تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱) تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ د  كتاب (قرآن) لېږنه د بریمن او حكيم الله له لوري ده . (۲) إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ په رښتيا په اسمانونو او ځمكه كې مؤمنانو […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱)
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ د  كتاب (قرآن) لېږنه د بریمن او حكيم الله له لوري ده . (۲)
إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ په رښتيا په اسمانونو او ځمكه كې مؤمنانو ته (پرېمانه) نښې دي . (۳)
وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَابَّةٍ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ او (همداراز) ستاسې (پخپل) پنځون او (په ځمکه) کې د خځنده و خپرېدل، د باوري خلکو لپاره نښې دي . (۴)
وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۵﴾ او(همداراز) د شپې او ورځې، په يو بل پسې راتګ كې او رزق (او باران)، چې الله له اسمانه رالېږلى او په دې يې ځمکه تر خپلې مړېنې روسته ژوندۍ كړې او (همداراز) د بادونو په اړولو را اړولو كې عقلمنو ته څرګندې نښې دي . (۵)
تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ اللَّهِ وَآيَاتِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ دا د الله آيتونه دي، چې په رښتيا یې تا ته لولو (كه په دې آيتونو يې ايمان رانه ووړ)؛ نو د الله له وینا او آيتونو روسته دوې پر كومې خبرې ايمان راوړي؟! (۶)
وَيْلٌ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۷﴾ پر هر دروغجن ګناهګار دې افسوس وي! (۷)
يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ تُتْلَى عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۸﴾ د الله هغه آيتونه اوري چې ورته لوستل كېږي؛ خو د كبر له مخې پر خپل مخالفت ټينګار كوي؛ لکه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي؛نو د یوه دردناك عذاب زېرى وركړه! (۸)
وَإِذَا عَلِمَ مِنْ آيَاتِنَا شَيْئًا اتَّخَذَهَا هُزُوًا أُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۹﴾ او چې زموږ له آيتونو په کوم څه پوه شي؛ نو په ټوكه يې اخلي، همدا دوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى! (۹)
مِن وَرَائِهِمْ جَهَنَّمُ وَلَا يُغْنِي عَنْهُم مَّا كَسَبُوا شَيْئًا وَلَا مَا اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰﴾ د دوی تر شا دوزخ دى او لاس ته راوړنې به يې (له الهي عذابه) ونه ژغوري او نه به يې د الله پرځاى نيولي پالندويان ورته څه وكړاى شي او دوى ته سترعذاب دى! (۱۰)
هَذَا هُدًى وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مَّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ دا (قرآن) لارښوونه ده او هغوى چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شوي (؛ نو) دوی ته سخت دردناك عذاب دی!
(۱۱)
اللَّهُ الَّذِي سخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲﴾ الله هغه (ذات) دى، چې سمندر یې تاسې ته اېل كړى، چې په امر یې پکې بېړۍ چلي او له فضله یې ګټه واخلئ او ښايي چې منندوی وسئ. (۱۲)
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۳﴾ او الله تاسې ته له خپل لوري د اسمانونو او ځمكې د ټولو څيزونو (ګټې) اېل كړي، په رښتيا په دې كې انديالو ته (مهمې) نښې دي.  (۱۳)
قُل لِّلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لا يَرْجُون أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِما كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ مؤمنانو ته ووايه: (( له هغو كسانو دې تېر شي، چې ايام الله [= د قيامت ورځ] ته هيلمن نه دي، ( او دوی الله ته پرېږدي) چې الله (پر هغه ورځ) هر قوم ته د دوی د کړنو له مخې سزا ورکړي‏.)) (۱۴)
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۵﴾ څوك چې نېكي وكړي؛ نو په خپله ګټه يې ده او څوك چې بدي وكړي؛ نو پخپل زيان يې دى، بيا يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ. (۱۵)
وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ او په يقين موږ بني اسراييلو ته كتاب (تورات)، حكومت او نبوت وركړ او دوی ته مو له پاكو څيزونو روزي وركړه او (د خپلې زمانې) پر خلکو مو غوراوی وركړ. (۱۶)
وَآتَيْنَاهُم بَيِّنَاتٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمْ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۷﴾ او موږ دوی ته د دین (نبوت او شریعت) په چارو کې څرګندې لارښوونې وکړې؛ خو تر پوهې روسته یې د خپلمنځي سیالۍ او رخې له لامله اړپیچ وکړ په حقیقت کې ستا پالونکی به د قیامت پر ورځ د دوی په اختلافاتو کې پرېکړه وکړي. (۱۷)
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸﴾ بيا موږ ته د دين پر یوې سمې لار برابر كړې؛ نو پر همدې لار ولاړ شه او د ناپوهانو په غوښتنو پسې مه ځه؛ (۱۸)
إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيئًا وإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۹﴾ ځكه چې دوى د الله له (عذابه) هېڅ څیز درنه لرې كولاى نشي او په رښتینه كې [مشرک] ظالمان ځينې د ځينو (نورو) مرستندويان دي او الله د متقیانو مرستندوى دى (۱۹)
هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمِ يُوقِنُونَ ﴿۲۰﴾ دا(قرآن او اسماني شریعت) خلكو ته “ليد” وركوونكى دليلونه دي او د یقین خاوندانو ته لارښود او رحمت دى. (۲۰)
أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۲۱﴾ ايا هغوى چې بدې چارې او ګناهونه كړي، انګېرلې ده، چې موږ به دوی د هغو كسانو په څېر کړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې يې) كړي (داسې) چې د دوی ژوند او مرګ یو رنګ دی؟! څومره بده پرېكړه كوي! (۲۱)
وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۲۲﴾ او الله اسمانونه او ځمكه په حق (او د مصلحت له مخې) پيدا كړي (نه خوشې او په باطلو) او په دې موخه چې هر چا ته د خپلو كړنو بدله وركړاى شي او تېري به پرې ونشي.  (۲۲)
أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۲۳﴾ ايا ايا تا هغه ولید، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولی؟!او الله د پوهې له مخې (چې د هدایت وړ نه دى) بېلارې كړ او د ده پرغوږونو او زړه يې ټاپه ورووهله او پر سترګو يې پردې وروغوړولې؟!؛ نو په دې حال كې تر الله روسته څوك شته، چې سمه لار وروښيي؟! ايا (بې خبره ياست او) پند نه اخلئ؟! (۲۳)
وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۲۴﴾ او وايي: ((ژوند خو یوازې همدغه دنيوي ژوند دى، چې زموږ یوه ډله مري او بله یې ځای نیسي او دا (طبيعت، روزګار او) زمانه ده، چې موږ هلاكوي.)) دوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛ (بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي. (۲۴)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۵﴾ او چې کله دوی ته زموږ څرګند آيتونه ولوستل شي؛ نو يوازېنۍ پلمه يې داده، چې وايي: ((كه رښتيني ياست، پلرونه مو (راژوندي او) راولئ (چې شاهدي ووايي)! )) (۲۵)
قُلِ اللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيبَ فِيهِ وَلَكِنَّ أَكَثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ ووايه : ((الله تاسې ژوندي كوي، بيا مو مړه كوي، بيا مو د قيامت ورځې ته راغونډوي، چې شك پكې نشته؛ خو ډېر خلك (په دې) نه پوهېږي (؛ نو ځكه ترې منكرېږي) ))  (۲۶)
وَلَلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرضِ وَيَومَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ ﴿۲۷﴾ او د اسمانونو او ځمكې ټولواکي، مالكيت او حاكميت يوازې د الله دى او پر كومه ورځ، چې قيامت شي (نو) پر دې ورځ به باطل ګروهي زيانکاران شي. (۲۷)
وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ او(د قیامت پر ورځ،له ډېرې وېرې) هر امت به پر ګونډو شوی ووینې، هر امت به خپلې كړنپاڼې (عملنامې) ته وربلل کېږي او (ورته ويل كېږي:) نن د خپلو کړنو بدله دركول كېږي . (۲۸)
هَذَا كِتَابُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۹﴾ دا زموږ ليكنه ده، چې (پر كړنو) مو په رښتيا ګواهي ورکوي؛ځکه ستاسې کړنې مو ليکلې . (۲۹)
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ ﴿۳۰﴾ نو پالونكى نېکان مومنان پخپل رحمت (جنت) كې ورننباسي؛دا هماغه ښكاره بريا ده. (۳۰)
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا أَفَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ ﴿۳۱﴾ او څوک چې كافران شوي (ورته ويل كېږي : ) ايا آيتونه مې  نه درلوستل کېدل؛ نو سرغړونه مو وكړه او ګناهګاران شوئ ؟! (۳۱)
وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ ﴿۳۲﴾ او چې ويل كېدل: ((په يقين د الله ژمنه رښتيا ده او د قيامت په راتلو كې هېڅ شك نشته)) (؛ نو) تاسې وويل: ((نه پوهېږو قيامت څه دی؟ تش يو ګومان (یې) ګڼو او (په اړه يې) ناباوري يوو. )) (۳۲)
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۳۳﴾ او دوی ته به د خپلو ناوړو كړنو (حقيقت) ورڅرګند شي او په هماغه څه کې به راګېر شي، چې ملنډې يې پرې وهلې. (۳۳)
وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا وَمَأْوَاكُمْ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۳۴﴾ او دوی ته ويل كېږي: ((نن تاسې هماغسې هېروو؛ لكه چې تاسې د خپلې دغې ورځې مخامختيا هېره كړې وه، اور مو هستوګنځى دى او هېڅ مرستندوى درته نشته! (۳۴)
ذَلِكُم بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۳۵﴾ دا (عذاب) له دې لامله دى، چې تاسې د الله آيتونه په ټوکو نیولي وو او دنيوي ژوند غولولي وئ.))؛ نو نن ترې نه راايستل کېږي او نه یې عذر منل کېږي. (۳۵)
فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۶﴾ نو ستاېنه يوازې هغه نړۍ پالونکي الله ته ده، چې هم د اسمانونو پالونكى دی او هم د ځمكې پالونکی؛ (۳۶)
وَلَهُ الْكِبْرِيَاء فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳۷﴾ او په اسمانونو او ځمكه كې يوازې هغه ته لويي، ستريا (او رياست) ښايي او هغه بریمن حكيم دى . (۳۷)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!