تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورين څښتن په نامه إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿۱﴾  چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د خداى استازى يې.)) او خداى پوهېږي،چې يې استازى يې او خداى شاهدي وركوي،چې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورين څښتن په نامه
إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿۱﴾  چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د خداى استازى يې.)) او خداى پوهېږي،چې يې استازى يې او خداى شاهدي وركوي،چې منافقين بېخي دروغجن دي (او پر خپلو خبرو ايمان نه لري) .(۱)
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲﴾  خپل قسمونه يې ځان ته ډال کړي او (خلك) يې د خداى له لارې منع كړي، په رښتيا چې دوی ناوړه چارې كوي! (۲)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۳﴾  دا ځكه چې لومړى یې ايمان راووړ او بيا كافران شول؛نو له همدې امله يې پر زړونو مهر ولګول شو او په حقيقت کې دوی ژور نه پوهېږي . (۳)
وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۴﴾  او چې ويې وينې (؛نو) له څېرو به يې حيران شې او كه وغږېږي (؛نو) خبرو ته به يې غوږ ونيسې (؛خو) په رښتینه كې هغوى (دېوال ته) د درول شويو (وچو) لرګيو په څېر دي ( چې هيڅ ايمان او معرفت نه لري او دا چې باطن يې ناسم او بد اندي دي؛ نو)! هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، دوى (ستا واقعي) دښمنان دي؛نو ځان ترې وساته! خداى دې دوى هلاک کړي، چې څرنګه (له حقه) كږېږي؟ (۴)

 

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ ﴿۵﴾  او چې ورته ويل كېږي : (( راشئ،چې د خداى استازى بښنه درته وغواړي)) (؛نو) د (ملنډو، كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او وینې يې،چې له خبرو دې په کبر مخ اړوي . (۵)
سَوَاء عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۶﴾  دوى ته بې توپېره ده،بښنه ورته وغواړې كه ونه غواړې؛خداى يې هېڅكله نه بښي[؛ځكه] چې خداى پوله ماتو ته سمه لار نه ورښيي . (۶)
هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا عَلَى مَنْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۷﴾  دوى هغه كسان دي،چې وايي:(( پر هغو کسانو (خپل مالونه) مه لګوئ،چې د خداى له استازي سره دي، چې خپاره واره شي .)) (خو بې خبره دي،چې) د اسمانونو او ځمكې د خزانو خاوند خو يوازې خداى دى؛خو منافقان نه پوهېږي . (۷)
يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۸﴾  (منافقين) وايي : ((كه مدينې ته ورستانه شول؛ نو هرو مرو عزتمن به (دا) بې عزته وشړي!)) حال دا چې عزت خو يوازې د خداى، د استازي یې او مؤمنانو ځانگړنه ده؛خو دوه مخي په دې نه پوهېږي . (۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹﴾  مؤمنانو! خپلې شتمنۍ او اولادونه مو د خداى له يادولو غافل او پر ځان بوخت نه كړي او څوك چې دغسې وكړي؛ نو همدوى زيانمن دي . (۹)
وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۰﴾  او څه چې مو درروزي کړي (د خداى په لار كې) یې مخكې تردې ولګوئ،چې کوم یوه ته مو مرګ درشې او ووايي : ((پالونكيه! لږ خو به دې زما اجل ځنډولى واى،چې (د خداى په لار كې) خیرات وركړم او له نېكانو ځنې شم؟!)) (۱۰)
وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاء أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۱﴾ او د چا چې اجل راشي خداى يې هېڅكله مرګ نه ځنډوي او خداى مو له کړنو ښه خبر دى . (۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!