تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ ﴿۱﴾ اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه ! (۱)   قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲﴾ د شپې راپاڅه؛ خو بې له لږې برخې . (۲)   نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ﴿۳﴾ نيمايي یې يا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ ﴿۱﴾ اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه ! (۱)

 

قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲﴾ د شپې راپاڅه؛ خو بې له لږې برخې . (۲)

 

نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ﴿۳﴾ نيمايي یې يا لږه ترې كمه، (۳)

 

أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ﴿۴﴾ يا يو څه پرې ورزياته كړه او قرآن په ځير،کرار کرار او څرګند لوله؛ (۴)

 

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا ﴿۵﴾ ځكه ژر به پر تا یوه درنه وينا نازله كړو. (۵)

 

إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا ﴿۶﴾ په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړه او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى . (۶)

 

إِنَّ لَكَ فِي اَلنَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا ﴿۷﴾ [ځكه]د ورځې درته اوږده بوختیا وي. (۷)

 

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا ﴿۸﴾ او د خپل پالونكي نامه يادوه او يوازې پر هغه زړه وتړه . (۸)

 

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا ﴿۹﴾ (هغه) د ختيځ او لويديځ پالونكى دى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛ نو (خپل) كارساز يې ونيسه . (۹)

 

وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا ﴿۱۰﴾ او (دښمنان) چې څه وايي،صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې شه . (۱۰)

 

وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا ﴿۱۱﴾ او ما دروغ ګڼونکیو بډايانو ته ورپرېږده او لږ مهلت وركړه، (۱۱)

 

إِنَّ لَدَيْنَا أَنكَالًا وَجَحِيمًا ﴿۱۲﴾ چې له موږ سره درنې زولنې او د دوزخ (اور) دى . (۱۲)

 

وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۳﴾ او په مرۍ كې نښتونكي خواړه او دردناك عذاب دى! (۱۳)

 

يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَّهِيلًا ﴿۱۴﴾ پر هغه ورځ چې ځمكه او غرونه وخوځي او غرونه د شګو د روانو ډېریو په څېر شي . (۱۴)

 

إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا ﴿۱۵﴾ په رښتینه كې موږ تاسې ته استازى درلېږلى، چې پر تاسې شاهد دى؛  لكه چې فرعون ته موږ (هم) استازى ورلېږلى و. (۱۵)

 

فَعَصَى فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْنَاهُ أَخْذًا وَبِيلًا ﴿۱۶﴾ نو فرعون له استازي سرغړونه وکړه؛ نو ډېر سخت مو راګېر کړ. (۱۶)

 

فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا ﴿۱۷﴾ نو كه تاسې يې و نه منئ؛  څرنګه به [خپل ځانونه] د هغې ورځې له [عذابه] وساتئ، چې [سختي يې] کوچنيان بوډاگانوي (۱۷)

 

السَّمَاء مُنفَطِرٌ بِهِ كَانَ وَعْدُهُ مَفْعُولًا ﴿۱۸﴾ ( داسې ورځ،چې) اسمان يې له (هېبته) چوي، ژمنه یې ترسره كېدونې ده . (۱۸)

 

إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۱۹﴾ په حقيقت كې دا (آيتونه) نصيحت دي؛نو د چا چې خوښه وي،د خپل پالونكي پلو ته دې لار غوره کړي . (۱۹)

 

إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۰﴾ په رښتینه كې ستا پالونكى پوهېږي، چې رښتيا ته د شپې له درېیو نه دوو برخو ته نژدې يا يې نيمايي يا يې درېیمه برخه [لمانځه ته] پاڅې او ستا له ملګرو يوه ډله هم (دغسې کوي) او الله دى، چې شپه و ورځ شمېري او هغه پوه دی، چې تاسې (عبادت ته) په (ځير) وخت شمېرلای نشئ؛  نو درتېر شو؛  نو له قرآنه چې څومره درته (شوني او) اسان وي، هرومرو ولولئ. (هغه) پوهېږي، چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر وځي او الهي فضل (او روزي) به ترلاسه كوي او بله (ډله) به د الله په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛  نو څومره، چې درته (شوني او) اسان وي، هماغومره لولئ. لمونځ وكړئ، زكات وركړئ او الله ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ [= په لار كې یې لګښت وكړئ] او (پوه شئ)، هره نېكي، چې له مخكې خپلو ځانونو ته لېږئ (؛ نو) له الله سره به يې ډېره غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له الله بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۲۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!