تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه وَالصَّافَّاتِ صَفًّا ﴿۱﴾ پر هغو ليكه كېدونيو (ډلو) قسم،چې (د عبادت لپاره) ليكه كېږي، (۱) فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا ﴿۲﴾ او پر منع كوونكيو قسم،چې (خلك په ويناوو او عمل له ګناهونو) منع كوي، (۲) فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا ﴿۳﴾ او د ذکر (قرآن او آسماني […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
وَالصَّافَّاتِ صَفًّا ﴿۱﴾ پر هغو ليكه كېدونيو (ډلو) قسم،چې (د عبادت لپاره) ليكه كېږي، (۱)
فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا ﴿۲﴾ او پر منع كوونكيو قسم،چې (خلك په ويناوو او عمل له ګناهونو) منع كوي، (۲)
فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا ﴿۳﴾ او د ذکر (قرآن او آسماني کتابونو) پر لوستوونكيو قسم، (۳)
إِنَّ إِلَهَكُمْ لَوَاحِدٌ ﴿۴﴾ بېشكه چې ستاسې معبود ايكې يو دى  (۴)
رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ﴿۵﴾ (هماغه) د اسمانونو او ځمكې پالونكى او څه چې د دوی ‏ترمنځ دي او د ختيزونو [او لويديزونو] پالونكى دى؛ (۵)
إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ﴿۶﴾ په حقيقت كې موږ نژدې اسمان [= ښكته] د ستوريو په ښايست سينګار كړى دى (۶)
وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِدٍ ﴿۷﴾ او له هر سرغړاند شيطانه مو خوندي ساتلى دى؛ (۷)
لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ ﴿۸﴾ (داسې چې) د پاسنۍ نړۍ (د پرښتو د) ټولي (خبرو) ته غوږ نشي ايښوولاى (او كه كله داسې وكړي؛نو) له هرې خوا ايشتل كېږي؛ (۸)
دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ ﴿۹﴾ (دوى)  ښه پوره شړل كېږي او ورته همېشنى سخت عذاب دى! (۹)
إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ﴿۱۰﴾ خو هغه (شيطان) چې په منډه څه (= پټ رازونه) وتښتوي؛ نو ((سوځنده لمبه)) ورپسې شي. (۱۰)
فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍ ﴿۱۱﴾  نو  دوی پوښته: (( آيا د دوى پنځون (او معاد) ډېر سخت دى،كه د نورو څيزونو، چې پيدا كړي مو دي؟!)) بېشكه موږ دوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي دي. (۱۱)
بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ ﴿۱۲﴾ بلكې ته (يې له انكاره) هک پک يې او دوى ملنډې وهي. (۱۲)
وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ ﴿۱۳﴾ او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني . (۱۳)
وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ ﴿۱۴﴾ او چې كومه معجزه وويني (نور هم) ورباندې ملنډو وهلو ته رابولي . (۱۴)
وَقَالُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾ او وايي : (( دا يوازې ښكاره كوډې دي . (۱۵)
أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۱۶﴾ ايا چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوکي شوو؛ نو په رښتیا دویم ځل ژوندي كېږو؟! (۱۶)
أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿۱۷﴾ او ايا زموږ ړومبني نيكونه (هم را ژوندي كېږي)؟!)) (۱۷)
قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَاخِرُونَ ﴿۱۸﴾ ووايه : (( هو! او تاسې به (ډېر) خوار،سپک او بېوسې هم یاست. (۱۸)
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ ﴿۱۹﴾ نو هغه يوازې يوه (سخته) كړيكه ده؛نو ناڅاپه به ټول (له قبرونو راپاڅي او) ګوري؛ (۱۹)
وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَذَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۲۰﴾ او وايي : پر موږ افسوس! دا خو د جزا ورځ ده!))   (۲۰)
هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۱﴾ (هو) دا خو (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده،چې دروغ مو ګڼله . (۲۱)
احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿۲۲﴾ (په دې وخت كې پرښتو ته امر كېږي :  ) ظالمان او (کافرانې) ښځې (او ملګري) يې او څه يې،چې لمانځل . (۲۲)
