تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   وَالضُّحَى ﴿۱﴾ پر څاښت (رڼا ورځې) قسم!  (۱)   وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَى ﴿۲﴾ پر شومه شپه قسم! (۲)   مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى ﴿۳﴾ [چې] ته خپل پالونكي پرېښى نه يې او نه (درسره) بې مینې شوی دی (۳)   وَلَلْآخِرَةُ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَالضُّحَى ﴿۱﴾ پر څاښت (رڼا ورځې) قسم!  (۱)

 

وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَى ﴿۲﴾ پر شومه شپه قسم! (۲)

 

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى ﴿۳﴾ [چې] ته خپل پالونكي پرېښى نه يې او نه (درسره) بې مینې شوی دی (۳)

 

وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى ﴿۴﴾ او هرومرو آخرت درته تر دنيا غوره دى . (۴)

 

وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى ﴿۵﴾ او ژر به ستا پالونكى دومره دركړي، چې خوشحال شې. (۵)

 

أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى ﴿۶﴾ ايا ته یې پلارمړی و نه موندې؛ نو ستا سنبالنه یې وکړه؟! (۶)

 

وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى ﴿۷﴾ او ته یې لار ناپېژاندې وموندې؛ نو لار يې دروښووله (۷)

 

وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى ﴿۸﴾ او ته يې تنګلاسى وموندې؛ نو شتمن يې كړې، (۸)

 

فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ﴿۹﴾ (اوس چې داسې ده)؛ نو له پلارمړي سره توندي مه كوه، (۹)

 

وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ ﴿۱۰﴾ او سوالګر مه رټه، (۱۰)

 

وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ﴿۱۱﴾ او (په مننه) د خپل پالونكي د لورنې (نعمت) څرګندونه کوه .  (۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!