تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ په رښتيا مومنان بريالي شول؛ (۱) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿۲﴾ هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي؛ (۲) وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛ (۳) وَالَّذِينَ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ په رښتيا مومنان بريالي شول؛ (۱)
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿۲﴾ هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي؛ (۲)
وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛ (۳)
وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ ﴿۴﴾ او چې زكات وركوي؛ (۴)
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۵﴾ او چې پاكلمني دي؛ (۵)
إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿۶﴾ او  يوازې له خپلو مېرمنو او وينځو سره كوروالى كوي، چې په دې حالت كې پړه پرې نشته. (۶)
فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿۷﴾ او څوك چې بې له دې لارې نور څه وغواړي؛ نو تېري ګر دي. (۷)
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿۸﴾  امانتونه او خپلې ژمنې پالي؛ (۸)
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۹﴾ او چې د خپلو لمونځونو ساتنه كوي؛ (۹)
أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ ﴿۱۰﴾ (هو) همدوى (چې پورته شپږ ځانګړنې لري) پاتوړي دي،(۱۰)
الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۱﴾ چې فردوس په میراث وړي او هلته به تلمېشتي وي . (۱۱)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ﴿۱۲﴾ او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى؛ (۱۲)
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ﴿۱۳﴾ بيا مو د یو څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زيلانځ] كې كېښود؛ (۱۳)
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿۱۴﴾ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ بيا مو دا (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بیا مو په یوه بل جوړښت کې پيدا كړ؛ نو مبارک دى هغه الله چې خورا ښه پنځګر دى. (۱۴)
ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ ﴿۱۵﴾ بیا تاسې تر دې (پړاوونو) روسته هرومرو مرئ؛ (۱۵)
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ ﴿۱۶﴾ بيا هرو مرو د قيامت پر ورځ راپاڅول كېږئ . (۱۶)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ ﴿۱۷﴾ او په رښتيا ستاسې له پاسه مو اوه لارې [= د اسمان اوه ګونې پوړۍ] جوړې كړې دي او (هېڅكله) د پنځون (له څرنګوالي) بې خبره نه وو. (۱۷)
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ ﴿۱۸﴾ او موږ له اسمانه په اندازه اوبه راواورولې او په ځمكه كې مو (په ځانګړې ځاى كې) تم كړې او بېشکه پر له منځه وړو یې پوره وسمن يو (۱۸)
فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِ جَنَّاتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَّكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۱۹﴾ نو موږ په اوبو د کجورو او انګورو باغونه درپېدا كړل، چې پكې درته ډېرې مېوې دي او خوراک ترې کوئ. (۱۹)
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ ﴿۲۰﴾ او (همداراز د ښونه) ونه (مو پيدا كړه) چې له ډېر بركتي غره (= طورسينا) راټوكېږي راووځي او د خوړونكيو لپاره ترې غوړي او”نګولی” چمتو کېږي(۲۰)
وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُّسقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۲۱﴾ او په څارويو كي هم يو عبرت درته دى، څه یې چې په ګېډو كې دي، یو (پاک) څیز [شېدې] یې درڅښو او تاسې ته پكې (نورې) ډېرې ګټې دي او خوراک هم ترې کوئ. (۲۱)
وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿۲۲﴾ او پر دوى او پر بېړیو سورېږئ. (۲۲)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۲۳﴾ او په رښتيا موږ نوح خپل قوم ته ور ولېږه، ويې ويل: ((زما قومه! الله و لمانځئ، چې بې له ده معبود درته نشته؛ نو ايا (د بوتانو له نمانځنې) ډډه نه کوئ؟)) (۲۳)
فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاء اللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ ﴿۲۴﴾ نو د هغه د قوم هغه مشران چې كافران شوي وو، وويل: ((دا سړى خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى، غواړي لوړتیا درباندې ولري، كه الله غوښتاى (چې كوم پېغمبر راولېږي)؛ نو پرښتې به يې رالېږلې واى، موږ هېڅكله له خپلو نيكونو داسې (څه) اورېدلي نه دي (چې بشر دې پېغمبر شي). (۲۴)
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّى حِينٍ ﴿۲۵﴾ هغه يوازې يو سړى دى، چې پر يوه ډول لېونتوب اخته شوى دى؛ نو تر يوه وخته ورته وګورئ (چې مرګ يې راورسي يا له ناروغۍ جوړ شي).)) (۲۵)
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ ﴿۲۶﴾ (نوح) وويل: ((پالونكيه! داچې دروغجن یې وګڼلم؛ نو مرسته راسره وكړه.)) (۲۶)
فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ فَاسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ ﴿۲۷﴾ نو موږ ورته وحې وكړه: ((زموږ تر څارنې لاندې او زموږ له وحې سره سم بېړۍ جوړه كړه؛ نو چې (ډوبيدو ته یې) زموږ امر ورغى او په تناره کې اوبه راوخوټېدې (چې د توپان د رارسېدو نښه ده)؛ نو له هر ډول (څارويو) دوه ګونې جوړه پكې درسره سپره كړه او همداراز خپله كورنۍ دې هم؛ خو بې له هغوى چې مخكې يې د هلاكت پرېکړه شوې ده [= مېرمن او كافر زوى دې] او بيا د ظالمانو په اړه څه مه راته وايه (؛ ځکه) چې دوى ډوبېدوني دي. (۲۷)
فَإِذَا اسْتَوَيْتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي نَجَّانَا مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۸﴾ نو چې كله له خپلو ملګرو سره پر بېړۍ کېناستئ؛ نو ووايه: ((د هغه الله ستاېنه ده، چې موږ يې له ظالم (او مشرک) قومه وژغورلو.))  (۲۸)
وَقُل رَّبِّ أَنزِلْنِي مُنزَلًا مُّبَارَكًا وَأَنتَ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ﴿۲۹﴾ او ووايه: ((پالونكيه! په بركتناك ځاى كې مې كوز كړه او ته غوره کوربه يې.)) (۲۹)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ ﴿۳۰﴾ بېشکه په دې پېښه كې (اندیالو ته) عبرتونه او نښې دي او بېشکه موږ ازمېيونکي وو. (۳۰)
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ ﴿۳۱﴾ بيا مو تر دوى روسته نور نسلونه پیدا كړل . (۳۱)
فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۳۲﴾ نو په دوی كې مو د دوی له منځه يو استازى ورولېږه چې: ((الله ولمانځئ، بې له ده معبود درته نشته؛ ايا (له دې سره بيا هم له شرك او بوت نمانځنې) ډډه نه کوئ؟)) (۳۲)
وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاء الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ ﴿۳۳﴾ او د هغه قوم هغو (ځانپالو) مشرانو، چې كافران شوي وو او د آخرت ليدنه يې دروغ ګڼله او په دنيوي ژوند كې مو سوكاله کړي ول، و يې ويل: ((دا ستاسې په څېر يو بشر دى، تاسې چې څه خورئ، هماغه خوري او تاسې چې څه څښئ، هماغه څښي! (؛ نو څنګه كېداى شي، چې پېغمبر وي). (۳۳)
وَلَئِنْ أَطَعْتُم بَشَرًا مِثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ ﴿۳۴﴾ او كه تاسې د خپل ځان په څېر په يوه بشر پسې ولاړئ؛ نو هرومرو به تاوانیان یاست (۳۴)
أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُم مُّخْرَجُونَ ﴿۳۵﴾ ايا ژمنه دركوي، چې كله مړه او خاورې او (وراسته) هډوكي شوئ؛ بيا به (له قبرونو ژوندي) راايستل كېږئ؟!(۳۵)
هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ ﴿۳۶﴾ دا خو ډېره لرې ژمنه دركړه شوې، ډېره لرې. (۳۶)
إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿۳۷﴾ زموږ بې ددې دنيا له ژونده نور څه نشته، (همدلته يو شمېر) مرو او (يو شمېر) ژوندي کېږو او [هېڅکله] بیا را پاڅېدونکي نه یو! (۳۷)
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا وَمَا نَحْنُ لَهُ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۳۸﴾ دی يوازې يو دروغجن سړى دى، چې پر الله دروغ تړي او باور پرې نه لرو. (۳۸)
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ ﴿۳۹﴾ (هود) وويل : ((پالونكيه! داچې دروغجن یې وګڼلم)؛ نو(مرستندوى مې شه.))  (۳۹)
قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ ﴿۴۰﴾ (الله) وويل: ((ډېر ژر به (له خپلو كړنو) پښېمانه شي (چې دا به هېڅ ګټه ورونه رسوي.) )) (۴۰)
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنَاهُمْ غُثَاء فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۱﴾ نو اسماني (مرګاني) كړيكې، چې دوی یې وړ وو ونيول؛ نو د نېزوړيو په څېر مو كړل، [مشرک] ظالم قوم دې (د الله له رحمته) لرې وي! (۴۱)
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قُرُونًا آخَرِينَ ﴿۴۲﴾ بيا مو تر دوى روسته نور نسلونه پيدا كړل . (۴۲)
مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ ﴿۴۳﴾ يو امت هم له خپلې ټاكلې نېټې وړاندې روسته كېدای نشي . (۴۳)
ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا كُلَّ مَا جَاء أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۴۴﴾ بيا موږ پر له پسې خپل استازي ورولېږل، هر وخت، چې كوم امت ته خپل استازى راغى (؛ نو) دروغجن يې وګاڼه؛ خو [دا سركښ قومونه] مو يو په بل پسې هلاك كړل او (تشې) افسانې مو ترې جوړې كړې (داسې له منځه ولاړل، چې يوازې نامه او په اړه يې خبرې اترې پاتې شوې.) هغه قوم دې (د خداى له رحمته) لرې وي، چې ايمان نه راوړي! (۴۴)
ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۴۵﴾ بيا موږ موسى او رور يې هارون له خپلو معجزو او څرګند دليل سره ولېږل(۴۵)
إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا عَالِينَ ﴿۴۶﴾ فرعون او (د قوم) مشرانو ته يې؛ خو كبر يې وكړ او سرغړاندي وو.(۴۶)
فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ ﴿۴۷﴾ نو ویې ويل: ((ايا موږ د ځان په څېر پر دوو انسانانو ايمان راوړو، حال دا قوم يې زموږ مریان دي)) (۴۷)
فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا مِنَ الْمُهْلَكِينَ ﴿۴۸﴾ (هو!) دواړه یې دروغجن وګڼل؛ نو په پاى كې ټول هلاك شول. (۴۸)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ او په رښتيا موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړ، ښايي دوى [= بني اسراييل] سمه لار ومومي. (۴۹)
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ ﴿۵۰﴾ او موږ د مريمې زوى [=عيسى] او مور يې د الهي معجزې ښکارندوی کړل او دواړه مو په يوه هسکه مينه كې مېشت كړل، چې ډاډمن ځاى و او رڼې اوبه پكې بهېدې. (۵۰)
يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۵۱﴾ استازيو! له پاكو خوړو وخورئ او ښې چارې وكړئ، څه چې تاسې كوئ، زه ترې ښه خبر يم.(۵۱)
وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ ﴿۵۲﴾ او په رښتیا دا (د پېغمبرانو سلوک او دود) ستاسې د ټولو دین دی، ایکي یو دین (د یوې موخې او يوه الله درلودونکی) او زه مو پالونکی یم؛ نو (له سرغړونې مې) ډډه وکړئ! (۵۲)
فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۵۳﴾ خو دوی د خپل (دين) چارې، پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول: (او عجيبه خو دا) له هر يوه ګوند سره چې څه دي، پر هماغه خوښ دي (وياړي). (۵۳)
فَذَرْهُمْ فِي غَمْرَتِهِمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۵۴﴾ نو تر يو وخته، په خپلې ناپوهۍ او ناخبرۍ كې پرېږده (چې يا يې مرګ راورسي يا پر الهي عذاب اخته شي).