مِن دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَى صِرَاطِ الْجَحِيمِ ﴿۲۳﴾ (هو څه چې يې) د الله پر ځاى لمانځل،راټول كړئ؛نو د دوزخ لار ته یې ورسیخ کړئ. (۲۳)
وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ ﴿۲۴﴾ او دوی تم كړئ؛(ځكه) چې پوښتېدوني دي . (۲۴)
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ ﴿۲۵﴾ پر تاسې څه شوي،چې يو د بل مرسته نه کوئ؟! (۲۵)
بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ ﴿۲۶﴾ بلكې نن دوی د الله قدرت ته تسليم شوي دي.ه (۲۶)
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءلُونَ ﴿۲۷﴾ او (په دې حال كې به) يو بل ته مخ واړوي او پوښتي به؛ (۲۷)
قَالُوا إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ ﴿۲۸﴾ يوه ډله وايي: (( بېشکه (تاسې بېلارې مشران وئ، چې په ظاهره) د خير غوښتنې او نېكۍ له لارې رامخته کېدئ (او ځانونه مو حق پلوي ښوول، چې په دې كې مو چل و)! )) (۲۸)
قَالُوا بَل لَّمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۲۹﴾ و به وايي: ((بلكې تاسې (پخپله) ایمان راوړونکي نه واست (زموږ څه ګناه ده)؟! (۲۹)
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ ﴿۳۰﴾ او زموږ خو پر تاسې څه زور نه و؛بلكې تاسې پخپله سرغړانده ډله وئ . (۳۰)
فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا إِنَّا لَذَائِقُونَ ﴿۳۱﴾ نو پر موږ (ټولو) د خپل پالونكي خبره ثابته شوه چې د (عذاب) څکونکي یو. (۳۱)
فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ ﴿۳۲﴾ نو موږ پخپله هم بېلاري وو او تاسې مو هم بېلارې كړئ)) (۳۲)
فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿۳۳﴾ نو په رښتینه کې دوى ټول [=مشران او بېلارې لارويان يې] پر هغه ورځ په (الهي) عذاب كې شريك دي . (۳۳)
إِنَّا كَذَلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ﴿۳۴﴾ په حقيقت كې موږ له مجرمانو سره دغسې كوو! (۳۴)
إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۳۵﴾ (ځكه) چې کله دوی ته د “لا اله الا الله” [کلمه] ويل كېدله لويي يې كوله ؛ (۳۵)
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ ﴿۳۶﴾ او دوی ويل: (( آيا د يوه ليوني شاعر لپاره خپل معبودان پرېږدو؟!)) (۳۶)
بَلْ جَاء بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳۷﴾ (داسې نه ده)؛بلكې هغه حق راوړى او (پخواني) استازي رښتين بولي . (۳۷)
إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ ﴿۳۸﴾ بېشكه چې تاسې (مړه زړي مستكبران) به هرومرو د(الهي) دردناك عذاب څکونکي یاست . (۳۸)
وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۳۹﴾ او تاسې ته يوازې د خپلو کړنو جزا دركول كېږي، (۳۹)
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ خو بې د الله له ساهو بندګانو (چې له دې سزاګانو بچ دي)؛ (۴۰)
أُوْلَئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ ﴿۴۱﴾ همدا دوى ته یوه ټاكلې (او ځانګړې) روزي ده؛ (۴۱)
فَوَاكِهُ وَهُم مُّكْرَمُونَ ﴿۴۲﴾ (ډول ډول) مېوې او عزتمن به وي ؛ (۴۲)
فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۴۳﴾ د جنت د ډكو نعمتونو په باغونو كې، (۴۳)
عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ ﴿۴۴﴾ پر تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي (چې يو د بل په ليدو خوشحالېږي). (۴۴)
يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِن مَّعِينٍ ﴿۴۵﴾ د نږه شرابو جامونه به ورباندې ګرځول كېږي . (۴۵)
بَيْضَاء لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ ﴿۴۶﴾ تك سپين شراب،چې څښونكيو ته به خوندور وي؛ (۴۶)
لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ ﴿۴۷﴾ نه پكې (د عقل) تباهي ده او نه ترې نشه كېږي . (۴۷)
وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ ﴿۴۸﴾ او د ښكليو [او] غټ سترګو خاوندانې (مېرمنې) به ورسره وي، چې يوازې له خپلو مړونو سره مينه لري؛ (۴۸)
كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ ﴿۴۹﴾ دومره به (نازكې او سپينې وي) لکه پوښلې هګۍ (چې د چرګې تر وزرونو لاندې) پټې ايښې وي (او د چا لاس پرې لګېدلى نه وي.) (۴۹)
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءلُونَ ﴿۵۰﴾ نو يو بل ته به مخ كړي او پوښتي؛ (۵۰)
قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ ﴿۵۱﴾ يو له دوی وايي: ((رښتيا ما خو (په دنيا كې) يو ملګرى درلود. (۵۱)
يَقُولُ أَئِنَّكَ لَمِنْ الْمُصَدِّقِينَ ﴿۵۲﴾ چې ويل يې: ايا تا دا خبره په رښتيا منلې؟ (۵۲)
أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَدِينُونَ ﴿۵۳﴾ آیاچې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوكي شو (دویم وار راژوندي کېږو؛ نو) هرومرو به سزا راكړه شي؟!)) (۵۳)
قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ ﴿۵۴﴾ (مؤمن) پوښتي: (( (دهغه له ځايه) خبر ياست؟)) (۵۴)
فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاء الْجَحِيمِ ﴿۵۵﴾ نو سر راپورته کوي او هغه (منكر ملګرى) په دوزخ كې ويني؛ (۵۵)
قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدتَّ لَتُرْدِينِ ﴿۵۶﴾ (او له لرې به ورته) وايي : ((پر الله قسم، تا خو نژدې زه هم تباه کړی وم. (۵۶)
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿۵۷﴾ او كه زما د پالونكي لورنه نه واى؛ نو زه به هم هرومرو (په دوزخ كې درسره) پروت واى! (۵۷)
أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ ﴿۵۸﴾ (بيا خپلو ملګرو ته وايي:) نو ایا موږ نه مرو (او همېشه به په جنت كې يو). (۵۸)
إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۵۹﴾ او بې له هماغه ړومبي مرګه، بل مرګ به رانشي او په عذاب به نشو؟! (۵۹)
إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۰﴾ په رښتيا دا هماغه ستره بريا ده!)) (۶۰)
لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلْ الْعَامِلُونَ ﴿۶۱﴾ نو بايد د همدغسې (بدلې) لپاره زيارګالونكي زيار وګالي . (۶۱)
أَذَلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ ﴿۶۲﴾ ايا دا (همېشني جنتي نعمتونه) غوره مېلمستيا ده ،يا د زقوم (كركجنه) ونه؟! (۶۲)
إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِّلظَّالِمِينَ ﴿۶۳﴾ په حقيقت كې موږ دا (ونه) ظالمانو ته ازمېينه (او عذاب) ګرځولې ده . (۶۳)
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ ﴿۶۴﴾ بېشکه دا ونه د جهنم په تل كې راټوكېږي؛ (۶۴)
طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُؤُوسُ الشَّيَاطِينِ ﴿۶۵﴾ د هغې غوټۍ (په بد رنګۍ كې) لکه د شيطان سرونه! (۶۵)
فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِؤُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿۶۶﴾ نو دوزخيان هرومرو ترې خوري او خپل نسونه ډكوي. (۶۶)
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِيمٍ ﴿۶۷﴾ بيا له پاسه پرې خوټېدلې او چټلې اوبه څښي!! (۶۷)
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ ﴿۶۸﴾ بيا بېشکه د دوی ستنېدا جهنم ته ده.  (۶۸)
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءهُمْ ضَالِّينَ ﴿۶۹﴾ (ځكه) چې دوی خپل پلرونه بېلارې موندلي وو. (۶۹)
فَهُمْ عَلَى آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ ﴿۷۰﴾ نو دوى په هغوی پسې ځغلي . (۷۰)
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۷۱﴾ او په يقين، تر دوی مخکې هم ډېر ړومبي خلک بېلارې شوي وو (۷۱)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ ﴿۷۲﴾ او په يقين، په دوی كې موږ ننګوونکي ورلېږلي وو. (۷۲)
فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ ﴿۷۳﴾ نو وګوره،چې د ننګووليو پاى څنګه وه؟! (۷۳)
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۷۴﴾ خو بې د الله له پاك زړو بندګانو (نور ټول له ناوړه پايلې سره مخ شول.) (۷۴)
وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ ﴿۷۵﴾ او په يقين؛ نوح را غږ کړ (او موږ يې دعا قبوله كړه) نو موږ څه ښه قبلوونكي يو! (۷۵)
وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۷۶﴾ او موږ دا او كورنۍ يې له ستر کړاوه وژغورله؛ (۷۶)
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمْ الْبَاقِينَ ﴿۷۷﴾ او موږ (يوازې) د ده ځوځات (د ځمكې پر مخ) پرېښود. (۷۷)
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۷۸﴾ او موږ په راتلونكيو (امتونو) كې (نېكنامی) پرېښود. (۷۸)
سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ ﴿۷۹﴾ په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي؛ (۷۹)
إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۰﴾ بېشکه موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو. (۸۰)
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۱﴾ (ځكه) چې هغه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې و. (۸۱)
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿۸۲﴾ بيا موږ هغه نور(= د نوح دښمنان) ډوب كړل . (۸۲)
وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ ﴿۸۳﴾ او بېشكه ابراهيم یې له لارويانو ځنې و؛ (۸۳)
إِذْ جَاء رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۴﴾ او (درياد كړه) چې (ابراهيم) په پاك زړه د خپل پالونكي حضور ته راغى؛ (۸۴)
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ ﴿۸۵﴾ چې خپل (مورني) پلار (يا تره) او قوم ته یې وويل : (( [دا] څه دي،چې يې لمانځئ؟! (۸۵)
أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ ﴿۸۶﴾ آيا د الله پر ځاى په دروغجنو معبودانو پسې ځئ؟! (۸۶)
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸۷﴾ نو د نړۍ د پالونکي په اړه مو څه ګومان دى؟! )) (۸۷)
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ﴿۸۸﴾ نو ستوريو ته يې يو نظر واچو، (۸۸)
فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ﴿۸۹﴾ نو ويې ويل: (( په حقيقت کې طبيعت مې خراب دى (او مېلې ته درسره تلاى نشم). )) (۸۹)
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ ﴿۹۰﴾ نو (مشرکانو) شا کړه او مخ يې ترې واړو (او په بيړه ولاړل). (۹۰)
فَرَاغَ إِلَى آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿۹۱﴾ نو (ابراهيم) په پټه بوتخانې ته ورننووت او (په ملنډو) يې وويل: (( ولې (دا خواړه) نه خورئ؟! (۹۱)
مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ ﴿۹۲﴾ څه درباندې شوي،چې خبرې (هم) نه کوئ؟! )) (۹۲)
فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ ﴿۹۳﴾ نو په پټه يې په ښي لاس پر بوتانو زورور ګوزارونه وكړل (او بې له ستر بوته نور ټول يې دړې وړې كړل)؛ (۹۳)
فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ ﴿۹۴﴾ نو (مشركان چې له مېلې راستانه شول) په منډه یې ورمخه کړه. (۹۴)
قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ ﴿۹۵﴾ (ابراهيم) وويل : (( ايا هغه څه لمانځئ چې پخپله مو توږلي دي ؟! (۹۵)
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ حال دا الله تاسې او (دا) څه چې کوئ (او جوړوئ)، پيدا كړي دي!))  (۹۶)
قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ ﴿۹۷﴾ (بوت لمانځو) وويل: ((يو ځاى (اورتون) ورجوړ كړئ او دا پكې ور وغورځوئ!)) (۹۷)
فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ ﴿۹۸﴾ نو دوی وغوښتل، چې یوه دسيسه ورته جوړه كړي (او له منځه يې يوسي؛ خو) موږ دوى لاندې (او مغلوب) كړل  (۹۸)
وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۹۹﴾ (ابراهیم له دې پېښې روغ رمټ راووت) او ويې ويل: ((په حقيقت کې خپل پالونكي ته ورروان يم،چې ژر به لار راوښيي. (۹۹)
رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۰۰﴾ پالونكيه! صالح اولاد راكړه،)) (۱۰۰)
فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ نو موږ هغه ته د صبرناک زلمي زېرى وركړ.   (۱۰۱)
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ نو چې (زوى د كار او) كوښښ (عمر) ته ورسره ورسېد (ابراهيم ورته) وويل: ((يه زويکه! په حقيقت كې! په خوب كې (داسې) وینم، چې تا حلالوم!؛ نو ستا څه خیال دى؟)) (اسماعيل) وويل: (( پلاره! څه چې درته امر كېږي، هماغه وكړه، كه الله وغواړي (؛ نو) ما به له زغمونكيو ځنې ومومې.)) (۱۰۲)
فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ﴿۱۰۳﴾ نو چې دواړو (دې کار ته) غاړه كېښووله او زوى يې پړمخې څملاوه،   (۱۰۳)
وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۱۰۴﴾ او موږ ورغږ كړ: (( ابراهيمه! (۱۰۴)
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۰۵﴾ په يقين تا (خپل) خوب رښتيا كړ (او خپله دنده دې ترسره كړه))) بېشكه موږ نېكانو ته دغه شان بدله وركوو (۱۰۵)
إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاء الْمُبِينُ ﴿۱۰۶﴾ په رښتيا دا يوازې يو څرګند ازمېښت و؛ (۱۰۶)
وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ﴿۱۰۷﴾ او موږ دهغه پرځاى په فديه [بدل او تاوان] کې یوه ستره قرباني ومنله. (۱۰۷)
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۰۸﴾ او په راتلونكيو (نسلونو) كې مو (نېكنامی) پرېښود.   (۱۰۸)
سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۱۰۹﴾ پر ابراهيم سلام! (۱۰۹)
كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۱۰﴾ نېكانو ته دغسې بدله وركوو. (۱۱۰)
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۱﴾ (ځکه) چې هغه زما له مؤمنو بندګانو ځنې و. (۱۱۱)
وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۱۲﴾ او موږ د اسحق زېرى وركړ،چې د صالحانو (په شمېر كې) يو پېغمبر و. (۱۱۲)
وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِينٌ ﴿۱۱۳﴾ او موږ هغه او اسحق ته بركت وركړ او د دغو دواړو له اولادې (ځينې) نېكان دي او (ځينې) ښكاره پر ځان ظلم كوي. (۱۱۳)
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۱۴﴾ او په يقين موږ پر موسى او هارون احسان وكړ. (۱۱۴)
وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۱۱۵﴾ او موږ دواړه او قوم يې له لوى کړاوه وژغورل؛ (۱۱۵)
وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿۱۱۶﴾ او موږ د دوی مرسته وكړه، چې پر خپلو دښمنانو بريالي شول. (۱۱۶)
وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ ﴿۱۱۷﴾ او موږ دواړو ته ‏څرګندوى كتاب وركړ؛ (۱۱۷)
وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۱۱۸﴾ او موږ دواړو ته سمه لار ‏وښووله. (۱۱۸)
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۱۹﴾ او موږ په راتلونكيو (نسلونو) كې د دواړو (نېكنامي) پرېښووه . (۱۱۹)
سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۲۰﴾ سلام پر موسى او هارون! (۱۲۰)
إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲۱﴾ په رښتيا موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو؛ (۱۲۱)
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۲۲﴾ (ځكه) چې هغه دواړه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې وو. (۱۲۲)
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنْ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۲۳﴾ او په يقين الياس (زموږ) له استازيو ځنې و؛ (۱۲۳)
إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۲۴﴾ (درياد كړه) چې خپل قوم ته یې وويل: ((ايا پرهېزګاري نه کوئ؟! (۱۲۴)
أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ ﴿۱۲۵﴾ ايا ((بعل)) [بوت] رابلئ (او لمانځئ) او د غوره پيدا كوونكي (لمانځنه) پرېږدئ؟!  (۱۲۵)
اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۲۶﴾ [يعنې] الله چې ستاسې او ستاسې د نيكونو پالونكى دى!)) (۱۲۶)
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿۱۲۷﴾ نو هغه یې دروغجن وګاڼه؛ نوځکه دوى ټول به (الهي محکمې) ته راوستل شي! (۱۲۷)
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۲۸﴾ خو بې د الله له ساهو بندګانو. (۱۲۸)
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿۱۲۹﴾ او موږ په روستيو (امتونو) كې دهغه (د ښو ياد) پرېښود. (۱۲۹)
سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ ﴿۱۳۰﴾ پر الياسين دې سلام وي! (۱۳۰)
إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳۱﴾ بېشکه موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو (۱۳۱)
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۲﴾ (ځكه) هغه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې و. (۱۳۲)
وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۳۳﴾ او البته لوط (هم زموږ) له استازيو ځنې و، (۱۳۳)
إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۱۳۴﴾ (دريادكړه) هغه وخت، چې موږ دی او ټوله كورنۍ يې وژغورله،(۱۳۴)
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿۱۳۵﴾ خو بې له یوې بوډۍ، چې په پاتېدونكيو كې وه (او دهغوی پر برخليك اخته شوه). (۱۳۵)
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿۱۳۶﴾ بيا مو نور ټول هلاك كړل! (۱۳۶)
وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ ﴿۱۳۷﴾ او البته هر سهار یې پر (ورانو مېنو) تېرېږئ، (۱۳۷)
وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۳۸﴾ او (همداراز) ماښام هم؛ نو ايا له عقله كار نه اخلئ؟! (۱۳۸)
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۳۹﴾ او په يقين يونس (زموږ) له استازيو ځنې و. (۱۳۹)
إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۴۰﴾ (درياد كړه)  هغه وخت، چې (د خلكو او بار) ډكې بېړۍ ته وروتښتېد؛ (۱۴۰)
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنْ الْمُدْحَضِينَ ﴿۱۴۱﴾ نو (يونس د بېړۍ له سپرليو سره) پچه واچوله؛ نو (پچه د يونس په نامه راووته او) دی پړ وخوت (چې په سمندر کې يې وروغورځوي). (۱۴۱)
فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۱۴۲﴾ (په سمندر كې یې ور واچاو؛) نو يوه (لوى) كب ونغړود او ځان يې پړ ګاڼه؛ (۱۴۲)
فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُسَبِّحِينَ ﴿۱۴۳﴾ نو كه هغه له ستايونكيو ځنې نه واى، (۱۴۳)
لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۴۴﴾ نو هرومرو به (د خلكو) د بيا راژوندي كېدو تر ورځې د كب په نس كې پاتې شوى و! (۱۴۴)
فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاء وَهُوَ سَقِيمٌ ﴿۱۴۵﴾ نو (په هر حال! موږ وژغوره او) موږ هغه رنځور پر وچ ډاګ وغورځاوه؛ (۱۴۵)
وَأَنبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ ﴿۱۴۶﴾ او موږ د كدو د بوټي (په څېر) یوه ځېلنه ونه پرې راشنه كړه (چې تر پلنو او نرمو پاڼو لاندې يې هوسا وي). (۱۴۶)
وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِئَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ﴿۱۴۷﴾ او موږ دی يو لك يا تردې زياتو (خلكو) ته ورلېږلی و؛ (۱۴۷)
فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۱۴۸﴾ نو (دوی) ايمان (پرې) راووړ؛ نو له همدې لامله موږ دوی تر يوې ټاكلې مودې د ژوند له نعمتونو برخمن كړل. (۱۴۸)
فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ ﴿۱۴۹﴾ نو له دوى (مشركانو) وپوښته: ((ايا ستا د پالونكي يوازې لوڼې وي او د دوى دې زامن وي؟! (۱۴۹)
أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ ﴿۱۵۰﴾ يا دوى حاضر وو، چې موږ پرښتې ښځینه پيدا كړې؟!)) (۱۵۰)
أَلَا إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ﴿۱۵۱﴾ هن!  بېشكه چې دوى پخپلو غټو دروغو سره وايي: (۱۵۱)
وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۵۲﴾ ((الله زېږول کړي.)) او په رښتيا دوى ډېر دروغجن دي. (۱۵۲)
أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ ﴿۱۵۳﴾ ايا (الله) لوڼې پر زامنو غوره كړې دي؟! (۱۵۳)
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۱۵۴﴾ پر تاسې څه شوي؟! څرنګه پرېكړه كوئ؟! (پوهېږئ،چې څه واياست؟!) (۱۵۴)
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۵۵﴾ ايا (ناخبره اوسئ او) پند نه اخلئ؟! (۱۵۵)
أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵۶﴾ يا (په دې اړه) کوم څرګند دليل لرئ؟ (۱۵۶)
فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۵۷﴾ كه رښتيني ياست؛ نو (ځئ) خپل كتاب (او لاسوند) راوړئ! (۱۵۷)
وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿۱۵۸﴾ او (مشرکان) د الله او پيريانو ترمنځ د کومې خپلوۍ (په اړيکو) قايل شوي، حال دا پيريان پخپله ښه پوهېږي، چې هرومرو به (د حساب لپاره الهي نیاوتون ته) ورحاضر کړاى شي (۱۵۸)
سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۵۹﴾ الله له هغو ځانګړنو پاک دى، چې دوى يې وايي، (۱۵۹)
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۶۰﴾ خو هغه ځانګړنې، چې پاک زړي بندگان يې ورته قايل دي . (۱۶۰)
فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ ﴿۱۶۱﴾ [پوه شئ چې] تاسې (بوتپالي) او څه چې لمانځئ، (۱۶۱)
مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ ﴿۱۶۲﴾ [څوک] د الله پر ضد بېلارولاى نشئ (۱۶۲)
إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ ﴿۱۶۳﴾ خو دا چې څوک پخپله دوزخ ته ورروان وي . (۱۶۳)
وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ ﴿۱۶۴﴾ او [پرېښتې وايي] موږ هرې يوې ته یو ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى؛ (۱۶۴)
وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ ﴿۱۶۵﴾ او په حقيقت كې موږ ټولې (د الله د حكم اجرا كولو لپاره) په ليكه كې ولاړې يو؛ (۱۶۵)
وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ ﴿۱۶۶﴾ او بېشكه موږ د الله ‏ستایوال يو. (۱۶۶)
وَإِنْ كَانُوا لَيَقُولُونَ ﴿۱۶۷﴾ او (مشركانو) به تل ويل : (۱۶۷)
لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًا مِّنْ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۶۸﴾ ((كه له مخكېنيو كتابونو يو كتاب راسره واى، (۱۶۸)
لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۶۹﴾ نو يقين موږ به هم د الله غوره بندګان وو.))(۱۶۹)
فَكَفَرُوا بِهِ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۷۰﴾ (خو چې قرآن ورغى) نو پرې كافر شول؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو) پوه شي! (۱۷۰)
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۱﴾ او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو (د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده: (۱۷۱)
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ ﴿۱۷۲﴾ همدا  دوی دي چې [پر خپلو دښمنانو] بریالي کېدوني دي، (۱۷۲)
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۱۷۳﴾ او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى . (۱۷۳)
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۱۷۴﴾ نو (اى محمده) تر څه وخته مخ ترې واړوه (چې د جهاد حكم راورسي). (۱۷۴)
وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿۱۷۵﴾ او (حال) يې وګوره (چې څومره ډډ او منځتشي دي)؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پايلې) وويني! (۱۷۵)
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿۱۷۶﴾ ايا دوى زموږ عذاب ته بيړه كوي؟! (۱۷۶)
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاء صَبَاحُ الْمُنذَرِينَ ﴿۱۷۷﴾ نو چې زموږ عذاب د دوی د كور په غولي كې وركوز شي؛ نو د وېروليو سباوون به خورا بدغونی وي!  (۱۷۷)
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۱۷۸﴾ او تر څه وخته مخ ترې واړوه . (۱۷۸)
وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿۱۷۹﴾ او (د كار وضع يې) وګوره؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پايلې) وګوري. (۱۷۹)
سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۸۰﴾ ستا پالونكى؛ (هماغه) د عزت (او قدرت) څښتن، له هغه څه پاك دى، چې دوی يې وايي. (۱۸۰)
وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۸۱﴾ او (د الله) پر استازيو سلام! (۱۸۱)
وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۸۲﴾ او ستاېنه يوازې نړۍ پالونکي الله ته ده . (۱۸۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!