تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا ﴿۱﴾ ځانګړې ستاېنه د هغه الله ده، چې دا (اسماني) كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ يې ورته پرېښی نه دی؛ (۱) قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا ﴿۱﴾ ځانګړې ستاېنه د هغه الله ده، چې دا (اسماني) كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ يې ورته پرېښی نه دی؛ (۱)
قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا ﴿۲﴾ سم او پوخ (یو کتاب) دى، چې د الله له لوري (بدكاران) له سخت عذابه وډاروي! او نېکچاریو مؤمنانو ته د غوره اجر زېرى وركړي. (۲)
مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا ﴿۳﴾ (هماغه جنت) تر ابده پكې پاتېدوني (۳)
وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ﴿۴﴾ او هغوى هم وډاروي، چې وايي: ((الله څوک په زوی ولۍ نیولی.)) (۴)
مَّا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا ﴿۵﴾ په دې خبره نه دوى پوهېږي او نه يې پلرونه، ډېره غټه خبره يې له خولو راوځي! دوی بې له دروغو بل څه نه وايي. (۵)
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا ﴿۶﴾ که دوی په دې خبره (= قرآن) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د دوی له غمه ځان ‏مړ کړې (۶)
إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ﴿۷﴾ په حقيقت كې څه چې د ځمكې پرمخ دي، موږ دهغې ښكلا ګرځولي، چې دوی و ازمېيو، كوم يو يې نېکچارى دى. (۷)
وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا ﴿۸﴾ (خو دا ښكلا همیشنۍ ‏نه ده) او موږ (په پاى كې) څه چې د ځمکې پر مخ دي پر وچ ډاګ اړوو‏. (۸)
أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا ﴿۹﴾ ايا انګېرې چې ((اصحاب كهف او رقيم)) (= د غار ياران او د ليکنې څښتنان) زموږ له ډېرو هېښنده نښو ځنې وو؟ (۹)
إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا ﴿۱۰﴾ هغه وخت (درياد كړه)، چې کله دغو ځوانانو سمڅې ته پناه يووړه او و يې ويل: ((پالونكيه! پر موږ له خپل لوري رحمت راولوروه او موږ ته د ژغورنې لاره چاره برابره كړه.)) (۱۰)
فَضَرَبْنَا عَلَى آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا ﴿۱۱﴾ نو موږ په هماغې سمڅې كې په كلونو په درانه خوب ويده کړل.  (۱۱)
ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَى لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا ﴿۱۲﴾ بيا موږ دوی (له خوبه) راپاڅول، چې معلوم کړو (او دا چار څرګند شي، چې) له دواړو ډلو كومه يوه یې د تمېدو [او د خپل خوب] موده ښه شمېري. (۱۲)
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى ﴿۱۳﴾ موږ د دوی سمه قيصه درته كوو؛ په رښتینه کې دوى داسې زلميان وو، چې (په پټه) يې پر خپل پالونكي ايمان راوړى و او موږ پوره لارښونه ورته کړې وه. (۱۳)
وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا ﴿۱۴﴾ او موږ د دوی زړونه هغه وخت ټينګ كړل، چې كله (له شرك سره د مخالفت په نيت) پاڅېدل او ويې ويل: ((پالونكى مو د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى، بې له ده بل معبود نه لمانځوو (که داسې مو وکړل؛ نو) کټ مټ به مو خوشې او پوچه خبره كړې وي؛ (۱۴)
هَؤُلَاء قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ﴿۱۵﴾ زموږ دې قوم، د هغه پر ځای نور معبودان نيولي، ولې د دوی پر (الوهیت ‏) څرګند دليل نه راوړي؟ نو تر هغه ستر ظالم څوك دی، چې پر الله دروغ وتړي؟!)) (۱۵)
وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحمته ويُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا ﴿۱۶﴾ او (اصحاب کهف یو بل ته ‏وويل: ) اوس چې تاسې له دوی او د دوی ‏له ((غيرالله)) معبودانو سره اړيكې شلولې؛ نو ځئ هغې سمڅې ته پناه يوسئ، چې ستاسې پالونكى به خپله لورنه درخوره او چار به مو سم کړي. (۱۶)
وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَاوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِّنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُّرْشِدًا ﴿۱۷﴾ او (كه ته هلته واى)؛ نو لمر به دې ليده، چې د راختو پر وخت د سمڅې ښي لور ته تاوېږي او د پرېوتو پر مهال كيڼ لور ته اوړي او دوى د سمڅې په يوه ارت ځاى كې پراته دي، دا د الله له نښو ځنې دي. چا ته چې الله لار وروښيي؛ نو هماغه لار موندونكى دى او څوك چې بېلارې كړي؛ نو ته به كوم لارښود پالندوى ورته ونه مومې. (۱۷)
وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا ﴿۱۸﴾ او (كه هغوی ‏ته دې ليدلي وای؛ نو) ګومان دې كاوه، چې دوی ويښ دي (ځکه سترګې یې پرانستې وې)؛ خو ويده وو او موږ پر ښي او كيڼ اړخ اړول را اړول (چې بدن يې روغ رمټ پاتې شي) او سپي يې د سمڅې په خوله كې څنګلې غځولې وې (او پاسوالي يې كوله) او كه دې وركتاى؛ نو ترې تښتېدې او (له ليدو به يې) هيبت درباندې ناست واى. (۱۸)
وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا ﴿۱۹﴾ او موږ په دغسې (هېښنده) شان ‏(له خوبه) راپاڅول، چې يو بل وپوښتي، يو يې وويل: ((څومره ويده وئ؟)) نورو ځواب وركړ: ((يوه ورځ يا څه كم.)) (او داچې د خپل خوب په موده سم پوه نه شول؛ نو) بيا يې وويل: ((ستاسې پالونكى ښه پوهېږي، چې څومره موده ويده وئ. اوس له خپلو يو تن له دغو سيكو سره ښار ته ولېږئ او و دې ګوري، چې تر ټولو ښه خواړه چېرې موندل كېږي، چې يو څه د خوراك لپاره راوړي؛ خو بايد ځيركي وكړي، چې څوك درباندې خبر نه کړي؛ (۱۹)
إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا ﴿۲۰﴾ ځكه كه دوى درباندې خبر او لاسبري شول؛ نو په ډبرو به مو وولي يا به مو خپل دين ته ورواړوي او (كه داسې وشول؛ نو) هېڅكله به (په دنیا او آخرت کې) بريمن ‏نشئ.)) (۲۰)
وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا ﴿۲۱﴾ او دغسې موږ (د هغې سيمې خلك) ورباندې خبر كړل، چې پوه شي (د قيامت په باب) د الله ژمنه رښتوني ده او د قيامت (په راتلو كې) هېڅ شك نشته، هغه مهال، چې دوى په خپلو منځونو كې (په دې خبره) شخړه كوله، چې له ((اصحاب كهف)) سره څه وكړو؟، ځينو وويل: ((يوه ودانۍ پرې جوړه كړئ (چې تل له سترګو پټ شي او په باب يې خبرې مه کوئ، چې) پالونكى يې ترې ښه خبر دى))؛ خو هغوى چې د((اصحاب كهف)) له خوالې خبر شول (او دا يې پر دويم ځل راپاڅېدو يو دليل وليد؛ نو) و يې ويل: ((هرو مرو يې پر (سمڅه) یو جومات جوړوو (چې خاطره يې هېره نشي.) )) (۲۱)
سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاء ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًا ﴿۲۲﴾ ژر به (ځينې) ووايي: ((درې تنه ول او څلورم يې د دوی سپى و.)) او ځينې به ووايي “پينځه تنه ول، چې شپږم يې د دوی سپى و” – چې دا ټولې بې دليله خبرې دي – او ځينې به وايي: ((اوه تنه ول، چې اتم يې د دوی سپى و.)) ووايه: ((زما پالونكى يې پر شمېر ښه خبر دى.)) بې له لږو (بل څوك) د دوی ‏پر شمېر نه پوهېږي؛ نو په باب يې بې له سرسري خبرو، له چا سره چېړ مه کوه او مه يې په اړه (له کتابیانو) څوک پوښته. (۲۲)
وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَلِكَ غَدًا ﴿۲۳﴾ او هېڅكله د يوه كار په اړه مه وايه : ((چې هرومرو به يې سبا وکړم)) (۲۳)
إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ وَاذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَن يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا ﴿۲۴﴾ خو دا چې (ووايې: که) الله وغواړي او كه [ان شاء الله] دې هېر شو (؛ نو جبران يې كړه او) خپل پالونكى درياد كړه او ووايه: ((هيلمن يم، زما پالونكى به [د نېکۍ پر لور] تردې هم ډېره نژدې لار راوښيي.))
