تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ﴿۱﴾ ای د خوب څادر پر ځان راکښونکیه! (او په بستره كې پروته)!  (۱)   قُمْ فَأَنذِرْ ﴿۲﴾ پاڅه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه، (۲)   وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ﴿۳﴾ او یوازې خپل پالونكى ستر ګڼه، (۳)   وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ﴿۱﴾ ای د خوب څادر پر ځان راکښونکیه! (او په بستره كې پروته)!  (۱)

 

قُمْ فَأَنذِرْ ﴿۲﴾ پاڅه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه، (۲)

 

وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ﴿۳﴾ او یوازې خپل پالونكى ستر ګڼه، (۳)

 

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ﴿۴﴾ او خپلې جامې پاكې کړه،(۴)

 

وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ﴿۵﴾ او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه، (۵)

 

وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ ﴿۶﴾ او (د ورکړې) منت مه ږده او (چار دې) ستر مه شمېره، (۶)

 

وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ ﴿۷﴾ او د خپل پالونكي په پار زغمناک اوسه؛ (۷)

 

فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ ﴿۸﴾ نو چې په “شپېلۍ” كې پوكى وشي، (۸)

 

فَذَلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌ ﴿۹﴾    نو دا ورځ يوه سخته ورځ ده، (۹)

 

عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ ﴿۱۰﴾ [چې] پر كافرانو نا اسانه ده! (۱۰)

 

ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿۱۱﴾ ما هغه ته ورپرېږده،چې يوازې مې پيدا كړى دى! (۱۱)

 

وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَّمْدُودًا ﴿۱۲﴾ او ډېره شتمني مې وركړې ده، (۱۲)

 

وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿۱۳﴾ او (چوپړ ته چمتو او) ملاتړي زامن (مې وركړي دي)، (۱۳)

 

وَمَهَّدتُّ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿۱۴﴾ او ده ته مې (ژوندوزلې) پوره چمتو كړي دي. (۱۴)

 

ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿۱۵﴾ بيا [هم] تمه لري،چې ورزيات يې كړم .(۱۵)

 

كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿۱۶﴾ هېڅكله به داسې ونشي[؛ ځكه] هغه خو زموږ د آيتونو سخت دښمن شوی دى. (۱۶)

 

سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿۱۷﴾ ژر به يې له زیاتېدوني کړاوونو سره مخ کړم؛ (۱۷)

 

إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿۱۸﴾ [ځكه]  (له قرآن سره مبارزې ته) یې سوچ وكړ او (طرحه يې) وسنجوله . (۱۸)

 

فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۱۹﴾ نو مرګ پر ده! څرنګه يې (له حق سره د مبارزې طرحه) وسنجوله؟!(۱۹)

 

ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۲۰﴾ بيا هم مرګ پر ده، چې څرنګه يې (طرحه او خپله شيطاني نقشه) وسنجوله؟! (۲۰)

 

ثُمَّ نَظَرَ ﴿۲۱﴾ بيا يې وكتل، (۲۱)

 

ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿۲۲﴾ ورپسې يې مخ تريو او تندى ګونجې كړ؛ (۲۲)

 

ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿۲۳﴾ بيا يې (حق ته) شا واړوله او لويي يې وكړه،(۲۳)

 

فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿۲۴﴾ او و يې ويل : ((دا (قرآن) بېدو له پخوا راروانې کوډې دي.      (۲۴)

 

إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿۲۵﴾ دا هسې د بشر خبرې دي (نه د الله وينا).)) (۲۵)

 

سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿۲۶﴾ (خو) ژر به يې سقر [= ځوروونكي دوزخ] ته ورننباسم او (سوځوم يې)! (۲۶)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ ﴿۲۷﴾ او ته پوهېږې،چې ((سقر)) څه دى؟! (۲۷)

 

لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ ﴿۲۸﴾ (داسې اور دى، چې له بدنه) څه نه ترې پاتېږي او نه څه خوشې کوي . (۲۸)

 

لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ﴿۲۹﴾ چې سوځنده دى [او د] پوټكي [رنګ] تور اړوي . (۲۹)

 

عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴿۳۰﴾ چې [د عذاب] نو لس (پرښتې) پرې ګومارل شوي دي . (۳۰)

 

وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ ﴿۳۱﴾ او د دوزخ چوپړيالان مو بېدو (د عذاب) پرښتې ټاکلي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او داچې د زړونو رنځوران او كافران ووايي: ((له دې شمېره (=١٩) د الله څه منظور دى؟)) همدا شان د الله چې چا ته خوښه شي (د دوی د كړنو په پار) بېلارې كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پر شمېر] يوازې پخپله الله پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده څه نه دي . (۳۱)

 

كَلَّا وَالْقَمَرِ ﴿۳۲﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري) پر سپوږمۍ قسم! (۳۲)

 

وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ ﴿۳۳﴾ او پر شپه قسم،چې (لمن راټوله او) شا كړي ! (۳۳)

 

وَالصُّبْحِ إِذَا أَسْفَرَ ﴿۳۴﴾ او پر سهار قسم، چې روڼ شې! (۳۴)

 

إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ ﴿۳۵﴾ بېشكه چې دا (قيامت يا قرآن) يو له سترو (نښو) ځنې دى .     (۳۵)

 

نَذِيرًا لِّلْبَشَرِ ﴿۳۶﴾ په ګردو بشري ټولنو کې انسانانو ته ګواښګرندی دى؛ (۳۶)

 

لِمَن شَاء مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ ﴿۳۷﴾ ستاسې خوښه،چې (د لارښوونې او نېكۍ پر لور) وړاندې ځئ او که روسته (ترې) پاتېږئ . (۳۷)

 

كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ ﴿۳۸﴾ هر څوك په خپلو كړنو کې ښکېل دى . (۳۸)

 

إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ ﴿۳۹﴾ خو بې د ښي لاس والاوو، (۳۹)

 

فِي جَنَّاتٍ يَتَسَاءلُونَ ﴿۴۰﴾ چې په جنتي باغونو كې (دي او) پوښتي (۴۰)

 

عَنِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۴۱﴾ له ګناهګارانو:  (۴۱)

 

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ﴿۴۲﴾ (( تاسې څه څيز ځوروونکي دوزخ (سقر) ته بوتلئ؟!))  (۴۲)

 

قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ ﴿۴۳﴾ وايي : ((موږ له لمونځ کوونکيو ځنې نه وو،(۴۳)

 

وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ ﴿۴۴﴾ او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول، (۴۴)

 

وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ ﴿۴۵﴾ او تل له باطل پالو سره ملګري او يوه خوله وو، (۴۵)

 

وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۴۶﴾ او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله، (۴۶)

 

حَتَّى أَتَانَا الْيَقِينُ ﴿۴۷﴾ تر دې چې مرګ مو راغى .)) (۴۷)

 

فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ ﴿۴۸﴾ نو (له همدې لامله) د سپارښتګرو سپارښت ګټه نه وررسوي . (۴۸)

 

فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ ﴿۴۹﴾ نو څه پر دوی شوي، چې له پنده (قرآن) مخ اړوونكي دي؟! (۴۹)

 

كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ ﴿۵۰﴾ لكه چې دوى ترهیدلي خره دي، (۵۰)

 

فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍ ﴿۵۱﴾ چې له زمري تښتېدلي وي! (۵۱)

 

بَلْ يُرِيدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُؤْتَى صُحُفًا مُّنَشَّرَةً ﴿۵۲﴾ بلكې دوی هر يو غواړي (د الله له لوري) پرانستى ليك وركړاى شي. (۵۲)

 

كَلَّا بَل لَا يَخَافُونَ الْآخِرَةَ ﴿۵۳﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوی یې وايي)؛  بلكې دوی له اخرته نه وېرېږي. (۵۳)

 

كَلَّا إِنَّهُ تَذْكِرَةٌ ﴿۵۴﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوی وايي) په رښتینه كې دا (قرآن) یوه یادونه ده؛  (۵۴)

 

فَمَن شَاء ذَكَرَهُ ﴿۵۵﴾ نو د چا چې خوښه وي، پند دې ترې واخلي؛(۵۵)

 

وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ هُوَ أَهْلُ التَّقْوَى وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ ﴿۵۶﴾ او پند ترې هله اخلي، چې د الله خوښه شي، (په يقين) الله د تقوا (او ځان ساتنې) سرچينه او د بندګانو د بښنې اختيارمن دى (۵۶)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!