تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ﴿۱﴾ (د شتمنيو، اولاد او ټبر) پر ډېروالي خپلمنځي وياړنې، بوخت (او د الله له ياده غافل) كړي ياست. (۱)   حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ﴿۲﴾ تر دې چې د قبرونو ليدو ته ولاړئ (او د خپلو مړيو قبرونه مو وشمېرل […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ﴿۱﴾ (د شتمنيو، اولاد او ټبر) پر ډېروالي خپلمنځي وياړنې، بوخت (او د الله له ياده غافل) كړي ياست. (۱)

 

حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ﴿۲﴾ تر دې چې د قبرونو ليدو ته ولاړئ (او د خپلو مړيو قبرونه مو وشمېرل او پرې ووياړېدئ). (۲)

 

كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې انګېرئ . هو) ژر به پوه شئ! (۳)

 

ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ بيا هېڅكله داسې نه ده (چې انګېرئ)؛ ژر به پوه شئ!   (۴)

 

كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ ﴿۵﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې ګومان یې كوئ) ؛ كه (پر آخرت) مو علم اليقين او باوري پوهه درلوداى (؛ نو د خپل چلن پر پايلې به پوهېدئ او داسې به مو نه كول). (۵)

 

لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ ﴿۶﴾ هرومرو به دوزخ ووينئ . (۶)

 

ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ ﴿۷﴾ بيا (چې پکې ورننووتئ؛ نو) په باوري سترګو (= عين اليقين) به يې وګورئ . (۷)

 

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ ﴿۸﴾ به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ  (۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!