تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱) وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ پر څرګندوى كتاب قسم!   (۲) إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۳﴾ په یقین چې هغه موږ لوستونى عربي (= واضح) ګرځولى، چې (په حقایقو کې یې) اندنه وکړئ. (۳) وَإِنَّهُ فِي أُمِّ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱)
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ پر څرګندوى كتاب قسم!   (۲)
إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۳﴾ په یقین چې هغه موږ لوستونى عربي (= واضح) ګرځولى، چې (په حقایقو کې یې) اندنه وکړئ. (۳)
وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۴﴾ او بېشکه دا په ((ام الکتاب)) [= لوح محفوظ، الهي علم او آریزه لیکنه] کې زموږ په نزد، لوړمقامی، او له حکمته ډک دى. . (۴)
أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِينَ ﴿۵﴾ ايا له دې لامله، چې له پولو اوښتی قوم ياست [؛ نو بايد] پند (قرآن) درنه منع كړم (او له لارښوونې مو لاس واخلم)؟!! (۵)
وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِيٍّ فِي الْأَوَّلِينَ ﴿۶﴾ او موږ په پخوانيو قومونو کې څومره پېغمبران ولېږل؛ (۶)
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۷﴾ او چې دوی ته به هر پېغمبر راتله، ملنډې يې پرې وهلې. (۷)
فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَى مَثَلُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ نو موږ تر دوى (مشركانو) زورور، هلاك كړي او د پخوانيو (د هلاکت) بېلګې تېرې شوې دي . (۸)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿۹﴾ او كه له دوی وپوښتې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟)) هرومرو وايي: ((چې پوه وسمن (الله) پيدا كړي دي.)) (۹)
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ هغه چې ځمكه يې تاسو ته هوساينځاى وګرځوله او لارې يې درته پکې جوړې كړې، چې لار ومومئ (او پړاو ته ورسئ). (۱۰)
وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۱﴾ او هغه چې له اسمانه يې په ټاکلي کچه اوبه نازلې کړې؛ نو موږ مړاوې سیمه پرې ژوندۍ کړه (او) تاسې (هم په قيامت كې له قبرونو) دغسې را ايستل كېږئ. (۱۱)
وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ ﴿۱۲﴾ او هغه چې [د څارویو او نورو] ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسې ته یې له بېړيو او څارويو سورلۍ جوړې كړې،چې (په لمده او وچه كې) پرې سواره شئ.  (۱۲)
لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ ﴿۱۳﴾ چې د دوی پر شا سواره شئ او چې کله پرې سم کېنئ، بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او ووايئ: ((پاك دى هغه (الله) چې دا سورلۍ راته اېل كړې او (که نه) موږ یې د اېلولو وس نه درلود؛  (۱۳)
وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ ﴿۱۴﴾ او په رښتيا يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدوني يو.)) (۱۴)
وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾ او دوی ‏(مشركانو) د الله له بندګانو ده ته یوه برخه ټاکلې (پرښتې یې د الله لوڼې ګڼلې)، په رښتیا انسان  څرګند نامنندوی دی‏. (۱۵)
أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِينَ ﴿۱۶﴾ ايا هغه له خپلو مخلوقاتو ځان ته لوڼې نيولي او تاسې يې د زامنو په (درلودو) ځانګړي كړئ؟! (۱۶)
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۱۷﴾ او چې د دوى (مشرکانو) کوم يوه ته د هغه څه [د زوکړې] زېرى ورکړاى شي، چې پخپله یې د لوراند اولاد ګڼلی (؛ نو) له ډېره غمه يې مخ تک تور اوړي. (۱۷)
أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ ﴿۱۸﴾ ايا داسې څوك (د الله اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر مهال خپله موخه هم څرګندولاى نشي؟! (۱۸)
وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ ﴿۱۹﴾ او  دوی پرښتې چې د لوراند (الله ځانګړي) بندګان دي، ښځینه (او دهغه لوڼې) وګڼلې، ايا د دوی په پنځون ( = بدني جوړښت) کې حاضر وو (چې لوڼې وي) ؟ چې ( په دې حال کې) ژر به د دوي شاهدي وليكل او وبه پوښتل شي. (۱۹)
وَقَالُوا لَوْ شَاء الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُم مَّا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۲۰﴾ او دوى ویل: ((كه لوراند (الله) غوښتاى؛ نو موږ دوى [پرښتې] نه لمانځلې.)) (؛ خو) دوى په دې (خبرې) هېڅ نه پوهېږي، بس په اټکل پسې روان دي (او همدا دروغ وايي). (۲۰)
أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا مِّن قَبْلِهِ فَهُم بِهِ مُسْتَمْسِكُونَ ﴿۲۱﴾ ايا موږ تردې وړاندې دوی ته كوم كتاب وركړى، چې (د پرښتو لمانځنې ته) كوم لاسوند ولري؟! (۲۱)
بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ ﴿۲۲﴾ بلکې وايي : ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او پر پلونو یې روان يو.)) (۲۲)
وَكَذَلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ ﴿۲۳﴾ او همداسې موږ چې تر تا مخكې کوم كلي ته كوم خبروونكى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مشرانو يې وویل: ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او بېشكه موږ يې لارويان يو.)) (۲۳)
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَى مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ آبَاءكُمْ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ ﴿۲۴﴾ (پېغمبر يې ورته)  وويل: ((او كه ما تاسې ته داسې يوه لار راوړې وي،چې تر هغې لارې ډېره سمه وي،چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي (؛نو بيا هم ورپسې ځئ)؟! )) و یې ویل: (( موږ بیخي ستا رسالت نه منو.)) (۲۴)
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۵﴾ نو غچ مو ترې واخست؛ نو وګوره، چې د دروغ ګڼونكيو د كار پاى څنګه وه! (۲۵)
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاء مِّمَّا تَعْبُدُونَ ﴿۲۶﴾ او (درياد كړه) چې ابراهيم خپل  پلار او خپل قوم ته وويل: ((په رښتینه كې زه ستاسې له معبودانو کرکجن يم او هېڅ اړيكه مې ورسره نشته؛ (۲۶)
إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ ﴿۲۷﴾ خو بې له هغه (الله) چې پيدا كړى یې يم؛ نو البته هماغه به لار راوښيي.))
(۲۷)
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۸﴾ او هغه ترځان روسته پخپل ځوځات كې د توحيد تلپاتې خبره پرېښووله، ښايي دوی (د الله لوري ته) راستانه شئ. (۲۸)
بَلْ مَتَّعْتُ هَؤُلَاء وَآبَاءهُمْ حَتَّى جَاءهُمُ الْحَقُّ وَرَسُولٌ مُّبِينٌ ﴿۲۹﴾ خو موږ دا ډله او پلرونه يې له دنيوي پېرزوېنو برخمن كړل، تردې چې حق (قرآن) او څرګند استازى ورغى؛
(۲۹)
وَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۰﴾ او چې کله حق (قرآن) ورغى، و يې ويل: ((دا كوډې دي او بیخي یې نه منو.)) ) (۳۰)
وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿۳۱﴾ او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) له دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نازل نه شو؟!))(۳۱)
أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۳۲﴾ ايا دوى ستا د پالونكي لورنه اېشي؟! دا موږ یو چې په دنيوي ژوند کې د دوی ترمنځ، د دوي ژوند وزلې وراېشلي او د ځينو رتبې مو پر ځينو نورو ورلوړې كړي، چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او ستا د پالونكي لورنه تر هغه څه غوره ده، چې دوی یې ترلاسه کوي (او زیرموي). (۳۲)
وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ ﴿۳۳﴾ او كه (له مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده، چې ټول خلك (په بېلارۍ كې) يو امت شي؛ نو موږ به هغو کسانو ته چې پر لوراند (الله) كافرېږي، د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ، چې بامونو ته پرې ورخېژي له سپينو زرو ګرځولي واى؛ (۳۳)
وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ ﴿۳۴﴾ او (همداراز) موږ د دوی د كورونو ورونه او تختونه، چې ډډه پرې وهي (ښكلي او له سپينو زرو كول). (۳۴)
وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۳۵﴾ او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي ژوند سامان دی او آخرت ستا د پالونكي په نزد يوازې د متقیانو لپاره دى.  (۳۵)
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ ﴿۳۶﴾ او څوك چې د لوراند (الله) له ياده مخ واړوي، يو شيطان پرې ګمارو، چې(تل) يې ملګرى وي . (۳۶)
وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۳۷﴾ او بېشكه شيطانان دوى (د الله) له لارې اړوي او دوی انګېري، چې بیخي پر سمه لار دي. (۳۷)
حَتَّى إِذَا جَاءنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ ﴿۳۸﴾ تر دې چې (په قيامت كې) موږ ته راشي (؛ نو شيطان ته) وايي: ((كاش زما او ستا ترمنځ د ختيځ او لويديځ هومره واټن واى؛ نو څه بد ملګرى وې!)) (۳۸)
وَلَن يَنفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿۳۹﴾ او (ورته وايو:) نن تاسې ته (دا خبرې) هېڅ ګټورې نه دي؛ (ځكه) ظلم [= شرک] مو كړى، چې (په پايله كې) په عذاب كې شريك ياست! (۳۹)
أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِي الْعُمْيَ وَمَن كَانَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۴۰﴾ (پېغمبره!) ايا ته به کوڼ واوروې او يا (په زړه) ړوند او څرګند ‏بېلاري ته لار ورښوولاى شې؟! (۴۰)
فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ ﴿۴۱﴾ نو كه تا (له نړۍ) بوځو هم؛ نو بېشکه موږ ترې غچ اخستونكي يو. (۴۱)
أَوْ نُرِيَنَّكَ الَّذِي وَعَدْنَاهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ ﴿۴۲﴾ يا (كه ژوندى پاتې شوې؛ نو) موږ چې له دوی سره د کوم عذاب ژمنه کړې درښیو؛ نوځکه (په هرحال كې) د دوی پر (عذابولو) لاسبر يو.  (۴۲)
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴۳﴾ نو څه چې تا ته ‏وحې شوي، ټينګ ونيسه [؛ ځکه] چې پر سمه لار يې . (۴۳)
وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ ﴿۴۴﴾ او په رښتيا دا (قرآن) تا او ستا قوم ته پند (ډېر لوړ شرف او عزت) دى او ژر به (په دې اړه) وپوښتل شئ.  (۴۴)
وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ ﴿۴۵﴾ او له هغو استازيو چې موږ تر تا وړاندې لېږلي وو ( د دوی د لارویانو یا کتاب له لارې) وپوښته: یا ( د تاریخ له پیله) بې له لوراند (الله) موږ نور معبودان د دوی لمانځنې ته ټاکلي وو؟ (۴۵)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَقَالَ إِنِّي رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۶﴾ او په رښتيا موږ موسى له خپلو نښو سره، فرعون او (د قوم) مشرانو ته يې ولېږه؛ نو (موسى ورته) وويل: ((په حقيقت کې زه د نړۍ د پالونکي استازى يم.)) (۴۶)
فَلَمَّا جَاءهُم بِآيَاتِنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ ﴿۴۷﴾ نو چې کله یې هغوی ته زموږ معجزې وروړاندې کړې؛ ناڅاپه ټولو پرې وخندل!  (۴۷)
وَمَا نُرِيهِم مِّنْ آيَةٍ إِلَّا هِيَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا وَأَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۸﴾ او موږ چې هره معجزه ورښوده؛ نو تر ړومبۍ بېلګې به ستره (او مهمه) وه او موږ دوی (په راز راز) كړاوونو اخته كړل، چې (سمې لارې ته) راواوړي. (۴۸)
وَقَالُوا يَا أَيُّهَا السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ او (چې پر كړاو به اخته كېدل؛ نو) ويل يې: ((كوډګره! د خپل پالونكي درشل ته دې – د درسره کړې ژمنې له مخې – دعا راته وکړه (چې له دې كړاوه مو وژغوري) چې البته موږ (په دې شرط) سمې لارې ته ورسيخېږو (او ايمان راوړو). )) (۴۹)
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ ﴿۵۰﴾ خو چې موږ به (د موسى په دعا) عذاب ترې لرې كړ، ناڅاپه يې (خپل) تړون مات كړ. (۵۰)
وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۵۱﴾ او فرعون په خپل قوم كې په لوړ غږ وويل: (( (زما) قومه! ايا د مصر واكمني او دغه ويالې، چې زما تر (ماڼيو) لاندې بهېږي، زما نه دي؟!؛ نو ايا (دا لويه دبدبه مې) نه وينئ؟ (۵۱)
أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ ﴿۵۲﴾ هو، زه تر دغه سپک سړي غوره یم (چې له ټیټې کورنۍ دی) او څرګندې خبرې هم نشي كړاى؟ (۵۲)
فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاء مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ ﴿۵۳﴾ (كه رښتيا وايي؛)نو ولې یې لاسونه د سرو زرو په بنګړيو پسولل شوي نه دي يا داچې ولې يو ټولى پرښتې ورسره راغلي نه دي (چې خبرې يې تاييد كړي)؟ (۵۳)
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۴﴾ نو فرعون خپل قوم (په دې تبلېغاتو) تېر باسه، او (په پایله کې) دوی ورسره ومنله (؛ ځكه) په رښتینه کې دوى يو پوله ماتى قوم و. (۵۴)
فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۵﴾ نو چې کله یې موږ غوسه كړو، غچ مو ترې واخست؛ نو دوی ټول مو ډوب كړل.  (۵۵)
فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِلْآخِرِينَ ﴿۵۶﴾ او موږ دوی (په عذاب كې) مخكښان او راتلونكيو (ملتونو) ته (د عبرت) بېلګه وګرځول. (۵۶)
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ ﴿۵۷﴾ او چې (د الله د قدرت ښودلو لپاره) د مريمې د زوى (د پنځون) بېلګه وړاندې شوه، ناڅاپه ستا قوم شور ځوږ ترې جوړ كړ.  (۵۷)
وَقَالُوا أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ ﴿۵۸﴾ او و يې ويل: ((ايا زموږ معبودان غوره دي، که دی [= مسيح] ؟! (كه زموږ معبودان په دوزخ كې وي؛ نو مسيح هم په دوزخ كې دى؛ ځكه چې دی (هم) معبود کړای شوى دى)!)) او دا بېلګه يې تا ته يوازې د خبرو اړولو را اړولو (او ځېل) لپاره دروړاندې كړه؛ بلكې دوى كينه كښ او لانجمن خلك دي . (۵۸)
إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ (مسيح) يوازې يو بنده و، چې موږ پېرزوېنه پرې وكړه او بني اسراييلو ته مو عبرت کړی و. (۵۹)
وَلَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَائِكَةً فِي الْأَرْضِ يَخْلُفُونَ ﴿۶۰﴾ او كه موږ غوښتاى البته‏ ستاسې پر ځاى مو پر ځمکه داسې پرښتې رادبره کولې، چې (ستاسې) ځایناستې شي‏. (۶۰)
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ او په حقيقت كې د هغه (مسيح) شتون د قيامت (پوهېدو) ته یوه پوهه (او نښه) ده (؛ ځكه د عيسى راكېووتل، د قيامت نږدېوالى راښيي) هېڅكله پكې مه شكمنېږئ او زما لاروي وكړئ، چې دا سمه لار ده. (۶۱)
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۶۲﴾ او شيطان مو (د الله له لارې) وا نه ړوي؛ (ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى. (۶۲)
وَلَمَّا جَاء عِيسَى بِالْبَيِّنَاتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِالْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۶۳﴾ او چې عيسى له څرګندو دلايلو سره راغی، و يې ويل: (( په یقین ما تاسې ته حكمت (سم اخلاق، ګروهې او دین) راوړى او (راغلى يم)،چې ځينې هغه څه درڅرګند کړم، چې پکې اختلاف کوئ؛ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ. (۶۳)
إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۴﴾ په حقيقت كې همدا الله زما پالونكى هم دى او ستاسې پالونكى هم دى؛ نو ویې لمانځئ، همدا سمه لار ده.)) (۶۴)
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِن بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿۶۵﴾ نو (مسيحيان د مسيح په باب) په خپل منځ كې سره بېل بېل ګوندونه شول (او ځينو خدای وګاڼه)؛ نو (د قيامت) د دردناكې ورځې د عذاب په پار، دهغو پر حال افسوس، چې (د عيسى په باب) يې ظلم وكړ.  (۶۵)
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۶۶﴾ ايا دوی بې له قيامته (بل) څه ته څارو دي، چې ناڅاپه ورشي او (په حسي درک) ځیر ورته نه وي؟! (۶۶)
الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ ﴿۶۷﴾ پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي. (۶۷)
يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۶۸﴾ (زما) بندګانو! نن هېڅ وېره درباندې نشته او نه به غمجنېږئ . (۶۸)
الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ ﴿۶۹﴾ (هماغه) كسان،چې زموږ پر نښو يې ايمان راوړى او مسلمانان ول . (۶۹)
ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ ﴿۷۰﴾ (ورته ويل كېږي  :  ) تاسې او مېرمنې مو په خورا خوشحالۍ جنت ته ورننوځئ . (۷۰)
يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۷۱﴾ (د خوړو) د سرو زرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ورباندې ګرځول كېږي او هلته به هغه څيزونه وي،چې زړونه یې غواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست.  (۷۱)
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷۲﴾ او دا هغه جنت دى،چې تاسې ته د خپلو کړنو په بدل کې په ميراث درکړاى شوى. (۷۲)
لَكُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۷۳﴾  هلته تاسې ته ډېرې مېوې شته، چې تاسې به یې خورئ. (۷۳)
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۷۴﴾ په رښتینه كې مجرمان د دوزخ په عذاب كې تلمېشت وي . (۷۴)
لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۵﴾ له دوی عذاب نه سپكېږي او هلته له هر څه نهيلي وي! (۷۵)
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ ﴿۷۶﴾ او موږ پر دوی تېرى نه دى كړى؛ بلكې پخپله ظالمان ول. (۷۶)
وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُونَ ﴿۷۷﴾ او غږ به كړي: ((د (دوزخ مامور) او څښتنه! (كاش) چې ستا پالونكى موږ مړه كړي (چې ارام) شو! (په ځواب كې) وايي: په حقيقت كې تاسې (په دوزخ كې) تلمېشتي ياست. )) (۷۷)
لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۸﴾ په رښتیا موږ تاسې ته حق [دین او خبره] دروړه؛ خو ستاسې ډېر له حقه کرکجن دي‏. (۷۸)
أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿۷۹﴾ بلكې دوى د يوې دسیسې ټينګ هوډ کړی؛ نو موږ هم (په اړه یې) ټينګ هوډ لرو. (۷۹)
أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ﴿۸۰﴾ ايا دوی انګېري، چې موږ د دوی پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ هو! (اورو) زموږ استازي (او پرښتې) ورسره دي (او كړه وړه يې ليكي). (۸۰)
قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ ﴿۸۱﴾ ووايه: ((كه د لوراند (الله) څه اولاد واى، زه به یې پخپله ړومبى لمانځونكى وم.)) (۸۱)
سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۸۲﴾ د اسمانونو او ځمكې پالونكى (او) د عرش پالونكى له ټولو هغو خبرو پاك دى، چې دوى يې ورمنسوبوي! (۸۲)
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۸۳﴾ نو دوی پر خپل حال پرېږده، چې (په باطلو كې) ډوب ولاړ شي، هسې لګیا وي او لوبې كوي، تردې چې د خپلې هغه ورځې کتو ته ورسي، چې ژمنه يې ورکول کېږي (او د خپلو كړنو پايله وګوري)! (۸۳)
وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۸۴﴾ او هغه دى، چې په اسمان كې هم معبود دى او په ځمكه كې هم معبود دى او همدی د حکمت خاوند او پر هر څه ښه پوه دى. (۸۴)
وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۵﴾ او بركتناك (او پايند) دى؛ هغه چې د اسمانونو او ځمكې او څه چې د دوی ترمنځ دي، واکمني يې يوازې د هماغه ده او يوازې ده ته د قيامت د جوړېدو وخت معلوم دى او يوازې د ده لوري ته ورستنول‏ كېږئ. (۸۵)
وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ او هغوی چې د ده پر ځاى لمانځي، د سپارښت واک نه لري؛ خو هغه چې د پوهې له مخې پر حق ګواهي ورکړي [او موحد] وي. (۸۶)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۸۷﴾ او كه دوی وپوښتې: ((چې دوى چا پيدا كړي؟))؛ نو هرومرو وايي: ((الله)) ؛ نو ولې له حقه مخ اړوي‏؟! (۸۷)
وَقِيلِهِ يَارَبِّ إِنَّ هَؤُلَاء قَوْمٌ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ او دهغه وینا دا وه: ((زما پالونكيه! په رښتيا دا هغه خلك دي، چې ايمان نه راوړي. )) (۸۸)
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾ نو (چې داسې ده) ترې تېر شه او ووايه: ((سلام))؛خو ډېر ژر به پوه شي! (۸۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!