تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ﴿۱﴾ چې لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي، (۱)   وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ ﴿۲﴾ او چې ستوري خړ واوړي، (۲)   وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ ﴿۳﴾ او چې غرونه روان کړای شي، (۳)   وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ ﴿۴﴾ او چې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ﴿۱﴾ چې لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي، (۱)

 

وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ ﴿۲﴾ او چې ستوري خړ واوړي، (۲)

 

وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ ﴿۳﴾ او چې غرونه روان کړای شي، (۳)

 

وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ ﴿۴﴾ او چې لس میاشتیزې (بلاربې اوښې) خوشې کړای شي (ډېره ارزښتمنه شتمني هېره شي)، (۴)

 

وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ ﴿۵﴾ او چې داړوونکي راغونډ کړاى شي، (۵)

 

وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴿۶﴾ او چې سمندرونه تر ژۍ ډک او سرې لمبې شي، (۶)

 

وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ ﴿۷﴾ او چې نفسونه جوړه کړاى شي [ساه ګانې (له تنو سره) يو ځاى شي يا هرڅوك له خپل ساري سره يو ځاى شي يا وګړي(ډلې) ډلې شي]، (۷)

 

وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ﴿۸﴾ او چې ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي : (۸)

 

بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ ﴿۹﴾ ((په كومه ګناه وژل شوې يې ؟!)) (۹)

 

وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ ﴿۱۰﴾ او چې كړنليكونه پرانستل شي، (۱۰)

 

وَإِذَا السَّمَاء كُشِطَتْ ﴿۱۱﴾ او چې (د حقيقتونو) له اسمانه پرده لرې شي، (۱۱)

 

وَإِذَا الْجَحِيمُ سُعِّرَتْ ﴿۱۲﴾ او چې دوزخ په ځوښ راوستل شي،(۱۲)

 

وَإِذَا الْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ ﴿۱۳﴾ او چې جنت رانژدې کړای شي،(۱۳)

 

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا أَحْضَرَتْ ﴿۱۴﴾ (هو هغه مهال ) هر څوك به پوه شي،چې څه يې راوړي. (۱۴)

 

فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ﴿۱۵﴾ قسم خورم؛پر ګرځنده ستورېو!(۱۵)

 

الْجَوَارِ الْكُنَّسِ ﴿۱۶﴾ [چې] ګرځي او [له ليدو] پټېږي، (۱۶)

 

وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ ﴿۱۷﴾ او قسم پر شپه،چې مخ په تېرېدو يا راتلو شي، (۱۷)

 

وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ ﴿۱۸﴾ او قسم پر سهار،چې څرک ووهي! (۱۸)

 

إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ﴿۱۹﴾ بېشكه چې دا (قرآن) د عزتمن استازي [= جبرئيل امين] وینا ده (۱۹)

 

ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ ﴿۲۰﴾ چې ډېر ځواكمن او د عرش د څښتن پر وړاندې لوړپوړى دى . (۲۰)

 

مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ﴿۲۱﴾ هلته بولندوی او امین دی .    (۲۱)

 

وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍ ﴿۲۲﴾ او ستاسې ملګرى [= پېغمبر] لېونى نه دى . (۲۲)

 

وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ ﴿۲۳﴾ او په يقين هغه (د وحې امين = جبرئيل) يې د روښانه څنډ په لمن كې ليدلى دى . (۲۳)

 

وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ ﴿۲۴﴾ او هغه د غيبي وحې (په رسولو او تبليغولو کې) کنجوس نه دى (۲۴)

 

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ ﴿۲۵﴾ او دا (قرآن) د شړلي شيطان خبره نه ده؛ (۲۵)

 

فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ ﴿۲۶﴾ نو چېرې درومئ؟! (۲۶)

 

إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۲۷﴾ دا ( قرآن) خو يوازې نړيوالو ته يو پند دى، (۲۷)

 

لِمَن شَاء مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيمَ ﴿۲۸﴾ له تاسې چې څوک وغواړي، سیده شي. (۲۸)

 

وَمَا تَشَاؤُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۹﴾ او د نړۍ پالونکي الله خوښه چې نه وي (؛نو) یوازې ستاسې په غوښتنه (هېڅ) نه كېږي. (۲۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!