تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ﴿۱﴾ افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! (۱)   الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ ﴿۲﴾ هماغه،چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې،چې د روا او ناروا حساب يې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ﴿۱﴾ افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! (۱)

 

الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ ﴿۲﴾ هماغه،چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې،چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي). (۲)

 

يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ ﴿۳﴾ انګېري، دا شتمي به يې تلپاتې كړي (او له مړينې به يې وژغوري). (۳)

 

كَلَّا لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ ﴿۴﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې ګڼي يې) ژر به په “حطمة” [= ماتوونكى اور] کې وروغورځول شي! (۴)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ ﴿۵﴾ او ته څه پوهېږې،چې “حطمه” څه ده؟! (۵)

 

نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ﴿۶﴾ (هغه) الهي بل شوى اور دى . (۶)

 

الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ ﴿۷﴾ (هماغه) چې پر زړونو ورخېژي او خوله اچوي . (۷)

 

إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ ﴿۸﴾ په حقيقت کې دا اور پرې راپېچل شوی دى (چې د تېښتې لار نه لري)، (۸)

 

فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ ﴿۹﴾ په غځول شویو اوږدو ستنو کې (۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!