تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ پر سباوون قسم! (۱)   وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ او پر لسګونو شپو قسم! (۲)   وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ او پر جوفت او طاق قسم ! (۳)   وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ او قسم پر شپه، چې (د ورځې د رڼا پر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه
وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ پر سباوون قسم! (۱)

 

وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ او پر لسګونو شپو قسم! (۲)

 

وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ او پر جوفت او طاق قسم ! (۳)

 

وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ او قسم پر شپه، چې (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!! (۴)

 

هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ ﴿۵﴾ آيا په دې کې عقلمن ته کوم قسم شته ؟(۵)

 

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿۶﴾ آيا تا و نه ليدل، چې ستا پالونكي د ((عاد)) له قوم سره څه وكړل؟! (۶)

 

إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿۷﴾ (هماغه) ستنو والا   د ((ارم)) (ښار خلك)، (۷)

 

الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿۸﴾ چې سارى يې په ښارونو كې پيدا شوى نه و! (۸)

 

وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ﴿۹﴾ او د ثمود (قوم) چې په (خپلې) سيمې كې يې ډبرې توږلې (او سمڅې يې ترې جوړولې). (۹)

 

وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿۱۰﴾ او د ميخونو والا فرعون سره (يې څه وکړل)، (۱۰)

 

الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿۱۱﴾ هماغوى چې په ښارونو كې يې په تېري لاس پورې کړى و،  (۱۱)

 

فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿۱۲﴾ او هلته يې ډېر فساد خپور كړى و؛ (۱۲)

 

فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿۱۳﴾ نو  (ځکه) ستا پالونكي پر دوی د عذاب کوړه راپرېښوده!   (۱۳)

 

إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ﴿۱۴﴾ بېشكه ستا پالونكى (ظالمانو ته) په څارنځي كې دى. (۱۴)

 

فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ ﴿۱۵﴾ خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي (مغرورېږي) ؛نو وايي : (( پالونكي مې عزتمن كړم (؛ځکه ځاى يې راکې شته)!)) (۱۵)

 

وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ﴿۱۶﴾ او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو(نهيلېږي او) وايي : ((پالونكي مې سپک كړم !)) (۱۶)

 

كَلَّا بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ﴿۱۷﴾ هېڅكله داسې نه ده (کړه وړه مو سم نه دي)! بلكې پلارمړی نه پالئ، (۱۷)

 

وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۱۸﴾ او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، (۱۸)

 

وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا ﴿۱۹﴾ او (په حقه او ناحقه) ميراث خواره وسئ، (۱۹)

 

وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ﴿۲۰﴾ او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له امله يې ډېر ګناهونه كوئ). (۲۰)

 

كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا ﴿۲۱﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري!) هغه مهال چې ځمكه سخته وټکول شي (او هواره شي)، (۲۱)

 

وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ﴿۲۲﴾ او ستا (د) پالونكي [فرمان] راشي او پرښتې ليكه په ليكه،   (۲۲)

 

وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى ﴿۲۳﴾ او پر هغه ورځ چې دوزخ راوستل شي (هو) پر هغه ورځ انسان راویښېږي؛ خو دا ویښوالی څه ګټه ورته لري؟! (۲۳)

 

يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي ﴿۲۴﴾ وايې : ((كاش ما خپل [دغه] ژوند ته له مخكې (څه) رالېږلي واى !)) (۲۴)

 

فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ ﴿۲۵﴾ نو پر هغه ورځ څوک دهغه په څېر عذابول نه کوي. (۲۵)

 

وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ ﴿۲۶﴾ او نه دهغه په څېر (د ګناهګارانو) تړل کوي . (۲۶)

 

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾ ډاډمن نفسه (ځانه)! (۲۷)

 

ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿۲۸﴾ د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى، (۲۸)

 

فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾ نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه . (۲۹)

 

وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿۳۰﴾ او زما جنت ته ننوځه! . (۳۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!