تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   وَالسَّمَاء وَالطَّارِقِ ﴿۱﴾ پر اسمان او شپه ګرځي (ستوري) قسم! (۱)   وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ ﴿۲﴾ او ته څه پوهېږې،چې د شپې ګرځېدونكى (ستورى) څه دى؟! (۲)   النَّجْمُ الثَّاقِبُ ﴿۳﴾ (هغه) ځلند ستورى دى (چې تيارې څيروي) (۳)   إِن […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَالسَّمَاء وَالطَّارِقِ ﴿۱﴾ پر اسمان او شپه ګرځي (ستوري) قسم! (۱)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ ﴿۲﴾ او ته څه پوهېږې،چې د شپې ګرځېدونكى (ستورى) څه دى؟! (۲)

 

النَّجْمُ الثَّاقِبُ ﴿۳﴾ (هغه) ځلند ستورى دى (چې تيارې څيروي) (۳)

 

إِن كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ ﴿۴﴾ پر هر چا یو څارونکى او پاسوال (ګومارل) شوى دی! (۴)

 

فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ ﴿۵﴾ نو انسان دې وګوري،چې له څه پيدا شوى دى؟!(۵)

 

خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ ﴿۶﴾ له ټوپ وهونكيو اوبو پيدا شوى دى؛ (۶)

 

يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ﴿۷﴾ [چې دا اوبه د نارينه] د شا او [د ښځې] د سيني د هډوكيو له منځه راوځي . (۷)

 

إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ ﴿۸﴾ بېشکه هغه [= هغه الله چې انسان یې له دومره ناڅيزه شي پيدا كړى؛ نو په قيامت كې] یې په بیا پيدا كولو وسمن دى . (۸)

 

يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ ﴿۹﴾ پر هغه ورځ،چې (د انسان) پټې خوالې رابرسېره شي، (۹)

 

فَمَا لَهُ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ﴿۱۰﴾ نو (هغه وخت د ځان ژغورنې لپاره) نه (له دننه) څه زور لري او نه (له بهره) څوک مرستندوى. (۱۰)

 

وَالسَّمَاء ذَاتِ الرَّجْعِ ﴿۱۱﴾ پر بیا اوروونكي اسمان قسم! (۱۱)

 

وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ﴿۱۲﴾ اوپر چاودېدونې ځمکه قسم(چې بوټې راوټوکوي)! (۱۲)

 

إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ﴿۱۳﴾ (چې) په حقيقت كې دا (قرآن) یوه غوڅه خبره ده (چې حق له باطله بېلوي)، (۱۳)

 

وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ﴿۱۴﴾ او څه ټوكه ملنډه نه ده. (۱۴)

 

إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا ﴿۱۵﴾ په حقيقت كې هغوى په څه چل لاس پورې كوي، (۱۵)

 

وَأَكِيدُ كَيْدًا ﴿۱۶﴾ او زه هم پوره تدبير ورته سنجوم(۱۶)

 

فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا ﴿۱۷﴾ (اوس چې داسې ده؛) نو كافرانو ته مهلت وركړه [او] لږ یې پرېږده (چې د خپلو كړنو سزا وويني)! (۱۷)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!