تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا،ميم . (۱) تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۲﴾ (دا قرآن) د لوراند او لورين الله له لوري یوه لېږنه ده؛ (۲) كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ يو کتاب دى، چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى، په عربي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا،ميم . (۱)
تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۲﴾ (دا قرآن) د لوراند او لورين الله له لوري یوه لېږنه ده؛ (۲)
كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ يو کتاب دى، چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى، په عربي لوستوني (= واضح)، پوهانو ته څرګند کړي دي. (۳)
بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿۴﴾ (هغه) زېرګری او ګواښګرندی (دى)؛ خو د دوی ډېر مخ اړوونکي شول، چې دوی (د زړه) په غوږونو (د قرآن غږ) نه اوري. (۴)
وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ ﴿۵﴾ او و یې ويل: ((زړونه مو له هغه څه په پردو کې دي، چې ته موږ وربلې او په غوږونو درانه يو او زموږ او ستاسې ترمنځ پرده ده؛ نو ته پر خپل كار بوخت وسه، موږ به (هم) خپل کار كوو)) (۵)
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿۶﴾ ووايه : ((زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم (توپير مې دادى، چې زما د پالونكي له لوري دا حقيقت) راته وحې كېږي، چې ستاسې معبود ايكى يو معبود دى؛ نو خپل ټول پام هغه ته ورواړوئ او بښنه ترې وغواړئ او پر مشركانو افسوس! (۶)
الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۷﴾ هماغوى،چې زكات نه وركوي او له اخرته منكر دي .)) (۷)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۸﴾ په حقيقت كې نېکانو مومنانو ته نه پرې کېدونى [= بې منته] اجر دى . (۸)
قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۹﴾ ووایه :  ايا تاسې له هغه ذاته نټه کوئ، چې ځمکه يې په دوو ورځو (او پړاوونو) کې شته کړه او (له ځانه) په (معبود ګوټیو) سيالانو ورته قايلېږئ؟ چې همدا خو د نړۍ پالونکی دى. (۹)
وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِينَ ﴿۱۰﴾ او په هغې (ځمكه) كې يې له پاسه درانه ټينګ غرونه مېخ كړل او په هغې كې يې بركت او د غوښتوونكيو د اړتيا هومره خوراك توكي برابر كړل (او دا چارې) په څلورو ورځو (او پړاوونو) كې ترسره شوې. . (۱۰)
ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿۱۱﴾ بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ )) دواړو (د حال په ژبه) وويل: (( البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.)) (۱۱)
فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۱۲﴾ نو  (الله له لوګي) په دوو ورځو (او پړاوونو) كې اوه اسمانه پوره جوړ كړل او په هر اسمان کې يې د هغه اړوند كار (مناسب تدبير او قانون) وحې كړ او موږ د دنيا اسمان په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او خوندي کړ، دا د پوه ځواکمن الله سنجونه او سنبالنه ده. (۱۲)
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ﴿۱۳﴾ نو كه دوی مخ واړاوه؛ نو ووايه: ((د عاد او ثمود د تندر په څېر مو په یوه تندر وېروم!)) (۱۳)
إِذْ جَاءتْهُمُ الرُّسُلُ مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ قَالُوا لَوْ شَاء رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۱۴﴾ چې کله دوی ته استازي له وړاندې روسته (او له هرې خوا) ورغلل (او راويې بلل) چې يوازې “الله” ولمانځئ، و يې ويل: (( كه زموږ پالونكي غوښتاى (چې استازي راولېږي؛نو) هرومرو به يې پرښتې رالېږلې واى؛ نو موږ ستا رسالت نه منو.)) (۱۴)
فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۱۵﴾ خو د عاد قوم په ناحقه په ځمكه کې لويي وكړه، ويل يې: ((څوك تر موږ ډېر زورور دى؟)) ايا نه پوهېدل، هغه الله ترې ډېر زورور دی، چې دوی یې پيدا كړي؟ او (ددې ګومان له لامله يې) تل زموږ له آيتونو انکار کاوه. (۱۵)
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ ﴿۱۶﴾ نو موږ په څو سپېرو ورځو كې سړه او سخته توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله، چې په دنيا كې د رسوا کوونکي عذاب خوند وروڅكو! او اخروي عذاب خو ډېر رسوا كوونكى دى او مرسته به ورسره ونشي. (۱۶)
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۷﴾ او د ثمود (قوم)؛ نو موږ سمه لار ور وښووله؛ خو د سمې لارې پر ځاى يې (د بېلارۍ) ړوندتوب غوره كړ؛ نو ځكه د خپلو كړنو له لامله د رسواګر عذاب تندر پرې ورپرېووت؛ (۱۷)
وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۱۸﴾ او موږ متقي مومنان وژغول. (۱۸)
وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاء اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۹﴾ او هغه ورځ (درياده كړه)، چې د الله غلیمان اور (دوزخ) ته ورغونډ كړاى شي؛ نو دوی په لیکه لیکه ورشړي؛ (۱۹)
حَتَّى إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۰﴾ چې هلته ورشي (؛ نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به د دوی پر كړنو ګواهي لي. (۲۰)
وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۱﴾ او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي: ((ولې  تاسې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: ((هغه الله پر خبرو راوستوو، چې هر څه په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورستنېږئ.)) (۲۱)
وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۲﴾ او تاسې چې (خپل ګناهونه) پټول، (نه مو انګېرله) چې ګنې غوږونه، سترګې او پوټکي به مو راباندې ګواهي ورکوي؛ بلکې (له دې لامله وو، چې) ګومان مو کاوه؛ الله ستاسې له ډېرو (پټو) چارو ناخبره دى. (۲۲)
وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنْ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ او همدا ستاسې (بد) ګومان و،چې پر خپل پالونكي مو درلود، چې هلاك یې كړئ او زيانمن شوئ . (۲۳)
فَإِن يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُم مِّنَ الْمُعْتَبِينَ ﴿۲۴﴾ نو كه دوی زغم وكړي (يا يې ونه كړي؛) نو دوزخ يې هستوګنځى دى او كه بښنه وغواړي؛نو و به نه بښل شي . (۲۴)
وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاء فَزَيَّنُوا لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۵﴾ او موږ داسې (بدخويه) ملګري پرې ګومارلي ول، چې وړاندې روسته هر څه یې ورښايسته كړي ول او په اړه يې الهي حکم عملي شو او د پېريانو او انسانانو د ورکلاریو شويو قومونو پر برخليك اخته شول، چې مخکې ترې تېر شوي ول (؛ځكه) چې دوى زيانمن وو. (۲۵)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿۲۶﴾ او كافران وايي : ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ .)) (۲۶)
فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾ نو موږ هرومرو پر كافرانو سخت عذاب ورڅكو او هرومرو د دوی د ډېرو ناوړه كړنو له مخې سزا وركوو (۲۷)
ذَلِكَ جَزَاء أَعْدَاء اللَّهِ النَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاء بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۲۸﴾ دا اور د الله د دښمنانو سزا ده (چې) پکې به تلمېشتي وي زموږ له نښو یې چې انکار کاوه دا یې سزا. (۲۸)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا الَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ ﴿۲۹﴾ او كافران (چې عذاب وويني؛ نو) وايي: پالونكيه! ((د پېريانو او انسانانو هغه دوه ډلې راوښيه، چې موږ یې بېلارې كړي وو، چې لتاړ ‏یې كړو، چې ډېر ذليل او خوار شي.)) (۲۹)
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۳۰﴾ په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پرښتې پرې وركوزېږي (او ورته وايي): ((مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ، چې ژمنه یې درسره شوې وه! (۳۰)
نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿۳۱﴾ موږ د دنيا په ژوند او اخرت كې ستاسې مرستندوى (او دوستان) يو او څه چې وغواړئ او هيله يې وکړئ، هلته درچمتو دي . (۳۱)
نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ ﴿۳۲﴾ (دا) د خورا بښونكي او لورين (الله) له لوري (لومړنۍ) مېلمستيا ده.)) (۳۲)
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۳﴾ او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او وایي: ((زه له مسلمانانو ځنې يم ؟! )) (۳۳)
وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ ﴿۳۴﴾ او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) په غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ته وا ستا خواخوږی دوست دی. (۳۴)
وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۳۵﴾ او دې (مقام) ته يوازې زغمناک رسېداى شي او (همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي. (۳۵)
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۶﴾ او كه تا ته د شيطان له لوري كومه وسوسه درلوېده (چې بدي په بدي ځواب کړه)؛ نو الله ته پناه يوسه (؛ ځكه) چې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى. (۳۶)
وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۳۷﴾ او شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ د هغه (د قدرت) له نښو ځنې دي، تاسې مه لمر ته سجده وكړئ، مه سپوږمۍ ته؛ بلکې هغه الله ته سجده وكړئ، چې دا (څلور نښې) يې پيدا كړې دي كه يوازې هغه لمانځئ؛ (۳۷)
فَإِنِ اسْتَكْبَرُوا فَالَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْأَمُونَ ﴿۳۸﴾ نو كه دوی (د پالونكي له لمانځنې) سرغړونه وکړي (باك يې نشته)؛ نو هغه کسان، چې ستا له پالونكي سره دي، شپه و ورځ یې ستايي او نه ستومانېږ‏ي.(۳۸)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ او دهغه (د قدرت) له نښو يوه داده، چې ته ځمكه وچه (او سپېره) وينې؛ خو چې د باران اوبه پرې و اوروو (؛ نو) وخوځېږي او وده كوي، بېشكه هغه چې دا (ځمكه) ژوندۍ كړه (؛ نو) هرومرو د مړيو ژوندی كوونکی دی؛ (ځكه) چې هغه پر هر څه وسمن دى. (۳۹)
إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَن يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴۰﴾ په حقیقت كې هغوى چې زموږ آيتونه (په پوهېدنې، مانا او ښوونه كې) اړوي، پټ راڅخه نه دي، ايا څوك چې په اور كې غورځول كېږي،غوره دى، که هغه چې د قيامت پر ورځ محشر ته ډاډمن راځي؟ څه چې غواړئ، و يې كړئ، بېشکه هغه مو د کړنو ليدونکى دى (۴۰)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ﴿۴۱﴾ په حقيقت كې هغوى (به هم پټ راځنې نه وي) چې دا ذكر (= قرآن) وروړاندې شو ‏(؛خو) و يې نه مانه! او په رښتيا دا يو عزتمن او پیاوړی كتاب دى، (۴۱)
لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ﴿۴۲﴾ چې باطل نه مخامخ ورتلاى شي او نه یې له شا (؛ ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله) له لوري یوه لېږنه ده.   (۴۲)
مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ ﴿۴۳﴾ چې څه تا ته ويل كېږي، دا خو تر تا مخكې استازيو ته هم ويل شوي وو، په رښتيا ستا پالونكى (هغوى ته چې له دې ناسمو چارو لاس اخلي)، د پوره بښنې خاوند او (هم هغوى ته چې له دې چارو لاس نه اخلي) د درناك عذاب څښتن دى! (۴۳)
وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاء وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُوْلَئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۴۴﴾ او كه موږ (دا كتاب) عجمي قرآن ورلېږلى واى؛ نو دوی به هرومرو ويلي واى: ولې يې آيتونه څرګند بيان شوي نه دي؟ (كتاب) عجمي دى او (استازی) عرب دى؟! ووايه: ((دا (كتاب) مؤمنانو ته لارښوونه او درملنه ده او هغوى چې ايمان نه راوړي (؛ نو) غوږونه يې درانه او قرآن ورته د ړوندوالي (پټۍ) ده، حال يې داسې دى؛ لکه چې له لرې ورغږ کېږي.)) (۴۴)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ ﴿۴۵﴾ او په يقين موږ موسى ته كتاب (تورات) وركړ؛ نو پكې اختلاف وشو او كه له مخكې ستا د پالونكي له لوري، په دې اړه حكم نه واى (چې بايد مهلت وركړ شي، چې حجت پرې بشپړ شي)؛نو د دوی ترمنځ پرېكړه كېده (او پخپلې سزا رسېدل) او په حقيقت كې دوى یې په اړه په انديښمن شك كې دي. (۴۵)
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۴۶﴾ څوك چې ښه چار وكړي؛ نو ګټه يې د ځان ده او چا چې د بدۍ لار خپله کړه؛ نو پر زيان يې ده او ستا پالونكى د بندګانو په حق کې ظالم نه دی. (۴۶)
إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَاتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَائِي قَالُوا آذَنَّاكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ ﴿۴۷﴾ قيامت (او د پېښېدو پر وخت یې) يوازې الله پوهېږي او څه مېوې چې له خپلو غوټيو راوځي او څه ښځینه، چې دوه ځانېږي او يا يې زېږوي؛ الله ته معلوم وي او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) دوی ته ورغږ كړي: ((شريكان مې چېرې دي ( چې تاسې انګېرل) ؟!)) وايي: ((موږ ستاسې درشل ته اعلان کړی، چې له موږه څوك پر شرك شاهدي نه وركوي.))  (۴۷)
وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَدْعُونَ مِن قَبْلُ وَظَنُّوا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ ﴿۴۸﴾ او له دوی څه يې چې تر (دې) وړاندې لمانځل، تري تم شول او يقين يې وكړ، چې هېڅ د تېښتې لار نه شته.  (۴۸)
لَا يَسْأَمُ الْإِنسَانُ مِن دُعَاء الْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ الشَّرُّ فَيَؤُوسٌ قَنُوطٌ ﴿۴۹﴾ انسان د خیر (او نعمت) له غوښتو نه ستومانېږي او كه كوم زيان ورورسي؛ نو بداندی نهيلېږي.  (۴۹)
وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَى رَبِّي إِنَّ لِي عِندَهُ لَلْحُسْنَى فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۵۰﴾ او كه موږ پر هغه د (بدني او روحي) زيان تر وررسېدو روسته له خپلې لوري د رحمت خوند وروڅكو، هرومرو وايي: ((د همدې وړ يم او ګومان نه كوم، چې قيامت به راشي او كه (فرض کړه) د خپل پالونكي لوري ته ورستون شم؛ نو بېشكه له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي))؛ نو هرومرو كافران د خپلو كړنو [له پایلو او حقیقته] خبروو او هرومرو د ډېر سخت عذاب (خوند) ورڅكو! (۵۰)
وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاء عَرِيضٍ ﴿۵۱﴾ او چې پر (غافل او بې خبره) انسان لورنه وکړو (؛ نو) مخ اړوي او ځان (په كبر له حقه) لرې كوي او چې څه رنځ او خپګان ورورسي؛ نو (لرې كولو ته يې) اوږدې دعاوې كوي. (۵۱)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ ووايه : غور وکړئ كه دا (قرآن) د الله له لوري وي او ترې منكرېږئ؛ نو تر هغه به زيات بېلارې څوك وي، چې له قرآن سره په سخته دښمنۍ كې لوېدلى وي؟! (۵۲)
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۵۳﴾ ژر به موږ خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او د دوی په خپلو ځانونو كې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى؛ ايا بس نه دى، چې ستا پالونكى پر ټولو څيزونو شاهد دى؟! (۵۳)
أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَاء رَبِّهِمْ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطٌ ﴿۵۴﴾ پوه شئ، چې دوى له خپل پالونكي سره د مخامخېدو په اړه شكمن دي؛ پوه شئ، چې هغه پر هر څه راچاپېر دى (۵۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!