(۵۴)
أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِ مِن مَّالٍ وَبَنِينَ ﴿۵۵﴾ ايا دوی انګېري، كوم مالونه او اولادونه، چې وركوو؛ (۵۵)
نُسَارِعُ لَهُمْ فِي الْخَيْرَاتِ بَل لَّا يَشْعُرُونَ ﴿۵۶﴾ په ښېګڼې وررسولو كې یې هڅه کوو؟ (داسې نه ده)؛ بلكې [په حسي درک دې مطلب ته] نه ورځیرېږي (چې دا يې د ازمېښتوزله ده). (۵۶)
إِنَّ الَّذِينَ هُم مِّنْ خَشْيَةِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ ﴿۵۷﴾ البته ‏هغوى چې د خپل پالونكي له هیبته او برمه وېرېدونکي دي. (۵۷)
وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۸﴾ او هغوى چې د خپل پالونكي پر آيتونو ايمان راوړي . (۵۸)
وَالَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾ او هغوى چې له خپل پالونكي سره هېڅ څيز نه شريكوي . (۵۹)
وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ ﴿۶۰﴾ او هغوى چې څه وركوي (د الله په لار كې يې) وركوي، حال دا، زړونه يې لړزېږي (او پوهېږي) چې د خپل پالونكي لوري ته ورتلونكي دي. (۶۰)
أُوْلَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ ﴿۶۱﴾ (هو) دغسې كسان په نېكيو كې بېړه كوي او تر نورو ړومبي كېږي (او زموږ د لورنې تر سيورې لاندې دي). (۶۱)
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۲﴾ او موږ هېڅوك تر خپلې وسې زیات نه اړباسو او له موږ سره يو كتاب دى، چې (د بندګانو ټول كړه وړه پكې ثبت دي او) هر څه کټ مټ په ګوته کوي او هېڅ ډول تېرى به پرې ونشي. (۶۲)
بَلْ قُلُوبُهُمْ فِي غَمْرَةٍ مِّنْ هَذَا وَلَهُمْ أَعْمَالٌ مِن دُونِ ذَلِكَ هُمْ لَهَا عَامِلُونَ ﴿۶۳﴾ خو د دوی زړونه له دې کړنليکه (او د حساب له ورځې او قرآني آيتونو) په بې خبرۍ كې ډوب پراته دي او بې له دې پر نورو (ناروا) چارو هم بوخت دي.(۶۳)
حَتَّى إِذَا أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِم بِالْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْأَرُونَ ﴿۶۴﴾ تردې چې د دوی شتمن په عذاب کې راګېر كړو (؛ نو) یو دم چغې او زارۍ کوي.
