تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ ولوله! د خپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، (۱)   خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. (۲)   اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ ولوله چې پالونكى دې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ ولوله! د خپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، (۱)

 

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. (۲)

 

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ ولوله چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ (۳)

 

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه، (۴)

 

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾ انسان ته يې هغه څه وروښوول،چې پرې نه پوهېده . (۵)

 

كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى ﴿۶﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (ناشکره موجود دى او) سرغړونه کوي، (۶)

 

أَن رَّآهُ اسْتَغْنَى ﴿۷﴾ (په تېره بيا هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني . (۷)

 

إِنَّ إِلَى رَبِّكَ الرُّجْعَى ﴿۸﴾ او په رښتینه كې (د ټولو) ورستنېدنه يوازې ستا د پالونكي پر لور ده . (۸)

 

أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى ﴿۹﴾ ايا هغه دې ليدلى،چې منع كوي، (۹)

 

عَبْدًا إِذَا صَلَّى ﴿۱۰﴾ [یو] بنده،چې نمونځ كوي (نو ايا د الهي عذاب وړ نه دى)؟!    (۱۰)

 

أَرَأَيْتَ إِن كَانَ عَلَى الْهُدَى ﴿۱۱﴾ ستا څه ګومان دى كه هغه پرسمه (لار) وي، (۱۱)

 

أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى ﴿۱۲﴾ (او خلكو ته) پر پرهېزګارۍ امر كوي؟!(آيا منع كول يې سم دي؟) . (۱۲)

 

أَرَأَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۱۳﴾ خبر مې كړه كه (دا منع كوونكى) حق دروغ وګڼي او ورشا كړي (ايا د الهي سزا وړ نه دى؟) (۱۳)

 

أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى ﴿۱۴﴾ آيا نه پوهېږي، چې بېشکه الله (ټول كړه وړه) ويني؟  (۱۴)

 

كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ ﴿۱۵﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې هغه خيال كوي) كه له خپل كاره لاس وانخلي؛نو د وچولي له وېښتو یې نيسو (اوعذاب ته يې راكاږو)، (۱۵)

 

نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ﴿۱۶﴾ (هماغه) د دروغجن ورانکار (انسان) وچولى! (۱۶)

 

فَلْيَدْعُ نَادِيَه ﴿۱۷﴾ خپله ډله دې راوبلي (چې ملاتړ يې وكړي)، (۱۷)

 

سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ ﴿۱۸﴾ موږ به ژر د عذاب پرښتې راوبلو (چې په دوزخ كې يې وروچوي)! (۱۸)

 

كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ﴿۱۹﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مه منه او سجده وكړه او (خداى ته) ورنژدې شه. (۱۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!