تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا ﴿۱﴾ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا ﴿۱﴾ پېغمبره! (امت ته دې ووایه) چې کله ښځو ته طلاق ورکوئ؛  نو د عدت پر (مهال) یې طلاقې كړئ [= هغه وخت چې له مياشتنيو جامو پاكه شوې وي او له خپل مېړه سره يو ځاى شوې نه وي] او عدت وشمېرئ او [خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ، چې ستاسې پالونكى دى، له خپلو كورونو يې مه شړئ او دوى دې هم (د عدت پر وخت) نه وځي؛ خو داچې څرګند ناوړه كار وكړي او دا د الله پولې دي او څوک چې د الله پولې ماتې كړي؛  نو په يقين، پر ځان يې تېرى وكړ، ته نه پوهېږې، ښايي الله تر دې روسته (د جوړجاړي) کوم نوې حالت رامنځ ته كړي. (۱)

 

فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ﴿۲﴾ نو چې د دوی عدت پوره شي؛  نو په ښه توګه يې (پخپله نكاح كې) وساتئ يا په ښه توګه ترې بېل شئ او (پر طلاق يې) له تاسې (مسلمانانو) دوه تنه عادل [نارينه] شاهدان ونيسئ او (شاهدانو!) د الله لپاره شاهدي وركړئ. دا هغه څه دي، چې هغه ته يې نصيحت كېږي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان لري او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، (الله له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛ (۲)

 

وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴿۳﴾ او له داسې یوه ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي؛  نو همدا یې بس دى، په حقيقت كې الله خپل كار ترسره كوي، په يقين چې الله هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده.  (۳)

 

وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ وَأُوْلَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا ﴿۴﴾ او ستاسې هغه ښځې، چې له مياشتينيو جامو نهيلې شوې وي او (د اميندوارۍ او دوځانۍ په اړه) يې شكمن ياست (؛  نو پوه شئ، چې) عدت يې درې مياشتې دى او د هغو ښځو (عدت هم درې مياشتې دى) چې (له سره يې) مياشتېنۍ جامې نه وي راغلې او د اميندوارو ښځو عدت د [ماشوم] زېږون دی او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، [الله] يې چارې وراسانوي. . (۴)

 

ذَلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنزَلَهُ إِلَيْكُمْ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا ﴿۵﴾ دا د الله امر دى، چې  تاسې ته یې درلېږلى، او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي؛  بدي یې رژوي او اجر به ورته ستر کړي. (۵)

 

أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى ﴿۶﴾ دوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې، چې اوسئ [او] په وس كې مو وي، ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ، چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښوولو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛  نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛ نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛ نو لاسباړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛  نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي . (۶)

 

لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا ﴿۷﴾ باید شتمن له خپلې شتمنۍ (د تي وركوونكې ښځې) لګښت وركړي او د چاچې لاس تنګ وي؛  نو څه چې الله وركړي وي، لګښت دې ترې وركړي، الله چې چا ته څومره وركړي وي؛  نو هومره يې مكلف بولي، الله به ژر تر تنګلاسۍ روسته پراخي راولي. (۷)

 

وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُّكْرًا ﴿۸﴾ او څه ډېر كلي او ښارونه ول، چې (وسېدونكيو يې) د خپل پالونكي او د ده د استازيو له امره سرغړونه وکړه؛  نو موږ (هم) سخت حساب ورسره وكړ او پر بېساري عذاب مو اخته كړل! (۸)

 

فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا ﴿۹﴾ نو  دغسې دوی د خپل چار سزا وڅكله او د کار پاى يې (سراسر) زيان و. (۹)

 

أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا ﴿۱۰﴾ الله دوی ته سخت عذاب ورچمتو كړى؛  نو مؤمنو عقلمنو! [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ، په رښتيا، الله يو نصيحت (= قرآن) درلېږلى دى . (۱۰)

 

رَّسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا ﴿۱۱﴾ يو داسې استازی (يې درلېږلى)، چې د الله څرګند آيتونه درلولي [او لاروي يې كوي] چې نېکچاري مومنان له تيارو ځنې رڼا ته راوباسي، او څوک چې پر الله ايمان راوړي او نېكې [چارې] وكړي؛  نو هغه (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي، تل به پكې وسي (او) په رښتيا الله ((روزي)) ورښایسته كړې ده. . (۱۱)

 

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿۱۲﴾ الله؛ هغه ذات دى، چې اوه اسمانونه يې پيدا کړي او له ځمکې يې (هم) په څېر یې (او) ددوی ترمنځ د [الله] حكم نازلېږي، چې پوه شئ الله پر هر څه وسمن دى او په رښتیا د الله پوهې هر څه رانغښتي دي. (۱۲)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!