تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا، ميم (۱) تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۲﴾ د كتاب (قرآن) لېږنه د ناماتي پوه الله له لوري ده . (۲) غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ هماغه چې (د […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا، ميم (۱)
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۲﴾ د كتاب (قرآن) لېږنه د ناماتي پوه الله له لوري ده . (۲)
غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ هماغه چې (د ګناه) د پايلو بښونكى او توبه قبلوونكى، سخت عذابى (او) پانګوال دى، بې له ده بل معبود نشته، يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدا ده . (۳)
مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ ﴿۴﴾ يوازې هغوى زموږ په آيتونو كې شخړه كوي، چې (د كينې له لامله) كافران شوي؛ نو هسې نه په ښارونو كې د دوی اوښتل رااوښتل (او قدرت ښودنه یې) تا وغولوي! (۴)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِن بَعْدِهِمْ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿۵﴾ تر دوى مخكې د نوح قوم او ورپسې (نورو) قومونو هم (خپل پېغمبران) دروغجن ګڼلي وو او هر امت خپل استازي ته (ناوړه) هوډ كړى و، چې و يې نيسي (او و يې ځوروي) او د حق منځه وړو لپاره يې په باطلو شخړو لاس پورې كړى و؛ خو ما دوی (په خپل پرغز) راونيول (او سخته سزا مې وركړه) ؛ نو (ووينه، چې) زما سزا څنګه وه! (۵)
وَكَذَلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ﴿۶﴾ او همداسې ‏پر كافرانو ستا د پالونكي پرېكړه رښتينې شوه، چې دوى دوزخيان دي . (۶)
الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۷﴾ هغه پرښتې چې عرش پر اوږو وړي او هغه (پرښتې) چې په چاپېر کې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پر هر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه، چې توبه يې ايستلې او ستا پر لار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته! (۷)
‏رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُم وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۸﴾ پالونكيه! دوى، نېک پلرونه، ښځې او اولادونه يې د جنت هغو همېشنيو باغونو ته ورننباسه، چې تا ژمنه ورسره كړې (؛ځكه) چې يوازې ته ناماتى حكيم يې .   (۸)
وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَن تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۹﴾ او دوی له (اخروي) سزاګانو وژغوره او چې څوك پر هغه ورځ (قيامت) له سزاګانو وژغورې؛ نو په يقين، تا لورنه پرې کړې او دا هماغه ستره بريا ده!  (۹)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ ﴿۱۰﴾ په حقيقت کې كافرانو ته (د قيامت پر ورځ) ورغږ شي: چي [نن] ستاسې خپلو ځانونو ته کومه غوسه راځي (؛ نو) د الله غوسه تردې، هغه وخت لا ډېره وه، چې ” ايمان ته بلل كېدئ؛ خو انكار مو كاوه. (۱۰)
قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِّن سَبِيلٍ ﴿۱۱﴾ (كافران) وايي: ((پالونكيه! تا دوه ځل مړه او دوه ځل ژوندي كړو؛ نو پر خپلو ګناهونو اعتراف کوو؛ نو ايا (له دوزخه) د وتو كومه لار شته؟ )) (۱۱)
ذَلِكُم بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ وَإِن يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ ﴿۱۲﴾ دا (سزا) له دې لامله ده، چې كله په نړۍ کې توحید او د يو الله خوا ته بلل کېدئ (؛ نو) تاسې منكرېدئ او كه نور څه شریک ورسره یادېدل (پر شريك) مو ايمان راووړ (اوس) نو پرېكړه يوازې د ستر لوړ مقامي الله په واک كې ده (چې د خپل عدل له مخې سزا دركړي). (۱۲)
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ ﴿۱۳﴾ [الله] هغه ذات دى، چې تاسې ته خپلې نښې درښيي او له اسمانه (ارزښتمنه) روزي درته رالېږي او بې له توبه ګاره (څوك له دې حقايقو) پند نه اخلي. (۱۳)
فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۱۴﴾ نو الله په نږه ايمان وبلئ،که څه هم د کافرانو ښه نه اېسي. (۱۴)
رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ ﴿۱۵﴾ هغه(د صالحو بندګانو) درجې لوړوي، د عرش خاوند دى، پرخپلو بندګانو يې چې چا ته خوښه شي، پخپل امر روح (= وحې) ورلېږي، چې خلك د مخامخېدو له ورځې [= قيامته] ووېروي.  (۱۵)
يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۱۶﴾ (پر هغه) ورځ چې خلک او کړنې یې ښكاره شي (او) د دوی هېڅه به له الله پټ نه وي (او ويل كېږي:) نن ټولواکي د چا ده؟ (په ځواب كې ويل كېږي:) د یوازېني برلاسي الله.  (۱۶)
‏الْيَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۷﴾ نن هر چا ته د خپلو كړنو بدله وركول كېږي، نن ظلم نشته؛ په رښتيا الله چټکحسابى دى.   (۱۷)
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ ﴿۱۸﴾ او دوی له نژدې (پېښېدونې) ورځې (قيامته) وېروه، چې زړونه به تالو ته رسېدلي وي او په خپلو غمونو کې به ډوب وي، د ظالمانو به نه كوم رښتينى دوست وي او نه كوم سپارښتګر، چې سپارښت يې ومنل شي.   (۱۸)
يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ ﴿۱۹﴾ (الله) د سترګو پر خيانت او د سينو پر پټو خوالو پوهېږي.(۱۹)
وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۲۰﴾ او الله په حق حکم چلوي او کوم معبودان، چې د الله پر ځاى لمانځل کېږي، د هېڅ څيز په اړه پرېکړه نشي كړاى (؛ځكه) يوازې الله اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.  (۲۰)
أَوَ لَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ ﴿۲۱﴾ ايا (دوى) په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې تر دوى وړاندې د تېر شويو خلكو پاى يې لېدلې واى؟ تر دوى ډېر ځواكمن وو او پر ځمكه يې (مهم لرغوني) آثار پرېښي دي؛ خو الله دوی د خپلو ګناهونو په پار ونيول او هېڅوك نه وو، چې د ((الله)) له (عذابه) يې وژغوي! (۲۱)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۲﴾ دا (سزا) له دې سببه ‏وه، چې خپلو استازیو يې څرګندې نښې ‏وروړې؛ خو دوى منكرېدل؛ نو الله هم ونیول ‏(او سزا يې وركړه؛) چې هغه زورور سخت عذابى دى. (۲۲)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۲۳﴾ او په يقين موږ موسى له خپلو نښو او څرګند دليل سره ولېږه؛ (۲۳)
إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿۲۴﴾ فرعون هامان او قارون ته؛ خو دوی وويل: (( (دا) ډېر دروغجن كوډګر دى.)) (۲۴)
فَلَمَّا جَاءهُم بِالْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاء الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءهُمْ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۲۵﴾ نو چې دوی ته زموږ له لوري حقيقت وروړاندې شو، و یې ويل: ((د هغو كسانو زامن ووژنئ او ښځې (لوڼې) يې (خدمت ته) ژوندۍ پرېږدئ، چې له ده (= موسى) سره يې ايمان راوړى؛)) خو د كافرانو چل يوازې په بېلارۍ كې وي (سر نه نيسي او له منځه ځي. (۲۵)
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ﴿۲۶﴾ او فرعون وويل: (( ما پرېږدئ، چې موسى ووژنم او هغه دې خپل پالونكى (مرستې ته) وبلي (چې و يې ژغوري)! (؛ ځكه) وېرېږم، چې دين به مو بدل كړي يا به په (دې) هېواد كې فساد راولاړ كړي!)) ) (۲۶)
وَقَالَ مُوسَى إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۲۷﴾ او موسی وويل: ((په رښتینه كې زه له هر كبرجنه، چې د حساب پر ورځ ايمان نه راوړي، خپل او ستاسې پالونكي ته پناه وړم. )) (۲۷)
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ﴿۲۸﴾ او د فرعون له كورنۍ يو سړي، چې خپل ايمان يې پټ ساته، وويل: ((ايا يو سړى له دې لامله وژنئ، چې وايي: “الله” زما پالونكى دى او په يقين، ستاسې د پالونكي له لوري یې ښکاره دلايل درته راوړي؟! او كه دروغجن وي؛ نو دروغ يې پر خپله غاړه او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي. په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي . (۲۸)
يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّهِ إِنْ جَاءنَا قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿۲۹﴾ (هغه ایمانوال د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ) (زما) قومه! نن ستاسې واكمني ده (او) په دې ځمكه کې لاسبري ياست، كه موږ ته د الله عذاب راشي؛ نو څوك به موږ بچ كړي؟)) فرعون وويل: ((زه يوازې خپله ګروهه دروړاندې کوم او یوازې سمه لار درښیم (چې هغه د موسى وژل دي) )). قومه! نن مو واكمني ده (او) په دې ځمكه کې (پرسبطيانو) لاسبرې ياست،كه د خداى عذاب راباندې راشي؛ نو څوك به موږ بچ كړي؟)) فرعون وويل : (( زه يوازې خپله ګروه دروړاندې کوم او یوازې سمه لار درښیم (چې هغه د موسى وژل دي) )) . (۲۹)
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ ﴿۳۰﴾ او هغه ايمانوال سړي وويل: ((زما قومه! په حقيقت كې زه پر تاسې (د هغې ورځې له راتلو) وېرېږم؛ لکه د (پېغمبرانو د مخالفو) ډلو (د هلاکت) ورځ؛ (۳۰)
مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ﴿۳۱﴾ لكه د نوح قوم، عاد، ثمود او تر دوی روسته قومونو (ناوړه) حالات (چې ټول د خپل كفر په سزا كې هلاك شول) او (که نه) الله پرخپلو بندګانو تېرى نه غواړي. (۳۱)
وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ ﴿۳۲﴾ ( زما) قومه ! زه پرتاسې د هغې ورځې (له عذابه) وېرېږم، چې خلك به يو بل په نارو سورو (مرستې ته) رابولي! (۳۲)
يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۳﴾ هغه ورځ، چې مخ په څټ به تښتئ او هېڅوک به نه وي، چې (د الله له عذابه) مو وژغوري او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي (او پر خپل حال پرېږدي)؛ نو هېڅ لارښود ورته نه شته . (۳۳)
وَلَقَدْ جَاءكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءكُم بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ ﴿۳۴﴾ او په يقين تردې مخكې يوسف تاسې ته له ښکاره دلايلو سره درغلى و؛ خو څه یې چې دروړي وو، په اړه يې شكمن وئ، تردې چې ومړ (؛ نو) تاسې ويل: ((الله به هېڅکله په هغه پسې كوم بل استازى را و نه لېږي!)) همداسې ‏الله هر پوله ماتى [او] بدګومانه شكمن بېلارې كوي؛))؛ (۳۴)
الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ وَعِندَ الَّذِينَ آمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ﴿۳۵﴾ هغوی چې د الله په آيتونو كې شخړې كوي، بې له دې، چې كوم دليل ورته راغلى وي. (؛نو دا شخړه) د الله او مؤمنانو په نزد ‏ستره دښمني ده، همداسې الله د هر كبرجن سرغړاند پر زړه ټاپه لګوي (۳۵)
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ ﴿۳۶﴾ او فرعون وويل : (( هامانه! يو [لوړ] برج راجوړ كړه،چې ښايي پر وزلو لاسبرى شم، (۳۶)
أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا وَكَذَلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ ﴿۳۷﴾ اسمانونو ته (د ورختو) په وزلو، چې د موسى له معبوده ‏خبر شم او په حقيقت کې یې دروغجن انګېرم)) او دغسې فرعون ته خپل ناوړه كړه وړه ښايسته کړای شو او له [سمې] لارې واوړېد او د فرعون (او د ده ملګرو) چلونه بې له زيان او هلاكته څه نه وو. (۳۷)
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿۳۸﴾ او هغه ایمانوال وويل: (( (زما) قومه! راپسې راشئ، چې سمه (د کمال او ودې) لار دروښيم.  (۳۸)
يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ ﴿۳۹﴾ (زما) قومه! دا دنيوي ژوند يوازې (ناڅيزه) ګټنه ده او په حقيقت كي يوازې اخرت پایښتی ‏هستوګنځى دى.  (۳۹)
مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۴۰﴾ څوك چې بد كار وكړي؛ نو د خپلو كړنو هومره بدله وركول كېږي او څوك چې نېكې چارې وكړي؛ كه نارينه وي که ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛ نو همدا دوی جنت ته ورننوځي (او) هلته بې حسابه ((روزي)) ورکول کېږي. (۴۰)
وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ ﴿۴۱﴾ او (زما) قومه! څه دي، چې زه مو ژغورنې ته بلم؛ خو تاسې مې اور ته بلئ؟! (۴۱)
تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ ﴿۴۲﴾ دې ته مې بلئ، چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك کړم، چې هېڅ يې نه پېژنم؛ خو زه مو ناماتي ډېر بښونكي الله ته وربولم! (۴۲)
لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ﴿۴۳﴾ پخه خبره همدا ده، ما چې کوم څیز ته وربلئ (؛ نو) بلنه یې نه دنیوي وړتیا لري او نه آخروي او په رښتيا ورتګ مو يوازې د الله لوري ته دی او بېشکه چې پوله ماتي دوزخيان دي . (۴۳)
فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۴۴﴾  (اوس) څه چې تاسې ته ‏وايم؛ نو ژر به درياد شي! او خپل چار الله ته ورسپارم؛ ځكه الله د خپلو بندګانو د حالاتو لیدونکی دی. )) (۴۴)
فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ ﴿۴۵﴾ نو  الله هغه (مؤمن سړى) د دوى له ناوړو دسيسو وساته او فرعونيان پخپله په ډېر((بد عذاب)) كې راګېر شول. (۴۵)
النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ ﴿۴۶﴾ (د دوزخ) اور هر سبا و بیګا ور وړاندې كېږي، او پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي:) ((فرعونيان ډېر ((سخت عذاب)) ته ورننباسئ! )) (۴۶)
وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاء لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِّنَ النَّارِ ﴿۴۷﴾ او (درياد كړه) چې کله دوى په اور (دوزخ) كې په وراشه (او شخړه) لګيا شي؛ نو کمزوري سرغړاندو ته وايي: ((په رښتینه كې موږ ستاسې لارويان وو؛ نو ايا د اور څه برخه رانه لرې كولاى شئ؟)) (۴۷)
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ ﴿۴۸﴾ سرغړاندي وايي: ((په حقیقت کې موږ ټول په (دوزخ) كې يو؛ ځكه الله (په عدالت) د (خپلو) بندګانو ترمنځ پرېكړه كړې ده.)) (۴۸)
وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ ﴿۴۹﴾ او دوزخيان د دوزخ ساتونكيو ته وايي: ((له خپل پالونكي وغواړئ، چې يوه ورځ خو عذاب رانه سپک کړي (چې لږ څه هوسا شو). )) (۴۹)
قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا بَلَى قَالُوا فَادْعُوا وَمَا دُعَاء الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۵۰﴾ ورته وايي: ((ايا ستاسې پېغمبرانو معجزې دروړې نه وې؟)) وايي: ((هو!)) (ساتونکي) وايي: ((؛ نو دعا وکړئ او د كافرانو دعا يوازې (د ځان) د تباهۍ لپاره ده (چې هېڅ ګټه نه وررسوي). ))  (۵۰)
إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿۵۱﴾ په حقيقت كې موږ هرومرو د خپلو استازيو او مؤمنانو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان ودرېږي. (۵۱)
يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ ﴿۵۲﴾ هغه ورځ چې ظالمانو ته د دوی ‏عذرغوښتنه هېڅ ګټه نه لري، لعنت او بد كور ورپر برخه دى.  (۵۲)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْهُدَى وَأَوْرَثْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ ﴿۵۳﴾ او په يقين موږ موسى ته لارښوونه وکړه او بني اسرائيل (= د يعقوب ځوځات) مو د كتاب (تورات) پاتوړي وګرځول؛ (۵۳)
هُدًى وَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۵۴﴾ (چې) عقلمنو ته لارښود او پند و. (۵۴)
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿۵۵﴾ نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه (د خپلو چارو د پایلو) لپاره بښنه وغواړه او هر سبا و بیګا ‏د خپل پالونكي ثنا او پاكي وايه. (۵۵)
إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ إِن فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَالِغِيهِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۵۶﴾ په حقيقت كې هغه كسان، چې د الله په آيتونو كې بې له کوم ورکړای شوي ‏لاسونده، شخړه كوي (نو) په زړونو كې يې يوازې كبر (او غرور) دى او هېڅكله به خپلو غوښتنو ته و نه رسي؛ نو الله ته پناه يوسه؛ (؛ ځكه) يوازې هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى. (۵۶)
لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۷﴾ بېشکه د اسمانونو او ځمكې پنځون د خلكو د پنځون په پرتله ډېر ستر (،ستونزمن او مهمتر) دى؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۵۷)
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ قَلِيلًا مَّا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۸﴾ او نه ړوند او سترګور سره برابر دي او نه صالح مؤمنان له بدكارانو سره (؛ خو) ډېر لږ شانته پند اخلئ. (۵۸)
إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۵۹﴾ بېشکه قيامت هرومرو راتلونكى دى، چې هېڅ شك پكې نشته؛ خو ډېر خلك ايمان نه راوړي. . (۵۹)
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿۶۰﴾ او ستاسې پالونكي وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له لمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او سپكاوۍ دوزخ ته ورننوځي! )) (۶۰)
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۶۱﴾ الله هغه (ذات) دى، چې شپه يې تاسې ته (تياره) كړه، چې پكې ارام وكړئ او ورځ يې رڼا (كړه؛ ځكه) چې الله پر خلكو پېرزوينې والا دى؛ خو ډېر خلك منندوی نه دي. (۶۱)
ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَّا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۶۲﴾ دا الله ستاسې پالونكى دی! چې د هر څيز پنځګر دى، بې له ده بل معبود ‏نشته؛ نو څنګه (له حقه) اړول کېږئ؟ (۶۲)
كَذَلِكَ يُؤْفَكُ الَّذِينَ كَانُوا بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۶۳﴾ دغسې د الله له آیاتونو نمښتي (له سمې لارې) اړول کېږئ. (۶۳)
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۴﴾ الله هغه (ذات) دى، چې ځمكه یې تاسې ته د امن، ارامۍ او تمېدو ځاى درګرځولې او اسمان يې چت، او تاسې یې انځور كړئ؛ نو ډېر ښكلي يې انځور كړئ او له پاکو څيزونو يې روزي درکړه (؛ نو) همدغه الله ستاسې پالونکى دى؛ نو له خيره ډک او پايند دى، هغه الله چې د نړۍ پالونکی دى . (۶۴)
هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۵﴾ دی هماغه ژوندى دى، بې له ده معبود نشته؛ نو په نږه ګروهه يې دربله (او ولمانځه)، ستاېنه يوازې د هغه الله ده، چې د نړۍ پالونکی دى. (۶۵)
قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۶﴾ ووايه : ((په رښتيا زه خو د هغو معبودانو له عبادته منع شوى يم، چې تاسې يې د الله پر ځاى نمانځئ؛ ځكه ما ته د خپل پالونكي له لوري څرګند دلايل راغلي او امر راته شوى، چې د نړۍ پالونکي ته غاړه كېږدم. )) (۶۶)
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى مِن قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ (الله) هغه ذات دى، چې تاسې يې [لومړى] له خاورې پيدا كړئ، بيا له څاڅكي، بيا د وينې له (ځوړندې) بوټۍ، بيا تاسې (د مور له نسه) د ماشوم په بڼه راباسي، بيا (ژوند كوئ) چې د خپلې ودې بريد ته ورسئ، بيا (دوام وركوئ) چې زاړه شئ او (په دې ترڅ كې) له تاسې ځينې كسان دي، چې (د کوچنیتوب، بلوغ او زړښت درې ګونو پړاوونو) ته تر وررسېدو مخكې مري او ددې لپاره (مو ساتي)، چې تاسې (د مرګ) تر ټاكلې نېټې ورسئ او ښايي له عقله کار واخلئ. (۶۷)
هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ فَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۶۸﴾ الله هماغه ذات دى، چې ژوندي كول او مړه كول كوي او چې كله د يوه كار پرېکړه وكړي؛ نو همدومره ورته وايي چې “شه”؛ نو (بس) وشي. (۶۸)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّى يُصْرَفُونَ ﴿۶۹﴾ ايا تا هغوى لیدلي نه دي، چې د الله په آيتونو كې شخړه كوي، چې څنګه (له حقه) اړول کېږئ؟! (۶۹)
الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۷۰﴾ هغوى چې (اسماني) كتاب او هغه څه یې دروغ وګڼل، چې موږ له خپل استازيو سره لېږلي؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو او حقیقت) پوه شي!  (۷۰)
إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ ﴿۷۱﴾ چې د دوی په غاړو کې به زندۍ وي او په ځنځيرونو راښكودل كېږي؛ (۷۱)
فِي الْحَمِيمِ ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ ﴿۷۲﴾ (لومړى) په سرو اوبو كې (غورځول کېږي) بيا په اور كې وريت او سوځول كېږي.  (۷۲)
ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿۷۳﴾ بيا ورته ويل كېږي: ((هغه[اوس] چېرې دي، چې تاسې له الله سره سيالان نيول؛ (۷۳)
مِن دُونِ اللَّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُو مِن قَبْلُ شَيْئًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾ هماغه معبودان، چې تاسې د الله پر ځاى لمانځل ؟!)) وايي: ((رانه ورك شول؛ بلكې (اوس پوه شوي يو، چې) پخوا مو (هم) کوم څيز نه لمانځه)) الله كافران همداسې بېلارې پرېږدي. (۷۴)
ذَلِكُم بِمَا كُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَمْرَحُونَ ﴿۷۵﴾ دا (عذاب) تاسې ته ددې لامله دى، چې په ځمكه كې مو په ناروا خوښي او مستي كوله او له دې لامله چې (سخت پر ځان) وياړېدئ.  (۷۵)
ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۷۶﴾ (كافرانو ته ويل كېږي) د دوزخ پر ورونو ورننوځئ، همیش ‏پکې وسئ؛ نو د سرغړاندو هستوګنځى څومره بد دى!  (۷۶)
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿۷۷﴾ نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د الله ژمنه رښتينې ده او كه د هغه عذاب يوه برخه دروښيو، چې له دوی سره یې ژمنه كوو يا تا (د دوی له عذابه مخكې) وفات کړو؛ نو (مهمه نه ده؛ ځكه) يوازې زموږ لوري ته راګرځول كېږي. (۷۷)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاء أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۷۸﴾ او په يقين موږ تر تا مخكې استازي لېږلي وو، د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه او د يوه استازي هم دا حق نه و، چې بې د الله له اجازې کومه معجزه راوړي؛ نو چې د الله حكم راشي (؛ نو) په حقه به پرېكړه وشي او هلته به باطل ګروهي زيانکاران وي.  (۷۸)
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۷۹﴾ الله هغه (ذات) دى، چې تاسې ته یې څاروي پيدا كړي، چې پر ځينو يې سواره شئ او له ځينو يې خوړنه وکړئ.  (۷۹)
وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿۸۰﴾ او (پردې سربېره) په دوی كې درته نورې ګټې هم شته، چې د زړونو کومه اړتیا پرې پوره کړئ او پر دوی او پر بېړيو هم ورسپرېږئ.  (۸۰)
وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَأَيَّ آيَاتِ اللَّهِ تُنكِرُونَ ﴿۸۱﴾ او هغه د خپل (ځواک) نښې درښيي؛ نو د الله له كومې نښې منكرېږئ؟! ړ (۸۱)
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۸۲﴾ نو ايا دوی په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري تر دوی د مخكې خلکو پای څه وه؟ سره له دې، چې تر دوى په شمېر كې زيات ول، په مټ کې غړیالي او په ځمكه كې يې زيات (لرغوني) آثار پرېښي وو؛ خو لاس ته راوړنې يې په کار رانغلې (چې له الهي عذابه يې بچ کړي). (۸۲)
فَلَمَّا جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۸۳﴾ نو چې د دوی استازيو څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې یې ورپورې وهلې.  (۸۳)
فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ ﴿۸۴﴾ نو چې زموږ (د عذاب) سختي یې وليده، و يې ويل: (( په ایکي یو الله مو ايمان راوړ او په هغو معبودانو کافران شول، چې (تر دې پخوا) موږ ورسره شريكان كړي وو. )) (۸۴)
فَلَمْ يَكُ يَنفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ ﴿۸۵﴾ خو زموږ (د عذاب) د سختۍ په ليدو د دوی ايمان ورته ګټور نشو؛ د الله (دا قانون او) دود (له وخته راهيسې) پخپلو بندګانو كې (چلن) دى او هلته كافرانو زيان وكړ. (۸۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!