تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱) غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿۲﴾  روميان مغلوب شول . (۲) فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿۳﴾ (او دا ماتې تاسې ته) په ډېر نژدې هېواد كې وه؛ خو دوى به تر خپلې ماتې روسته […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱)
غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿۲﴾  روميان مغلوب شول . (۲)
فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿۳﴾ (او دا ماتې تاسې ته) په ډېر نژدې هېواد كې وه؛ خو دوى به تر خپلې ماتې روسته ژر بريالي شي. . . (۳)
فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۴﴾ په څو كلونو كې؛ ټولې چارې یوازې د الله په واک کې دي؛ څه تر (تردې ماتې) مخكې او څه تر ( دې بریا) روسته او پر هغه ورځ به مومنان (د يوې بلې بريا له لامله) خوشحاله شي (۴)
بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾  د الله په مرسته؛ (او د الله) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) مرسته ورسره كوي او هغه ناماتى لورين دى. (۵)
وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾ (دا) د الله ژمنه ده (او) الله هېڅكله له خپلې ژمنې نه اوړي؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۶)
يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ﴿۷﴾ (ځکه خلک) د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پايه) بې خبره دي. (۷)
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ مَا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاء رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ ﴿۸﴾ ايا دوی له ځانونو سره سوچ او فکر نه دى كړى، (چې) الله اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي، يوازې په حق (مصلحت او سم تدبير) او د ټاكلې نېټې لپاره پيدا كړي دي؟!؛ خو ډېر خلك (په قيامت کې د حساب و کتاب او ثواب او عذاب لپاره) د خپل پالونكي سره په مخامېدو باوري نه دي. (۸)
أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۹﴾ ايا دوى پر ځمكه ګرځېدلي نه دي، چې وګوري تر دوى د تېرو خلكو پايله څنګه وه؟ تر دوى ډېر ځواکمن ول او تر دوى يې ځمکه (د كرنې او ابادۍ لپاره) ښه راسپړلې او ودانه كړې وه او استازيو يې څرګند دلايل ورته راوړي وو (؛ خو ترې منكر شول او خپله سزا يې وليده)؛ نو الله كله هم تېرى پرې و نه کړ؛ خو پخپله يې پر ځانونو تېرى كاوه. (۹)
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا السُّوأَى أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُون ﴿۱۰﴾ بيا د بدچاريو پايله (ډېره) بده شوه (؛ ځكه) چې د الله له آيتونو منکر او ملنډې یې ورپورې وهلې. (۱۰)
اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ الله هستونه پيلوي (او) بيا يې راستنوي (دويم ځلي کوي) بيا یې لوري ته ورغبرګېږئ. (۱۱)
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۲﴾ او کومه ورځ، چې قیامت شي، ګناهګاران له نهيلۍ خپه کېږي. (۱۲)
وَلَمْ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاء وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۱۳﴾ او دوی ته به له خپلو انګېرل شويو [= معبودانو] څوک سپارښتګر نه وي او پخپله به له خپلو معبودانو منكر شي. (۱۳)
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ ﴿۱۴﴾ او د قيامت جوړېدو پر ورځ (خلك) يو له بله بېلېږي. (۱۴)
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ ﴿۱۵﴾ نو نېکان مومنان به په یوه (جنتي) باغ كې خوشحاله کړای شي.  (۱۵)
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاء الْآخِرَةِ فَأُوْلَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۱۶﴾ او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه او د آخرت مخامختيا يې دروغ ګڼلې ده؛ نو همدوى به عذاب ته حاضر کړاى شي. (۱۶)
فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿۱۷﴾ نو الله وستايئ، چې ماښام كوئ او چې سهار كوئ. (۱۷)
وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿۱۸﴾ او په اسمانونو او ځمكه کې ستاېنه يوازې هماغه ته ده او مازيګر (یې) وستايئ او چې درباندې ماسپښين کېږي.  (۱۸)
يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۹﴾  ژوندى له مړي راباسي او مړی (هم) له ژوندي او ځمكه تر خپل مړاوي کېدو روسته بیا ژوندۍ كوي [او ډډوي] او همداسې تاسې هم (له قبرونو) راايستل كېږئ. (۱۹)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ ﴿۲۰﴾ او ( د قدرت) له نښو یې دي، چې تاسې يې له خاورو پيدا كړئ، بيا ناڅاپه داسې بشر شوئ چې [پر ځمکه] خورېږئ. (۲۰)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ او دهغه له نښو دا ده، چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيدا كړه. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي. (۲۱)
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ ﴿۲۲﴾ او دهغه (د قدرت) له نښو د اسمانونو او ځمكې پنځون او ستاسې د ژبو او رنګونو ( توپير او) بېلابېلوالى دى، بېشکه په دې (چارو) كې پوهانو ته نښې دي.(۲۲)
وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۲۳﴾ او د هغه (د حكمت) له نښو د شپې او ورځې (غرمې) ستاسې ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) ستاسې لټه ده، په دې (چار كې) هغوى ته دلايل دي، چې اورېدونکي غوږونه لري (۲۳)
وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۴﴾ او دهغه (د قدرت) له نښو داده، چې برښنا (او تندر) درښيي، چې وېره او هيله (دواړه) پکې دي (وېره له تندر او هيله له بارانه) او له اسمانه اوبه اوروي، چې ځمكه تر خپل مړاوېتوب روسته پرې ژوندۍ كوي، په حقيقت كې په دې كې عقلمنو ته نښې دي. (۲۴)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُونَ ﴿۲۵﴾ او دهغه (د قدرت) له نښو دا ده، چې اسمان او ځمكه يې په حكم ولاړ دي، بيا چې تاسې (په قيامت کې) له ځمکې په يوه ځل بللو وبولي، ناڅاپه ټول (له قبرونو) راوځئ (او د محشر ډګر ته حاضرېږئ)! (۲۵)
وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ ﴿۲۶﴾ او څوک چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، د ده دي (او) ټولو غاړه ورته ايښې ده. (۲۶)
وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ او الله هغه (ذات) دى، چې هستونه پيلوي، بيا يې (هم) راستنوي او دا (كار) ورته اسان دى او په اسمانونو او ځمكه كې [د هر ډول پنځون] اوچتې بېلګې یوازې ده ته دي او هغه بريمن حكيم دى. (۲۷)
ضَرَبَ لَكُم مَّثَلًا مِنْ أَنفُسِكُمْ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن شُرَكَاء فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَاء تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾ (الله) تاسې ته د خپلو ځانونو بېلګه راوړي: ايا زموږ په درکړاى شوې شتمنۍ کې ستاسې له خپلو مريانو(داسې څوک) شته، چې پكې درسره برابر برخوال وي [او] تاسې هماغسې ترې وېرېږئ؛ لكه له خپلو (ازادو شريكانو) چې وېرېږئ [ تاسې چې په یوه کپ ډوډۍ کې چمتو نه یاست له ترلاسلاندې سره شریک وسئ؛ نو څنګه بې روحه بوتان د الله شریکان بولئ]؟! موږ دغسې عقلمنو ته (خپل) آیتونه څرګندوو. (۲۸)
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَن يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۲۹﴾ هو ! [مشرک] ظالمان په ناپوهۍ په خپلو هوسونو پسې تللي دي؛ نو د الله بېلارې كړيو ته به څوك سمه لار وروښيي؟! او دوی ته هېڅ مرستندوى نشته. (۲۹)
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ نو خپل مخ د پالونكي ساهو او توحیدي دين ته یو مخیز ورسم کړه، دا یو پیدایښت دى، چې الله خلک پرې پيدا كړي، په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛ همدا سم دين دى؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۳۰)
مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۳۱﴾ (تاسې هم د هماغه فطرت او پیدایښت له مخې) هغه ته ورمخه کړئ او ترې ووېرېږئ او لمونځ وكړئ او له مشركانو مه کېږئ؛ (۳۱)
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۳۲﴾ له هغو خلکو (مه وسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي!   (۳۲)
وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُم مُّنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُم مِّنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ او چې کله خلکو ته څه زيان ورسي؛ نو خپل پالونكی بلي او توبه ورته وباسي (؛ خو) بیا چې (الله) له خپلې لورنې څه وروڅكي (؛ نو) یو دم يوه ډله یې د خپل پالونكي په هکله شرک کوي. (۳۳)
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ (پرېږده) چې زموږ پر وركړيو نعمتونو ناشكري وكړي! او (څومره یې چې له وسې كېږې، د دنيا له ژر تېرو نعمتونو) ګټه واخلي؛ خو ژر به پوه شي (چې د ناشكرۍ او بې کچه مزو چړچو پايله څه ده)! (۳۴)
أَمْ أَنزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا بِهِ يُشْرِكُونَ ﴿۳۵﴾ ايا موږ كوم پياوړى دليل ورلېږلى؛ داسې دلیل چې د دوى د شرک (د سموالي) په باب خبره کوي (او مخونه ورکړي)؟! (۳۵)
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ ﴿۳۶﴾ او چې كله خلكو ته د څه لورنې (خوند) وروڅكو؛ نو پرې وياړي او كه د خپلو كړنو له لامله څه كړاو ورورسي؛ نو يو دم نهيلېږي. (۳۶)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۳۷﴾ ايا پوه شوي نه دي، د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي)، روزي يې پراخوي او يا (یې) تنګوي؟! بېشكه په دې (پراخۍ او تنګۍ) كې ايمانوالو ته عبرتونه دي.   (۳۷)
فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۳۸﴾ نو د خپلوانو، تنګلاسو او مسافرو حق وركړه، دا هغوى ته غوره ده، چې د الله رضا غواړي او همدا دوى بريالي دي. (۳۸)
وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ﴿۳۹﴾ او څه چې تاسې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو ستاسې ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله په نزد نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدا دوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.
(۳۹)
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَلِكُم مِّن شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۰﴾ “الله” هغه (ذات) دى، چې تاسې یې پيدا كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو راژوندي كوي؛ ايا له الله سره مو، چې كوم سيالان نيولي، له دغو (څلور واړو) چارو كومه يوه كړاى شي؟! هغه پاك دى او له هغه څه اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي. (۴۰)
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۱﴾ د خلکو د كړنو له لامله، په وچه او لمده كې فساد څرګند شو، چې (الله) د دوی د ځينو کړنو (سزا) وروڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راستانه شي. (۴۱)
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ ﴿۴۲﴾ ووايه: ((پر ځمكه وګرځئ او وګورئ، چې د تېرو قومونو پایله څنګه وه، چې ډېر يې مشركان ول (او د خپل شرك له لامله هلاك شول.) )) (۴۲)
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ ﴿۴۳﴾ نو د خپل زړه مخ سم دين ته ورمخ کړه، مخكې تردې چې هغه ورځ راشي، چې د الله له لوري يې بيخي ستنول نشته، پر هغه ورځ (خلك) په [جنتي او دوزخي] ډلو وېشل کېږي. (۴۳)
مَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ ﴿۴۴﴾ څوك چې كافر شي؛ نو كفر يې پر خپل (زيان) دى او څوک چې نېکچاري کوي؛ نو ځان ته يې وړاند اندنه کړې ده. (۴۴)
لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِن فَضْلِهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿۴۵﴾ چې (الله) ايمانوالو او نېکانو ته له خپلې لورنې بدله وركړي (؛ ځکه) چې كافران یې ښه نه ایسي. (۴۵)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۴۶﴾ او د الله (د برمیالۍ) له نښو داده، چې [د رحمت د بارانونو] زېرګري بادونه لېږي، چې د خپلې لورنې يوه برخه دروڅكي (او خړوب مو كړي) او چې په حكم يې بېړۍ روانې شي او له فضله يې د خپلې روزۍ په لټه کې شئ او ښايي منندوى (يې) شئ. (۴۶)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ او په رښتيا موږ تر تا مخكې استازي خپلو خپلو قومونو ته ورلېږلي ول؛ نو څرګند دلایل يې وروړل؛ خو(چې نصيحتونو اغېز و نه کړ او له انکار سره مخ شول؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته راباندې یو حق دی. (۴۷)
اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاء كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۸﴾ “الله” هماغه ذات دى، چې بادونه د ورېځو خوځولو لپاره لېږي؛ نو څنګه يې چې خوښه شي، په اسمان كې يې غړوسکې غړوسکې خوروي؛ نو وينې چې له منځه يې د باران څاڅکي راورېږي (او) له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، اوروي يې (؛ نو) دوی یو دم (پرې) خوشحالېږي. (۴۸)
وَإِن كَانُوا مِن قَبْلِ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْهِم مِّن قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ ﴿۴۹﴾ او البته د باران تر ورېدو وړاندې [هو!] مخکې ترې نهيلي ول. (۴۹)
فَانظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾ نو د الهي لورنې اغېزو ته وګوره، چې ځمکه تر مړاوېدو یې روسته څنګه راژوندۍ كوي، هو! همدغه (د ځمكې راژوندى كوونكى په قيامت كې هم) د مړيو را ژوندی كوونكى دى او هغه پر هر څه واکمن دى. (۵۰)
وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوا مِن بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ ﴿۵۱﴾ او كه یو (تود او سوځنده) باد ورولېږو، چې له لامله يې كرنه او بڼونه ژېړ او مړاوي وګوري (؛ نو نهيلېږي او) روسته ترې د ناشكرۍ لار نيسي. (۵۱)
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۵۲﴾ [پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او (په تېره) هغو کڼو ته (خپله) بلنه وراورولاى نه شې، چې شا اړولي روان وي. (۵۲)
وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ ﴿۵۳﴾ او (همداراز) ته (اندیز) ړانده له خپلې بېلارۍ سمې لارې ته راوستاى نشې (هن!) ته يوازې هغوى اورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو ایمان راوړي او (حق ته) یې غاړه ايښې وي. (۵۳)
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ ﴿۵۴﴾ الله هغه ذات دى، چې تاسې يې له کمزوري حالته پيدا كړئ، بيا تر کمزورۍ روسته يې پياوړتيا او قوت (در) وباښه، بيا یې په قوت پسې (دويم ځل) کمزورۍ او زړښت ته ورورسولئ، څه یې چې خوښه وي، پيدا كوي يې او هغه ډېر پوه وسمن دى. (۵۴)
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ كَذَلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ ﴿۵۵﴾ او پر كومه ورځ، چې قيامت پيل شي؛ نو مجرمان قسمونه خوري، چې موږ (خو په دنيا يا برزخ كې) تر يوه ساعت زيات ځنډېدلي نه يو! دغسې (دوی په په نړۍ کې هم له حقيقته) اړولي چلېدل. (۵۵)
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۵۶﴾ خو هغوى ته چې علم او ايمان وركړ شوى، وايي: ((په يقين تاسې د الله د كتاب له مخې (په برزخي نړۍ كې) تر قيامته تم شوي ياست؛ نو دا هماغه د قيامت ورځ ده؛ خو تاسې بیخي نه پوهېدئ)) [چې قیامت حق دی] (۵۶)
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يَنفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۵۷﴾ نو پر هغه ورځ [مشرکو] ظالمانو ته د دوی عذر غوښتل هېڅ ګټه نه وررسوي او نه یې توبه قبلېږي (چې وبښل شي) (۵۷)
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَلَئِن جِئْتَهُم بِآيَةٍ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ﴿۵۸﴾ او په رښتيا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول بېلګې او مطالب راوړل او كه كومه نښه او معجزه ورته راوړې (؛ نو) كافران هرومرو وايي: ((همدا تاسې باطل اندي ياست (او دا كوډې دي). )) (۵۸)
كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۹﴾ الله همداسې د ناپوهانو پر زړونو ټاپې وهي. (۵۹)
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿۶۰﴾ نو زغمناک وسه، چې د الله ژمنه رښتینې ده؛ هسې نه تا [ د الله پر ژمنو] ناباوري بې ثباته او کاواکه کړي. (۶۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!