تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دلوراند او لورین څښتن په نامه   وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ ﴿۱﴾ افسوس پر ډنډۍ وهوونكيو! (۱)   الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُواْ عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿۲﴾ هغوی چې له خلكو په پيمانه (څه) اخلي (؛  نو) پوره يې اخلي؛ (۲)   وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿۳﴾ خو چې دوی نورو ته پيمانه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دلوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ ﴿۱﴾ افسوس پر ډنډۍ وهوونكيو! (۱)

 

الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُواْ عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿۲﴾ هغوی چې له خلكو په پيمانه (څه) اخلي (؛  نو) پوره يې اخلي؛ (۲)

 

وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿۳﴾ خو چې دوی نورو ته پيمانه وركوي يا څه ورتلي (؛نو) كم يې وركوي . (۳)

 

أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ ﴿۴﴾ ايا دوى ګومان نه كوي،چې راپاڅول كېږي، (۴)

 

لِيَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۵﴾ [د قيامت] د سترې ورځې [د حساب] لپاره؟! (۵)

 

يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶﴾ هغه ورځ،چې خلك به  نړۍ پالونکي ته درېږي (۶)

 

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ ﴿۷﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې د قيامت په باب انګېري) بېشكه چې د بدچارو كړنليكونه په ((سجين)) كې دي . (۷)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ ﴿۸﴾  څه پوهېږې،چې ((سجين)) څه دى؟! (۸)

 

كِتَابٌ مَّرْقُومٌ ﴿۹﴾ يو ليكل شوى كتاب (او حتمي برخليك) دى .(۹)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۰﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي!(۱۰)

 

الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۱۱﴾ هغوى چې د جزا ورځ دروغ ګڼي . (۱۱)

 

وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿۱۲﴾ او دروغ یې نه بولي؛ خو بې له پولو وراووښتي ګناهګارانو. (۱۲)

 

إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ (هماغه) چې زموږ آيتونه ورولوستل شي؛نو وايي: (( [دا] د پخوانيو قيصې دي.)) (۱۳)

 

كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى انګېري؛ ) بلكې زړونه یې بدیو زنګ کړي دي . (۱۴)

 

كَلَّا إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ ﴿۱۵﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري)؛بيشكه دوى پر هغه ورځ د خپل پالونكي له (ليدو) بې برخې شوي دي (۱۵)

 

ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِيمِ ﴿۱۶﴾ بيا په يقين،چې دوى هرومرو دوزخ ته ورننوتوونکي دي (او سوځي)! (۱۶)

 

ثُمَّ يُقَالُ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۱۷﴾ بيا (ورته) ويل كېږي : ((دا هماغه څه دي،چې تل مو دروغ ګڼل!)) (۱۷)

 

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ ﴿۱۸﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې د معاد په باب انګېري) بېشكه د نېكانو كړنليك په ((عليين)) كې دى . (۱۸)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ ﴿۱۹﴾ او ته څه پوهېږې،چې ((عليين)) څه دى؟!(۱۹)

 

كِتَابٌ مَّرْقُومٌ ﴿۲۰﴾ [هغه] يو ليكلى كتاب او (حتمي برخليك) دى، (۲۰)

 

يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۲۱﴾ چې الهي مقربان یې څاري او شاهدي پرې ورکوي.   (۲۱)

 

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ﴿۲۲﴾ بېشكه نېكان هرومرو په ډول ډول نعمتونو كې دي .    (۲۲)

 

عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ ﴿۲۳﴾ پر تختونو (ناست او د جنت د ښكلاوو) نندارې به کوي . (۲۳)

 

تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ ﴿۲۴﴾ او د دوی په څېرو كې به د نعمتونو د پرېمانۍ خوښي له ورايه وپېژنې . (۲۴)

 

يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ ﴿۲۵﴾ سرپټي نږه شراب پرې ورڅښل كېږي .(۲۵)

 

خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ ﴿۲۶﴾ مهر یې له مشکو دی او باید ددې (جنتي نعمتونو د لاس ته راوړو لپاره) سيالان يو له بل سره عزتمنه سيالي وکړي . (۲۶)

 

وَمِزَاجُهُ مِن تَسْنِيمٍ ﴿۲۷﴾ په دې (پاكو) شرابو كې ((تسنيم)) ګډ دي؛ (۲۷)

 

عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ ﴿۲۸﴾ یوه چينه ده، چې (الله ته) نژدې خلک يې ترې څښي . (۲۸)

 

إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ ﴿۲۹﴾ په رښتینه كې (په دنيا كې) ګناهګارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، (۲۹)

 

وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ ﴿۳۰﴾ او چې تر څنګ به یې تېرېدل؛نو د ملنډو سترګكونه یې ورپورې وهل .(۳۰)

 

وَإِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمُ انقَلَبُواْ فَكِهِينَ ﴿۳۱﴾ او چې خپلو كورنيو او هم اندو ته ورستنېدل؛ نو [له خپلو ملنډو به] خوشحال او خندان ورستانه شول [او هلته يې هم په خپلمنځي ټوکو کې پر مؤمنانو ملنډې وهلې] (۳۱)

 

وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاء لَضَالُّونَ ﴿۳۲﴾ او چې دوى (مؤمنان) یې ليدل (؛نو) ويل يې: (دا يو بېلارې ټولى دى .)) (۳۲)

 

وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ ﴿۳۳﴾ حال دا [كافرانو ته] پر هغوى [= مؤمنانو] د څارنې دنده نه وه سپارل شوې .(۳۳)

 

فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ﴿۳۴﴾ نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي، (۳۴)

 

عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ ﴿۳۵﴾ پر خپلو تختونو ناست (او سپېره برخليك ته يې) ګوري . (۳۵)

 

هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ [چې وګوري] ايا كافرانو ته د خپلو کړنو سزا وركړه شوه؟ (۳۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!