تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   الْحَاقَّةُ ﴿۱﴾ [د قيامت په رښتيا] پېښېدونې [ورځ] . (۱)   مَا الْحَاقَّةُ ﴿۲﴾ څه ده هغه پېښېدونې (ورځ)؟ (۲)   وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۳﴾ او ته څه پوهېږې،چې هغه پېښېدونې [ورځ] څه ده ؟ (۳)   كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

الْحَاقَّةُ ﴿۱﴾ [د قيامت په رښتيا] پېښېدونې [ورځ] . (۱)

 

مَا الْحَاقَّةُ ﴿۲﴾ څه ده هغه پېښېدونې (ورځ)؟ (۲)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۳﴾ او ته څه پوهېږې،چې هغه پېښېدونې [ورځ] څه ده ؟ (۳)

 

كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ﴿۴﴾ د”ثمود” (قوم) او”عاد” [الهي] ځپونكى [عذاب] دروغ وګاڼه (۴)

 

فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ ﴿۵﴾ خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې په يوه تندري كړيكه) هلاك شول .(۵)

 

وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ ﴿۶﴾ او د”عاد” قوم په ځوږنده،تېزې،سړې سيلۍ هلاك کړاى شول . (۶)

 

سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ ﴿۷﴾ [چې الله] دا سيلۍ پرله پسې اوه شپې او اته ورځې پرې را الوځولې وه (او كه هلته واى)؛  نو تا به پر هغه (وخت) خلك ليدلي واى، چې د کجورو [د ورستو او تشو] ډډونو په څېر پر ځمكه پراته دي! (۷)

 

فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ ﴿۸﴾ نو ايا څوك پاتې (شوني) ترې ګورې ؟ (۸)

 

وَجَاء فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ ﴿۹﴾ او فرعون او مخكېنیو یې او هم د نسکورو شويو ښارونو وسېدونكيو [= د لوط قوم] ستر ګناهونه كړي وو؛ (۹)

 

فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةً ﴿۱۰﴾ نو د خپل پالونكي د استازي له امره يې سرغړونه وکړه؛ نو سزا یې ورکړه . (۱۰)

 

إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاء حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ ﴿۱۱﴾ په حقيقت كې اوبه، چې توپاني شوې (؛نو) په بېړۍ كې مو سواره كړئ . (۱۱)

 

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ ﴿۱۲﴾ چې دا (پېښه) یو پند دروګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (او پرې پوه شي). (۱۲)

 

فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿۱۳﴾ نو چې (د قيامت د پېښو په درشل كې) په شپېلۍ كې يو ځل پوكى وشي، (۱۳)

 

وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً ﴿۱۴﴾ او ځمكه او غرونه (له خپلو ځايونو) پورته كړاى شي؛ نو دواړه به په يوه (ګوزار) درګړي درګړي شي! (۱۴)

 

فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱۵﴾ نو پر هغه ورځ به کېدونې پېښه راپېښه شي، (۱۵)

 

وَانشَقَّتِ السَّمَاء فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ ﴿۱۶﴾ او اسمان به وچوي؛ نو پر هغه ورځ یې نظم او ټينگښت ويجاړ شي . (۱۶)

 

وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ ﴿۱۷﴾ او پرښتې به دهغه (اسمان) په څنډو كې ولاړې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ اته [پرښتې] ستا د پالونكي عرش پر خپلو سرونو پورته كوي . (۱۷)

 

يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَةٌ ﴿۱۸﴾ پر دې ورځ به (داسې د الله حضور ته) وروړاندې كړای شی، چې هېڅ خواله به مو پټه پاتې نشي. (۱۸)

 

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ ﴿۱۹﴾ نو چاته چې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛  نو (له ډېرې خوښۍ او وياړه به) وايي: (((محشريانو!) راشئ كړنليك مې ولولئ! (۱۹)

 

إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ ﴿۲۰﴾ بېشكه یقين مې درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم .)) (۲۰)

 

فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ﴿۲۱﴾ نو دی به په خوشاله (او په زړه پورې) ژوندانه كې وي، (۲۱)

 

فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۲۲﴾ په لوړه کچه جنت كې، (۲۲)

 

قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ ﴿۲۳﴾ [چې] د مېوو واڼل به يې په واک کې وي (۲۳)

 

كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ ﴿۲۴﴾ (ورته ويل كېږي : ) په خوند خورئ څښئ (دارو مو شه)؛ د هغه څه له لامله، چې په تېرو ورځو كې مو له مخكې رالېږلي وو! (۲۴)

 

وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ ﴿۲۵﴾ او د چا كړنليك يې چې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛ نو وايي: ((كاش زما (دا) كړنليك (خو) نه واى راكړ شوى . (۲۵)

 

وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ ﴿۲۶﴾ او له خپل حسابه خبر شوى نه واى! (۲۶)

 

يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ ﴿۲۷﴾ كاش هماغه مرګ واى او بس . (۲۷)

 

مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ ﴿۲۸﴾ شتمني مې راګټوره نشوه، (۲۸)

 

هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ ﴿۲۹﴾ واکمني مې (هم ) له لاسه ولاړ!)) (۲۹)

 

خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ﴿۳۰﴾ (و به ويل شي) ويې نيسئ او ويې تړئ! (۳۰)

 

ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿۳۱﴾ بيا يې دوزخ ته ورننباسئ ( او ويې سوځوئ !) (۳۱)

 

ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ ﴿۳۲﴾ بيا یې په اويا ذراع (= پينځه دېرش متره) اوږده ځنځير (وتړئ) او (اور) ته يې ورننباسئ ! (۳۲)

 

إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ ﴿۳۳﴾ (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود، (۳۳)

 

وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۳۴﴾ او (خلك يې) د مسكينانو خوړو وركولو ته نه هڅول . (۳۴)

 

فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ ﴿۳۵﴾ نو نن یې دلته کوم غمخور نشته، (۳۵)

 

وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ ﴿۳۶﴾ او نه بې له زوو (نور) خواړه. (۳۶)

 

لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِؤُونَ ﴿۳۷﴾ چې بې له ګناهګارانو یې بل څوك نه خوري . (۳۷)

 

فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۸﴾ قسم پر هغوڅيزونو، چې يې وينئ، (۳۸)

 

وَمَا لَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۹﴾ او پر هغو څيزونو،چې يې نه وينئ، (۳۹)

 

إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ﴿۴۰﴾ بېشكه دا[قرآن] د یو عزتمن استازي وينا ده؛(۴۰)

 

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا تُؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾ او دا د كوم شاعر وينا نه ده؛خو ډېر لږ[ پرې] ايمان راوړئ!   (۴۱)

 

وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ او نه د کوم پالي وينا ده؛ خو ډېر لږ [خلك ترې] پند اخلئ!       (۴۲)

 

تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۳﴾ (دا قرآن) د نړۍ پالونکي له لوري رالېږنه ده . (۴۳)

 

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ ﴿۴۴﴾ او كه دغه (پېغمبر) له ځانه څه خبرې راپسې جوړې کړې وای ،(۴۴)

 

لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ ﴿۴۵﴾ هرومرو په زور مو نيوه، (۴۵)

 

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ﴿۴۶﴾ بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى! (۴۶)

 

فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ ﴿۴۷﴾ او له تاسې يوه هم یې (د مجازاتو) مخه نيواى نشوه .(۴۷)

 

وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾ او په حقيقت كې (قرآن) متقیانو ته يو نصيحت دى . (۴۸)

 

وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ ﴿۴۹﴾ او بېشكه پوهېږو،چې ځينې مو دا (قرآن) دروغ ګڼي .(۴۹)

 

وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۵۰﴾ او بېشكه دا (دروغ ګڼل) به كافرانو ته د افسوس لامل وي .   (۵۰)

 

وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ ﴿۵۱﴾ او بېشكه دا ( قرآن ) جوت حقیقت (حق اليقين) دى . (۵۱)

 

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۵۲﴾ نو (اوس چې داسې ده) د خپل ستر پالونكي نوم دې په پاکۍ ياد کړه . (۵۲)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!