(۲۴)
وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا ﴿۲۵﴾ او دوی په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول او نهه كاله يې [نور هم پرې] ورزيات كړل.  (۲۵)
قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ مَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا ﴿۲۶﴾ ووايه : ((الله د دوی د تمېدو پر موده ښه پوهېږي، د اسمانونو او ځمكې پټ (رازونه) ورڅرګند دي، څومره ښه ليدونكى او اورېدونكى دى! نه بې له ده بل پالندوى ورته شته او نه څوک په خپلې واکمنۍ كې شريكوي.)) (۲۶)
وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِ مُلْتَحَدًا ﴿۲۷﴾ او (یوازې) هماغه څه ولوله چې ستا د پالونكي له كتابه تا ته حې شوي [او پوه شه] کلماتو[= ژمنو] ته يې هېڅ بدلوونکى نشته او بې له ده به بل هېڅ ((پناه ځى)) و نه مومې(چې پناه وروړې)!  (۲۷)
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا ﴿۲۸﴾ او ځان له هغوى سره زغمناک کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه او د هغه مه منه، چې موږ یې زړه له خپل ياده غافل كړى او د خپلو ځاني غوښتنو په مړولو پسې وي او چارې يې له پولې اووښتل دي. (۲۸)
وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاء كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءتْ مُرْتَفَقًا ﴿۲۹﴾ او ووايه: ((حق ستاسې د پالونكي له لوري دى! كه د چا خوښه وي؛ نو ايمان دې راوړي (او دا حقيقت دې ومني) او كه د چا خوښه وي؛ نو كافر دې شي.)) په حقيقت کې موږ [مشرکو] ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى، چې دیوالونه یې له دوی راتاو دي او كه اوبه وغواړي (؛ نو) داسې اوبه ورته راوړي؛ لكه د تېلو خټ، چې مخونه وريتوي. اوه ! ډېر ناكاره څښاك او ډېر ناكاره هستوګنځى دى! (۲۹)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا ﴿۳۰﴾ په رښتینه کې هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي [پوه دې شي] چې موږ د هغه اجر نه لاهو کوو، چې نېک عمل یې کړی وي. (۳۰)
أُوْلَئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ﴿۳۱﴾ همدوی دي، چې همېشني جنتونه ورته ځانګړي دي، چې (د ونو او ماڼيو) لاندې یې ويالې بهېږي، هلته د سرو زرو په بنګړيو او وښيو سينګارېږي او د نریو او پرېړو ورېښمو زرغونې جامې اغوندي، هلته پر تختونو ډډه وهلي کېني، څومره ښه اجر او څومره ښه اکاړه ده! (۳۱)
وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا ﴿۳۲﴾ او (پېغمبره!) دوی ته د هغو دوو تنو [د داستان] مثال تېر كړه، چې يوه ته يې مو د انګورو دوه بڼونه وركړي ول او د دواړو باغونو چاپېره د كجورو ونې او په منځ كې يې كروندې وې؛ (۳۲)
كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِنْهُ شَيْئًا وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا ﴿۳۳﴾ دواړو باغونو خپلې (پوره) مېوې نېولې او څه كمى پكې نه و او د دواړو باغونو په منځ كې مو ستره وياله بهولې وه. (۳۳)
وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا ﴿۳۴﴾ او بڼوال چې ډېره شتمني درلوده؛ نو (يوه ورځ) يې په خبرو اترو كې خپل دوست ته وويل: ((تر تا مې شتمني ډېره ده او په سړيو كې (هم) درنه غښتلى يم.))  (۳۴)
وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا ﴿۳۵﴾ او هغه پرځان ظالم خپل بڼ ته (په لويۍ) ورننوت (او) و يې ويل: ((نه انګېرم، چې دا باغ به کله هم له منځه ولاړ شي؛ (۳۵)
وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَى رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا ﴿۳۶﴾ او باور مې نه راځي، چې قيامت به راشي، بيا هم كه خپل پالونكي ته وروګرځول شوم (او قيامت و؛ نو) هرومرو به تردې غوره ځاى وموم.)) (۳۶)
قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا ﴿۳۷﴾ (ايمانوال) ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: ((ايا له هغه منکر شوې، چې له خاورې، بيا له څاڅکي پيدا کړې او ورپسې ته يې يو بشپړ سړى كړې؟ (۳۷)
لَّكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۳۸﴾ خو زه (وایم) پالونكى مې هماغه “الله” دى او هېڅوك ورسره نه شريكوم. (۳۸)
وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاء اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ إِن تُرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۳۹﴾ او ته چې كله خپل بڼ ته ورننوتې؛ نو ولې دې ونه ويل: ((ماشا الله لاقوة الا بالله = دا هغه نعمت دى، چې الله غوښتى دى، قوت (او ځواك) يوازې د الله له اړخه دى)) او كه وينې، چې شته او اولاد مې تر تا لږ دي (؛ نو دا دومره مهمه نه ده). (۳۹)
فَعَسَى رَبِّي أَن يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا ﴿۴۰﴾ نو ښايي پالونكى مې تر تا غوره بڼ راكړي او له اسمانه ستا پر باغ كوم تندر را وغورځوي، چې پر سپېره ښویې ډاګ واوړي.  (۴۰)
أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا فَلَن تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَبًا ﴿۴۱﴾ او يا یې اوبه (ځمكې ته) ورښکته شي، چې پر را ايستو يې لاسبرى نشې.)) (۴۱)
وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَى مَا أَنفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۴۲﴾ (په هر حال! الهي عذاب راورسېد) او ټوله مېوه يې پوپناه شوه او پر خپل لګښت يې منګولې مروړلې او څپرونه يې نسکور غورځېدلي ول او ويل يې: ((كاش! له خپل پالونكي سره مې څوك شريك كړى نه واى!))  (۴۲)
وَلَمْ تَكُن لَّهُ فِئَةٌ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مُنتَصِرًا ﴿۴۳﴾ او كومه ډله يې نه درلوده، چې د الله (د عذاب) په مقابل کې یې مرسته وكړې وای او خپله يې (هم) له وسې څه پوره نه وو. (۴۳)
هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا ﴿۴۴﴾ هلته په ډاګه شوه، چې ولايت (او واکمني) يوازې په حق الله پورې اړه لري او هغه (غاړه ايښووونكيو) ته غوره بدله وركوي او غوره پايله ور پر برخه كوي. (۴۴)
وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا ﴿۴۵﴾ او (پېغمبره!) د دنيوي ژوند (حقيقت) په دې مثال ورڅرګند کړه، چې: موږ (نن) له اسمانه اوبه راښکته کړې، چې د ځمکې بوزغلى ورسره راوټوکېد؛ خو تر څه وخت روسته همدغه زرغون څيزونه وچېږي او بادونه يې هرې خوا ته خوروي او الله تل پرهر څيز لاسبرى دى. (۴۵)
الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا ﴿۴۶﴾ شته او اولاد د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي په نزد ‏د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه ((پایښتې ښې چارې)) غوره دي.  (۴۶)
وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا ﴿۴۷﴾ او داسې ورځ (راځي) چې غرونه روان كړو او ځمكه لغړه (او هواره) وينې او دوى [= انسانان] راټولوو، چې يو یې هم نه پرېږدو. (۴۷)
وَعُرِضُوا عَلَى رَبِّكَ صَفًّا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًا ﴿۴۸﴾ او دوى ټول به ستا پالونكي ته په يوه ليكه كې وروړاندې کړای شي (او ورته ويل كېږي:) دادی تاسې خو داسې راته راغلئ؛ لكه چې په لومړي ځل مې پيدا كړي وئ؛ خو تاسې انګېرله، چې د ژمنې هېڅ وخت به درته و نه ټاکو. (۴۸)
وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا ﴿۴۹﴾ او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې، چې ګناهګاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي: ((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او (حال دا) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېرى نه کوي.  (۴۹)
