تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   عَبَسَ وَتَوَلَّى ﴿۱﴾ تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه، (۱)   أَن جَاءهُ الْأَعْمَى ﴿۲﴾ ( له دې امله) چې هغه ړوند ورغى . (۲)   وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى ﴿۳﴾ او ته څه خبر یې؟ ښايي وده ومومي [، پاك […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

عَبَسَ وَتَوَلَّى ﴿۱﴾ تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه، (۱)

 

أَن جَاءهُ الْأَعْمَى ﴿۲﴾ ( له دې امله) چې هغه ړوند ورغى . (۲)

 

وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى ﴿۳﴾ او ته څه خبر یې؟ ښايي وده ومومي [، پاك شي او د تقوا لار خپله کړي]،(۳)

 

أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى ﴿۴﴾ يا پند واخلي؛ نو پند ورګټور شي . (۴)

 

أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى ﴿۵﴾ خو هغه چې [ستا له پنده] نا اړتيا ښيي، (۵)

 

فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى ﴿۶﴾ نو ته مخ وراړوې، (۶)

 

وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى ﴿۷﴾ او كه دى ځان پاك نه كړي؛پر تا څه (پړه) نشته . (۷)

 

وَأَمَّا مَن جَاءكَ يَسْعَى ﴿۸﴾ او هغه چې په منډه درغى، (۸)

 

وَهُوَ يَخْشَى ﴿۹﴾ او  (له الله) وېرېده، (۹)

 

فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّى ﴿۱۰﴾ نو ته بې پامي ترې کوې او له نورو سره بوختېږې . (۱۰)

 

كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ ﴿۱۱﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې چلن دې دغسې وي)؛  په حقيقت كې دا (آيتونه) یوه یادونه ده؛ (۱۱)

 

فَمَن شَاء ذَكَرَهُ ﴿۱۲﴾ نو څوک چې غواړي، پند دې ترې واخلي. (۱۲)

 

فِي صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ ﴿۱۳﴾ [حال دا چې دا آيتونه] په ارزښتمنو پاڼو كې (نغښتي) دي، (۱۳)

 

مَّرْفُوعَةٍ مُّطَهَّرَةٍ ﴿۱۴﴾ [چې] لوړې مرتبې والا او پاكې دي (۱۴)

 

بِأَيْدِي سَفَرَةٍ ﴿۱۵﴾ [او] د استازيو (او ليكوالو) په لاسونو كې دي، (۱۵)

 

كِرَامٍ بَرَرَةٍ ﴿۱۶﴾ (چې) عزتمن او نيك دي . (۱۶)

 

قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ ﴿۱۷﴾ مرګ پر انسان څومره نامنندوى دى! (۱۷)

 

مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ﴿۱۸﴾ (الله) دا له څه پيدا كړى دى؟! (۱۸)

 

مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ ﴿۱۹﴾ له یوه څاڅكي يې پيدا كړ؛ نو انډول یې کړ. (۱۹)

 

ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ ﴿۲۰﴾ بيا يې (د ښو او بدو د پېژندو) لار وراسانه كړه (۲۰)

 

ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ ﴿۲۱﴾ بيا يې مړ كړ او په قبر كې يې كېښود، (۲۱)

 

ثُمَّ إِذَا شَاء أَنشَرَهُ ﴿۲۲﴾ بيا چې [خداى] وغواړي را ژوندى كوي يې. (۲۲)

 

كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ ﴿۲۳﴾ هېڅكله داسې نه ده (چې انسان انګېري) لا هغه څه یې کړي نه دي، چې الله امر ورته كړى دى. (۲۳)

 

فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَى طَعَامِهِ ﴿۲۴﴾ نو انسان دې خپلو خوړو (او د خوړو پنځون) ته وګوري .  (۲۴)

 

أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاء صَبًّا ﴿۲۵﴾ موږ له اسمانه (ښې) پرېمانه اوبه راتويې كړې دي،   (۲۵)

 

ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا ﴿۲۶﴾ بيا مو ځمكه پوره څيرې كړه، (۲۶)

 

فَأَنبَتْنَا فِيهَا حَبًّا ﴿۲۷﴾ بيا مو پكې دانې رازرغونې كړې، (۲۷)

 

وَعِنَبًا وَقَضْبًا ﴿۲۸﴾ او (هم) انګور او سابه،(۲۸)

 

وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا ﴿۲۹﴾ او ښوونه او كجورې، (۲۹)

 

وَحَدَائِقَ غُلْبًا ﴿۳۰﴾ او ګڼ ګڼ بڼونه، (۳۰)

 

وَفَاكِهَةً وَأَبًّا ﴿۳۱﴾ او مېوې او څړځايونه، (۳۱)

 

مَّتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿۳۲﴾ [چې] تاسې او څاروي مو ترې ګټه واخلي . (۳۲)

 

فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّةُ ﴿۳۳﴾ نو چې کله (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛  (كافران په درانه غم كې پرېوځي)، (۳۳)

 

يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ ﴿۳۴﴾ پر هغه ورځ چې انسان له خپل وروره تښتي،(۳۴)

 

وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ ﴿۳۵﴾ او (همداراز له) خپلې مور او خپل پلاره، (۳۵)

 

وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ ﴿۳۶﴾ او له خپلې مېرمنې او له خپلو اولادونو ؛ (۳۶)

 

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ ﴿۳۷﴾ پر هغه ورځ به یې هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي! (۳۷)

 

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ ﴿۳۸﴾ پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، (۳۸)

 

ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ ﴿۳۹﴾ خندان او خوشاله. (۳۹)

 

وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ ﴿۴۰﴾ پر هغه ورځ به ځينې مخونه سپېره وي، (۴۰)

 

تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ﴿۴۱﴾ تک تور به اوښتي وي، (۴۱)

 

أُوْلَئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ ﴿۴۲﴾ [هو] همدوى كافران [او] بد چاري دي (۴۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!