تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه     وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا ﴿۱﴾ (د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! (۱)   فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا ﴿۲﴾ پر هغو [اسونو] قسم،چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، (۲)   فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا ﴿۳﴾ پر سهارني يرغل کوونكيو قسم، (۳) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

 

وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا ﴿۱﴾ (د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! (۱)

 

فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا ﴿۲﴾ پر هغو [اسونو] قسم،چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، (۲)

 

فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا ﴿۳﴾ پر سهارني يرغل کوونكيو قسم، (۳)

 

فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا ﴿۴﴾ نو دوړې پرې راپورته كړي، (۴)

 

فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا ﴿۵﴾

 

نو په دې [يرغل د دښمن] منځ ته ورننوځي، (۵)

 

إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ ﴿۶﴾ بېشكه چې انسان د خپل پالونكي [د نعمتونو په مقابل كې] ډېر ناشكره او کنجوس دى؛ (۶)

 

وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ ﴿۷﴾ او دې پخپله (هم) پرې شاهد دى؛ (۷)

 

وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿۸﴾ او په رښتيا چې هغه سخت پر مال مين دى . (۸)

 

أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ ﴿۹﴾ ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر ورځ څه چې په قبرونو كې دي،(ژوندي) راپورته كېږي، (۹)

 

وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ ﴿۱۰﴾ او څه چې په سينو كې دي رابرسېره به شي؟ (۱۰)

 

 

إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ بېشكه پر هغه ورځ يې پالونکى له (حالاتو) پوره خبر دى . (۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!