تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿۱﴾ ووايه : ما ته وحې رالېږل شوې ده، چې یوه ډله پېريان (قرآن ته) غوږ شول؛  نو (خپل قوم ته) يې ويل: ((په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿۱﴾ ووايه : ما ته وحې رالېږل شوې ده، چې یوه ډله پېريان (قرآن ته) غوږ شول؛  نو (خپل قوم ته) يې ويل: ((په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) واورېد،(۱)

 

يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا ﴿۲﴾ [چې] د روغې لارې ښوونه کوي؛  نو موږ هم ومانه او هېڅكله به له خپل پالونكي سره یو (څیز) هم شريك نه كړو(۲)

 

وَأَنَّهُ تَعَالَى جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا ﴿۳﴾ او دا چې زموږ د پالونكي شان او پرتم ډېر لوړ دى [او] څوك يې مېرمن او اولاد نيولى نه دى ، (۳)

 

وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا ﴿۴﴾ او دا چې زموږ (د قوم) ناپوهه (ابليس) د الله په باب ناروا خبرې كولې . (۴)

 

وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن تَقُولَ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ﴿۵﴾ او دا چې موږ ګومان كاوه،چې انسان او پېرى هېڅكله پر الله دروغ نه تړي . (۵)

 

وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا ﴿۶﴾ او داچې د انسانانو ځينو وګړيو د پېريانو ځينو وګړيو ته پناه وروړه؛  نو د دوی سرغاړي یې لا ورزیاتوله ، (۶)

 

وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا ﴿۷﴾ او هغوى (هم) لكه (تاسې) چې ګڼلې وه، چې الله به هېڅكله يو څوك [په حشر يا پېغمبرۍ] راپورته نه کړي . (۷)

 

وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاء فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا ﴿۸﴾ او داچې اسمان مو وپلټه؛  نو له غښتليو پاسوالو او د شهاب (= اور شينديو ستوريو) له غشيو مو ډك وموند،، (۸)

 

وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَن يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَّصَدًا ﴿۹﴾ او داچې موږ (پخوا) په اسمان كې (د خوالو) اورېدو ته په پټنځاى كې كېناستو؛  (خو) اوس چې څوك غوږ ږدي، په خپل پټنځاى كې د شهاب یو غشی مومي،، (۹)

 

وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ﴿۱۰﴾ او داچې موږ (په دې اوضاع سم) نه پوهېږو، چې ايا د ځمكې اوسېدونكيو ته کوم شر غوښتل شوى يا د دوی پالونكي سمه لار ورته غوښتې ده؟! (۱۰)

 

وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا ﴿۱۱﴾ او دا چې ځينې مو صالحان دي او ځينې مو بې له دې؛  او موږ د بېلابېلو تګلارو خاوندان يو.(۱۱)

 

وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن نُّعجِزَ اللَّهَ فِي الْأَرْضِ وَلَن نُّعْجِزَهُ هَرَبًا ﴿۱۲﴾ او دا چې موږ باور درلود، په ځمكه كې د الله بېوسوونكي نه يو او نه يې په (خپله) تېښته بېوسولاى شو، (۱۲)

 

وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَى آمَنَّا بِهِ فَمَن يُؤْمِن بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا ﴿۱۳﴾ او دا چې موږ د قرآن لارښوونه واورېده؛  ايمان مو پرې راووړ او څوك چې پر خپل پالونكي ايمان راوړي؛  نو په ظلم (د خپلې بدلې) له كمېدو او زيانه نه ډارېږي. (۱۳)

 

وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا ﴿۱۴﴾ او دا چې ځينې مو مسلمانان او ځينې مو ظالمان دي؛  نو چا چې اسلام ومانه؛  نو سمه لار یې غوره کړې ده..  (۱۴)

 

وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا ﴿۱۵﴾ او ظالمان (قاسطین) د دوزخ سون توکي دي . (۱۵)

 

وَأَلَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاء غَدَقًا ﴿۱۶﴾ او دا چې كه دوى [= پېريان او انسانان] د (ايمان) پر لار ټينګ ودرېږي؛  نو هرومرو به یې په پرېمانه اوبو (او توکیزو او مانیزو برکتونو) خړوب كړو!(۱۶)

 

لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ﴿۱۷﴾ چې په دې (پراخ نعمت) يې ازمېيو او څوك چې د خپل پالونكي له يادونې مخ واړوي (؛ نو) پر (سخت او) زياتېدوني عذاب يې اخته کوي! (۱۷)

 

وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ﴿۱۸﴾ او دا چې جوماتونه يوازې د الله دي؛  نو (پكې) له الله سره بل څوك مه بلئ (او مه لمانځئ).(۱۸)

 

وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا ﴿۱۹﴾ او دا چې د الله بنده [= محمد صلی الله علیه و آله و سلم] راپورته شو، چې الله ولمانځي (؛  نو) څه نه وو پاتې، چې (پېریان د قرآني هېښنده آیتونو اورېدو لپاره) پرې راپنډ شي.))   (۱۹)

 

قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا ﴿۲۰﴾ ووايه : (( زه يوازې خپل پالونكى بلم (او لمانځم) او هيڅوك نه ورسره شريكوم .)) (۲۰)

 

قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا ﴿۲۱﴾ ووايه : ((په حقيقت كې زه تاسې ته د څه زيان او څه لارښوونې واک نه لرم.))

(۲۱)

 

قُلْ إِنِّي لَن يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِ مُلْتَحَدًا ﴿۲۲﴾ ووايه : ( ((كه زه هم د هغه د فرمان پر خلاف ولاړ شم؛  نو) په رښتینه كې هېڅوك مې د هغه له نيونې ژغورلاى نشي او بې له ده پناه ځاى (هم) موندلاى نشم؛  (۲۲)

 

إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ﴿۲۳﴾ [زما دنده] يوازې د الله له لوري پېغام رسونه ده او څوك چې د الله او د استازي حكم ته یې غاړه كېنږدي؛  نو په رښتینه كې هغه ته د دوزخ اور دى، چې تل به پكې اوسي!)) (۲۳)

 

حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا ﴿۲۴﴾ (كافران به تر هغه له خپلو كړنو لاس وانخلي) چې هغه څه ونه ويني، چې ژمنه يې ورسره كېږي؛ نو ژر به پوه شي، چې د چا ملاتړ كمزورى او شمېر يې ډېر لږ دى! (۲۴)

 

قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا ﴿۲۵﴾ ووايه :((نه پوهېږم، د څه ژمنه، چې درسره شوې، نژدې ده، يا پالونكی مې [اوږده] موده ورته ټاكي؟! (۲۵)

 

عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا ﴿۲۶﴾ پر پټو [خوالو] پوه پالونکی، هېڅوك پر خپلو خوالو نه خبروي؛ (۲۶)

 

إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا ﴿۲۷﴾ خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛  نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې څارونکي ورته ګومارلي دي، (۲۷)

 

لِيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا ﴿۲۸﴾ چې معلوم كړي، په رښتيا يې د خپل پالونكي پېغامونه رسولي دي او څه چې له دوى (استازيو) سره دي، [الله] پرې راچاپېر دى او هر څيز يې په شمېر شمېرلى دى.)) (۲۸)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!