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاء مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا ﴿۵۰﴾ او (درياد كړه) چې كله موږ پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ!)) ټولو سجده وكړه؛ خو ابليس و نه کړه، چې له پېريانو ځنې و؛ نو د خپل پالونكي له حكمه ووت. ايا (اوس) تاسې زما پر ځاى شيطان او ځوځات يې خپل پالندويان نيسئ، حال دا دوى مو غلیمان دي! (او د الله د اطاعت پر ځاى په شيطان او اولاد پسې يې تلل؛ مشرکو) ظالمانو ته ناوړه بدلونه او ځايناستي ده! (۵۰)
مَا أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا ﴿۵۱﴾ (ما) هېڅكله دوى [= ابليس او ځوځات يې] نه د اسمانونو او ځمكې د پنځون پر مهال او نه د دوی په خپل پنځون كې حاضر كړي ول او زه هغه نه يم، چې بېلارې كوونكي (خپل) مټ او ملاتړ کړم. (۵۱)
وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا شُرَكَائِيَ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُم مَّوْبِقًا ﴿۵۲﴾ او هغه ورځ (درياد كړه) چې (الله) وايي: ((هغوى ته ورنارې کړئ چې تاسې راسره سيالان ګڼل (چې مرستې ته مو راشي!)))؛ خو څومره يې چې بلي؛ نو دوی ځواب نه وركوي او موږ د دې (مشرکانو او بوتانو) ترمنځ هلاکځی جوړوو. (۵۲)
وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُم مُّوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا ﴿۵۳﴾ او ګناهګاران اور (دوزخ) ګوري؛ نو انګېري، چې پكې ورغورځېدونکي دي او د تېښتې لار به ترې و نه مومي! (۵۳)
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِلنَّاسِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَكَانَ الْإِنسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا ﴿۵۴﴾ او په رښتيا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثالونه څرګند كړل؛ خو انسان تر هر څه زيات جګړه مار دى. (۵۴)
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ﴿۵۵﴾ او خلكو ته چې هدايت راغى؛ نو هېڅ شي له ايمان راوړو او له خپل پالونکي بښنې غوښتو منع نه کړل؛ خو (ته وا منتظر وو) هماغه څه ورسره وشي چې له مخکېنیو سره شوي (چې ټول هلاک شي) یا عذاب مخامخ ورته راشي (چې ځانونو ته یې ورپام شي). (۵۵)
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنذِرُوا هُزُوًا ﴿۵۶﴾ او موږ (خپل) استازي يوازې زېرګري او ګواښگرندي لېږو؛ خو کافران باطلې (هڅې) کوي، چې (په خپل ګومان) حق پرې له منځه يوسي او دوى زما آيتونه او ورکړ شوې ننګونې ټوكې وګڼلې. (۵۶)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَن يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا ﴿۵۷﴾ او تر هغه ستر ظالم څوك دى، چې د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت ورته وشي؛ خو مخ ترې واړوي او خپلې مخكېنۍ کړنې ‏هېرې كړي؟! په حقيقت کې موږ د دوی پر زړونو پردې اچولي، چې ژور پرې پوه نشي او غوږونه يې مو درانه كړي (چې د حق خبره وا نه وري) او كه سمې لارې ته یې وبلې؛ نو په دې حالت کې کله هم سمه لار نه مومي. (۵۷)
وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ لَوْ يُؤَاخِذُهُم بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ بَل لَّهُم مَّوْعِدٌ لَّن يَجِدُوا مِن دُونِهِ مَوْئِلًا ﴿۵۸﴾ او ستا پالونكى د رحمت خاوند بښونكى دى، كه خلک ‏یې په خپلو كړنو نيواى (؛ نو) هرومرو یې د دوى په عذاب کې بيړه کوله (؛ خو داسې نه کوي)؛ بلكې د ژمنې (د عملي کېدو) داسې ځای (یا وخت) ورته ټاکل شوی، چې بې له الله به پناه ځاى ونه مومي. (۵۸)
وَتِلْكَ الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا ﴿۵۹﴾ او د دغو سيمو (خلک) مو هغه وخت هلاک کړل، چې تېرى يې وکړ او هلاكولو ته يې مو نېټه ټاكلې وه (دوى دا كنډوالۍ په خپلو سترګو ويني؛ خو عبرت نه اخلي) (۵۹)
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا ﴿۶۰﴾ او (درياد كړه) چې كله موسى خپل ځوان (ملګري) ته وويل: ((تر هغه به له سفر او پلټنې لاس وانخلم، چې د دواړو سيندونو د يوځاى كېدو بريد ته ورسم، كه څه په كلونو كلونو وګرځم.)) (۶۰)
