تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله په پاکۍ يادوي، مالكيت او حكومت يوازې دده دى او ستاېنه يوازې همده […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله په پاکۍ يادوي، مالكيت او حكومت يوازې دده دى او ستاېنه يوازې همده ته ده او هغه پر هر څه وسمن دى. (۱)
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲﴾   (الله) (ذات) دى، چې تاسې يې پيدا كړئ (او ازادي او اختيار يې دركړ)؛ نو ځينې مو كافران او ځينې مو مؤمنان دي او څه چې تاسې كوئ، الله يې ليدونکى دى . (۲)
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ اسمانونه او ځمكه يې (د مصلحت له مخې او) په حقه پيدا كړي او تاسې يې (په جنيني نړۍ کې) په ښكلې او زړه پورې انځورنې سره انځور کړئ او د ده لوري ته (د ټولو) ستنېدا ده. (۳)
يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۴﴾ څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله پرې خبر دى او څه چې تاسې پټوئ او څه چې ښكاره كوئ، ورمعلوم دي او الله د سينو په پټو خوالو ښه خبر دى. . (۴)
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۵﴾   ايا تاسې ته د هغو کسانو خبر دررسېدلى نه دى، چې تر دې مخكې كافران شوي ول؟! (هو!) د خپلو سترو ګناهونو د سزا خوند يې وڅاكه او وړاندې ورته دردناك عذاب دى! (۵)
ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوا وَّاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۶﴾ دا ځكه چې د دوی استازيو دوی ته څرګند دلايل وروړل؛  نو (د كبر او غرور له مخې) يې ويل: ((ايا (زموږ په څېر) یو انسان لارښوونه راته کوي؟!)) نو (له همدې لامله) منكر شول او مخونه يې واړول او الله هم (د دوی له ايمان او اطاعته) بې پروا شو او الله مړه خوا ستايل شوى دى (۶)
زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن لَّن يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷﴾ كافرانو ګڼلې، چې (تر مرګ روسته به) هېڅكله راپانڅول شي، ووايه: ((هو! پر خپل پالونكي مې قسم، چې تاسې ټول به (په قيامت كې) راپاڅول شئ او هرومرو به مو د خپلو كړنو (له حقيقته) خبر كړي.)) او دا (چار) الله ته اسان دى. (۷)
فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۸﴾ نو  (اوس چې داسې ده) پر الله او استازي يې او پر هغې رڼا ايمان راوړئ، چې درلېږلې مو ده او الله مو له کړنو ښه خبر دی. (۸)
يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۹﴾ (دا به) پر هغه ورځ وي، چې تاسې د غونډې پر ورځ (= د قيامت پر ورځ) راغونډ كړي، همدا د تغابن (زيان او پښېمانۍ ننګېرنې) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښې چارې وكړي؛  نو ګناهونه يې وربښي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، هلته به تل وسي؛  دا ستره بريا ده.  (۹)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۰﴾ او کوم کسان چې كافران شوي او زموږ آيتونو يې دروغ ګڼلي؛  همدوى دوزخيان دي (او) تل به پكې وسي او [دوزخ] د ورتلو څومره بد ځاى دى! (۱۰)
مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ (هيچا ته) بې د الله له اجازې کوم مصيبت نه وررسي او څوك چې پر الله ايمان راوړي، الله يې زړه ته سمه لار ورښيي او الله پر هر څه پوه دى . (۱۱)
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۲﴾ او د الله اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛  نو كه مخ واړوئ [پوه شئ] چې زموږ پر استازي يوازې د څرګند (پېغام) رسونې پازوالي ده. (۱۲)
اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۳﴾ الله هغه دى چې؛  بې له ده معبود نشته او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.(۱۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴﴾ مؤمنانو! په حقيقت کې ستاسې ځينې مېرمنې او اولادونه ستاسې دښمنان دي؛  نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛  نو تاسې يو الهي چار کړى)؛  ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى. (۱۴)
إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ په یقین ستاسې مالونه او اولادونه يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا الله دى، چې ستره بدله ورسره ده. (۱۵)
فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۶﴾ نو ترخپلې وسې [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ او واورئ، اطاعت وكړئ او [د الله په لار كې] لګښت کوئ، چې همدا درته غوره ده او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ او حرصه وساتل شول؛ نو همدا دوى بريمن دي. (۱۶)
إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۷﴾ كه تاسې الله ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړئ، درزيات به یې كړي او بښنه به درته وکړي او الله ډېر زغمناک منندوى دى. (۱۷)
عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۸﴾ (هغه) پر پټو او ښکاره پوه (او) ناماتى حکيم دى .(۱۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!