تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾ (الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې پيدا كولو لپاره (فيل سورو ته سزا وركړه، چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)،  (۱)   إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ ﴿۲﴾ له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾ (الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې پيدا كولو لپاره (فيل سورو ته سزا وركړه، چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)،  (۱)

 

إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ ﴿۲﴾ له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو سره یې مینه (چې له امله يې ورته راستانه شي )، (۲)

 

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ﴿۳﴾ نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ (۳)

 

الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ ﴿۴﴾ هماغه  (الله) چې  دوی یې له لوږې ماړه او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل. (۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!