تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ﴿۱﴾ قاف .پر برمیال ‏قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)! (۱) بَلْ عَجِبُوا أَن جَاءهُمْ مُنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۲﴾ (نه يوازې کافرانو نه منله)؛ بلكې هېښ شول، چې (څنګه) خپله له همدوی يو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ﴿۱﴾ قاف .پر برمیال ‏قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)! (۱)
بَلْ عَجِبُوا أَن جَاءهُمْ مُنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۲﴾ (نه يوازې کافرانو نه منله)؛ بلكې هېښ شول، چې (څنګه) خپله له همدوی يو گواښگرندى (پېغمبر) دوی ته راغى؛ نو كافرانو وويل: (( دا (محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د قيامت خبرې) څه عجيبه څيز دى، (۲)
أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ ﴿۳﴾ ايا چې ومرو او خاورې شو (بيا هم ژوندي كېږو؟) دا راستنېدل خو (له عقله) لرې دي! )) (۳)
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ ﴿۴﴾ په يقين پوهېږو، چې ځمكه د دوی د بدنونو څه اندازه (خوري) او کموي او (د ټولو څيزونو د حساب) یو خوندي او یاد ساتونکی کتاب راسره شته؛ (۴)
بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَّرِيجٍ ﴿۵﴾ بلكې چې کله حق دوی ته راغى، دروغ يې وګاڼه؛ نو [د نبوت او معاد په اړه] په ګډووډو سر دي.  (۵)
أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ ﴿۶﴾ ايا دوى د خپل سر له پاسه اسمان ته نه ویني، چې څرنګه مو جوړ او (په ستوريو) سينګار كړ، چې هېڅ چاود پکې نشته؟! (۶)
وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۷﴾ او ځمكه مو وغوړوله او ټينګ (غرونه) مو پکې واچول او هر ډول ښكلي (بوټي) مو پکې راوټوكول (۷)
تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ ﴿۸﴾ (چې) دا(ټول څېزونه) هر توبه ګار بنده ته ((ليد)) او ((پند)) دى. (۸)
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ ﴿۹﴾ او موږ له اسمانه بركتناكې اوبه راښكته كړې؛ نو په همدې مو باغونه او رېبل كېدونې دانه وال بوټي راوټوکول. (۹)
وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ ﴿۱۰﴾ او هم د کجورو لوړې وګيزي ونې (رازرغونې کړي دي) (۱۰)
رِزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ ﴿۱۱﴾ چې بندګانو ته ((روزي)) وي او په هغه (باران) مو مړاوې سیمه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي . (۱۱)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ ﴿۱۲﴾ تر دوى مخكې د نوح قوم، اصحاب الرس [= په يمامه كې يو قوم و، چې حنظله يې پېغمبر و] او ثموديانو (خپل پېغمبران) دروغجن وګڼل، (۱۲)
وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ ﴿۱۳﴾ او (همداراز) د عاد (قوم)، فرعون او د لوط (قومي) وروڼو، (۱۳)
وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ ﴿۱۴﴾ او د ايكه خلكو [= د شعيب قوم] او د تبع قوم (چې په يمن كې اوسېدل) دوى هر يو الهي استازي په دروغو وګڼل؛ نو (په اړه يې زما د عذاب) ګواښ عملي شو! (۱۴)
أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۵﴾ نو ايا موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پنځونې بېوسې يو)؟!؛ خو دوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره بيا هم) د نوي پنځون په اړه شكمن دي. (۱۵)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ﴿۱۶﴾ او په يقين، موږ انسان پيدا كړى او پوهېږو، چې خپل نفس یې څه وسوسې ورته کوي او موږ تر ښهرګه هم ډېر ورنژدې يو. (۱۶)
إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ ﴿۱۷﴾ (او زموږ پر دغه سیده ‏علم سربېره درياد کړه) چې د انسان په ښي او په كيڼ اړخ (په څارنځاى) کې ناستې دوې اخستونکې (پرښتې دهغه ټولې کړنې) را اخلي؛ (۱۷)
مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ﴿۱۸﴾ [انسان ] چې هره خبره كوي؛ ورسره چمتو څارنې [پرښتې يې ليكي].  (۱۸)
وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿۱۹﴾ او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي (دهغه سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛ ) دا هماغه څه دي، چې ترې تښتېدې! (۱۹)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ ﴿۲۰﴾ او (د قيامت) په شپېلۍ کې به وپوكل شي؛ دا ده د عذاب د ژمنې ورځ! (۲۰)
وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴿۲۱﴾ او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) را روان وي، چې یو بېوونکى او یو شاهد به ورسره وي.  (۲۱)
لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ ﴿۲۲﴾ (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ ستا پرده درنه لرې كړه او نن دې نظر (ښه) تېز دی. (۲۲)
