تبلیغات

      بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ﴿۱﴾ خلكو!  د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده!  (۱) يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى […]

 

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ﴿۱﴾ خلكو!  د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده!  (۱)
يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ ﴿۲﴾ پر هغه ورځ وینې (له وېرې به حال داسې وي، چې) هره “تی وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېر كړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى غورځوي او خلك به بېسده وينې؛ خو دوی به بېسده نه وي؛ بلکې د الله عذاب به سخت او دروند وي! (۲)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَّرِيدٍ ﴿۳﴾ او ځينې خلك په ناپوهۍ، د الله په باب ناندرۍ وهي او په هر سرغړاندي شيطان پسې ورځي. (۳)
كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۴﴾ د شیطان په هکله کښل شوي: چې څوك يې ولايت (او دوستۍ) ته غاړه كېږدي؛ نو بېلارې كوي يې او د سوځنده اور عذاب ته يې ورکاږي. (۴)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۵﴾ خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛ نو دې ټكي ته پام وكړئ، چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)، بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز]، چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا مو د يوه ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده، چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ، په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پر هېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه، مړاوې او شاړه وينې؛ خو چې كله باران پرې و وروو (؛ نو) وخوځي او را ډډه شي او هر ډول ښکلي بوټي راټوكوي. (۵)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾ دا (د انسان او ګیاه د پیدایښت بېلابېل پړاوونه) له دې لامله دي، چې (پوه شئ) الله حق دى او هغه دى، چې مړي راژوندي كوي او همدی پر هر څه واکمن دى. (۶)
وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ ﴿۷﴾ او (له خاورې د انسان پیدایښت او له وچې ځمکې د ګیاوو ټوکېدل، ددې نښه ده، چې) بېشکه قيامت راتلونكى دى [او] شك پكې نشته او الله په قبرونوکې پراته بیا راژوندي کوي. (۷)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ ﴿۸﴾ او ځينې خلك بې له كومې پوهې، لارښوونې او روڼ كتابه، د الله په باب شخړه كوي. (۸)
ثَانِيَ عِطْفِهِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَنُذِيقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۹﴾ (او په کبر) خپل څنګ اړوي، چې (خلك) د الله له لارې بېلارې كړي، په دنيا كې ورته رسوايي ده او د قيامت پر ورځ به د سوځنده عذاب خوند پرې وڅكو! (۹)
ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۱۰﴾ (او ورته وايو: ) دا عذاب دې د پخوانيو کړنو له لامله دى او (که نه پوه شه) الله هېڅكله پر خپلو بندګانو تېرى نه كوي. (۱۰) 
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۱﴾ او په خلكو كې څوك داسې دى، چې الله يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې) لمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همداچې (دنيا ورمخه كړي، ګټه او) خير ورورسي؛ نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره كوم كړاو ورورسي (؛ نو كفر ته) مخ وراړوي (او په دې توګه) دنيا او آخرت دواړه له لا سه وركوي، دا هماغه څرګند تاوان دى. (۱۱)
يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ ﴿۱۲﴾ او د الله پرځاى داسې څه نمانځي، چې نه زیان ترې تمبوي او نه ګټه وررسوي دا هماغه ډېره پخه بېلاري ده! (۱۲)
يَدْعُو لَمَن ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِ لَبِئْسَ الْمَوْلَى وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ ﴿۱۳﴾ هغه څه لمانځي، چې تاوان يې تر ګټې ډېر نژدې دى؛ څومره ناوړه پالندوى (او مرستندوى) او څومره ناوړه ملګرى! (۱۳)
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۱۴﴾ بېشكه الله، صالح مؤمنان داسې د جنت باغونو ته ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي (هو!) الله چې څه وغواړي، هماغه كوي.(۱۴)
مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاء ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ ﴿۱۵﴾ څوك چې ګومان كوي، الله به له خپل پېغمېر سره په دنيا او اخرت كې بيخي مرسته و نه كړي (او له دې اړخه غوسه وي؛ نو هر كار يې چې له وسې پوره وي، و دې يې كړي)، يو پړى دې د خپلې كوټې له چته راځوړند كړي او ځان دې زندۍ او پړى دې پرې كړي (او د مرګ تر بريده دې ځان ورسوي) و دې ګوري، چې ايا دا كار يې غوسه سړوي؟ (۱۵)
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَاهُ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَأَنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يُرِيدُ ﴿۱۶﴾ او په دې توګه موږ دا (= قرآن) د څرګندو آيتونو [په بڼه] نازل كړى او البته ‏د الله چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي. (۱۶)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۷﴾ په رښتیا ‏هغوى چې (د اسلام پر پېغمبر) ايمان راوړى او هغوى چې يهودي او صابئان [=ستور نمانځي يا د يحيى (ع) لارويان] نصارا، مجوسيان او مشركان دي (؛ نو) الله به د قيامت پر ورځ، ددې ټولو ترمنځ پرېکړه وكړي (او حق به له باطله بېل كړي؛ ځکه) چې الله پر هر څه شاهد (او له هر څه خبر) دى. (۱۷)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿۱۸﴾ ايا غور دې نه دى کړى، چې په اسمانونو او ځمكه كې ټول مخلوقات؛ لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، خوځنده او ډېری خلك، الله ته سجدې کوي؟! ډېر داسې دي، چې (د سرغړونې له لامله) د عذاب وړ ګرځېدلي او الله چې څوك سپک كړي؛ نو هېڅوك يې عزتمنولاى نشي؛ [ځكه] الله چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي. (۱۸)
هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُؤُوسِهِمُ الْحَمِيمُ ﴿۱۹﴾ دا دوه ډلې (مؤمنان او كافران) يو د بل دښمنانې دي، چې د خپل پالونكي په باب شخړه کوي؛ نو هغوى چې كافران شوي، د اور جامې ورسکښتل شوي او پر سرونو به يې سرې اوبه ورواړول شي. (۱۹)
يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُودُ ﴿۲۰﴾ (چې) په دې به يې په ګېډو کې پراته څيزونه او (د بدن) پوټكي خوړين شي.  (۲۰)
وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ ﴿۲۱﴾ او وهلو ته يې اوسپنيز ګورزونه [چمتو] دي . (۲۱)
كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۲۲﴾ هر ځل چې له ‏(سخت) غمه، له دوزخه د وتو هڅه وكړي؛ نو بېرته ورټېل وهل كېږي او (ورته ويل كېږي: ) د سوځنده عذاب (خوند) وڅكئ!(۲۲)
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿۲۳﴾ په رښتیا ‏الله هغوى چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې كړي، داسې جنتونو ته ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي؛ دوى هلته د سروزرو په بنګړيو او مرغلرو سينګارېږي او جامې به يې پکې ورېښمينې وي. (۲۳)