(۶۴)
لَا تَجْأَرُوا الْيَوْمَ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ ﴿۶۵﴾ (خو ورته ويل كېږي :  ) نن زارۍ مه كوئ؛ ځكه زموږ له لوري بېخي ستاسې مرسته نه کېږي. (۶۵)
قَدْ كَانَتْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ تَنكِصُونَ ﴿۶۶﴾ (ايا تاسې هېر كړي دي، چې) بېشکه مخکې خو زما آيتونه دراورول كېدل؛ خو نه مو منل او تاسې ورشاکوله (۶۶)
مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ سَامِرًا تَهْجُرُونَ ﴿۶۷﴾ خو د هغه (= پېغمبر او قرآن) په اړه لويي کوله او د شپې په غونډو كې مو سپکې سپورې (ورپسې) ويلې (۶۷)
أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءهُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۶۸﴾ ايا د (قرآن) ويناوو ته يې غور کړی نه دى يا داسې څه ورته راغلي، چې پلرونو ته يې ورغلي نه وو؟ (۶۸)
أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۶۹﴾ آيا دوی خپل استازی (سم) پېژندلى نه دى (او له تېر تاريخه يې ناخبر دي) نو دوی (ځكه) ترې منكرېږي؟ (۶۹)
أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ بَلْ جَاءهُم بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۰﴾ يا وايي چې لیونتوب پرې لګېدلی دى (داسې نه ده)؛ بلكې (پېغمبر) حق (دین) وروړى او ډېر يې له حق سره کرکجن‏ دي (او ترې تښتي).  (۷۰)
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ ﴿۷۱﴾ او كه حق د دوی په ځاني غوښتنو پسې تللاى؛ نو اسمانونه او ځمكه او څه چې په دوی کې دي، ټول به گډوډ شوي وو؛ خو موږ یې ذکر (قرآن) وروړى؛ خو د خپل ذکر (له لاروۍ) مخ اړوونکي دي. (۷۱)
أَمْ تَسْأَلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۷۲﴾ يا (ښايي د خپلې بلنې په مقابل كې) څه لاسباړه (بدله) ترې غواړې؟؛ خو ستا د پالونكي بدله دې ډېره غوره ده او هغه ډېرغوره روزي وركوونكى دى. (۷۲)
وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۷۳﴾ او بېشکه ته خو دوی سیده لارې ته بلې (۷۳)
وَإِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنَاكِبُونَ ﴿۷۴﴾ او البته هغوی ‏چې پر آخرت ايمان نه راوړي، چورلټ له [سمې] لارې كاږه دي. (۷۴)
وَلَوْ رَحِمْنَاهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِم مِّن ضُرٍّ لَّلَجُّوا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۷۵﴾ او كه پر دوی ولورېږو او اخته كړاو ترې لرې كړو (نه يوازې نه ويښېږي؛ بلكې) په ځېل به پر خپلې سرغړاوۍ ټينګار كوي. (۷۵)
وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ ﴿۷۶﴾ او په رښتيا، موږ (ځکه) دوی پر کړاو اخته كړل (چې ويښ شي)؛ خو خپل پالونكي ته يې غاړه كېنښووله او نه يې زاري (عاجزي) وكړه (؛ بلكې لا سركښ او كبرجن شول). (۷۶)
حَتَّى إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۷﴾ (دا  وضع همداسې روانه وي) تردې چې د یوه سخت عذاب ور پرې پرانځو (او داسې راګېرېږي، چې) ناڅاپه (له هر څه) پکې نهيلي شي.  (۷۷)
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿۷۸﴾ او (الله) هماغه ذات دی، چې غوږونه، سترګې او زړه [عقل] یې درپیدا کړل (؛ خو) ډېر لږ شکر کاږئ(۷۸)
وَهُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۷۹﴾ او (الله) هماغه ذات دى، چې تاسې يې پر ځمكه پيدا كړئ او هماغه ته به ورغونډېږئ. (۷۹)
وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۸۰﴾ او (الله) هماغه ذات دى، چې ژوندي كول او مړه كول او د شپې او ورځې اړول را اړول یې كار دى، ايا اندنه نه کوئ؟ (۸۰)
بَلْ قَالُوا مِثْلَ مَا قَالَ الْأَوَّلُونَ ﴿۸۱﴾ (نه)؛ بلكې هماغسې څه یې ویل، چې پخوانيو (كفارو) ويلي وو.(۸۱)
قَالُوا أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۸۲﴾ و یې ویل: ((چې كله مړه او خاورې او (وراسته) هډوكي شوو؛ ايا هرومرو به بيا (ژوندي) راپاڅول كېږو؟ (۸۲)