وَقَالَ قَرِينُهُ هَذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ ﴿۲۳﴾ او ملګرې (پرښته) یې وايي: ((دا (كړنليك) هغه څيز دى، چې راسره تيار حاضر دى. )) (۲۳)
أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۲۴﴾ [دواړو پرښتو ته ويل كېږي:] ځیلي نامنندویان ‏په دوزخ كې وغورځوئ! (۲۴)
مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ ﴿۲۵﴾ (هغه چې) د نېکۍ په ټينګه منع كوونكى، پوله ماتى او شكمن و (ان نور يې شكمنول).  (۲۵)
الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ ﴿۲۶﴾ هماغه چې له “الله” سره يې بل معبود نيولى و؛ نو په سخت عذاب كې يې وروغورځوئ! (۲۶)
قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَكِن كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۲۷﴾ (شيطان) ملګرى يې وايي: ((پالونكيه! (ما) سرغړونې ته اړ كړى نه و؛ خو (پخپله) په لرې بېلارېتوب کې و. )) (۲۷)
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُم بِالْوَعِيدِ ﴿۲۸﴾ (الله) وايي: (( زما په حضور کې ‏شخړه مه كوئ؛ ما (خو لا له) مخكې (د عذاب) ګواښ درلېږلى و (او غاړه مې خلاصه كړى و)؛ (۲۸)
مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۲۹﴾ زما خبره (د عذاب ژمنه) نه بدلېږي او [په عین حال کې] زه د بندګانو په حق کې ظالم نه یم. )) (۲۹)
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ ﴿۳۰﴾ هغه ورځ (درياده کړه)، چې دوزخ ته ووايو: (( ډك شوې ؟)) او هغه ووايي: (( ايا نور هم شته؟! )) (۳۰)
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ ﴿۳۱﴾ او (پر هغه ورځ) به جنت متقیانو ته نژدې راوستل شي، چې لرې نه وي. (۳۱)
هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ ﴿۳۲﴾ دا هماغه ژمنه ده، چې له هر توبه ګار او ( د الهي پولو) ځانساتي سره کېده.  (۳۲)
مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ ﴿۳۳﴾ هغه چې په پټه له لوراند (الله) وېرېدلى او په توبه ګار زړه (د الله لوري ته) راغلى دی. (۳۳)
ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ ﴿۳۴﴾ (ورته ويل كېږي : ) په ډاډ او سلامتيا جنت ته ورننوځئ، (چې) دا د تلپاتېینې ورځ ده. (۳۴)
لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ ﴿۳۵﴾ دوى چې څه وغواړي، هلته ورته (چمتو) دي او له موږ سره ډېر نعمتونه شته (چې د هېچا په خو او خاطر کې نه راځي). (۳۵)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُم بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِن مَّحِيصٍ ﴿۳۶﴾ او موږ تر دوى (د مکې له اوسېدونکيو) مخكې څومره قومونه هلاك كړي، چې تر دوى ډېر ځواکمن وو، ښارونه (او هېوادونه يې) نيولي وو؛ ايا (له الهي عذابه ورته) د تېښتې لار وه؟! (۳۶)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ ﴿۳۷﴾ په رښتيا په دې (تاریخي ادلون بدلون او د سرغړاندو هلاکت‏) كې هغه ته پند او نصيحت دى، چې عقل لري يا نصيحت ته غوږ ږدي او دی(په پياوړې شننې پر پېښو) ګواه وي.  (۳۷)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ ﴿۳۸﴾ او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او هېڅ ستوماني را نه غله (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!)  (۳۸)
فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ ﴿۳۹﴾ نو د دوی د وینا په مقابل کې زغمناک وسه او له لمر ختو وړاندې (ګهیځ لمونځ) او تر لمر پريوتو مخکې ( د ماسپښین او مازیګر لمونځونه) خپل پالونکی په پاکۍ ستایه. (۳۹)
وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ ﴿۴۰﴾ او د شپې په يوې برخې كې (راپاڅه) او په سجدو (لمونځونو) پسې هم (الله په پاکۍ یاد کړه)‏. (۴۰)
وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۴۱﴾ او غوږ په اواز وسه! هغه ورځ، چې بلونکى له کوم نژدې ځايه غږ کړي. . (۴۱)
يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ ﴿۴۲﴾ (هغه) ورځ، چې ټول به (د ستر قيامت) چغه سمه واوري، همدا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده. (۴۲)
إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ ﴿۴۳﴾ په حقيقت كې يوازې همدا موږ ژوندي كول او مړه كول كوو او (د ټولو) راستنېدل يوازې زموږ لوري ته دي.  (۴۳)
يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ذَلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ ﴿۴۴﴾ پر هغه ورځ، چې ځمكه پرې وچوي، په بيړه (ترې راوځي)؛ دا راغونډول راته اسان دي.  (۴۴)
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ ﴿۴۵﴾ دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده، چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛ نو (ستا دنده يوازې همدا ده، چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې، چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي.  (۴۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!