تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ آيا (د قيامت) د نغاړنده (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! ؟! (۱)   وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي، (۲)   عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿۳﴾ هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛خو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ آيا (د قيامت) د نغاړنده (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! ؟! (۱)

 

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي، (۲)

 

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿۳﴾ هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛خو څه پايله يې په برخه شوې نه ده)، (۳)

 

تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿۴﴾ [ناچار] سوځنده اور ته ورننوځي (او سوځي به) . (۴)

 

تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ ﴿۵﴾ د خوټېدونکې چيني اوبه ورڅښل كېږي؛ (۵)

 

لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ ﴿۶﴾ دوی ته بې له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو نور خواړه نه وي. (۶)

 

لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ ﴿۷﴾ (داسې خواړه،چې) نه یې څربوي او نه لوږه لرې كوي . (۷)

 

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ﴿۸﴾ پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي،(۸)

 

لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿۹﴾ خپلو هڅو ته خوشحال ،(۹)

 

فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۱۰﴾ په لوړ جنت كې به وي . (۱۰)

 

لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً ﴿۱۱﴾ هلته  هېڅ چټي خبره نه اوري . (۱۱)

 

فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿۱۲﴾ هلته پکې یوه چينه بهېږي، (۱۲)

 

فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ ﴿۱۳﴾ هلته اوچت اوچت تختونه دي، (۱۳)

 

وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ ﴿۱۴﴾ او(د دې چينې پرغاړه) كوزې ايښوول شوي دي، (۱۴)

 

وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿۱۵﴾ او کتار بالښتونه؛(۱۵)

 

وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿۱۶﴾ او (قيمتي) فرشونه غوړول شوي . (۱۶)

 

أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿۱۷﴾ آيا دوی اوښ ته نه ګوري، چې څرنګه پنځول شوى دى ؟! (۱۷)

 

وَإِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿۱۸﴾ او اسمان ته [نه ګوري]چې څرنګه اوچت کړای شوى دى ؟!  (۱۸)

 

وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿۱۹﴾ او غرونو ته [نه ګوري] چې څرنګه پر خپل ځاى درول شوي دي ؟! (۱۹)

 

وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿۲۰﴾ او ځمكې ته [نه ګوري] چې څرنګه هواره شوې ده ؟! (۲۰)

 

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ ﴿۲۱﴾ نو نصيحت كوه،چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې . (۲۱)

 

لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ ﴿۲۲﴾ ته پر دوی زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ (۲۲)

 

إِلَّا مَن تَوَلَّى وَكَفَرَ ﴿۲۳﴾ خو كه چا مخ واړاوه او كافر شو، (۲۳)

 

فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ ﴿۲۴﴾ نو الله به يې په ډېر سترعذاب وكړوي . (۲۴)

 

إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ ﴿۲۵﴾ په حقيقت كې راستنېدل يې يوازې زموږ لوري ته دي، (۲۵)

 

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ ﴿۲۶﴾ بيا په رښتینه كې د دوی حساب زموږ پر غاړه دى . (۲۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!