تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورين الله په نامه طس تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۱﴾   طا، سين. دا د قرآن آيتونه او (د دین د حقایقو) یو څرګند(وونکی) كتاب دى؛ (۱) هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾   چې مؤمنانو ته لارښود او زېرى دى؛ (۲) الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورين الله په نامه
طس تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۱﴾   طا، سين. دا د قرآن آيتونه او (د دین د حقایقو) یو څرګند(وونکی) كتاب دى؛ (۱)
هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾   چې مؤمنانو ته لارښود او زېرى دى؛ (۲)
الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۳﴾   هغوى چې لمونځ کوي او زكات وركوي او پر آخرت باور لري (۳)
إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ ﴿۴﴾    رښتینه کې هغوى،چې پر آخرت ايمان نه لري،موږ یې (ناوړه) كړه وړه ورښايسته كړي دي (چې همدغسې) لالهانده وي . (۴)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ ﴿۵﴾   دا هماغه كسان دي،چې بد (او دردناك) عذاب يې په برخه دى او پر آخرت كې خورا زيانمن [انسانان] دي . (۵)
وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ﴿۶﴾    او په یقین ‏قرآن د پوه حكيم ذات له لوري درکول کېږي. (۶)
إِذْ قَالَ مُوسَى لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُم بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿۷﴾   (درياد كړه) چې كله موسى خپلې كورنۍ ته وويل: ((ما له لرې يو اور وليد؛ (همدلته تم شئ؛) ژر به کوم خبر درته ترې راوړم او يا بله لمبه، چې تاوده شئ.)) (۷)
فَلَمَّا جَاءهَا نُودِيَ أَن بُورِكَ مَن فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸﴾   نو چې ورغی، ورغږ شو: ((مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې په چاپېريال كې يې دی! او سپېڅلى دى، هغه الله، چې نړۍ پال دى. (۸)
يَا مُوسَى إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۹﴾   موسى! پوه شه، دا زه یم “الله” يم؛ زورور او د حکمت خاوند (۹)
وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ ﴿۱۰﴾   او کونټۍ دې وغورځوه؛ نو چې ويې ليده، د تېز مار په څېر خوځي (وډار شو او) مخ پر څټ شو او راونه ګرځېد. موسى! مه وېرېږه (؛ ځکه) چې استازي مې پر وړاندې نه وېرېږي. (۱۰)
إِلَّا مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱﴾   خو څوك چې ظلم وكړي بيا تر بدۍ روسته نېکي وکړي (نو توبه يې قبلوم)؛ ځکه زه لورین بښونكى يم؛ (۱۱)
وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَى فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۱۲﴾   او لاس دې په خپل ګرېوان كې ورننباسه، بې له کوم عيبه به تك سپين راووځي، دا [دواړه معجزې] په نهو ګونو معجزو کې دي (چې ته ورسره) فرعون او قوم ته يې (لېږل کېږې)؛ ځكه دوى ورانکاري خلک دي.)) (۱۲)
فَلَمَّا جَاءتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۳﴾   نو چې کله زموږ څرګندې سترګې پرانستونې نښې وروړاندې شوې، ويې ويل: ((دا خو ښکاره کوډې دي!)) (۱۳)
وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴﴾   او سره له دې، چې زړونه يې ښه پرې باوري شوي ول؛ خو د ظلم او لویۍ له مخې ترې منکر شول؛ نو وګوره، چې د بدچارو پایه څنګه وه! (۱۴)
وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۵﴾   او په رښتيا موږ داوود او سليمان ته (ځانګړې) پوهه وركړه او دواړو وويل: ((د هغه الله ستاینه ده، چې پر خپلو ډېرو مؤمنو بندګانو یې برتري راکړه.)) (۱۵)
وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ﴿۱۶﴾   او سليمان د داوود پاتوړی شو او ويې ويل: ((خلكو! موږ ته د مارغانو د ژبې [پوهېدل] راښوول شوي او هرڅه راكړای شوي، په رښتيا دا (راكړه) هماغه ښكاره برتري ده.))  (۱۶)
وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۷﴾   او سليمان ته د پېريانو، انسانانو او مارغانو لښکرې په منظمو لیکو کې راغونډې کړاى شوې (او ورپسې شوې). (۱۷)
حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۸﴾   (وخوځېدل) چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: ((مېږيانو! خپلو ځالو ته ورننوځئ، هسې نه سليمان او لښكر يې په بې خبرۍ كې مو چيت کړي.)) (۱۸)
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۹﴾   نو (سليمان) د مېږي په خبره وموسید او ویې خندل او و يې ويل: ((پالونكيه! توفیق راكړه، چې ستا د هغې لورنې شكر پر ځاى كړم، چې ما او زما مور و پلار ته دې راكړې او داسې ښه چار وكړم، چې ستا خوښ شي او په خپلې لورنې دې ما په خپلو صالحو بندګانو كې وشمېره.)) (۱۹)
وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ ﴿۲۰﴾   او (سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل: ((ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم که په ناسوبو كې دى؟! (۲۰)
لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۲۱﴾   هرومرو  به سخته سزا وركړم، يا به يې حلال كړم؛ خو داچې (د خپل غيابت) څه څرګند دليل راوړاندې كړي!)) (۲۱)
فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ ﴿۲۲﴾   نو تر لږ درنګ روسته (ملاچرګک راغى او) ويې ويل: ((له یوه داسې څیزه خبر شوم، چې ته ترې ناخبره یې او د “سبا” (له هېواده) مې یو باوري خبر درته راوړى دى.  (۲۲)
إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾   په حقیقت کې (هلته) مې يوه ښځه وليده، چې پرې واكمنه ده او له هرڅه برخمنه وه او (په تېره) لوى تخت يې درلود. (۲۳)
وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿۲۴﴾   ما وليده، چې هغې او قوم يې د الله پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي وو او له (سمې) لارې يې اړولې ول؛ نو ځكه دوی سمه لار مومي. (۲۴)
أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۲۵﴾   [د شیطان کار دا و] چې دوی هغه الله ته سجده و نه کړي، چې د اسمانونو او ځمكې پټ څيزونه را برسېروي او څه چې پټوئ او يا يې ښكاره كوئ پرې پوهېږي.  (۲۵)
اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۲۶﴾   هغه الله چې بې له ده معبود نشته، د سترعرش پالونكى دى. (۲۶)
قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۲۷﴾   (سلېمان) وويل: (((څېړنه كوم) وبه ګورو، چې رښتيا دې ويلي كه له دروغجنو يې. (۲۷)
اذْهَب بِّكِتَابِي هَذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ ﴿۲۸﴾   زما دا ليك يوسه او ور و یې غورځوه؛ بيا ترې په څنګ شه (په يوه ګوښه كې تم شه)؛ نو وګوره، چې څه غبرګون ښيي.))ر  (۲۸)
قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ ﴿۲۹﴾   (ملكې سبا) وويل: (((د هېواد) مشرانو! په رښتیا يو ارزښتمن او مهم ليك راغورځول شوى دى؛ (۲۹)
إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۳۰﴾   په حقيقت کې دا (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين الله په نامه. (۳۰)
أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿۳۱﴾   (سپارښتنه مې داده)، لويي راباندې مه کوئ او مسلمان شوي راته راشئ. (۳۱)
قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ ﴿۳۲﴾   بيا يې وويل: (((د هېواد) مشرانو! په دې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور (او مشورې) يو مهم كار هم نه دى كړى.)) (۳۲)
قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ ﴿۳۳﴾   دوی وویل: ((موږ پوره ځواكمن او زړور جنګیالي يو؛ نو پرېکړه ستا په لاس کې ده؛ نو وګوره چې څه امر کوې.)) (۳۳)
قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۳۴﴾   ملكې وويل:  ((باچايان چې (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي (هو!) او همداسې کوي‏. (۳۴)
وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۵﴾   او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې زما استازى له څه ځواب سره راګرځي (او له دې لارې يې وازمېيو).)) (۳۵)
فَلَمَّا جَاء سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِّمَّا آتَاكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ ﴿۳۶﴾   نو چې (د ملكې سبا استازى) سليمان ته ورغى (سليمان ډالۍ ولیده او) ورته یې وويل: ((ايا غواړئ په دنیوي مال مې پام ځان ته راوړوئ (او چل وكړئ)؟! الله تر تاسې ډېر څه راکړي دي، هو! دا تاسې یاست، چې خپلو ډالیو ته خوشحالېږئ (۳۶)
ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَّا قِبَلَ لَهُم بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُم مِّنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۳۷﴾   (استازيه!) ورستون شه (او ورته اعلان كړه، چې) موږ به هرومرو له نه ماتېدوني لښکر سره ورشو او له هغې (ودانې سيمې) به يې خورا سپک سپاند وشړو.)) (۳۷)
قَالَ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿۳۸﴾   (سلېمان) وويل: (((د هېواد) مشرانو! كوم يو به مو د هغې تخت تردې مخکې راته راوړي، چې اېللي راته راشي؟)) (۳۸)
قَالَ عِفْريتٌ مِّنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ ﴿۳۹﴾   یوه پیاوړي پیري وويل: ((زه به يې مخكې تردې راوړم، چې له خپله ځايه پاڅې، زه ددې (كار) وس لرم او امين هم يم!)) (۳۹)
قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ ﴿۴۰﴾   (خو) له كوم سړي سره، چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل: ((زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛ نو څنګه چې (سلیمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښوول شوى وليد، ويې ويل: ((دا زما د پالونكي لورنه ده، چې و مې ازمېيي، چې شكر كوم كه ناشكري؟! او څوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي (؛ نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا (دی چې د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی.)) (۴۰)
قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ ﴿۴۱﴾   ویې ویل: ((داسې وکړئ، چې خپل تخت و نه پېژني، چې وګورو ځیر کېږي که نه.)) (۴۱)
فَلَمَّا جَاءتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ ﴿۴۲﴾   ملكه چې راغله؛ نو ورته وويل شول: ((ايا تخت دې همداسې دى؟)) هغې وويل: ((لكه چې دا خو هماغه دى! او موږ خو لا د مخه [د سلیمان پر حقانیت] پوهېدلي وو او غاړه مو ایښې وه)) (۴۲)
وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿۴۳﴾   او (په حقيقت كې) د “الله” پر ځاى یې د نورو معبودانو لمانځنه (پر الله د ايمان راوړو) خنډ شوى و؛ ځكه نوموړې [په پيل کې] له يوه كافر قومه وه. (۴۳)
قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّن قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۴﴾   هغې ته وويل شول: (( (د ماڼۍ) انګړ ته ورننوځه!)) چې ویې كتل؛ نو د اوبو د ډند ګومان يې پرې وكړ او پايڅې يې بډ وهلې (چې له اوبو تېره شي؛ خو سلېمان) ورته وويل: (( (دا اوبه نه دي)؛ بلكې له ښويې ښيښې جوړ انگړ دى)) ملکې وويل: ((پالونكيه! پر ځان مې ظلم كړى و او (دادى) له سلیمان سره مې نړۍ پال الله ته غاړه کېښووه.)) (۴۴)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ ﴿۴۵﴾   او په رښتيا “ثمود” ته یې مو رور”صالح” ولېږه، چې (یوازې) الله ولمانځئ؛ نو دوی یو دم دوه دښمنې ډلې (مؤمن او كافر) شوې . (۴۵)
قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۶﴾   (صالح ) وويل: (((زما قومه! ولې تر رحمت مخكې په بيړه عذاب غواړئ؟ ولې له خدايه بښنه نه غواړئ، ښايي درباندې ولورېږي؟)) (۴۶)
قَالُوا اطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَن مَّعَكَ قَالَ طَائِرُكُمْ عِندَ اللَّهِ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ ﴿۴۷﴾   و یې ويل: ((ته او لارویان دې مو په بد فال نيولي، (صالح) وويل: (نېکمرغي او) بدمرغي مو له الله سره ده (او ټول مقدارت یې په قدرت ټاكل كېږي) ؛ بلكې یو قوم یاست چې ازمېیل کېږئ.)) (۴۷)
وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۴۸﴾   او په ښار كې نهه تنه (یا نهه ډلې) وې، چې (د حجر) پر ځمكه يې بدچاري کوله او هېڅ سم کار يې نه کاوه. (۴۸)
قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۴۹﴾   پخپلو كې یې وويل: ((پر الله قسم وکړئ، چې د شپې به دا او کورنۍ یې له منځه یوسو، بيا به يې خپلوانو ته وايو: موږ یې د كورنۍ په وژنې كې حاضر نه وو او بيخي رښتيا وايو.))