وَهُدُوا إِلَى الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ وَهُدُوا إِلَى صِرَاطِ الْحَمِيدِ ﴿۲۴﴾ او (جنتیان) پاکو (او په زړه پورې) خبرو ته ورسېخېږي او د ستاینوړ (الله) لارې ته ورسیده کېږي. (۲۴)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۵﴾ هغوى چې كافران شوي او مؤمنان، د الله له لارې او له هغه مسجدالحرامه منع كوي، چې موږ ټولو خلكو ته يو ډول گرځولى، كه پکې هستوګن وي، که له بهره راتلونکي (؛ نو د درناك عذاب وړ دي) او څوك چې پکې (له حقه) د هر ډول تېري هڅه وکړي؛ نو دردناك عذاب به وروڅكو.(۲۵)
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۲۶﴾ او (درياد كړه) چې كله مو ابراهيم ته (د كعبې) د خونې ځاى وټاکه (چې خونه جوړه كړي او ورته مو وويل:) له ما سره هېڅ څيز مه شريكوه او خونه مې طواف كوونكيو او (عبادت ته) قيام كوونكيو، ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه. (۲۶)
وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ﴿۲۷﴾ او خلك حج ته راوبوله، چې له لرې لرې لارې پلي او پر ډنګرو ډنګرو اوښانو سواره درشي.(۲۷)
لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ ﴿۲۸﴾ چې (د حج په دې ژوندسازه کړنلار كې) خپلې ګټې وويني او په څو ټاكليو ورځو كې (د قربانۍ‌ كولو پر مهال) پر هغو څارويو د الله نامه واخلي، چې ورروزي كړي یې دي؛ نو پخپله یې هم ترې وخورئ او هم يې پر لاس اړو فقيرانو وخورئ. (۲۸)
ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۲۹﴾ بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د لرغونې، عزتمنې او ازادې خونې [= كعبې] طواف دې وكړي. (۲۹)
ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ﴿۳۰﴾ دا (د حج کړنې) دي او چې څوك د الله د احكامو درناوى وكړي؛ نو دا كار یې د خپل پالونكي په نزد ‏ورته غوره دى او څاروي درته حلال شوي؛ خو بې له هغوى چې (د حرمت حکم يې) درلوستلېږي؛ نو د بوتانو له پليتۍ ځان وساتئ او له باطلو خبرو (هم) ډډه وكړئ. (۳۰)
حُنَفَاء لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاء فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ ﴿۳۱﴾ (د حج کړنې) داسې (پرځاى كړئ) چې يوازې نږه د الله لپاره وي، څوك مه ورسره شريكوئ او څوك چې له “الله”سره شريك ونيسي؛ نو داسې وګڼه، چې له اسمانه راولوېد او مارغان يې (په هوا کې) وتښتوي او يا یې باد په يوې لرې کنده کې وغورځوي. (۳۱)
ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ ﴿۳۲﴾ دا (د حج کړنې) دي، او څوك چې د الهي نښو درناوى وكړي؛ نو په رښتینه کې دا (كار) يې د زړوڼو د پرهېزګارۍ یوه نښه ده. (۳۲)
لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۳۳﴾ او تاسې تر يوې ټاکلې مودې د قربانيو له څارويو (؛ لکه د شيدو او وړيو) ګټه اخستاى شئ، بيا يې د قربانۍ ځاى (او وخت) د لرغونې خونې (کعبې) ترڅنګ دى. (۳۳)
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ ﴿۳۴﴾ او موږ هر امت ته د قربانۍ یو عبادي دود ټاكلى، چې (د قربانۍ پر وخت) د الله په ور روزي کړيو بې ژبو څارويو د الله نامه ياده كړي؛ نو (پوه شئ چې) ستاسې معبود ايكي يو معبود دى؛ نو غاړه ورته كېږدئ او پاک زړیو متواضع ‏ بندګانو ته زېرى وركړه؛ (۳۴)
الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَى مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳۵﴾ هماغوى چې كله الله ياد شي (؛ نو) زړونه يې ورېږدي او پر وررسېدونکيو كړاوونو صبر كوي، لمونځونه كوي او زموږ له ورکړې روزۍ (د الله په لار کې) لګښت كوي. (۳۵)
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۳۶﴾ او (د حج په مراسمو كې) چاغ اوښان مو په الهي شعايرو كې درشمېرلي، په هغو كې درته خير او بركت دى (قربانۍ ته) چې پر ليكه ولاړ وي؛ نو د الله نامه پرې ياده كړئ او (د ساه تر وتلو روسته يې) چې اړخونه پر ځمكه ولګېدل؛ نو پخپله یې هم ترې وخورئ او پر قانعو نشتمنو او تمه کوونکیو فقيرانو يې هم وخورئ او په دې توګه مو دغه څاروي دراېل كړي، چې (د الله) شكر پر ځاى كړئ. (۳۶)
لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۷﴾ هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه الله ته نه وررسي؛ خو (دا) ستاسې تقوا او پاكي ده، چې وررسي؛ همداسې هغه څاروي درته اېل كړي، چې الله ددې لپاره چې تاسې یې ښیون کړي یاست په ستريا ياد كړئ او نېكانو ته زېرى وركړه. (۳۷)
إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ ﴿۳۸﴾ بېشکه ‏الله د هغوى ملاتړ كوي، چې ايمان يې راوړى؛ (ځکه) الله هېڅ خيانتګر نامنندوی نه خوښوي. (۳۸)
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ پر هغوى چې جګړه ورتپل شوې، د جهاد اجازه وركړه شوې ده؛ ځكه تېرى پرې شوى او البته الله یې پر بریمنېدو وسمن دی. (۳۹)
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۴۰﴾ هماغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې لامله) شړل شوي، چې وايي: ((الله مو پالونکی دى!)) او كه الله په ځينو خلکو د نورو مخه نه نيواى؛ نو صومعې، كليساوې، كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى، چې د الله نامه پکې ډېره يادېږي او الله هرومرو له هغه سره مرسته كوي، چې د ده (له دين) سره مرسته وكړي، بېشكه چې الله ځواکمن ناماتى دى. (۴۰)
الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۴۱﴾ دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده.(۴۱) 
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ ﴿۴۲﴾ او كه ته يې دروغجن وګڼلې (؛ نو دا څه نوې خبره نه ده) تر دوى مخكې د نوح قوم، عاد او ثمود (هم خپل خپل پېغمبران) دروغجن ګڼلي ول. (۴۲)
وَقَوْمُ إِبْرَاهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ ﴿۴۳﴾ او (همداراز) د ابراهيم قوم او د لوط قوم؛ (۴۳)
وَأَصْحَابُ مَدْيَنَ وَكُذِّبَ مُوسَى فَأَمْلَيْتُ لِلْكَافِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۴﴾ او مدين والو [= د شعيب قوم خپل پېغمبران دروغجن ګڼلي ول] او موسى (هم د فرعونيانو له اړخه) دروغجن وګڼل شو؛ خو كافرانو ته مې مهلت وركړ، بيا مې را ونیول؛ نو (وګوره) چې سزا مې څنګه وه؟!  (۴۴)
فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ ﴿۴۵﴾ نو څومره کلي چې ظالمان وو، هلاک مو کړل؛ نو دا یې پر خپلو چتونو راپرېوتي کلي او شړې پاتې څاه ګانې او پخې دنګې ماڼۍ (چې کنډواله شوې دي) (۴۵)
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿۴۶﴾ ايا په ځمكه کې نه ګرځي، چې زړونه يې پر حقيقت پوهېدوني او غوږونه يې (د حق د اواز) اورېدوني شوي واى؟! ځكه (ظاهري) سترګې نه دي، چې ړندېږي؛ بلكې په سينو كې پراته زړونه ړندېږي (۴۶)
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿۴۷﴾ او (کفار) په بيړه عذاب درنه غواړي، سره له دې، چې الله هېڅكله بې لوزي نه كوي او په حقيقت كې ستا د پالونكي په نزد (د قيامت) يوه ورځ ستاسې په حساب (د دنيا) له زرو كلونو سره برابره ده. (۴۷)
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ ﴿۴۸﴾ او څومره ډېر ښارونه، چې وسېدونكي يې ظالمان وو (؛ نو) ما مهلت وركړ (خو له دې مهلته يې د ځان سمولو لپاره ګټه وانخسته) بيا مې (په عذاب) ونیول او (د ټولو) ستنېدنه يوازې زما لوري ته ده. (۴۸)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۴۹﴾ ووايه : ((خلكو! زه خو درته يوازې څرګند ګواښګرندی يم.))  (۴۹)
فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۵۰﴾ نو هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي، ورته بښنه او عزتمنه روزي ده. (۵۰)
وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۵۱﴾ او هغوى چې زموږ د آيتونو په (رد او نټه کې بې پاېلې) هڅې کړي (؛ نو) دوزخیان دي. (۵۱)
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۲﴾ او موږ چې تر تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛ خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو د پر مخ وړلو لپاره کومه طرح جوړه كړي؛ نو) شيطان پكې (ټکې) اچولې؛ خو الله د شيطان اچولې (ټکې) له منځه وړي، بيا خپل آيتونه ټينګوي او الله پوه حکيم دى. (۵۲)
لِيَجْعَلَ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾ موخه دا وه، چې (الله) ‏د شيطان اچولې (ټکې) ناروغ زړو او سخت زړو ته ازمېښت كړي او ظالمان بیخي په دښمنۍ او ناسازګارۍ کې له حقه لرې دي. (۵۳)
وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۵۴﴾ او (هم) موخه دا وه، چې پوهان پوه شي، دا (قرآن) ستا د پالونكي له لوري حق دى او په پايله كې ايمان پرې راوړي او زړونه يې ورنرم (او ورمات) شي او بېشکه الله سمې لارې ته د مؤمنانو لارښود دی.(۵۴)
وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ ﴿۵۵﴾ او كافران به تر هغه د قرآن په باب شكمن وي، چې يا خو ناڅاپي قيامت ورشي يا د شنډې ورځې [= هغه ورځ، چې خپل تېر به نشي جبرانولاى] عذاب ورشي. (۵۵)
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۵۶﴾ پر هغه ورځ واكمني يوازې د الله ده او د خلکو ترمنځ پرېكړه كوي؛ خو نېکچاري مؤمنان به له نعمتونو په ډکو جنتونو كې وي. (۵۶)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۵۷﴾ او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛ نو سپکوونکى عذاب ورته (چمتو) دى! (۵۷)
وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۵۸﴾ او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى، بيا وژل شوي يا په طبيعي مرګ ومري (؛ نو) الله به هرومرو غوره روزي وركړي او بېشكه يوازې الله غوره روزي وركوونكى دى. (۵۸)
لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۵۹﴾ البته داسې ځاى ته یې ورننباسي، چې خوښ یې شي او په رښتيا، الله پوه زغمناک دى. (۵۹)
ذَلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ ﴿۶۰﴾ (هو،مطلب) همداسې دى او پر چاچې څومره ظلم شوى، هومره غچ دې واخلي (؛ خو) كه بيا پرې تېرى وشي؛ نو الله به هرومرو مرسته ورسره وكړي؛ البته الله ښه معافي کوونکى (او) ډېر بښونكى دى. (۶۰)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۶۱﴾ دا (د الهي بريا ژمنه: پر ظالم د مظلوم بریمنول) ددې لپاره دي، چې الله (پر هر څه لاسبر دى؛ لکه) شپه په ورځ او ورځ په شپه كې ورننباسي او الله اورېدونى (او) ليدونى دى. (۶۱)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۶۲﴾ (هو!) داځکه چې يوازې الله حق دى او څه چې بې له ده بولي (او نمانځي)، باطل دي او داچې يوازې الله ستر لوړ دى. (۶۲)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ ﴿۶۳﴾ ايا نه ګورې، چې الله له اسمانه اوبه را اوروي؛ چې ‏ځمكه پرې ښېرازه شي؟ هو! الله دقيق او باخبر پوه دى.(۶۳)
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶۴﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د ده دي او په حقيقت كې الله غني او موړ ستايل شوى دى. (۶۴)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاء أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۶۵﴾ ايا نه وینې، څه چې په ځمكه كې دي، الله [د ګټې لپاره] در اېل كړي او (همداراز) هغه بېړۍ، چې په امر يې په سمندر كې چلي او اسمان [ = اجرام او اسماني ډبرې] تموي، هسې نه بې اجازې يې پر ځمکه راپرېوځي؟ په حقيقت كې الله پر خلكو خواخوږى لورين دى. (۶۵)
وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ ﴿۶۶﴾ او دی هغه ذات دى، چې ژوندي يې کړئ، بيا مو مړه كوي، بيا مو (په قيامت کې) راژوندي كوي، په رښتيا انسان ډېر ناشكره دى.(۶۶)
لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُّسْتَقِيمٍ ﴿۶۷﴾ موږ هر امت ته یو شريعت (او د عبادت يوه لار) ټاكلې، چې ورباندې روان دي؛ نو نه ښايي په دې کار کې شخړه درسره وكړي (چې ولې دې نوی دین راوړی او خلکو ته)! د خپل پالونكي پر لور بلنه كوه؛ (ځكه) چې ته پرسمه لار يې. (۶۷)
وَإِن جَادَلُوكَ فَقُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۶۸﴾ او كه (کافران) شخړه درسره وكړي؛ نو ووايه: ((څه چې كوئ، الله پرې ښه پوه دى (۶۸)
اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۶۹﴾ الله به د قيامت پر ورځ ستاسې ترمنځ، د هغه څه په اړه پرېکړه وکړي، چې تاسې پکې اختلاف کاوه.)) (۶۹)
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷۰﴾ ايا نه پوهېږې، چې په اسمان او ځمكه كې چې هر څه دي، الله پرې پوهېږي؟ (؛ ځکه) دا هر څه په یوه كتاب كې (ثبت) دي. په رښتيا دا (چارې) الله ته اسانې دي. (۷۰)
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِ عِلْمٌ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ﴿۷۱﴾ او مشرکان د الله پر ځاى هغه څه لمانځي، چې الله يې (د تاييد لپاره) هېڅ ډول لاسوند او دليل نازل كړى نه دى او نه دوی څه پوهه پرې لري او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ مرستندوى او لارښود نشته. (۷۱)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۲﴾ او چې كله زموږ څرګند آيتونه ور ولوستل شي (؛ نو) د كافرانو په څېرو كې به د نټې نښې وپېژنې او داسې برېښي، چې همدا اوس به پرهغو كسانو بريد وكړي، چې زموږ آيتونه ورلولي! ورته ووايه: ((ايا تردې له لا ډېر بد څيزه مو خبر كړم؟ (چې) اور دى، چې الله يې له كافرانو سره ژمنه كړې او څومره ناوړه پاى ده!)) (۷۲)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿۷۳﴾ خلكو! يو مثال ویل شوی؛ نو ورته غوږ شئ: هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ، هېڅكله يو مچ نشي پنځولای، كه ټول ورته را یوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي. (؛ نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي.  (۷۳)
مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۷۴﴾ (مشرکانو) الله په هغه شان و نه پېژانده؛ لكه چې بايد پېژندلى یې واى، په رښتيا الله ځواکمن ناماتى دى. (۷۴)
اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۷۵﴾ له پرښتو او خلکو استازي ټاکي، بېشكه چې الله اورېدونكى (او) ليدونكى دى. (۷۵)
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۷۶﴾ د دوی په تېرو او راتلونکيو پوهېږي او ټولې چارې يوازې الله ته ورستنېږي. (۷۶)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۷۷﴾ ايمانوالو! ركوع او سجدې وکړئ [= لمونځ] او پالونكى مو ولمانځئ او ښې چارې وكړئ، چي بريمن شئ. (۷۷)
وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۷۸﴾ او د الله په لار كې داسې جهاد وکړئ چې له الهي جهاد سره ښايي، ده (خپل چار ته) غوره كړي یاست او په دين (اسلام) كې يې څه سختي او دروند كار درباندې ايښى نه دى. د خپل پلار ابراهيم د دود (لاروي وکړئ). خداى تاسې په مخكېنيو كتابونو او په دې اسماني كتاب (قرآن) كې “مسلمانان” ونومولئ، چې (د الله) استازى درباندې شاهد وي او (تاسې) پر خلكو شاهدان وسئ؛ نو لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او الله ته پناه یوسئ (چې) دا مو پالندوى دى؛ نو څومره غوره پالندوى او څومره ښه مرستندوى دى!  (۷۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست