تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱) تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ دا له حکمته د ډک کتاب آيتونه دي (داسې کتاب، چې خوشې خبرې پکې نشته). (۲) هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ ﴿۳﴾ (چې) نېكانو ته لارښود او لورنه ده؛ (۳) الَّذِينَ يُقِيمُونَ […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الم ﴿۱﴾ الف، لام، ميم . (۱)
تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ دا له حکمته د ډک کتاب آيتونه دي (داسې کتاب، چې خوشې خبرې پکې نشته). (۲)
هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ ﴿۳﴾ (چې) نېكانو ته لارښود او لورنه ده؛ (۳)
الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ هماغوى چې لمونځ کوي، [مالیات] زكات وركوي او پر آخرت پوخ باور لري. (۴)
أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵﴾ همدا دوى د خپل پالونكي له لارښوونې برخمن او همدا دوى بريمن دي.  (۵)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۶﴾ او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د الله له لارې واړوي او الهي آیتونه ټوکې ګڼي (؛ نو) همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى. (۶)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۷﴾ او چې کله زموږ آيتونه ورولوستل شي (؛ نو) په كبر مخ اړوي، چې ته وا (بېخي يې) اورېدلي نه وي؛ لكه چې غوږونه يې درانه دي؛ نو د دردناك عذاب زېری وركړه. (۷)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ ﴿۸﴾ په حقيقت كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړي (؛ نو) ورته له نعمتونو ډك جنتونه دي؛ (۸)
خَالِدِينَ فِيهَا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۹﴾ چې د الله د پخې ژمنې له مخې، هلته به تلمېشتې وي او هغه بريمن حكيم دى. (۹)
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ﴿۱۰﴾ (الله) اسمانونه بې ستنو پیدا کړل، چې تاسې یې وينئ، او په ځمكه کې يې [غرونه] واچول، چې (هسې نه) و مو لړزوي (او هستوګنځى مو ارام وي) او پکې يې هر ډول خوځنده خواره كړل او له اسمانه مو اوبه واورولې او په ځمكه کې مو د بوټو هر راز ښې جوړې راوټوكولې.
(۱۰)
هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۱۱﴾ دا خو د الله پيدايښت دى؛ نو راوښيئ، چې بې له ده (باطلو معبودانو) څه څيزونه پيدا كړي؟ (هېڅ يې پيدا كړي نه دي!) هو (مشرک) ظالمان په څرګند بېلارېتوب کې دي.(۱۱)
وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۱۲﴾

 

او په رښتيا موږ لقمان ته حكمت وركړى و(او ورته مو وويل:) د الله شكر پر ځاى كړه او څوك چې شكر باسي (؛ نو) ایله ځان ته شكر باسي او څوك چې ناشكري وكړي (الله ته زيان وررسولاى نشي؛ ځكه) چې الله موړ ستایل شوى دى.  (۱۲)
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴿۱۳﴾ او هغه وخت (درياد كړه) چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: ((يه زما زويکه! له الله سره سيال مه نيسه [؛ ځكه] چې شرك ستر ظلم دى.)) (۱۳)
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ ﴿۱۴﴾ او موږ انسان ته د خپل مور و پلار په اړه سپارښتنه كړې ده، مور يې د كمزورۍ له پاسه د بلې كمزورۍ په حال كې په ګېډه كړ (د دوه ځانۍ پر مهال هر ورځ له نوي كړاو سره مخامخېده) او تر دوو كالو روسته يې له تي بېلول دي (هو! سپارښتنه مو ورته وكړه) چې زما او د خپل مور و پلار شكر پر ځاى كړه، چې (ستاسې د ټولو) راستنېدل زما پر لور دي (۱۴)
وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۵﴾ او كه دواړه هڅه وكړي، چې هغه څه راسره شريك كړې، چې په اړه يې نه پوهېږې (؛ بلكې پوهېږې، چې باطل دى)؛ نو مه يې منه؛ خو په دنيا كې ښه ګوزران ورسره کوه او د هغه په لارې پسې شه، چې زما لوري ته راګرځېدلی وي، بيا مو راستنېدل زما لوري ته دي؛ نو ستاسې د کړنو (له حقيقت او پايلو) به مو خبر كړم، (۱۵)
يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ ﴿۱۶﴾ يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پرښه) يا د اسمانونو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو الله يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې الله با خبر ژور ليدونكى دى.
. (۱۶)
يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿۱۷﴾ يه زما زويکه! لمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي. (۱۷)
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۱۸﴾  او (په كبر) له خلكو مخ مه اړوه، په ځمكه كې خيالولى مه ځه [؛ ځكه] چې الله هېڅ مغرور وياړن نه خوښوي . (۱۸)
وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ ﴿۱۹﴾ (يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې رو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې له غږونو ډېر بد غږ د خرو غږ دى! (۱۹)
أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ ﴿۲۰﴾ ایا تاسې غور کړی نه دی، چې الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي او خپل ښكاره او پټ [= توکيز او مانيز] نعمتونه يې پر تاسې (پراخ لورولي او) بشپړ كړي؟! خو ځينې خلك د الله په باب، بې له دې، چې كومه پوهه، لارښوونه او روڼ كتاب [ولري] ناندرۍ وهي. (۲۰)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۲۱﴾ او چې کله دوی ته وويل شي: ((څه چې الله نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((نه؛ موږ یوازې د خپلو پلرونو پر لار چلېږو)) ايا كه څه شيطان يې د غرغنډه عذاب (اور) پر لور وربولي (بيا هم ورپسې ځي)؟! (۲۱)
وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۲۲﴾ او څوك چې ځان الله ته وسپاري او نېك وي؛ نو په حقيقت كې یې پر پخې کړۍ منګولې ټینګې كړې دي (او په ډاډمن لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د الله لوري ته ده. (۲۲)
وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۲۳﴾ او څوك چې كافر شي؛ نو د ده كفر (منل) دې تا غمجن نه كړي (؛ ځكه) د دوی راتګ زموږ پر لور دى؛ نو موږ به يې کړنې (او شومې پايلې) په مخ کې ورکېدو[؛ ځكه] چې الله د سينو پر پټو خوالو ښه خبر دى. (۲۳)
نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۲۴﴾ دوی له دنيوي گټو ډېر لږ برخمنوو، بيا يې یو سخت عذاب ته ورکاږو! (۲۴)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۵﴾ او كه دوی پوښتې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي دي؟)) هرومرو به وايي: ((الله)). ووايه: ((الحمدالله: الله ته ستاینه ده (چې پخپله دادښت كوئ))) خو ډېر يې نه پوهېږي. (۲۵)
لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۶﴾ په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي، د الله دي [؛ ځكه] چې يوازې الله موړ ستایل شوی دى (۲۶)
وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۷﴾

