تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱﴾ مؤمنانو!  پر الله او استازي یې [په هېڅ کار کې] مه ورمخكې كېږئ او خپل ځانونه مو د الله له عذابه وساتئ، چې الله پوه اورېدونكى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱﴾ مؤمنانو!  پر الله او استازي یې [په هېڅ کار کې] مه ورمخكې كېږئ او خپل ځانونه مو د الله له عذابه وساتئ، چې الله پوه اورېدونكى دى . (۱)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۲﴾ مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي . (۲)
إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۳﴾ په حقيقت كې کوم کسان، چې د الله د استازي په نزد خپل غږونه ټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې الله يې زړونه پرهېزګارۍ لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي دي (او) دوى ته بښنه او ستره بدله ده. (۳)
إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾ په رښتینه كې هغوى چې تا ته د کوټو تر شا نارې وهي، ډېر يې نه پوهېږي. (۴)
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ او  كه په رښتيا دوی ستا تر راوتو صبر كړى واى؛ نو هرومرو دا ورته غوره وه او الله لورین بښونكى دى . (۵)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴿۶﴾ مؤمنانو!كه كوم فاسق يو ستر خبر درته راووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.  (۶)
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ ﴿۷﴾ او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو الله ايمان درته ګران کړ او دا يې ستاسې په زړونو کې ښکلی کړ او (اپوټه) كفر، سرغړونه او ګناه يې درته كركجن كړل، يوازې همدوى (چې دغسې ځانګړنې ولري) پر سم لوري تلونکي (او ښیون شوي) دي. (۷)
فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۸﴾ (او دا درته) د الله له لوري یوه لورنه ده او الله پوه حکيم دى.  (۸)
وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۹﴾ او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛ نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ، چې د الله حكم ته راوګرځي؛ نو که راوګرځېد (او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛ نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې الله انصاف كوونكي خوښوي . (۹)
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۰﴾ په حقيقت كې مؤمنان يو د بل روڼه دي؛ نو د خپلو روڼو ترمنځ (چې اختلاف پيدا كړي) روغه جوړه وكړئ او (خپل ځانونه) د الله له عذابه وساتئ، چې لورنه درباندې وشي. (۱۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۱﴾ مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدا دوى ظالمان دي. (۱۱)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲﴾ مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى. ))  (۱۲)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۱۳﴾ خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله په نزد ‏ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) با خبر دى.  (۱۳)
قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴﴾ (بېدياني) عربان وايي: (( موږ ايمان راوړى دى))، (پېغمبره) ووايه: (( تاسې ايمان راوړى نه دى؛ خو(غوره ده) ووايئ: اسلام مو راووړ)) او په زړونو کې مو ایمان لا ورننووتی نه دی او كه تاسې د الله او د هغه د استازي اطاعت وكړئ (؛ نو) الله به ستاسې د كړنو له (بدلې) هېڅ کم نه کړي؛ (ځكه) چې الله لورین بښونكى دى. (۱۴)
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۱۵﴾ رښتوني مؤمنان ايله هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى، بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د الله په لار كې جهاد كړى؛ همدا دوى رښتوني دي . (۱۵)
قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۶﴾ ووايه : ((ايا الله له خپل دين [ولۍ] او ايمان [ولۍ] خبروئ؟! حال دا، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله پرې پوهېږي او الله په هر څيز پوه دى. ))  (۱۶)
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ پر تا د اسلام راوړو درانه تلي؛ ووايه: ((د خپل اسلام راوړو احسان راباندې مه كوئ؛ بلكې الله احسان درباندې کړی، چې د ايمان لارښوونه یې درته وکړه، كه (پخپل ايمان كې) رښتوني ياست؛ (۱۷)
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾ په  رښتيا الله د اسمانونو او ځمكې په پټو پوهېږي او څه چې تاسې كوئ، الله يې ليدونکى دى .)) (۱۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!