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا هَذَا مِن قَبْلُ إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸۳﴾ په رښتيا دا ژمنه خو له موږ سره هم وشوه او مخكې تردې زموږ له پلرونو سره هم؛ خو دا يوازې زړې افسانې دي.)) (۸۳)
قُل لِّمَنِ الْأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۴﴾ ووايه : ((كه پوهېږئ (؛ نو ووياست) چې دغه ځمكه او څه چې پکې دي د چا دي؟)) (۸۴)
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۸۵﴾ ژر به درته ووايي: (((دا ټول) د الله دي.)) ووايه: ((نو ايا (بيا هم) پند نه اخلئ؟)) (۸۵)
قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۸۶﴾ ووايه : ((د اووه ګونو اسمانونو پالونكى او د ستر عرش پالونكى څوك دى؟))  (۸۶)
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۸۷﴾ ژر به ووايي: (( (دا ټول) د الله دي!)) ووايه: ((؛ نو ولې د الله (له عذابه) نه وېرېږئ (او له شركه لاس نه اخلئ)؟)) (۸۷)
قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۸﴾ ووايه : ((كه پوهېږئ (؛ نو ووياست چې) د ټولو موجوداتو واکمني د چا په لاس كې ده؟ او څوك بې پناهو ته پناه وركوي او (له عذابه يې) چا ته پناه نه ورکول کېږي؟)) (۸۸)
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ ﴿۸۹﴾ و به وايي: (دا ټولې چارې د) ((الله)) دي. ووايه: ((نو څنګه تېروځئ؟)) (۸۹)
بَلْ أَتَيْنَاهُم بِالْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۹۰﴾ نه ! (واقعيت دادى چې) موږ حق ورته راووړ او شک نشته، چې دوى دروغجن دي. (۹۰)
مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۹۱﴾ نه الله کوم اولاد نيولى او نه کوم معبود ورسره شته. كه داسې واى (؛ نو) هر معبود به خپل مخلوق تدبیر او اداره كاوه او هرومرو ځينې پر ځينو لاسبرېدل (او د كايناتونظام ويجاړېده؛ نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې وايي. (۹۱)
عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۹۲﴾ د پټو او ښکاره وو پوهېدونکی تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي. (۹۲)
قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّي مَا يُوعَدُونَ ﴿۹۳﴾ ووايه : ((پالونكيه! په کوم عذاب، چې دوى گواښېږي، را و ښیې [که نه] (۹۳)
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِي فِي الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۹۴﴾ نو پالونكيه! ما (په دې عذابونو كې) د [مشرکو] ظالمانو په ډله كې مه شمېره.)) (۹۴)
وَإِنَّا عَلَى أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَادِرُونَ ﴿۹۵﴾ او بېشکه چې د کوم عذاب ژمنه ورسره کوو، درښوولاى يې شو. (۹۵)
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ ﴿۹۶﴾ په ډېر ښه چلن د بدۍ مخنيوى وكړه (او د بدۍ ځواب په نېكۍ وركړه) څه چې دوى (مشرکان) وايي، موږ پرې ښه پوهېږو. (۹۶)
وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ ﴿۹۷﴾ او ووايه : ((پالونكيه! د شيطانانو له وسوسو پناه دروړم؛ (۹۷)
وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ ﴿۹۸﴾ او پالونكيه! له دې (هم) پناه دروړم، چې دوی (په کړنو، ویناوو او نورو حالاتو کې) زما خوا ته راشي (او له تاسې مې غافل کړي) ))  (۹۸)
حَتَّى إِذَا جَاء أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ ﴿۹۹﴾ (دوى له خپلې بېلارۍ لاس نه اخلي) تردې چې كله يې يو ومري؛ نو وايي: ((پالونكيه! (دنيا ته) مې ورستون کړه؛  (۹۹)
لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۰۰﴾ ښاييپه رانه پاتې شوې نړۍ کې نېكې چارې وكړم.)) (خو ورته به وايي:) داسې نه ده! دا یوه خبره ده، چې وايي یې (او كه ورستون شي؛ نو كړه وړه به يې د مخكې په شان وي) او تر شا يې د ( بيا ژوندي) راپاڅولو تر ورځې برزخ دى (د قبر پرده ده، چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي).(۱۰۰)
