تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ ﴿۱﴾ صاد،له نصيحت (او د الله له ياده) پر ډک قرآن قسم (چې دا كتاب الهي معجزه ده).  (۱) بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ ﴿۲﴾ هو! کافران په لويي، سرغړونې، (جاهلي) ځېل او (له حق سره) په مخالفت کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ ﴿۱﴾ صاد،له نصيحت (او د الله له ياده) پر ډک قرآن قسم (چې دا كتاب الهي معجزه ده).  (۱)
بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ ﴿۲﴾ هو! کافران په لويي، سرغړونې، (جاهلي) ځېل او (له حق سره) په مخالفت کې (لګیا) دي. (۲)
كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ ﴿۳﴾ موږ تر دوى مخكې څومره قومونه هلاك كړل؛ نو (د عذاب راتلو پر مهال يې) چغې وختې (او مرسته يې غوښته)؛ خو د ژغورنې وخت تېر شوى و. (۳)
وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿۴﴾ او هغوی (مشرکان) هېښنده شول، چې دوی ته په خپله له همدوی نه یو خبروونکی راغلی او كافرانو وويل: ((چې دا يو ډېر دروغجن كوډګر دى (۴)
أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ ﴿۵﴾ ايا هغه (ګڼ) معبودان يو معبود (الله) كړى، په رښتيا دا خو خورا هېښنده خبره ده!)) (۵)
وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ ﴿۶﴾ او د دوی مشران په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل:) ((ځئ ځئ او د خپلو معبودانو (پر لمانځنې) ټينګ وسئ، بېشكه دا يو څيز دى، چې (د يوې موخې لپاره) کېږي (چې تاسې بېلارې كړي).  (۶)
مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ ﴿۷﴾ (بلخوا) موږ دا (مطلب) په روستي دين (عيسوي) كې (هم) نه دى اورېدلى، دا (ادعا) يو تش تور دى.  (۷)
أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ ﴿۸﴾ ايا زموږ له منځه ایله پر ده (= محمد) قرآن نازل شوی؟!)) (دا خبرې تشې پلمې دي)؛ بلكې دوى زموږ د وحې په اړه شكمن دي؛ خو په آر كې دوی ‏لا الهي عذاب نه دى څكلى (چې دغسې سپورې خبرې كوي). (۸)
أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ ﴿۹﴾ يا ستا د ځواکمن ډېر بښونكي پالونكي د لورنې خزانې د دوی په واک کې دي (چې هر چا ته يې خوښه شي، ور يې كړي)؟! (۹)
أَمْ لَهُم مُّلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَلْيَرْتَقُوا فِي الْأَسْبَابِ ﴿۱۰﴾ يا د اسمانونو او ځمكې او د دوی په منځ كې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني د دوی ‏ په لاس کې ده؟! (كه داسې وي)؛ نو له هرې شونې لارې دې اسمان ته وخېژي (او د محمد پر پاك زړه دې د وحې راكېوتو مخه ونيسي)! (۱۰)
جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ الْأَحْزَابِ ﴿۱۱﴾ (هو) دوی له لویو ډلو یو کوشنی ټولګی دی،چې هلته یې (= بدر) ماتې پر برخه وه (چې له حقيقته لرې دى او پلمې کوي) (۱۱)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ ﴿۱۲﴾ تر دوى مخكې د نوح قوم، عاد او د ميخونو خاوند فرعون (زموږ پېغمبران) دروغجن ګڼلي ول. (۱۲)
وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الأَيْكَةِ أُوْلَئِكَ الْأَحْزَابُ ﴿۱۳﴾ او (همداراز) د ثمود قوم، لوط او د ايكې وسېدونكيو [= د شعيب قوم]، دوی (مخالفې) ډلې وې (چې زموږ پېغمبران یې دروغجن وګڼل). (۱۳)
إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ﴿۱۴﴾ (له دې ډلو) هرې ډلې زموږ استازي دروغجن وګڼل؛ نو زما عذاب (پرې) زباد ‏شو. (۱۴)
وَمَا يَنظُرُ هَؤُلَاء إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ ﴿۱۵﴾ او دوى (په خپلو كړنو) د يوې (اسماني مرګوني) كړيكې انتظار باسي، چې هېڅ مهلت او بېرته ګرځېدل ورته نشته (او ټول به هلاك كړي)! (۱۵)
وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۱۶﴾ او دوی (په ملنډو) وويل: ((پالونكيه ! د حساب تر ورځې مخكې، ډېر ژر خپله برخه (عذاب) راكړه.)) (۱۶)
اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۱۷﴾ د دوی پر خبرو صبر وكړه او زموږ ځواكمن بنده داوود درياد كړه، چې هغه ډېر توبه ګار و. (۱۷)
إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ ﴿۱۸﴾ په حقيقت كې موږ غرونه (ورته) اېل كړي وو، چې هر ماښام او سهار يې د الله پاكي ورسره ويله.  (۱۸)
وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَّهُ أَوَّابٌ ﴿۱۹﴾ او مارغان هغه ‏ته راغونډېدل او په ستاینه کې ټولو همغږي ورسره کوله‏. (۱۹)
وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ﴿۲۰﴾ او موږ يې واکمني ټينګه کړه او (هم) پوهه او (هم) د (عادلانه او) غوڅو پرېکړو هنر مو ورکړى و. (۲۰)
وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ﴿۲۱﴾ او ايا د مدعيانو خبر دررسېدلى، چې (د داوود) د محراب (عبادتځي) پر دېوال وروختل. (۲۱)
إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُم بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاء الصِّرَاطِ ﴿۲۲﴾ چې (ناڅاپه) پر داوود ورننووتل؛ نو ترې ووېرېد او دوى وويل: ((مه وېرېږه، (موږ) دوه تنه مدعيان يو، چې يو پر بل مو تېرى كړى؛ نو ترمنځ مو په حق پرېكړه وكړه او بې انصافي مه کوه او سمې لارې ته مو ورسیخ کړه. (۲۲)
إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ ﴿۲۳﴾ په رښتینه كې دا (سړى) مې رور دى او د ده نهه نوي مېږې او زما يوه مېږه ده؛ نو راته وايي چې دا (هم) راكړه او په خبرو کې راباندې زورور دی.)) (۲۳)
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنْ الْخُلَطَاء لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ﴿۲۴﴾ (داوود) وويل: (( په يقين هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي، چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او بېشکه ډېر شريكباڼي (او دوستان) یو پر بل تېرى كوي؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او نېکچاري دي؛ خو [په رښتینه کې] داسې خلک لږ دي.)) داوود پوه شو، چې (په دې پېښه كې) مو وازمېيه؛ نو له خپل پالونكي یې بښنه وغوښته او پړمخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته.  (۲۴)
فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۲۵﴾ نو موږ دا (تېروتنه) وروبښله او په حقيقت كې هغه زموږ په نزد د لوړې رتبې خاوند او د ښې پايلې درلودونکى دى.  (۲۵)
يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿۲۶﴾ داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې؛ نو د خلكو ترمنځ په حق پرېكړه كوه او په ځاني غوښتنو پسې مه ځه، چې د الله له لارې به دې واړوي؛ په حقيقت كې هغوى چې د الله له لارې اوړي (؛ نو) د حساب ورځې د هېرولو له لامله ورته سخت عذاب دى.!
