تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه   إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿۱﴾ په حقيقت كې ستا په چار کې مو څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛  (۱)   لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۲﴾ چې الله ستا له هغو تېرو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه

 

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿۱﴾ په حقيقت كې ستا په چار کې مو څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛  (۱)

 

لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۲﴾ چې الله ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي، چې درپورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړی) او خپله پېرزوېنه درباندې بشپړه كړي او سیده لار دروښيي؛ (۲)
وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا ﴿۳﴾ او الله په ناماتې بريا مرسته درسره  وكړي . (۳)
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۴﴾ (الله) هغه (ذات) دى، چې د مؤمنانو په زړونو كې يې ډاډېنه اچولې، چې خپل ايمانونه لا پياوړي كړي. د اسمانونو او ځمكې ټولې لښكرې يوازې د الله (د قدرت په ولكه كې) دي او الله پوه حكيم دى (۴)
لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِندَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۵﴾ (له هغې ښکاره بريا بله) موخه دا وه، چې مؤمنان او مؤمنانې (جنتي) باغونو ته ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي (او) تل به پكې اوسي او ګناهونه يې ترې ورژوي او دا (بښنه او جنت ته ورننووتنه) د الله په نزد ‏ستره بريا ده. (۵)
وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا ﴿۶﴾ او (همداراز) منافقان و منافقانې او مشركان و مشرکانې په عذاب كړي (چې د الله په اړه) بدګومانه دي (هو!) دوى په بدو (پېښو) كې پخپله راښکېل شول (چې مؤمنانو ته يې ددغسې پېښو اټكل كاوه) او الله پرې غوسه شو او له خپل رحمته يې لرې كړل او دوزخ يې ورچمتو كړى د ورتګ څومره ناوړه ټاټوبی! (۶)
وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۷﴾ د اسمانونو او ځمكې لښكرې يوازې د الله (د قدرت په ولكه كې) دي او الله ناماتى حکيم دى . (۷)

 

إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۸﴾ په حقيقت کې موږ ته (د دوی پر كړنو) شاهد، زېرګری او ګواښګرندی ورلېږلى يې، (۸)
لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۹﴾ چې (تاسې خلك) پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او [د پېغمبر] مرسته وكړئ (او د دښمنانو یې مخه ونيسئ) او درناوى يې وكړئ او [الله] سبا و بېګاه په پاكۍ وستايئ . (۹)
إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۰﴾ په حقيقت کې څوك چې له تا سره بيعت كوي، يوازې له الله سره بيعت كوي او د لاسونو له پاسه يې د الله (د قدرت) لاس دى؛ نو چاچې ژمنه ماته كړه؛ نو ايله يې پر خپل زيان ماته كړې ده او څوك چې له الله سره کړې ژمنه پوره كړي؛ نو ژر به ستره بدله وركړي. (۱۰)

 

سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۱﴾ له بېديانيو عربو، چې څوك (د حديبيې له سفره) شاته پاتې شوي ول، ژر به (په پلمه) ووايي: ((موږ خپلو شتمنيو او اولادونو بوخت كړي وو (چې د حديبيې په سفر كې مو ستا ملګرتيا ونكړاى شوه؛ ) نو بښنه راته وغواړه. )) دوى په خپلو ژبو هغه څه وايي، چې په زړونو كې يې نشته. ووايه: ((كه (الله) زيان يا ګټه دررسول وغواړي؛ نو څوك شته، چې د الله د پرېکړې د مخنيوي وس ورسره وي؟؛ بلكې څه چې کوئ الله ترې ښه خبر دى . (۱۱)
بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْمًا بُورًا ﴿۱۲﴾ بلكې تاسې ګومان كاوه، چې (د الله) استازى او مؤمنان به هېڅكله خپلو كورونو ته (روغ رمټ) راستانه نشي او په زړونو كې مو دا (ناسمه انګېرنه) ښه برېښېده او ډېره بدګوماني مو وکړه او د هلاکت وړ خلک وئ. )) (۱۲)
وَمَن لَّمْ يُؤْمِن بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَعِيرًا ﴿۱۳﴾ او څوک چې پر الله او استازي يې ايمان رانه وړي (؛ نو برخليك يې دوزخ دى؛ ځكه) چې كافرانو ته مو سوځنده اور چمتو كړى دى! (۱۳)
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۴﴾ او د اسمانونو او ځمكې مالكيت او واکمني يوازې د الله ده؛ چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي؛ نو) بښي يې او چاته یې چې خوښه شي (او وړ یې وي؛ نو) سزا وركوي او الله ډېر بښونكى [او] لورين دى. (۱۴)
سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۵﴾ هغه مهال چې تاسې د غنیمت لاس ته راوړو لپاره خوځېږئ (؛ نو د حديبيې له سفره) پاتې شوني درته وايي ((پرېږدئ، چې درپسې درشو. )) (په دې توګه) غواړي د الله خبره (او لارښوونه) واړوي؛ ووايه: ((راپسې رانشئ. هو! الله لا له مخه ستاسې په اړه دغسې ويلي وو. )) نو ژر به ووايي: (( (نه) بلكې كينه راسره كوئ. )) (داسې نه ده)؛ بلکې (دوى) بې له ډېرو لږو، ژور نه پوهېږي. (۱۵)
قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِن تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِن تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶﴾ د عربو (بېديانيو) پاتې شونيو ته ووايه: ((ژر به د يوه سخت جنګيالي قوم لوري ته وبلل شئ، چې ورسره وجنګېږئ يا (داچې) اسلام راوړي (او مسلمانان شي)؛ نو كه اطاعت وکړئ (بلنه مو ومنله، ) الله به ډېر ښه اجر دركړي او كه د پخوا په څېر مو مخ واړاوه (؛ نو الله) به مو په دردناك عذاب وربړوي!)) (۱۶)
لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۷﴾ پر ړوند، ګوډ، شل او ناروغ باك نشته (كه په جهاد كې برخه وانخلي) او څوك چې د الله او استازي يې اطاعت وكړي، هغه (جنتي) باغونو ته یې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي او څوك چې مخ واړوي، په دردناك عذاب يې كړوي! (۱۷)
لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا ﴿۱۸﴾ په رښتيا،  الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو، چې تر ونې لاندې يې بیعت درسره وكړ؛ نو (الله) پوه شو، چې په زړونو كې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ((نژدې بريا)) ورپر برخه كړه؛ (۱۸)
وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۹﴾ او (همداراز) ډېر غنیمتونه به ونيسي او الله ناماتى حكيم دى (۱۹)
وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۲۰﴾ الله له تاسې سره د ډېرو ولجو ژمنه كړې، چې ترلاسه به یې كړئ؛ نو ژر یې دا ( د خیبر ولجې) دركړې او د خلكو (د تېري) لاسونه يې درنه لنډ کړل، چې مؤمنانو ته يوه نښه شي او تاسې ته سیده لار دروښيي (۲۰)
وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿۲۱﴾ او همداراز نورې (ولجې ‏او برياوې مو په برخه كوي)، چې تر اوسه مو ترلاسه کړي نه دي، چې په يقين، الله پرې راچاپېر دى او الله پر هر څه وسمن دى.  (۲۱)
وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۲۲﴾ او كه كافرانو (د حديبيې په سېمه كې) جګړه درسره كړې واى (نو) هرومرو پر شا تمبېدل (او ماتې يې کوله ‏) بيا يې څوك ملاتړ او مرستندوى نه موندل . (۲۲)

 

سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ (دا ستاسې بریا او د کفارو ډار او ماتې) د الله قانون ‏دى، چې له پخوا را روان دى او د الله قانون به هېڅ بدلون ونه مومې. (۲۳)
وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِن بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۲۴﴾ او (الله) هغه (ذات) دى، چې د مكې په زړه کې یې پر کافرانو ستاسې تر بریا روسته د دوى لاسونه له تاسې او ستاسې لاسونه له دوى لنډ كړل [ چې جګړه پېښه نشي] او څه چې كوئ، الله يې لیدونکی دی. (۲۴)
هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۲۵﴾ دوى؛ هماغه دي، چې كافر شوي او تاسې يې هم له مسجدالحرامه منع كړي وئ او (همداراز ستاسې) د قربانۍ څاروي يې د حلالې ځاى ته له وررسېدو ايسار کړي وو او كه (په مكه كې) مؤمنان او مؤمنانې په ناپېژندګلو كې په لتاړ كې له منځه نه تلاى، چې (له دې لارې) په ناخبرۍ كې څه پړه، پېغور (او تاوان) يې ستاسې پر غاړه پاتېده (؛ نو الله هېڅكله ددې جګړې مخه نه نيوه) موخه دا وه، چې د الله چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپل رحمت كې يې ورننباسي او كه [په مكه كې مؤمنان او كافران] جلا شوي واى؛ (نو) موږ به هرومرو د دوی كافران [د جهاد په حکم] په دردناك عذاب کړولي واى! (۲۵)
إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۲۶﴾ (درياد كړه) چې كافرانو پخپلو زړونو كې د ناپوهۍ د زمانې هېنډه او ننګ ټينګ كړ؛ نو (په مقابل كې) الله پر خپل استازي او مؤمنانو ډاډ راښكته كړ او دوى يې د تقوى په وينا (او کړلار) پابند كړل او (دوى) يې وړ او اهل وو او الله پر هرڅه پوهېږي. (۲۶)
لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا ﴿۲۷﴾ په يقين،  الله د خپل استازي حقیقي خوب رښتيا کړ: كه الله وغواړي؛ نو هرومرو به په پوره امنيت او ډاډ مسجدالحرام ته ورننوځئ؛ خو د سر وېښتان به مو خرېيلي يا لنډ كړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ؛ نو (الله) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نه پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې یو نژدې بريا دركړه. (۲۷)
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ﴿۲۸﴾ (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى، چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د الله شاهدي بس ده. (۲۸)
مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾

 

محمد(ص) (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او په انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ نه ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده. (۲۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!