(۴۹)
وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۵۰﴾   یوه دسیسه يې جوړه كړه او موږ هم بې له دې چې (په حسي درک) ځیر شي، د دسیسې سزا یې ورکړه. (۵۰)
فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۱﴾   نو وګوره، چې د دسیسې پاى يې څنگه شوه؟ چې موږ دوى (نهه واړه ډلې) او ټول قوم يې هلاك كړل! (۵۱)
فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵۲﴾   نو دا يې كورونه دي (وروګورئ) چې د ظلم له لامله يې ويجاړ تش پراته دي او بېشكه چې په دې (سزا) كې پوهانو ته يو عبرت دى.  (۵۲)
وَأَنجَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۵۳﴾   او هغوى مو وژغورل، چې ايمان يې راوړى و او تل ځان ساتي ول (او ځانونه يې له شرك او ګناهونو ساتل). (۵۳)
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۵۴﴾   او لوط (درياد كړه) چې خپل قوم ته یې وويل: ايا په رڼو سترګو، په ډېر ناوړه كار پسې ورځئ؟! (۵۴)
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاء بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿۵۵﴾   ولى د شهوت پوره کولو لپاره د ښځو پر ځاى نارينه وو ته ورځئ؟ هو! تاسې خو ناپوهي کوئ (۵۵)
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿۵۶﴾   خو د قوم ځواب يې يوازې دا و، چې (يو بل ته يې) وويل: ((د لوط كورنۍ له خپل کلي وباسئ؛ ځکه دوى ځانونه ډېر پاک ګڼي!))  (۵۶)
فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَاهَا مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۵۷﴾   نو موږ لوط او كورنۍ يې وژغورله؛ خو بې له مېرمنې يې چې (په کلي كې) مو له پاتېدونکيوځنې ټاکلې وه. (۵۷)
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَسَاء مَطَرُ الْمُنذَرِينَ ﴿۵۸﴾   او موږ (د تيږو) یو سخت باران پرې ووراوه (او ټول ورلاندې ښخ شول) او څومره ناوړه دى د ګواښل شويو باران! (۵۸)
قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾   ووايه :  ستاېنه يوازې الله ته ده او پر غوره بندګانو يې سلام! ايا الله غوره دى يا څه چې دوی یې ورسره شريكوي؟ (۵۹)
أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ ﴿۶۰﴾   (ايا معبود بوتان مو غوره دي) که هغه چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او له اسمانه يې اوبه را اورولي؛ نو په اوبو مو ښكلي باغونه رازرغون كړل، چې له وسې مو پوره نه و، چې يوه ونه يې(هم) راوټوكوئ! ايا له الله سره بل معبود شته؟ (نه) بلكې دوى داسې ډله ده، چې (مخلوقات د ناپوهۍ له لامله له خپل پالونكي سره) سيالان ګڼي. (۶۰)
أَمَّن جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶۱﴾   (معبودان مو غوره دي) يا هغه چې ځمكه يې تمځى وگرځوله او سيندونه يې پكې وبهول او د غرونو ميخونه يې پکې ټک وهل او د دوو سيندونو ترمنځ يې پرده راوسته (چې سره ګډ نشي؛ نو په دې توګه) ايا له الله سره بل معبود شته؟! (نه) بلكې ډېر يې نه پوهېږي (۶۱)
أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿۶۲﴾   يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي او كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟! ډېر لږ نصيحت منئ. (۶۲)
أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۳﴾   يا هغه چې (په ستوريو) د وچې او سمندر په تيارو كې لار درښيي او هغه چې تر خپل رحمت (باران) مخكې زيرګري بادونه رالېږي؛ ايا له الله سره بل معبود شته؟! الله تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي. (۶۳)
أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۶۴﴾   يا هغه چې پنځون پيلوي [او] بيا يې له سره نوی کوي او هغه چې تاسې ته له اسمان او ځمكې روزي دركوي؟ ايا له الله سره بل معبود شته؟!)) ووايه: ((كه رښتوني ياست؛ نو دليل مو راوړئ!)) (۶۴)
قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿۶۵﴾   ووايه : ((د اسمانونو او ځمكې پر پټو څيزونو، بې له الله بل هېڅوک نه پوهېږي او [دوى په حسي درک] نه ځيرېږي، چې كله به ژوندي راپاڅول کېږي.)) (۶۵)
بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّنْهَا بَلْ هُم مِّنْهَا عَمِونَ ﴿۶۶﴾   بلکې دوى [= مشركان] د آخرت په اړه سم معلومات نه لري؛ بلكې په باب يې شكمن دي؛ بلكې په اړه يې (د زړه په سترګو) ړانده دي. (۶۶)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَئِذَا كُنَّا تُرَابًا وَآبَاؤُنَا أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ ﴿۶۷﴾   كافران وايي: ((ايا چې كله موږ او پلرونه مو خاورې شول؛ نو آیا هرومرو به له قبرونو ژوندي را ايستل کېږو؟ (۶۷)
لَقَدْ وُعِدْنَا هَذَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا مِن قَبْلُ إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۶۸﴾   البته ‏دا ژمنه موږ او لا مخكې زموږ له پلرونو سره شوې ده، دا خو يوازې زړې افسانې دي.)) (۶۸)
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۶۹﴾   ووايه : ((په ځمكه کې وګرځئ؛ نو وګورئ، چې د ګناهګارانو (د كار) پاى څنګه وه!))  (۶۹)
وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُن فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ ﴿۷۰﴾   او د دوى پر (بې ایمانۍ) مه خپه كېږه ‏او مه يې له دسيسو او ټګيو زړه تنګى كېږه. (۷۰)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۷۱﴾   او دوى وايي: ((كه رښتونى ياست، دا (د عذاب) ژمنه کله ده؟)) (۷۱)
قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۷۲﴾   ووايه : ((ښايي يوه برخه یې، چې بيړه ورته کوئ، درنژدې شوې وي.))  (۷۲)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾   او البته پالونكى دې پر خلكو خپلې پېرزوينې لوروي؛ خو ډېر يې شكر نه باسي.  (۷۳)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۴﴾   او بېشکه پالونكی دې پوهېږي، چې څه یې په سينو کې پټ کړي او څه راښکاره کوي.  (۷۴)
وَمَا مِنْ غَائِبَةٍ فِي السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۷۵﴾   او په اسمان او ځمكه كې هېڅ داسې پټ څيز نشته، چې په یوه څرګند كتاب (په لوح محفوظ او د پالونكي په ناپايه علم) كې دې نه وي. (۷۵)
إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۷۶﴾   په رښتینه کې دا قرآن بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) ته د هغو څيزونو ډېره برخه ورښيي، چې دوى پكې اختلاف لري. (۷۶)
وَإِنَّهُ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۷۷﴾   او په رښتيا دا (قرآن) مؤمنانو ته لارښود او يو رحمت دى. (۷۷)
إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُم بِحُكْمِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿۷۸﴾   په حقيقت كې ستا پالونكى (په قيامت کې) په خپل حكم ترمنځ یې پرېكړه كوي او هغه ناماتى پوه دى. (۷۸)
فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ ﴿۷۹﴾   نو پر الله بروسه وكړه (؛ ځکه) چې ته پر څرگند حق يې. (۷۹)
إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۸۰﴾   البته ته مړيو ته (خپله خبره) وراورولاى نشې او نه يې هغو کڼو ته وراورولاى شې، چې مخ اړوي تښتي. (۸۰)
وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾   او ته ړانده زړي له خپل بېلاریتوبه سمې لارې ته را اړولی نشې، ته يوازې هغو ته [خپله خبره] وراورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړو ته چمتو او حق ته تسليم وي.  (۸۱)
وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ ﴿۸۲﴾   او چې كله د دوی د عذاب فرمان راورسي (او د قيامت په درشل كې شي؛ نو) له ځمكې یو خوځنده ورته راوباسو، چې خبرې ورسره كوي (او وايي): چې رښتیا هم، خلکو[لکه چې ښايي] زموږ پر آيتونو یقین نه كاوه. (۸۲)
وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۸۳﴾   او هغه ورځ (درياد كړه) چې موږ له امتونو د خپلو آیتونو منکرې ډلې راټولې کړو؛ نو تموو یې، چې يو له بل سره يوځاى شي.  (۸۳)
حَتَّى إِذَا جَاؤُوا قَالَ أَكَذَّبْتُم بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸۴﴾   تر دې چې (ټول حساب ته) راشي، (الله ورته) وايي: ((ايا زما نښې مو دروغ وګڼلې او د څېړنې په لټه كې يې نشوئ (؛ نو په ټول عمر کې بې له دروغجنولو) څه مو كول؟)) (۸۴)
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ ﴿۸۵﴾   او د خپل ظلم له لامله د عذاب ژمنه پرې رښتینې شي؛ نو دوی به هېڅ نه وايي. (۸۵)
أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۸۶﴾   ايا نه یې دې لیدلي، چې شپه مو ځکه پيدا کړې، چې آرام پکې وکړي او ورځ مو روښانه کړه، (هڅه پکې وکړي) بېشکه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته څه نښې دي، چې ايمان راوړي (او د حق منلو ته چمتو دي). (۸۶)
وَيَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ ﴿۸۷﴾   او هغه ورځ (درياد كړه) چې شپېلۍ پو شي؛ نو څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، ټول (ژوي) به هیبت وهلي شي؛ خو بې له هغو چې الله وغواړي او ټول په عاجزۍ درشل ته یې حاضر او چمتو کېږي. (۸۷)
وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ ﴿۸۸﴾   او غرونه وینې، چې ګومان كوې ښه كلك (او پر ځاى) ولاړ دي، حال دا د ورېځو په څېر روان دي. دا د هغه الله جوړونه ده، چې هر څه يې ښه کلک (او مظبوط) پنځولي؛ په حقيقت كې كوم كارونه، چې كوئ، هغه پرې ښه خبر دى. (۸۸)
مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ﴿۸۹﴾   څوك چې له نېكۍ سره راشي؛ نو تردې به لا غوره بدله وركړه شي او دوی به د همدې ورځې له هیبته ډاډمن وي. (۸۹)
وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۰﴾   او څوک چې له بدۍ سره راشي؛ نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د الله له لوري به ورته وويل شي:) ايا بې له كړنو مو سزا دركول كېږي؟! (۹۰)
إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۱﴾   (ووايه) حكم راته شوى، چې ددې ښار(مکې) پالونكى ولمانځم، هماغه چې دا ښار يې محترم گڼلى او ټول څيزونه د هماغه دي! او حكم راته شوى، چې له مسلمانانو ځنې وسم؛ (۹۱)
وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنذِرِينَ ﴿۹۲﴾   او داچې قرآن ولولم (چې وا یې ورئ)؛ نو چاچې سمه لار ومونده؛ نو يوازې ځان ته يې مومي او څوك چې بېلارې شو؛ نو ووايه: [ زه پړ نه یم، ځکه] ((زه خو يوازې له گواښگرندو ځنې يم.)) (۹۲)
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾   او ووايه: ((ستاېنه يوازې الله ته ده، ژر به خپلې نښې دروښيي؛ نو وبه يې پېژنئ او څه چې كوئ، ستا پالونكى ترې ناخبره نه دى.)) (۹۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!