تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ یو غوښتونكي پېښېدونكی عذاب وغوښت. (۱)   لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي . (۲)   مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ ﴿۳﴾ او د ذى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ یو غوښتونكي پېښېدونكی عذاب وغوښت. (۱)

 

لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي . (۲)

 

مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ ﴿۳﴾ او د ذى المعارج [د اسماني درجو د څښتن] الله له لوري دى . (۳)

 

تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿۴﴾ پرښتې  او روح [= د الله مقربه پرښته] پر هغه ورځ ورخېژي، چې د پنځوس زرو (۵۰،۰۰۰) كالو هومره ده، (۴)

 

فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا ﴿۵﴾ نو په غوره زغم زغمناك وسه؛ (۵)

 

إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا ﴿۶﴾ [ځكه] چې دوى یې لرې انګېري، (۶)

 

وَنَرَاهُ قَرِيبًا ﴿۷﴾ او (موږ) يې نژدې وينو.(۷)

 

يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاء كَالْمُهْلِ ﴿۸﴾ هغه ورځ،چې اسمان د ويلي شويو غوړيو (يا فلز) په څېر شي، (۸)

 

وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ﴿۹﴾ او غرونه به د رنګينو ډانډس شويو وړيو په څېر شي!(۹)

 

وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا ﴿۱۰﴾ او دوست به دوست و نه پوښتي . (۱۰)

 

يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ ﴿۱۱﴾  دوستان ورښوول كېږي (خو هر څوك پخپلو خولو كې ډوب وي) ګناهګار هيله كوي، چې كاش د هغې ورځې له عذابه د (ژغورلو لپاره) خپل زامن په بدل کې ورکړي؛ (۱۱)

 

وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ ﴿۱۲﴾ او (همداراز) خپله مېرمن او خپل ورور، (۱۲)

 

وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْويهِ ﴿۱۳﴾ او (همداراز) خپل ټبر،چې تل يې ملاتړ ترې كاوه،(۱۳)

 

وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ ﴿۱۴﴾ او (همداراز) څه چې په ځمكه دي، ټول يې (په تاوان كې وركول)،چې ویې ژغوري ؛ (۱۴)

 

كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ﴿۱۵﴾ (خو) هېڅكله داسې نه ده (چې په دې به وژغورل شي. هو!) په رښتینه كې دا (دوزخ) يو ژبغړاندى اور دى! (۱۵)

 

نَزَّاعَةً لِّلشَّوَى ﴿۱۶﴾ (چې) د سر او وریت شوي بدن پوټكی وباسي . (۱۶)

 

تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى ﴿۱۷﴾ (دوزخ) هغه رابولي (او رانغاړي)، چې [حق ته يې] شا كړې او [له ايمانه يې] مخ ګرځولى وي،(۱۷)

 

وَجَمَعَ فَأَوْعَى ﴿۱۸﴾ او(همداراز هغوى چې شتمني يې) راټوله او زېرمه كړې وي . (۱۸)

 

إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا ﴿۱۹﴾ په رښتيا، انسان حريص او بى حوصلې پيدا شوى دى، (۱۹)

 

إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا ﴿۲۰﴾ چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي، (۲۰)

 

وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا ﴿۲۱﴾ او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)، (۲۱)

 

إِلَّا الْمُصَلِّينَ ﴿۲۲﴾ خو بې له لمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)،(۲۲)

 

الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ﴿۲۳﴾ هغوى چې تل خپل لمونځونه كوي؛ (۲۳)

 

وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ ﴿۲۴﴾ او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي، (۲۴)

 

لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۲۵﴾ د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)،(۲۵)

 

وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۲۶﴾ او هغوى چې د جزا ورځې حقانیت تصدیقوي، (۲۶)

 

وَالَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ ﴿۲۷﴾ او هغوى چې د خپل پالونكي له عذابه وېرېږي، (۲۷)

 

إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ ﴿۲۸﴾ (ځكه) چې د خپل پالونكي له عذابه يې ډاډمنتیا نشته، (۲۸)

 

وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۲۹﴾ او هغوى چې (په جنسي چارو كې) پاكلمني دي، (۲۹)

 

إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿۳۰﴾ خو بې له خپلو مېرمنو او وينځو،چې په حقيقت كې (په دې اړه) پرې پړه نشته . (۳۰)

 

فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿۳۱﴾ نو څوك چې له دې [پولې] پښه واړوي؛ نو همدوى پوله ماتي دي .(۳۱)

 

وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿۳۲﴾ او هغوى چې خپل امانتونه او ژمنې پالي، (۳۲)

 

وَالَّذِينَ هُم بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ ﴿۳۳﴾ او هغوى چې پر خپلو شاهديو ولاړ وي، (۳۳)

 

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۳۴﴾ او هغوى چې خپل لمونځونه ساتي، (۳۴)

 

أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ ﴿۳۵﴾ همدوى به په (جنتي) باغونو كې عزتمن شوي وي .(۳۵)

 

فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ ﴿۳۶﴾ نو پر دې كافرانو څه شوي،چې په منډو درځغلي؟ (۳۶)

 

عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ ﴿۳۷﴾ له ښي او كيڼ لوري ډله ډله (راځي او د جنت هيله لرې)! (۳۷)

 

أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ ﴿۳۸﴾ ایا له دوی هر يو (په خپلو ناوړه كړنو سره) تمه لري، چې د نعمتونو ډك جنت ته ورننايستل شي؟! ؟! (۳۸)

 

كَلَّا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ هېڅكله داسې نه ده؛ په حقيقت كې دوى مو له هغه څه پيدا كړي،چې [پخپله] يې پېژني . (۳۹)

 

فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ ﴿۴۰﴾ نو د ختيځونو او لوېدیځونو پر پالونكي قسم،چې بېشكه موږ وسمن يو، (۴۰)

 

عَلَى أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۴۱﴾ دا چې د دوی پرځاى تر دوی غوره راولو او موږ بېوسې نه يو؛

(۴۱)

 

فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۴۲﴾ نو دوی پر خپل حال پرېږده، چې [په خپلو باطلو كې] ورګډ وي او لوبې کوي، تر هغه وخته، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي، چې ژمنه يې ورسره كېږي . (۴۲)

 

يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ ﴿۴۳﴾ پر هغه ورځ، چې په تلوار له (خپلو قبرونو) راوځي؛  لكه چې ته وا د لګول شویو نښو پر لور په منډه وي؛ (۴۳)

 

خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۴۴﴾ دوی سترګې به (له شرم او ډاره) ټیټې او خړې وي او سپكاوي به رانغښتې وي! دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه یې ورسره كېده. (۴۴)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!