تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى ﴿۱﴾ قسم پر ستوري،چې پرېوځي! (۱) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى ﴿۲﴾ چې ستاسې ملګرى [=محمد(صلی الله عليه و آله و سلم)] نه بېلارې شوى او نه يې مقصد ورك كړى دى؛ (۲) وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴿۳﴾ او نه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى ﴿۱﴾ قسم پر ستوري،چې پرېوځي! (۱)
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى ﴿۲﴾ چې ستاسې ملګرى [=محمد(صلی الله عليه و آله و سلم)] نه بېلارې شوى او نه يې مقصد ورك كړى دى؛ (۲)
وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴿۳﴾ او نه د ځاني غوښتنو له مخې غږېږي . (۳)
إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ﴿۴﴾ (بلکې) خبرې يې يوازې وحې ده،چې ورته رالېږل كېږي .   (۴)
عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى ﴿۵﴾ هغه ته پياوړي ځواکمن ورښوولي دي ؛ (۵)
ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى ﴿۶﴾ (هغه) ځواکمن دی، چې (پر هر څه) تسلط او لاسبري لري‏، (۶)
وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى ﴿۷﴾ او هغه پر لوړه څنډه و. (۷)
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى ﴿۸﴾ بيا نژدې شو او راكېووت، (۸)
فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى ﴿۹﴾ تر دې چې (له پېغمبر سره يې) واټن د دوو لينديو هومره يا لږ و، (۹)
فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى ﴿۱۰﴾ نو (دلته الله) چې څه وحې كول،خپل بنده ته يې وحې كړل . (۱۰)
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى ﴿۱۱﴾ څه چې (د پېغمبر پاک) زړه وليدل،ترې منکر نشو . (۱۱)
أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى ﴿۱۲﴾ ايا څه يې چې ليدلي، په باب يې شخړه ورسره كوئ؟! (۱۲)
وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى ﴿۱۳﴾ او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد، (۱۳)
عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى ﴿۱۴﴾ له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره، (۱۴)
عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى ﴿۱۵﴾ چې څېرمه ورته جنت الماوى (د جنتي ګلبڼ روستى دمه ځاى) دى . (۱۵)
إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى ﴿۱۶﴾ په هغه وخت کې،چې سدرة المنتهى يو څه [= تتې رڼا] پوښلې وه، (۱۶)
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى ﴿۱۷﴾ نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل واقعيت و). (۱۷)
لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى ﴿۱۸﴾ په يقين،د خپل پالونكي (ځينې) سترې نښې يې وليدې . (۱۸)
أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى ﴿۱۹﴾ (مشركانو!) ما له لات او عزى خبر كړئ، (۱۹)
وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى ﴿۲۰﴾ او بل درېیم منات (چې د الله لوڼې يې بولئ). (۲۰)
أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنثَى ﴿۲۱﴾ ايا (په ګومان مو) ستاسې برخه به زامن وي او د الله برخه به لوڼې وي؟! (تاسې خو لوڼې بې ارزښته ګڼئ!) (۲۱)
تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَى ﴿۲۲﴾ چې دا (خو) ناسمه ايشنه ده . (۲۲)
إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنفُسُ وَلَقَدْ جَاءهُم مِّن رَّبِّهِمُ الْهُدَى ﴿۲۳﴾ دا خو يوازې یو څو نامې دي، چې تاسې او پلرونو مو نومولي (بې منځپانګې نامې او بې مسما اسمونه دي او) الله یې (حقانيت) ته كوم دليل رالېږلى نه دى؛ دوى يوازې د خپلو (بې بنسټو) ګومانونو او ځاني غوښتنو لارويان دي، حال دا، په رښتيا د دوی د پالونكي له لوري ښیون ورته راغلی دی (۲۳)
أَمْ لِلْإِنسَانِ مَا تَمَنَّى ﴿۲۴﴾ ايا د انسان ټولې هيلې پوره کېږي؟! (۲۴)
فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَى ﴿۲۵﴾ هو پاى او پيل يوازې الله ته دى (۲۵)
وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاءُ وَيَرْضَى ﴿۲۶﴾ او  په اسمانونو كې څه ډېرې پرښتې دي، چې سپارښت يې ګټور نه دى؛ خو الله د هغه چا لپاره (د سپارښت) اجازه وركوي، چې (وړ يې وبولي او) و يې غواړي او ترې خوښ وي. (۲۶)
إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنثَى ﴿۲۷﴾ په حقيقت کې پر آخرت بې ايمانان،پرښتې په ښځېنه نامو نوموي . (۲۷)
وَمَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ﴿۲۸﴾ دوى په دې (خبره) نه پوهېږي، يوازې په (بې بنسټو) ګومانونو پسې روان دي او په رښتینه كې، ګومان پرحقيقت د پوهېدو لپاره بس نه دى. (۲۸)
فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّى عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۲۹﴾ نو له هغه مخ واړوه،چې زما له ياده يې مخ اړولى او يوازې د دنيا مادي ژوند غواړي . (۲۹)
ذَلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى ﴿۳۰﴾ پوهه يې همدومره ده. په رښتيا ستا پالونكى هغه ښه پېژني، چې له لارې يې اوښتی او (همداراز) هغه هم ښه پېژني، چې سمه لار يې موندلې ده. (۳۰)
وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى ﴿۳۱﴾ او  په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي، يوازې د الله دي (او د خلكو د كړنو پرېكړه الله كوي) چې بدكارانو ته يې د بدو كړنو له مخې سزا وركړي او نېكانو ته يې د نېكو كړنو غوره ‏بدله وركړي. (۳۱)
الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى ﴿۳۲﴾ هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛ نو شك نشته، چې ستا د پالونكي بښنه پراخه ده، هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني، چې له ځمكې يې راپيدا كړئ او چې لا د خپلو ميندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛ نو خپل ځانونه پاك مه ګڼئ (او ځانونه مه ستايئ) او هغه ښه پوهېږي، چې پاک څوک دى. (۳۲)
أَفَرَأَيْتَ الَّذِي تَوَلَّى ﴿۳۳﴾ ايا تا هغه وليد،چې (له اسلام يا نفقې وركولو) يې مخ واړاوه؟! (۳۳)
وَأَعْطَى قَلِيلًا وَأَكْدَى ﴿۳۴﴾ او په لږ څه وركړه (نور له نفقې وركولو) لاس پر سر شو! (۳۴)
أَعِندَهُ عِلْمُ الْغَيْبِ فَهُوَ يَرَى ﴿۳۵﴾ ايا  پر غيبو پوهېږي چې (د هغې نړۍ حالات) وينې (چې نور يې د ګناهونو پېټى وړاى شي)؟! (۳۵)
أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى ﴿۳۶﴾ آيا څه چې د موسى په صحيفو كې (د بېوزلو د لاسنیوي په اړه) راغلي ناخبره دى؟! (۳۶)
وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى ﴿۳۷﴾ او (همداراز) د هغه ابراهيم (له ليكنو خبر شوى نه دى)، چې (په خپلې ژمنې يې) وفا وكړه،، (۳۷)
أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ﴿۳۸﴾ (په ټولو آسماني کتابونو دي ) چې هېڅوک د بل د ګناه پیټی نه وړي، (۳۸)
وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى ﴿۳۹﴾ او دا چې انسان ته يې يوازې هڅه ده . (۳۹)
وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى ﴿۴۰﴾ او په حقيقت کې زيار يې په ګانده كې لېدل كېږي . (۴۰)
ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاء الْأَوْفَى ﴿۴۱﴾ بيا پوره پوره بدله وركول كېږي . (۴۱)
وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى ﴿۴۲﴾ او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده . (۴۲)
وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى ﴿۴۳﴾ او داچې هماغه خندول کوي او هم ژړول، (۴۳)
وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا ﴿۴۴﴾ او داچې هماغه مړه کول كوي او هم ژوندي کول كوي . (۴۴)
وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى ﴿۴۵﴾ او داچې ده نر او ښځه جوړه جوړه پيدا كړي دي، (۴۵)
مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَى ﴿۴۶﴾ له يوه څاڅكي،چې (په زيلانځ كې) وڅڅول شي . (۴۶)
وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَى ﴿۴۷﴾ او داچې (عدالت پلي کولو ته) بيا ژوندي كول پر هغه دي، (۴۷)
وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَى وَأَقْنَى ﴿۴۸﴾ او داچې هغه [انسان] شتمنوي او هم د مړه خواتوب طبع ورکوي. (۴۸)
وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَى ﴿۴۹﴾ او داچې هغه د”شعرا” ستوري پالونكى دى (چې ناپوهانو به لمانځه). (۴۹)
وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَى ﴿۵۰﴾ او داچې (ايا انسان پوهېدلى نه دى، چې د مخكېنيو پېغمبرانو په كتابونو كې راغلي، چې) الله “ړومبي عاديان” هلاك كړل؟! (۵۰)
وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَى ﴿۵۱﴾ او (همداراز د)” ثمود”( قوم يې هلاك كړ)؛ نو (څوك) يې ترې پرېنښوول . (۵۱)
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَى ﴿۵۲﴾ او (همداراز) تر (دوى) مخكې يې د نوح قوم (هلاك كړ؛ځكه) ډېر سخت ظالم او سرغړاندي وو! (۵۲)
وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَى ﴿۵۳﴾ او (همداراز د لوط د قوم) بل مخ نسکور کړي کلي (= عموره او سدوم) یې لاندې راوغورځول، (۵۳)
فَغَشَّاهَا مَا غَشَّى ﴿۵۴﴾ نو په درانه عذاب کې یې راونغاړل! (۵۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكَ تَتَمَارَى ﴿۵۵﴾ (ووايه) نو د خپل پالونكي پر كوم يو نعمت شکمن يې؟! (۵۵)
هَذَا نَذِيرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْأُولَى ﴿۵۶﴾ دا (پېغمبر) له مخكېنيو ګواښګرندو یو ګواښګرندی دی . (۵۶)
أَزِفَتْ الْآزِفَةُ ﴿۵۷﴾ راتلونکی (قيامت) را نژدې شو. (۵۷)
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ ﴿۵۸﴾ (خو) يوازې الله د قيامت باوري وخت ښکاره کولاى (او سختي يې لرې) کولاى شي . (۵۸)
أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ ﴿۵۹﴾ نو ايا له دې خبرې تعجب كوئ، (۵۹)
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ ﴿۶۰﴾ او خاندئ او ژاړئ نه، (۶۰)
وَأَنتُمْ سَامِدُونَ ﴿۶۱﴾ او تل په ناخبرۍ او ساتېريو کې بوخت ياست؟! (۶۱)
فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ﴿۶۲﴾ ( که نه غواړئ،چې د تېرې زمانې د کافرانو پر برخليک اخته شئ)؛نو ټول الله ته سجده وكړئ او و يې لمانځئ . (۶۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!