاسې پالونكى (په دې كار) ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. پر هغه ورځ الله (خپل) پېغمبر او هغوى چې ايمان یې ورسره راوړى، نه خواروي؛  د دوی  رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به): ((پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته پر هر څه وسمن یې.)) (۸)

 

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۹﴾ پېغمبره! له كافرانو او له منافقانو سره جهاد وكړه او توند ورسره وچلېږه، چې هستوګنځى يې دوزخ دى او څه بد هستوګنځى دى! (۹)

 

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ ﴿۱۰﴾ كافرانو ته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړې (چې) دواړه زموږ د دوو نېکو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛  خو دواړو خيانت ورسره وكړ؛  نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره د دوی اړيكو د الله (د عذاب په مقابل کې) څه ګټه ور و نه رسوله او ورته وويل شول: ((له نورو ننووتوونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.)) (۱۰)

 

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۱﴾ او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپلې خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!))  (۱۱)

 

وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ ﴿۱۲﴾ او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]، چې پاكلمنې وه؛ نو موږ پكې له خپل روح ځنې وپوکه او د خپل پالونكي خبرې او كتابونه یې رښتيني وګڼل او له منونکيو ځنې وه . (۱۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!