تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا ﴿۱﴾ قسم پر لمر او غرمه يې! (۱)   وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا ﴿۲﴾ او قسم پر سپوږمۍ، چې ورپسې شي! (۲)   وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا ﴿۳﴾ او قسم پر ورځې، چې دا (لمر) څرګند كړي! (۳)   وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا ﴿۱﴾ قسم پر لمر او غرمه يې! (۱)

 

وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا ﴿۲﴾ او قسم پر سپوږمۍ، چې ورپسې شي! (۲)

 

وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا ﴿۳﴾ او قسم پر ورځې، چې دا (لمر) څرګند كړي! (۳)

 

وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا ﴿۴﴾ او قسم پر شپه، چې دا (لمر) راونغاړي!(۴)

 

وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا ﴿۵﴾ پر اسمان او جوړوونكي (یا په دا هسې جوړېدو) يې قسم! (۵)

 

وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا ﴿۶﴾ پرځمكه او غوړوونكي (یا دا هسې غوړېدو) يې قسم (۶)

 

وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا ﴿۷﴾ پر (انساني) نفس (ځان) او سموونكي (یا په دا هسې سمېدو) يې قسم! (۷)

 

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ﴿۸﴾ نو ده ته یې د خپلو بدو او ښو (تشخیص) ورالهام كړ، (۸)

 

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ﴿۹﴾ چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛  نو په يقين، چې بريالى شو;(۹)

 

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا ﴿۱۰﴾ او چا چې خپل نفس په ګناه ككړ كړ؛ نو په يقين،چې نهیلی او بې برخې شوی دی! (۱۰)

 

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا ﴿۱۱﴾ د (( ثمود)) قوم د سرغړونې له امله (خپل پېغمبر) دروغجن وباله ،(۱۱)

 

إِذِ انبَعَثَ أَشْقَاهَا ﴿۱۲﴾ چې د دوی خورا بدمرغه (قدار بن سالف) راپاڅېد (چې د صالح د اوښې پل واخلي)؛(۱۲)

 

فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا ﴿۱۳﴾ نو الهي استازي [= صالح] ورته وويل: ((د الله اوښه [هماغه اوښه، چې الهي معجزه وه] او د څښاک وار یې (پرېږدئ).)) (۱۳)

 

فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا ﴿۱۴﴾ خو دروغجن یې وګاڼه؛  نو د اوښې لاس و پښې یې ورپرې کړې (او و يې وژله)؛  نو د دوی پالونكي دوى په خپلو ګناهونو ونیول او کورونه یې ورته له خاورو سره خاورې کړل، (۱۴)
وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا ﴿۱۵﴾ او هغه (الله) ددې کار [= د ظالمانو ځپنه] له پايلې نه وېرېږې .  (۱۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!