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا ﴿۶۱﴾ نو چې كله د دواړو سيندونو د يو ځاى كېدو بريد ته ورسېدل، دواړو خپل كب (چې خوراك ته یې راوړى و) هېر كړ او كب د سيند لار ونيوه (او ولاړ). (۶۱)
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَذَا نَصَبًا ﴿۶۲﴾ نو چې کله (له هغه ځايه) تېر شول (موسى) خپل ملګري ته وويل: ((غرمنۍ (خواړه) مو راوړه، چې په رښتیا له دې سفر سخت ستړي شوي يو!)) (۶۲)
قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا ﴿۶۳﴾ ويې ويل: ((تا وليدل، چې كله موږ له هغه ګټ (پرښې) سره دمه جوړه كړې وه، ما (هلته) هېر كړل، چې د كب پېښه درته ووايم، هسې شيطان یې يادول رانه هېركړل او كب هېښنده په سيند كې خپله لار ونیوه.)) (۶۳)
قَالَ ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا ﴿۶۴﴾ (موسى) وويل: ((موږ خو د هماغه ځاى په لټه كې وو!))؛ نو دواړه پله پر پله بېرته ستانه شول. (۶۴)
فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا ﴿۶۵﴾ نو (هلته يې) زموږ له بندګانو يو بنده [خضر] وليد، چې له خپل لوري مو رحمت (او سترې پېرزوينې) وركړې وې او په خپله مو څه علم ورزده كړى و. (۶۵)
قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ﴿۶۶﴾ موسى ورته وويل: ((ايا درسره پاتېداى شم، چې درښوول شوى “ليد” ماته هم راوښيي؟)) (۶۶)
قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ﴿۶۷﴾ ځواب يې وركړ: ((ته به هېڅكله زغم راسره ونکړاى شې ! (۶۷)
وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا ﴿۶۸﴾ او څرنګه به هغه څه وزغمې، چې له خوالې يې پوره خبر نه يې؟)) (۶۸)
قَالَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا ﴿۶۹﴾ (موسى)  وویل: ((که الله وغواړي، ما به زغمناک ومومې او له هېڅ کار به دې سرغړونه نه کوم))  (۶۹)
قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ﴿۷۰﴾ (خضر) وويل: ((نو كه راپسې راځې؛ نو تر هغه به هېڅ څیز راڅخه نه پوښتې، چې ما یې پخپله یادونه درته نه وي کړي.)) (۷۰)
فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا ﴿۷۱﴾ نو دواړه وخوځېدل، تردې چې په بېړۍ كې سواره شول. (خضر) بېړۍ سورۍ كړه. (موسى) وويل: ((دا دې ځكه سورۍ كړه، چې سورلۍ ډوبې كړې ؟ په رښتيا دا خو دې ناروا كار وکړ!)) (۷۱)
قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ﴿۷۲﴾ (خضر) وويل: ((ما درته ويلي نه وو، چې ته به کله هم صبر راسره ونکړاى شې؟)) (۷۲)
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْرًا ﴿۷۳﴾ (موسى) وويل: ((پر خپلې هېرېدا مې مه نيسه او زما په كار كې سختي مه راسره كوه.)) (۷۳)
فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا لَقِيَا غُلَامًا فَقَتَلَهُ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ لَّقَدْ جِئْتَ شَيْئًا نُّكْرًا ﴿۷۴﴾ نو روان شول، چې پر يوه هلك ورپېښ شول؛ چې خضر هغه وواژه (موسى) وويل: ((يو بې ګناه ژڼی دې وواژه، چې هېڅوك يې وژلى نه و؟ په رښتيا تا خو ناوړه كار وكړ!)) (۷۴)
قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِي صَبْرًا ﴿۷۵﴾ ویې ويل: ((تا ته مې ويلي نه ول، چې هېڅكله به زغم راسره ونکړاى شې؟)) (۷۵)
قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّي عُذْرًا ﴿۷۶﴾ (موسى) وويل: ((كه ما ترې دې روسته د کوم څیز پوښتنه درنه وکړه؛ نو ملګرتيا مې مه كوه (؛ ځكه) چې زما له لوري عذر دروړاندې شو.)) (۷۶)
فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا ﴿۷۷﴾ نو روان شول، چې د يوه كلي خلكو ته ورغلل او خواړه یې ترې وغوښتل؛ خو دوى یې له مېلمه پالنې ډډه وكړه؛ نو هلته دواړو د نړېدو په حال کې یو دېوال وليد؛ خو (خضر) نېغ کړ. (موسى) وويل: (((لږ تر لږه) ددې كار لاسباړه خو به دې غوښتې واى.))