 

او كه په رښتینه کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ور يوځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛ خو) د الله (ښکارندې او) کلمات به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي، په رښتيا الله بريمن حكيم دى. (۲۷)
مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۲۸﴾ ستاسې د ټولو پنځون او (بيا په قيامت كې دويم ځل ژوندي) راپاڅول خو (راته) د يوه تن (د پنځون او ژوندي راپاڅولو) په څېر دي، په رښتیا الله لیدونکی اورېدونكى دى. (۲۸)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَأَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۹﴾ ايا نه ګورې، چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ (هم) په شپه كې ورننباسي او د لمر و سپوږمۍ (ګټې) يې اېل كړي، چې هر يو یې تر ټاكلي وخته چلېږي؟! او داچې څه كوئ، الله پرې ښه خبردى؟ (۲۹)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۳۰﴾ دا (ټول) پر دې دليل دى، چې همدا الله حق دى او بې له ده چې څه بلي (او لمانځي) باطل دي او دا چې الله ستر لوړ دى. (۳۰)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ آيَاتِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۳۱﴾ ايا نه وینې، چې بېړۍ په سمندر كې د الله د نعمت (په بركت) چلېږي، چې خپلې څه نښې دروښيي؟ بېشكه په دې (قدرت ښوونه) كې هر يوه ډېر زغمناک منندوى ته عبرتونه دي. (۳۱)
وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ ﴿۳۲﴾

 

او چې کله دوی (د سمندر په سفر كې) د ورېځو په څېر یوه څپه رالاندې کړي (؛ نو) الله په اخلاص او نږه ګروهه بلي؛ خو چې وچې ته یې ورپورې باسو؛ نو څه لږ یې منځلاري پاتې شي (او پر خپل ايمان ټينګ درېږي؛ خو ځينې ايمان هېروي او د كفر لار خپلوي)؛ خو زموږ له آيتونو يوازې ټگيجن بې ژمني ډېر نامنندوی، منكرېږي. (۳۲)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۳۳﴾ خلكو! له خپل پالونكي او هغې ورځې ووېرېږئ، چې نه کوم پلار د خپل زوی د کړنو سزا پر غاړه اخستی شي او نه کوم زوی د خپل پلار د کړنو (د سزا) څه مخه نیولای شي. هو! د الله ژمنه رښتيا ده؛ نو دنيوي ژوند مو دوکه نه کړي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (په كرم او بښنه) تېر باسي! (۳۳)
إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۳۴﴾ په حقيقت كې (د قيامت) د نېټې معلومات يوازې له الله سره دی، او باران اوروي، او هغه څه هم ورمعلوم دي، چې (د ميندو) په زيلانځونو كې دي، او هېڅوك نه پوهېږي، چې سبا به څه ترلاسه كوي او هېڅوك نه پوهېږي، چې پر كومه ځمكه به مري؟ [ځکه] چې الله پوه باخبره دى.(۳۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!