تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱) تَنزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۲﴾ په دې کې هېڅ شک نشته چې د كتاب (قرآن) لېږنه، د نړۍ د پالونکي له لوري ده (۲) أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱)
تَنزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۲﴾ په دې کې هېڅ شک نشته چې د كتاب (قرآن) لېږنه، د نړۍ د پالونکي له لوري ده (۲)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳﴾ ايا (مشرکان) وايي: (( (محمد صلی الله علیه و آله وسلم) دا په دروغو جوړ کړی؟)) [نه، داسې نه ده!] بلکې دا په رښتیا ستا د پالونكي له لوري دى، چې هغو خلكو ته خبردارى پرې وركړي، چې تر تا مخكې كوم ګواښګرندی نه و ورغلی، ښايي (پند واخلي او) سمه لار ومومي.  (۳)
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ مَا لَكُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۴﴾ الله هغه (ذات) دى، چې اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوی ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل، بيا یې پر عرش (قدرت) استوا (ټیکاو) وکړه؛ تاسې ته بې له ده بل پالندوى او سپارښتګر نشته، ايا (غافل ياست او) پند نه اخلئ؟ (۴)
يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿۵﴾ (د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې سمبالوي، بيا (یې پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ د ده لوري ته ورخېژي، چې اندازه يې ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زر كاله ده ( او دنیا پای مومي). (۵)
ذَلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶﴾ همدا له پټ و څرګند خبر دى (او) ځواکمن لورین دى. (۶)
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ ﴿۷﴾ هماغه، چې څه يې پيدا كړي (خو) ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه. (۷)
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ ﴿۸﴾ بيا يې د ده د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله. (۸)
ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿۹﴾ بيا يې [جوړښت] ورسم كړ او له خپل روح نه يې پكې پو كړ او تاسې ته يې د اورېدو او لیدو (وس) او (د فکر کولو) زړونه دركړل؛ خو (د نعمتونو یې) ډېر لږ شكر وباسئ. (۹)
وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ ﴿۱۰﴾ او (کافران) وايي: ((ايا چې موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك (او خاورې) شوو؛ نو ايا (بيا) به په رښتيا له سره نوي پيدا شوو؟))؛ بلكې دوى (په قیامت کې) له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاده په منكرېدو غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي). (۱۰)
قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ ووايه: ((پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې، ساه مو اخلي، بيا د خپل پالونكي لوري ته ورغبرګېږئ.)) (۱۱)
وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُؤُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ ﴿۱۲﴾ او چې ووينې، مجرمان د خپل پالونكي په نزد ځوړند سرونه وايي: ((پالونكيه! (د څه ژمنه دې، چې كړې وه) ومو ليدل او وا مو ورېدل؛ نو بېرته مو ولېږه، چې ښې چارې وكړو، چې دادی پوخ باور مو راغلی دی )). (۱۲)
وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۳﴾ او كه موږ غوښتاى؛ نو هر انسان ته به مو (د زور له مخې) لازم ښیون کړى واى؛ خو (انسانان مو ازاد پرېښی او) خبره او ژمنه مې حق ده، چې دوزخ به هرومرو له ټولو (بې ايمانه او ګناهګارانو) پېريانو او انسانانو ډك كړم! (۱۳)
فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ (او دوزخيانو ته وايو:) نو (د جهنم عذاب) وڅكئ! ځكه ددغې ورځې مخامخېدل مو هېر كړي ول، په حقيقت کې موږ (هم) تاسې هېر كړي ياست او د خپلو كړنو له لامله همېشنى عذاب وڅكئ! (۱۴)
إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۱۵﴾ بېشکه يوازې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي، چې په دې (آيتونو) پند وركړاى شي؛ نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه کوي؛ (۱۵)
تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۱۶﴾ ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او لمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د الله په لار كې) لګوي. (۱۶)
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۷﴾ بېشکه هېڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مؤمنانو ته مو د دوی د کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي. (۱۷)
أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ ﴿۱۸﴾ نو ايا مؤمن د سرغړاند په څېر دی؟(هېڅكله) برابر نه دي. (۱۸)
أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ خو هغوى چې ايمان راوړى او (ښې) چارې يې كړې دي؛ نو (جنتي) باغونه د دوی هستوګنځى دى، چې د مخکېنيو کړنو له لامله (ور) وړاندې کېږي. (۱۹)
وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۰﴾ او د سرغړاندو هستوګنځی اور دى او هر ځل چې وتل ترې غواړي، ورستنول کېږي، ورته ويل کېږي: ((د هغه اور عذاب وڅکـئ، چې ترې منکر وئ! )) (۲۰)
وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۱﴾ او موږ به هرومرو پر دوی تر لوی (اخروي) عذاب مخكې، ووړ (رالنډ دنيوي) عذاب وروڅكوو، ښايي (له خپلې سرغړونې) راوګرځي. (۲۱)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ ﴿۲۲﴾ او تر هغه به ستر ظالم څوك وي، چې د خپل پالونكي په آيتونو پند وركړاى شي (؛ خو) بيا مخ ترې واړوي، البته، له ګناهګارانو غچ اخستوني يو.(۲۲)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُن فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۳﴾ او په رښتيا موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړ؛ نو (له الله سره) دهغه د مخامخېدو ( او هم الهي آیتونو موندنې) په باب مه شكمنېږه او دا (كتاب) مو بني اسراييلو ته لارښود کړی. (۲۳)
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ﴿۲۴﴾ او له دوى مو يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل، چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله.
(۲۴)
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۲۵﴾ البته ستا پالونکی د قیامت پر ورځ په څه کې چې دوی اختلاف درلود، ترمنځ به یې پریکړه وکړي (او هر چا ته به د خپلو كړنو سزا وركړي). (۲۵)
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ أَفَلَا يَسْمَعُونَ ﴿۲۶﴾ ايا د دوی لارښوونې ته همدا بس نه دى، چې موږ تر دوی وړاندې څومره قومونه تباه کړل (چې) دوى یې په (ويجاړيو شويو) مېنو كې ګرځي راګرځي، بېشكه په دې (د الله د قدرت او مجرمانو ته د سختو سزاګانو په وركړه) كې عبرتونه دي، ايا (د زړه په غوږونو) یې نه اوري؟ (۲۶)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاء إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ ﴿۲۷﴾ ايا دوی لیدلي نه دي، چې بېشكه موږ پر شاړو ځمكو اوبه (باراني وريځې) ورشړو؛ نو كښت پرې راټوكوو، چې څاروي او پخپله دوى يې هم ترې خوري؛ نو ايا [د لیدانې په سترګه] یې نه ويني؟! (۲۷)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۸﴾ او (کافران) وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا بريا به (مو) كله وي؟)) (۲۸)
قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۲۹﴾ ووايه: ((د بريا پر ورځ به د كافرانو ايمان راوړل، دوی ته ‏ګټور نه وي او نه به مهلت وركول كېږي.)) (۲۹)
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ ﴿۳۰﴾ (اوس،چې داسې ده)؛ نو له دوی مخ واړوه او په تمه وسه، چې دوى هم څارو دي (ته د الله د لورنې انتظار باسې او دوى يې عذاب ته!). (۳۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!