(۷۷)

قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا ﴿۷۸﴾ (خضر) وويل: ((دادى زما او ستا د بېلتون وخت راورسېد، اوس به ژر تا د هغو چارو پر خوالو، مانا او حقیقت پوه كړم، چې تا صبر پرې ونشو کړای؛ (۷۸)
أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدتُّ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءهُم مَّلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا ﴿۷۹﴾ خو هغه بېړۍ د څو تنو بېوزليو وه، چې په سمندر كې يې كار كاوه، و مې غوښتل عيبجنه يې كړم (؛ ځكه) وړاندې ترې يو (ظالم) باچا و، چې هره (جوړه) بېړۍ يې په زور اخسته. (۷۹)
وَأَمَّا الْغُلَامُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَا أَن يُرْهِقَهُمَا طُغْيَانًا وَكُفْرًا ﴿۸۰﴾ او هغه هلك؛ مور و پلار یې مؤمنان ول؛ نو وډارېدو، چې(هسې نه) دواړه كفر او سرغړاندۍ ته اړ کړي؛ (۸۰)
فَأَرَدْنَا أَن يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِّنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا ﴿۸۱﴾ نو موږ وغوښتل، چې پالونکى يې په بدل کې تر هغه ښه پاك او مهربان اولاد وركړي.(۸۱)
وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا ﴿۸۲﴾ او هغه دېوال ! د ښار د دوه پلار مړيو هلكانو و، چې ورلاندې ترې خزانه ښخه وه او پلار يې ښه سړى و او ستا پالونكي غوښتل، چې دوى د مړانې بريد ته ورسي او خپله خزانه راوباسي، چې دا (خزانه) ستا د پالونكي له لوري يو لورنه وه او ما پخپل سر دا (چارې) نه دي كړي، دا و د هغو چارو حقیقت، خواله او مانا، چې تا زغم پرې ونشو كړاى.))  (۸۲)
وَيَسْأَلُونَكَ عَن ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكْرًا ﴿۸۳﴾ او تا د ” ذوالقرنين ” په اړه پوښتي؛ ووايه: ((همدا اوس به یې څه یادونه درولولم.)) (۸۳)
إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِن كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا ﴿۸۴﴾ په رښتیا موږ پر ځمكه ځواكمني، حكومت او ډول ډول وزلې وركړې وې (او هم هر څيز ته د وررسېدو لار مو ورښوولې وه). (۸۴)
فَأَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۸۵﴾ نو د یوه (اقدام په اړوند) سبب پسې شو (او سفر يې پيل کړ)؛ (۸۵)
حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوْمًا قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَن تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا ﴿۸۶﴾ ان چې د لمر پرېوتو ځاى ته ورسېد، (هلته يې) وننګېرله (او په نظر كې يې انځور شوه) چې لمر په توره خټينه چينه كې ډوبېږي او هلته يې يو قوم وموند؛ موږ وويل: ((ذوالقرنينه ! (دا ستا خوښه ده) چې سزا وركوې او که (د لارښوونې او نصيحت) ښه لار پکې نيسې (چې ايمان راوړي).)) (۸۶)
قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُّكْرًا ﴿۸۷﴾ ویې ويل: ((خو چاچې ظلم وكړ؛ نو سزا به وركړو، بيا د خپل پالونكي لوري ته ګرځول كېږي او الله به یې پر ناپېژاندي عذاب اخته كوي ! (۸۷)
وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاء الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا ﴿۸۸﴾ او څوك چې ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو ورته ښه اجر دى او له خپل لوري به اسان حکمونه وركړو.))  (۸۸)
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۸۹﴾ بيا (بل چار ته) په اسبابو پسې شو(او بله لار يې ونيوه). (۸۹)
حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَى قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتْرًا ﴿۹۰﴾ ان چې د لمر راختو ځاى ته ورسېد (هلته يې) وليدل، چې لمر پر يوه داسې قوم راخېژي، چې د لمر (له تودوخې) د بچېدو څه وزلې مو وركړې نه وې (او هېڅ ډول څپرګي يې نه درلودل) (۹۰)
كَذَلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا ﴿۹۱﴾ (هو! د ذوالقرنين كار) دغسې و! او موږ یې له شونتیاوو (او حالاتو) ښه خبر وو. (۹۱)
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۹۲﴾ بيا يې له (خپلو شتو) مهمو وزلو ګټه واخسته؛ (۹۲)
حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوْمًا لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا ﴿۹۳﴾ (او همدغسې روان و)،چې د دوو غرونو منځ ته ورسېد او هلته يې يو قوم وموند، چې په خبره پوهېدل ورته ګران وو (او ځانګړې ژبه يې درلوده). (۹۳)
قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا ﴿۹۴﴾ (د سیمې خلكو) وويل: ((ذوالقرنينه ! ياجوج او ماجوج په دې سيمه كې فساد خوروي؛ نو ايا شونې ده څه لګښت دركړو، چې زموږ او د دوى ترمنځ يو بند [دېوال] جوړ کړې (چې له شره یې خوندي شو)؟))(۹۴)
قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا ﴿۹۵﴾ (ذوالقرنين) وويل: ((زما پالونکی چې د کوم څیز وس راکړي (ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛ نو [د انساني ځواک] مرسته راسره وكړئ، چې ستاسې او د دوی ترمنځ یو ټينګ دېوال جوړ كړم؛ (۹۵)
آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا ﴿۹۶﴾ اوسپنیزې لويې تختې راوړئ (او يو پر بل يې كېږدئ) تردې چې د دواړو غرونو منځ ډک او هوار شي)) (خلكو ته يې) وويل: (( (شاوخوا يې اور بل كړئ او) پو يې كړئ (پوكي یې كول) تردې چې هغه یې اور (ته ورته سرې) وګرځولې)) (بيا يې) وويل: (( اوس ويلي شوي مس راوړئ، چې پر دېوال يې واچوم)) (۹۶)
فَمَا اسْطَاعُوا أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا ﴿۹۷﴾ نو (په پاى كې داسې ټينګ بند جوړ شو) چې هغوى [= د ياجوج او ماجوج ټبر] راختلای پرې نه شول او سورى كولاى يې هم نشو. . (۹۷)
قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِّن رَّبِّي فَإِذَا جَاء وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاء وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا ﴿۹۸﴾ (بيا ذوالقرنين)  وويل: ((دا (بند جوړول) مې د پالونكي له لوري یوه لورنه ده؛ خو چې کله زما د پالونكي ژمنه راورسي؛ نو دا (بند) به هوار كړي او زما د پالونكي ژمنه مې رښتونې ده)) (۹۸)
وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍ يَمُوجُ فِي بَعْضٍ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَجَمَعْنَاهُمْ جَمْعًا ﴿۹۹﴾ او پر هغه ورځ (چې نړۍ پاى ته رسي؛ نو) موږ خلک داسې پرېږدو، چې په يو بل كې د څپو په څېر ورګډ شي‏ او (همدا) چې شپېلۍ پوه شي؛ نو ټول به راټول كړو.  (۹۹)
وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لِّلْكَافِرِينَ عَرْضًا ﴿۱۰۰﴾ او پر هغه ورځ به جهنم كافرانو ته ورمخې ته کړو. (۱۰۰)
الَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِي غِطَاء عَن ذِكْرِي وَكَانُوا لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا ﴿۱۰۱﴾ هماغو كافرانو ته چې د دوی (د لیدانې) سترګې (له ډېرې ناخبرۍ) زموږ له ياده په پرده كې وې او د (حق) اورېدو وس يې نه درلود. (۱۰۱)
أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِن دُونِي أَوْلِيَاء إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا ﴿۱۰۲﴾ ايا كافرانو ګڼله، چې زما پر ځاى زما بندګان (خپل) پالندويان نیولای شي؟ موږ جهنم د كافرانو مېلمستيا ته چمتو كړى دى! (۱۰۲)
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا ﴿۱۰۳﴾ ووایه: ((ايا تاسې ته ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟ (۱۰۳)
الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ﴿۱۰۴﴾ هغوى چې په دنيوي ژوند كې د دوی هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛ خو پخپله انګېري، چې ښه كارونه كوي.)) (۱۰۴)
أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا ﴿۱۰۵﴾ [هو] دوى د خپل پالونكي له آيتونو او ورسره له مخامختيا منكر شول؛ نو كړنې یې ورکې شوې؛ نو د قيامت پر ورځ به تله ورته و نه دروو (او هېڅ ارزښت به ورنه کړو).  (۱۰۵)
ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَرُسُلِي هُزُوًا ﴿۱۰۶﴾ (هو!) همداسې ده، جهنم يې سزا ده؛ ځكه كافران شوي او زما پر آيتونو او استازیو يې ملنډې وهلې. (۱۰۶)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ﴿۱۰۷﴾ (خو) بېشکه هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي؛ نو مېلمستون يې د فردوس باغونه دي. (۱۰۷)
خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا ﴿۱۰۸﴾ پکې تلمېشتي دي او له دې ځايه لېږد نه غواړي. (۱۰۸)
قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا ﴿۱۰۹﴾ ووايه: ((كه سمندر(ونه) زما د پالونكي (د پنځول شويو او) كلماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛ نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(ونه) وچ شي، كه څه همدومره نور سمندر(ونه) پرې ورزيات هم کړو.)) (۱۰۹)
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا ﴿۱۱۰﴾ ووايه : ((زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم (ځانګړنه مې داده، چې) وحې راته كېږي، چې ستاسې يوازېنی معبود ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا په هيله وي؛ نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په لمانځنه كې شريك نه كړي.)) (۱۱۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!