تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۱﴾ مؤمنانو! زما له دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ! تاسې له هغوی ‏سره دوستانه اچوئ او حال دا کوم حق دین چې تاسې ته درغلی، دوی ترې منکر دي (پردې سربېره) دوى (د الله) استازى او تاسې له دې لامله کډوال کړئ، چې پر خپل پالونكي ((الله)) مو ايمان راوړى كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ په لټه کې وتلي یاست (؛ نو دوستي ورسره و نه کړئ ولې) په پټه هغوی ته د دوستۍ پېغام استوئ، حال دا چې زه مو له پټو خوالو او ښکاره کړنو خبر یم او له تاسې چې څوک دا (كار) وكړي؛ نو په رښتیا له سمې لارې اوښتى دى . (۱)
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاء وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿۲﴾ كه پر تاسې لاسبري شي (بيا به هم) ستاسې دښمنان وي؛ خپل لاسونه او ژبې به ستاسې ځورونې ته درغځوي او هيلمن دي، چې تاسې (بېرته) كافران شئ (۲)
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳﴾ د قيامت پر ورځ به ستاسې خپلوان او اولادونه [چې د سلامتۍ لپاره يې له کفارو سره دوستي کوئ] هېڅ ګټه در و نه رسوي (الله پر هغه ورځ) ستاسې ترمنځ بېلتون [د قيامت پر ورځ د خپلوۍ اړيکې پرې کېږي، تاسې پاتېږئ او کړنې مو] راولي او الله مو د کړنو ښه ليدونکى دى. (۳)
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَءاؤا مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۴﴾ په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده، چې کله يې خپل قوم ته وويل: ((په رښتینه كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د الله پر ځاى لمانځئ، کرکجن يو، ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې ترمنځ تر هغه چې په يوه الله ايمان راوړئ، تلپاتې كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار ته يې وويل: زه به هرومرو بښنه درته وغواړم، که څه زما په وس کې نشته، چې له الله نه څه درته ترلاسه کړم. پالونكيه! پر تا مو بروسه كړې او يوازې تا ته مو مخ کړى او ستنېدا ستا لوري ته ده . (۴)
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۵﴾ پالونكيه! موږ كافرانو ته ‏د ازمېښت (وزله) مه کړې! (کافران راباندې لاسبري مه کړه) او و مو بښه. پالونكيه! په رښتيا همدا ته بريمن حكيم يې. )) (۵)
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶﴾ په يقين، تاسې ته د دوى په (دود) كې د لاروۍ (لپاره) غوره (بېلګه) ده؛ هغه چا ته چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او څوك چې سرغړونه وکړي (؛ نو ځان ته به يې زيان رسولى وي؛ ځكه چې) يوازې الله موړ ستايل شوی دى (۶)
عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۷﴾ هېله ده الله ستاسې او (له مشركانو) د هغو كسانو ترمنځ (په اسلام راوړو یې) دوستي او مينه پيدا كړي، چې دښمني ورسره لرئ او الله وسمن دى (او) الله ډېر بښونكى لورين دى . (۷)
لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۸﴾ الله تاسې ‏له هغو كسانو سره د نېكۍ، عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي، چې د دين په اړه يې جګړه درسره نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې الله (مقسطین) انصاف ګر خوښوي . (۸)
إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹﴾ الله يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي، چې د دين په اړه يې جګړه درسره كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې يو د بل لاسنيوى كړى او څوك چې دوستي ورسره وكړي؛ نو همدا دوى ظالمان دي (۹)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ مؤمنانو!چې مؤمنې مهاجرې ښځې درغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، الله یې پر ايمان ښه پوهېږي او كه درمعلومه شوه، چې مؤمنې دي؛ نو كفارو ته يې مه ورستنوئ، نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او څه يې چې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي، ور یې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده مو ورسره څه ګناه نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې پخپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛ لكه چې څنګه هغوى (د هغو ښځو) مهر درنه غواړي (چې ترې بېلې شوې دي، ) دا د الله حكم دى، چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او الله پوه حکيم دى . (۱۰)
وَإِن فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِّنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُم مِّثْلَ مَا أَنفَقُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ او که ستاسې له ښځو کومه يوه کافرانو ته ولاړه او(ستاسې غوښتل شوى مهر يې درنه کړ او له کفارو مو) غنيمت ونيوه؛ نو(له غنايمو) تر ټولو ړومبى همدغو سړيو ته چې ښځې يې تللي دي، هومره ورکړئ، چې د هغوى واده ته يې لګولي او [خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ، چې ايمان پرې لرئ. (۱۱)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲﴾ پېغمبره! چې کله مؤمنې ښځې بيعت ته درشي (؛ نو شرط به يې دا وي): له الله سره به هېڅ څيز نه شريكوي؛ غلا او زنا به نه كوي؛ خپل مټینګي (ارمونى اولاد) به په دروغو په خپل مېړه پورې نه ورتړي او په ښو (چارو) كې به سرغړونه درځنې نه کوي؛ نو بيعت ورسره وكړه او له الله بښنه ورته وغواړه، چې الله ډېر بښونكى لورين دى .(۱۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ ﴿۱۳﴾ مؤمنانو! له هغې ډلې سره دوستي مه كوئ، چې الله پرې غوسه شوى، په يقين دوى له اخرته نهيلي دي؛ لكه چې کافران په قبرونو کې د پرتو خلکو له راژوندي کېدو (یا مړه کافران چې د الله له ثواب او رحمته) نهيلي دي . (۱۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!