(۲۶)
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ ﴿۲۷﴾ او موږ اسمان، ځمكه او څه چې د دوی ترمنځ دي؛ خوشې (او بابېزه) نه دي پيدا كړي، دا د هغو کسانو ګومان دى، چې كافران شوي (او حق يې پټ كړى)؛ نو (د دوزخ) له اوره پر كافرانو افسوس! (۲۷)
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ ﴿۲۸﴾ اياهغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟! (۲۸)
كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ ﴿۲۹﴾ (دا) يو بركتناك كتاب دى، چې موږ پر تا نازل كړى، چې په آيتونو كې يې غور وكړي او عقلمن ترې پند واخلي. (۲۹)
وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۳۰﴾ او موږ داوود ته سليمان وباښه (ورکړ)؛ څه ښه بنده و! (ځكه) چې هغه توبه ګار و. (۳۰)
إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ ﴿۳۱﴾ هغه وخت (درياد كړه)، چې سلیمان ته ماښام مهال ګړندي اصيل اسونه وروړاندې کړای شول،(۳۱)
فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ﴿۳۲﴾ نو و يې ويل: ((دا آسونه مې د الله لپاره خوښ دي)) (او په جهاد كې ګټه ترې اخلم، همداسې یې ورته كتل) تردې،چې له سترګو يې پناه شول. (۳۲)
رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ ﴿۳۳﴾ (اسونه دومره په زړه پورې وو، چې و يې ويل:) بېرته يې راوګرځوئ؛ نو  هغه (د اسونو نازولو ته) پر پنډيو او غاړو یې لاس راښكل پيل كړل (۳۳)
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ ﴿۳۴﴾ او په يقين موږ سلیمان وازمېيه او پر تخت يې مو يوه جوثه وغورځوله، بیا يې (د الله درشل ته) توبه وكړه. (۳۴)
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ ﴿۳۵﴾ ويې ويل: ((پالونكيه! ومې بښه او داسې واكمني راكړه، چې له ما روسته یې هېڅوك وړ نه وي؛ (ځكه) چې يوازې ته ډېر ښې ورکړې والا يې.)) (۳۵)
فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاء حَيْثُ أَصَابَ ﴿۳۶﴾ نو باد مو وراېل كړ او چېرى يې چې غوښتل، په امر يې په نرمۍ چلېده. (۳۶)
وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاء وَغَوَّاصٍ ﴿۳۷﴾ او موږ شيطانان وراېل كړل، د هر ډول ماڼيو جوړوونكي او (د سمندر) ماڼکي وو (۳۷)
وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ ﴿۳۸﴾ او څه نور (شيطانان مو وراېل كړل) چې په ځنځيرونو تړل شوي ول. (۳۸)
هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۹﴾ (او ورته مو وويل:) دا زموږ بې حسابه دركړه ده چې چاته دې خوښه وي، ور یې كړه يا يې وساته. (۳۹)
وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۰﴾ او بېشكه زموږ په نزد هغه ته نژدې مقام او غوره پایله ده
(۴۰)
وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ ﴿۴۱﴾ او زموږ بنده ايوب درياد کړه،چې خپل پالونكي ته یې ورنارې کړې، چې شيطان پر کړاو او عذاب اخته كړى يم. (۴۱)
ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ ﴿۴۲﴾ (ورته مو وويل :  )  خپله پښه پر ځمكه ووهه؛ دا ده لمبلو او څښلو ته د يخو اوبو یوه (چينه).  (۴۲)
وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ ﴿۴۳﴾ او [بل ځل]  موږ هغه ته كورنۍ يې او ورسره هومره نور (خپلوان) وروبښل (چې له لاسه يې ورکړي ول)، چې زموږ له لوري یو رحمت او عقلمنو ته یو عبرت وي.  (۴۳)
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۴۴﴾ (او ورته مو وويل:) او (د كڼکو) جارو راواخله او(خپله ښځه) دې پرې ووهه او خپل قسم مه ماتوه، په يقين موږ هغه زغمناک وموند، څه ښه بنده و! (؛ ځكه) چې هغه توبه ګار و. (۴۴)
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُوْلِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ ﴿۴۵﴾ او زموږ [په عبادت کې] پياوړي او سترگور بندګان؛ ابراهيم، اسحاق او يعقوب درياد كړه. (۴۵)
إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ ﴿۴۶﴾ په حقيقت كې موږ دوى د آخرت اندۍ په ځانګړې ځانگړنه ساز کړي وو. (۴۶)
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ ﴿۴۷﴾ او په حقيقت كې دوى زموږ په نزد له غوره شويو نېكانو ځنې وو. . (۴۷)
وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِّنْ الْأَخْيَارِ ﴿۴۸﴾ او “اسماعيل”،”يسع” او “ذوالكفل” درياد كړه، چې دا ټول له نېكانو ځنې وو. (۴۸)
هَذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۹﴾ دا يوه يادونه ده او بېشكه متقیانو ته هرومرو د ورتلو ښه ځاى (پر برخه) دى: (۴۹)
جَنَّاتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ ﴿۵۰﴾ (هماغه) همېشني جنتي باغونه، چې ورونه يې دوی ته ورپرانستل شوي دي؛ (۵۰)
مُتَّكِئِينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ ﴿۵۱﴾ هلته به (پر تختونو) ډډه وهلي ناست وي (او) هلته به ډېرې مېوې او څښاک راغواړي. (۵۱)
وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ ﴿۵۲﴾ او له دوی سره به حياناکې همزولې مېرمنې وي . (۵۲)
هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۵۳﴾ دا هغه څه دي، چې د حساب ورځې لپاره یې ژمنه درسره كېده. (۵۳)
إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ ﴿۵۴﴾ (او (وايي:) په حقيقت كې دا زموږ له لوري ناپایه “روزي” ده. (۵۴)
هَذَا وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ لَشَرَّ مَآبٍ ﴿۵۵﴾ دا (د متقیانو بدله ده) او بېشكه سرغړاندو ته کرغېړن هستوګنځى دى: (۵۵)
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۵۶﴾ (هماغه) دوزخ، پكې به ورننوځي؛نو څه بد ټاټوبى دى! (۵۶)
هَذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ ﴿۵۷﴾ دا؛ خوټېدلې اوبه او زوې دي باید ویې څكي! (۵۷)
وَآخَرُ مِن شَكْلِهِ أَزْوَاجٌ ﴿۵۸﴾ او په څېر یې نورې راز راز سزاوې (هم ورته شته). (۵۸)
هَذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ لَا مَرْحَبًا بِهِمْ إِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ﴿۵۹﴾ (ورته ويل كېږي :  )  دا يوه ډله ده، چې له تاسې سره دوزخ ته ننوځي (دوى هماغه بېلارې مشران دي، چې) هر کلى ورته نشته؛ ځكه اور ته ورننوځي (او سوځي)!  (۵۹)
قَالُوا بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا فَبِئْسَ الْقَرَارُ ﴿۶۰﴾ دوی (خپلو مشرانو ته) وايي: ((؛ بلكې تاسې ته دې هرکلى نه وي، چې دا (عذاب خو همدا) تاسې له وړاندې راچمتو کړی و؛ نو (دا دوزخ) څه بد تمځى دى!)) (۶۰)
قَالُوا رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِي النَّارِ ﴿۶۱﴾ (بيا) وايي: (( پالونكيه! چاچې موږ ته دا (عذاب) له وړاندې راچمتو کړی، په اور كې يې عذاب دوه ګرايه كړه!)) (۶۱)
وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ ﴿۶۲﴾ او وايي: ((پر موږ څه شوي،(په دنيا كې) چې كوم سړي مو له بدانو ګڼل، (په اور كې) يې نه وينو؟ (۶۲)
أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ ﴿۶۳﴾ ايا موږ (په دنيا کې ناحقه) ملنډې پرې وهلې ( او نن جنتیان دي يا په دوزخ کې دي، چې) زموږ سترګې يې نه ويني؟!)) (۶۳)
إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ ﴿۶۴﴾ بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی. (۶۴)
قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۶۵﴾ ووايه : (( بېشكه زه خو يوازې يو خبروونكى يم او بې له ايکي يوه ډېر قهرجن الله بل معبود نشته؛ (۶۵)
رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿۶۶﴾ د اسمانونو، ځمكې او د دوی ترمنځ د څيزونو پالونكى؛ هماغه ناماتى بښاند دى.))  (۶۶)
قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ ﴿۶۷﴾ ووايه : ((دا يو لوى خبر دى، (۶۷)
أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ ﴿۶۸﴾ چې تاسې ترې مخ اړوونكي ياست! (۶۸)
مَا كَانَ لِي مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۶۹﴾ ما ته د ملا اعلى (او د پرښتو د پاسنۍ نړۍ) په باب معلومات نشته، چې (پرښتو، د آدم د پنځون په اړه خپلمنځي) ويينې او ناندرۍ وهلې. (۶۹)
إِن يُوحَى إِلَيَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۷۰﴾ (زه له ځانه هيڅ پوهه نه لرم)  يوازې په وحې مې خبروي؛ ځکه ښکاره گواښگرندی یم.)) (۷۰)
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِينٍ ﴿۷۱﴾ (او درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل: ((په رښتینه كې زه له خټې د يوه بشر پيدا كوونكى يم؛ (۷۱)
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۷۲﴾ نو چې هغه مې (بشپړ) برابر كړ او پكې مې له خپل روحه پو كړ؛ نو (د درناوي لپاره پر ځمكه) په سجده ورته پرېوځئ.)) (۷۲)
فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۷۳﴾ نو ټولو پرښتو يوځايي سجده وكړه؛ (۷۳)
إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنْ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾ خو ابليس (سجده و نه كړه، چې) لويي يې وكړه او له كافرانو ځنې و. (۷۴)
قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِينَ ﴿۷۵﴾ الله وویل:  (( ابليسه! څه پرېنښوولې، چې هغه چا ته سجده وكړې، چې ما (د خپل قدرت) په لاسونو پيدا كړ؟! ايا لويي دې وكړه يا (په خپل اند کې د ټولې هستۍ) له لوړ پوړیو ځنې يې؟ (چې د سجدې كولو حكم درته ونشي!) )) (۷۵)
قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ ﴿۷۶﴾ (ابليس) وويل: (( زه تر هغه غوره يم (؛ځكه) زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې پیدا کړ.)) (۷۶)
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۷۷﴾ (الله) وويل: ((نو له هغه ځایه [له اسمانونو او د پرښتو له ليكو] ووځه؛ ځكه رټل شوى يې. (۷۷)
وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۷۸﴾ او په رښتینه كې د جزا تر ورځې مې پر تا لعنت دى!)) (۷۸)
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۷۹﴾ (ابليس) وويل: (( پالونكيه ! د انسانانو تر بیا راپاڅېدو پورې وخت راكړه. )) (۷۹)
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ ﴿۸۰﴾ (الله) وويل: (( نو په رښتینه كې ته له مهلت وركړ شويو ځنې يې، (۸۰)
إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۸۱﴾ (خو) تر ټاكلې ورځې (چې د لومړۍ شپېلۍ وهل دي). )) (۸۱)
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۲﴾ (ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم،چې هرومرو به دوى ټول تېر باسم؛ (۸۲)
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۸۳﴾ خو بې ستا له هغو بندګانو ، چې له دوی راچاڼ شوي دي.)) (۸۳)
قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ ﴿۸۴﴾ (الله) وويل: ((نو حق همدادی او زه هم حق وايم، (۸۴)
لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۵﴾ چې هرومرو به دوزخ له تا او ټولو هغوى ډك كړم، چې ستا لاروي وكړي!)) (۸۵)
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ ﴿۸۶﴾ (پېغمبره!) ووايه: ((زه په دې [رسالت] له تاسې نه څه بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو، (رياکارانو او له ځانه جوړوونکيو) ځنې يم. (خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي).))  (۸۶)
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۸۷﴾ دا (قرآن) خو يوازې نړيوالو ته پند دى؛ (۸۷)
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ ﴿۸۸﴾ او هرومرو څه موده روسته به یې (د نړيوالېدنې) خبر واورئ . (۸۸)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!