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءلُونَ ﴿۱۰۱﴾ نو چې کله شپېلۍ وپوكل شي؛ نو پر هغه ورځ به د دوی ترمنځ د خپلوۍ اړيكې نه وي او نه به يو د بل حال پوښتي (او نه به مرسته غواړي؛ ځكه هلته د چا له وسې څه پوره نه وي) (۱۰۱)
فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۰۲﴾ نو د چا چې (د كړنو) تلې درنې وې؛ نو همدا دوى بريالي دي. (۱۰۲)
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۱۰۳﴾ او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې وي؛ نو دوی ځانونه زيانمن كړي او په دوزخ كې به تلمېشتي وي؛ (۱۰۳)
تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ ﴿۱۰۴﴾ اور د دوی مخونه وريتوي او دوى به چينګ داړي (بدرنګه او بدمخي) پکې پراته وي. (۱۰۴)
أَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۱۰۵﴾ (ورته به وويل شي: ) ایا زما آيتونه درته نه لوستل كېدل، چې دروغ مو ګڼل؟  (۱۰۵)
قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ ﴿۱۰۶﴾ وايي: ((پالونكيه! بدمرغي مو راباندې زوروره وه او بېلارې وو. (۱۰۶)
رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ ﴿۱۰۷﴾ پالونكيه! موږ له دې (اوره) وباسه؛ نو كه بيا مو داسې وكړل؛ نو بیخي به ظالمان (او د عذاب وړ) يو.)) (۱۰۷)
قَالَ اخْسَؤُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ ﴿۱۰۸﴾ (الله) به وايي: ((پکې ورک (کورې) شئ او خبرې راسره مه كوئ! (۱۰۸)
إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ په یقین (هېر مو دي، چې) زما يوې ډلې بندګانو تل ويل: ((پالونكيه!ايمان مو راوړى، ومو بښه او راباندې ولورېږه او ته ډېر غوره لوروونكى يې؛)) (۱۰۹)
فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّى أَنسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ ﴿۱۱۰﴾ خو تاسې دومره ملنډې پرې وهلې، چې ان زما یاد یې درنه هېر کړ او ورپورې مو خندل! (۱۱۰)
إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۱۱۱﴾ په رښتيا نن مې د همدې زغم له لامله بری لیک ورکړ .)) (۱۱۱)
قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ (الله) وايي: ((تاسې د كلونو په شمېر، پرځمكه څومره موده تېره كړه؟)) (۱۱۲)
قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلْ الْعَادِّينَ ﴿۱۱۳﴾ (کافران) وايي: ((ايله يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه ځنډېدلي وو! له حسابګرو وپوښته.)) (۱۱۳)
قَالَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا لَّوْ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۱۴﴾ (الله) وايي: ((که په رښتیا (هغه وخت) پوهېداى(؛ نو) لږ وخت تم شوي ياست.))

(۱۱۴)

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴿۱۱۵﴾ نو ايا تاسې انګېرئ، چې موږ خوشې پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟! (۱۱۵)
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ ﴿۱۱۶﴾ نو الله [تر خوشکيو (خبرو) او نورو عيبونو] ډېر لوړ دى، چې رښتينى او حقیقي ټولواک دى (او داسې نه ده، چې تاسې يې بې موخې پيدا كړي ياست)، بې له ده معبود نشته (او) هغه د پرتمین عرش پالونكى دى. (۱۱۶)
وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ﴿۱۱۷﴾ او څوك چې له الله سره بل معبود نمانځي، چې (د حقانيت) لپاره يې هېڅ دليل نه لري؛ نو حساب يې يوازې له خپل پالونكي سره دى. په حقيقت كې كافران بریمنېدای نشي.  (۱۱۷)
وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۱۸﴾ او ووايه: ((پالونكيه! و مې بښه او (راباندې) ولورېږه او ته خورا غوره لوروونکى يې.)) (۱۱۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!